ليكنـــــــــــــــــــې

 

ضمير سار
مومند بابا ادبي بهير – مزارشريف

په بلخ كې د درې غوره شعرونو د غوراوي درېيمه مشاعره وشوه

 د بلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ كې د درې غوره شعرونو د غوراوي درېيمه مشاعره د سلواغې په ۱۶ مه، د شاوخوا ۱۰۰ فرهنګيانو او مشرانو په ګډون ترسره شوه.

 په دغه مشاعره كې د ام البلاد ادبي بهير غړو خيبر اميري او قاسم لونګ لومړى او درېيم او د چمتال ادبي بهير غړي امير بريال دويم مقام وګاټه، چې د ستاينليكونو تر څنګ په ډاليو هم ونازول شول.

 بلخي ليكوال او شاعر ذبيح الله احساس د مومند بابا ادبي بهير غړي د درې غوره شعرونو د غوراوي مشاعره د ځوانو استعدادونو په هڅونه كې يو نېك ګام وباله او زياته يې كړه، چې دا مشاعره به د بلخ د فرهنګيانو تر منځ لا فرهنګي اړيكې وغزوي. 

هغه زياته كړه، چې د مومند بابا، ام البلاد او چمتال ادبي بهير ددغه ولايت د ادبي خوځښت درې سيمه ييز نومونه دي، چې په مانا او موخه كې ټول يو دي.

 نوموړي د خپلو خبرو په ترڅ كې د بلخ او چمتال ولسواليو فرهنګيان وهڅول، چې ددغو دواړو ولسواليو تر منځ پرته چاربولك ولسوالۍ كې هم د ادبي بهير په جوړلو، د شمال ادبي خوځښت ته نوى رنګ وركړي.

 احساس په بلخ كې د خپلو ملګرو فرهنګيانو تر منځ په سيمه كې د خپلې او ژبې او كلتور ته كار كولو په برخه كې شته همغږي وستايله او لا ګډ كار كولو ته وهڅول.

 د  درې غوره شعرونو د غوراوي يو حكم جاويد څلي، د شعرونو په غوراوي كې د ځنډ لامل د ډېرو هنري شعوونو شتون وباله او زياته يې كړه، چې د انتخاب پر مهال په ستونزه كې پاتې و.

 هغه زياته كړه سره له دې چې د تېرو غونډو د مقامونو ګټونكو شاعرانو شعرونه په سيالۍ كې نه و شمېرل شوي؛ خو بيا هم د تېرې غونډې په پرتله ښكلي شعرونه وټاكل شول.

 د هغه په وينا دغه مشاعره د هنر په پنځونه كې ډېر لوى لاس لري.

 په دغه مشاعره كې د درېيم مقام ګټونكي قاسم لونګ وويل، چې هېڅ يې تمه نه وه، چې مقام به ګټي.

 د هغه په وينا، د شعر د ليكلو پر مهال د درې غوره شعرونو د غوراوي مشاعره ورياده وي او زيار باسي، چې ښه شعر وليكي.

 د درې غوره شعرونو د غوراواي مشاعره هره مياشت د بلخ ولايت په مركز مزارشريف  او ولسواليو كې ددغه ولايت د فرهنګيانو او مشرانو په ګډون ترسره كېږي، چې دا يې درېيمه مشاعره وه.

 

   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com