|
د ليكوال ،شاعر، ژباړن او كره كتونكي
ښاغلي دوكتور لطيف بهاند له ثمره ډك دېرش
كلن كولتوري ژوند نمانځنه چې لس مياشتې
مخكې يې خبرتيا د رسنيو له لارې خپره
شوې وه ، تېره شپه د يوې ستاينغونډې په ترڅ كې
چې په مسكو كې د افغانستان د اسلامي
دولت د سفارت په تالار كې جوړه شوې وه ،
وشوه .
غونډې ته د سفارت د كاركوونكو
او له لېرې او نږدې څخه د مينه والو
افغانانو سربېره د روسيې نامتو پښتو
پوه استاد لېبېديف كانستانتين
الكساندروېچ ، د مسكو دولتي پوهنتون د
اسيا ــ افريقا انستيتوت د پښتو څانگې
مشره ، د ښاغلي بهاند د تېرو
بېلابېلو دندو روسي همكاران او دوستان
رابلل شوي او راغلي وو .



غونډې ته مېلمانه د ماښام په
پينځو بجو رابلل شوي وو خو د ماخستن په
اوو بجو پيل شوه .
غونډه په مسكو كې د خپريدونكې ورځپاڼې
(نويد روز) مسؤل مدير ښاغلى فاروق فردا
پرانيسته او بيايې مشرتوب د افغانستان د
راډيو تلويزيون د هنري څانگې پخواني
كارمند ښاغلي محمد امان اشكرېز ته وسپارل
شو .

لومړى د يوې افغانې
ماشومې لخوا د ښاغلي بهاند تر ملا د
افغانستان د بيرغ له رنگونو
جوړه شوې يوه پټۍ وتړل شوه
، متقابلا ښاغلي بهاند دغې
افغانې ماشومې ته قلم چې د
علم او معرفت سمبول دى ورډالۍ كړ او د
غونډې برخه والو ته مخامخ ،په هاغه
څوكۍ كېناست چې ده ته ځانگړې شوې وه .



په مسكو كې
د افغانستان
ا.د
د
سفارت شارژدافير او كفيل ښاغلي غلام سخي
غيرت ته د خبرو
بلنه وركړل شوه
،
ده د ښاغلى بهاند د علمي ، فرهنگي فعال
او خوځنده ژوند ستاينه وكړه او د خپلو
نورو خبرو په ترڅ كې يې
د (( وفاق ملي ))
او
(( اتفاق افغاني )) پر نكاتو ډير ټينگار
كاوه ، په
داسې
حال كې
چې
د
دغه سفارت د فرهنگي مركز؟ له خوا د
خپرېدونكې
مياشتنۍ (( انگېزه )) مجلې تازه
گڼه د غونډې د ډيرو برخه والو په لاس كې
وه او په كتو يې د ددغه ادارې د چارواكو د
خبرو
او عمل
تر منځ
واټن له ورايه ښكاره و.
( په دغې
مجلې كې د معمول په څېر
د پښتو ملي ژبې سره ، د دې حقيقت
په نظر كې نيولو سره
چې زموږ
د ملي هويت
لپاره يوه نه هېرېدونكې برخه ده، د
1:38
برخورد
له كبله
،
چې
۳۸
سرليكه
مطالب يې په
پارسي
اويوازې يو پښتو مطلب ته پكې
ځاى وركړ شوى و.
)


نوموړي
د خپلو
خبرو
په
پاى كې
د سفارت لخوا
يوه
تابلو ښاغلي
بهاند ته
ورډالۍ كړه . وروسته
د
BBC
نړيوالې
راډيو
د مسكو
د
بيرو
مشرې
مېرمن
وېره
(Вера)
د
بي بي سي راډيو
سره
د
ښاغلي بهاند
د كار
د څرنگوالي
په اړوند وغږېده
،
وه يې ويل : ((بهاند
كه له
BBC
وتلى دى
خو زموږ له زړونو
نه دى وتلى.
))

ورپسې دښاغلي فاروق فردا لخوا د
ښاغلي بهاند د لنډ ژوندليك او
اثارو په اړه معلومات وړاندې شول .

