ليكنـــــــــــــــــــې

 

د بلخ يو شمېر مېرمنو د يو غونډې په ترڅ كې
 له ښاغلي ډاكتر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان كړ

دغه غونډه، چې په شمال زون كې د اشرف غني احمدزي د ټاكنيزو مبارزو په دفتر كې وه، شاوخوا ۱۰۰مېرمنو په كې ونډه اخيستې وه.

وحيده د مزار ښار اوسېدونكي وويل: ((ځكه له اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ كوم، چې له ځوانانو ملاتړ كوي او د كار ورته پيدا كوي))

نوموړې همدارنګه زياته كړه، چې اشرف غني احمدزى د يو عادل نظام جوړونكى دى.

فريده د خلم اوسېدونكي وويل: ((له اشرف غني احمدزي ځكه ملاتړ كوم، چې افغانستان لپاره پراخ پلانونه لري))

ربآبه د مزار ښار اوسېدونكي بيا وايي، چې اشرف غني احمدزى اداري فساد له منځه وړلاى شي.

د نوموړ ې په وينا، اشرف غني احمدزى د افغانستان لپاره وړ ولسمشر دى.

ذبيح الله احساس د ياد شوي دفتر مشر له راغلو مېرمنو څخه مننه وكړه او زياته يې كړه، چې اشرف غني احمدزى به په راتلونكي حكومت كې د مېرمنو ونډې ته پوره پام وكړي.

د يادولو وړ ده، چې تېره ورځ هم يو شمېر نجونو، اشرف غني احمدزي ته د كمپاين ژمنه وكړه.

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©talafghan.com  2004-2009  All rights reserved. talafghan@gmail.com