|
د پښتو د پوهنيزې ښكلا ناوې په ګاڼه كې د
" ليكلار ښود ، يوه پښتو- كره پښتو " په نامه يوه بله مرغلره
له هرڅه
ړومبى زموږ د هېواد لوى پوه ، ليكوال او استاد پوهاند مجاور احمد زيار صاحب ته د
چاپ په پسول د هغه د نوي پسولل شوي اثر په مناسبت د زړه له كومې مباركي وايم ، او د
پوهنيز ژوند په لاره كې ورته نورې برياوې ، روغتيا ، سوكالي او خوشالي غواړم.
ډېر د وياړ ځاى
دى چې نن موږ په خپل پښتني كولتوري چاپېريال كې داسې لوى اتلان لرو چې د پوهې او
قلم په ډګر كې ورسره ډېر لږ كسان سيالي كولاى شي. دا خو ژوند په زباد رسولې چې څښتن
تعالى په پېړۍ كې د ګوتو په شمار څو داسې كسان په يوه ولس ولوروي چې د هغه ولس د
سرلوړۍ سبب شي. د پښتون غوندې يو هر اړخيز وروسته پاتې ولس كې هر پوه او ليكوال
ځانګړى ارزښت لري ؛ خو د زيار صاحب په څېر اشخاص چې د يو ولس د ژبې د رغولو ، د
نورو ژبو له اغېز او ښكېلاك نه د خپلواكولو او په پوهنيزو هاند و هڅو سره يې د ولس
د ملي وكر د راژوندي كولو تاريخي رسالت ته ملا تړلې وي ، ډېر لږ وي. زه پرته له
كومې ښندې دا څرګندوم چې زيار صاحب ، د پښتو ژبې د رغاونې په لاره كې ستاسو نه ستړى
كېدونكى كار او زيار د ټول پښتون ولس او پښتني كولتوري ژوند لپاره ستر ارزښت لري.
زه ډېر هيله من يم چې هر پښتون ، په تېره بيا لوستى پښتون دغې سكالو ته كره ځير شي
او په بشپړ ډول يې په ارزښت پوه شي.
زيار صاحب ، يو
وار بيا تاسو ته د نوي اثر په مناسبت مباركي وايم او دا چې په پښتو ژبه داسې ښكلي
او ارزښتمن اثار لوروئ ، له تاسو نه د زړه له تله مننه كوم. زه په تاسو او ستاسو په
پښتو وياړم. په درناوي.
محمد طاهر كاڼى
روسيه
–
ولګينسكي
د
٢٠٠٧
ز كال د مى شلمه
|