وروسته فرهنگپال ښاغلي ډاكتر
شېرحسن حسن د بهاند په يوه ژباړلي
اثر (( نااشنا ليك )) خپله ارزونه
واوروله او دى يې په پښتو ژبه كې
وروسته له خوشال بابا ، د جنسي او
غليظو لوڅو كلماتو تر ټولو زړور
كاروونكى او د دغه بې ادبه ادب مخكښ
وباله .

بيا د اكليبر خيريه موسسې مشره
مېرمن اكسانا
(Оксана)
خبرو ته وبلل شوه او هغې هم په
اكليبر موسسه كې د
بهاند د ژباړې كار
ښه او دقيق
وگاڼه .

بيا طنز ليكونكي ښاغلي محمد عمر ننگيار
خپله يوه طنزيه ليكنه او ورپسې ښاغلي
محمد داود پيلوټ د بهاند په شعرونو
خپله ليكنه ښه په خوند ولوسته .


وروسته د غونډې گډونوالو خپل راوړي
گل سوغاتونه او تابلو گانې ښاغلي
بهاند ته ورډالۍ کړې .



بيا د هيواد يوه سپين ږيري ښاغلي جنرال
محمدايوب خان ، ښاغلي بهاند ته
د ښو پېرزوينو له وړاندې كولو
وروسته ټول روښانفكران د هرم راس
وبلل او د افغان روښانفكرانو څخه يې د
خپل مثبت رول او رسالت
د ترسره كولو
غوښتنه وكړه .

وروسته ښاغلي محمد قاسم ، لطيف بهاند ته
ليكلى خپل شعر واوراوه . تر هغه وروسته
ښاغلى بهاند ستېژ ته راوبلل شو ، ده د
غونډې د گډونوالو څخه مننه وكړه او د
دوۍ لنډكيو پوښتنو ته يې لنډكي ځوابونه وويل .


د ډوډۍ له خوړلو او لنډې
تفريح څخه وروسته د موسيقۍ برخه
د استاد شيفته په
استادانه نغمې پيل شوه
، دريو ځوانو
(شوقي)
هنرمندانو سندرې وويلې ،او
بيا هم محمد قاسم ته
وخت وركړ شو چې د
ايرانۍ شاعرې پروين اعتصامي
شعر دكلمه كړي ، ښاغلي بهاند راوړل شوي
گلان د ځان لخوا دغو درې ــ څلورو
هنرمندانو ته وركړل ،
اودوستانو ته يې لاسونه د مخه ښې
په توگه وښورول .

دوه تنو ليكوالو او يوه شاعر نږدې
په ورته الفاظو تل افغان
ته د غونډې په هكله داسې وويل :
(( موږ
هم د ښاغلي بهاند په
اړه ليكنې او شعرونه درلودل
چې غونډې ته د اورولو لپاره مو له
ځانو سره راوړي وو، د غونډې
د وينا والو په ليست كې هم شامل شوي
وو خو تر پايه موږ ته
وخت را نه كړ شو، د غونډې
د چارواكو او چلونكو هر يو محمد امان
اشكرېز او فاروق
فردا ته په دې هكله پوره مالومات وو چې
موږ پښتو ليكنې او شعرونه لرو، د علت پوښتنه مو ورځينې وكړه ،
دوۍ استدلال كاوه چې وخت
نشته ، غونډه همدوۍ
په لوى لاس له هماغه پيله يونيم
ساعت وځنډوله ، موږ په گډه وپتيله
چې د خپل حق له مخې ستيژ ته
لاره پيدا او د دوۍ
له دا راز بدو نيتونو پرده
پورته كړو خو د يوه بل دوست په مشوره او
د ښاغلي بهاند د خوښۍ د غونډې د نه اخلال
او همدارنگه ده او گډونوالو
ته د درناوي له امله موږ د عكس العمل له
ټولو ډولونو څخه تېر شو او د زغم لاره
مو ونيوله .
))
|