ليكنـــــــــــــــــــې

 

زهره كاكړ

د بلخ د مېرمن كولتوري ټولنيز بهير
د يوويشتمې اوونيزې غونډې راپور

 

د بلخ ولايت په مركز مزارشريف كې د مېرمن كولتوري ټولنيز بهير د ١٣٨٨  لمريز د كب  په ٦ مه،  يوويشتمه اوونيزه غونډه وكړه.

 

 غونډه د شمال دخلكو عنعنوي اصلاحې جرګې په دفتر، د مومند بابا ادبي بهير خونه كې ترسره شوه.

 

غونډه د ذهره كاكړ لخوا د قرانكريم په څو مباركو ايتونو پيل شوه، چې د ويندويي چارې يې طيبې كاكړ تر سره كولې.

 

د غونډې مشره مېلمه اسيه احساس او كوربه زرغونه توخي وټاكل شوې.

 

په ازاده مشاعره كې طيبې كاكړ، زهره كاكړ، زرغونه توخي او اسيه احساس شعرونه او ټپې واورولې.

 

د غونډې كوربه زرغونه توخي د غونډې له ګډونوالو د نورو غړو د زياتوالي په اړه خبرې وكړې.

 

نوموړې زياته كړه چې د بهير غړې بايد هڅه وكړې چې له ځان سره هرې غونډې ته يوه نوې ملګرې راولي.

 

همداراز د غونډې ميمله اسيه احساس په غونډې د ګډون كولو له امله خوښي څرګنده كړه او زياته كړه چې خوښه ده د حپلو پښتنو خويندو تر څنګ يې په خپله ژبه د پوهېدنې وخت وموند

 

د غونډې په پاى كې ذبيح الله احساس د غونډې ګډنوالې د مومندبابا ادبي بهير د كتابون څخه د كتابونو لوستنې ته وهڅولې.

 

نوموړي مېرمن بهير د بلخ د پښتنو مېرمنو لپاره د ښوونځي په توګه ياد كړ او زياته كړه چې دوى بايد له دې وخت څخه ډېره ګټه  پورته كړي.

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com