ليكنـــــــــــــــــــې

 

د اوتريش په پلازمېنه  ويانا کې
د پښتو ژبزده کړې درېيم ښوونيز کال پيل
شو

د ويانا (وين) ښار د ښوونځيو رياست د ۲۰۰۹ کال د سپټامبر پر۷مه  نېټه رسمي پرېکړه وکړه چې د روان کال د سپټامبر پر يوويشتمه  نېټه دې د وين په ښوونځيوکې دافغان زده کوونکيوله پاره د پښتو ژبزده کړې درېيم ښوونيز کال پيل شي.

دهمدې پرېکړې له مخې به نوموړې زده کړې هره اونۍ
 د دوشنبې پر ورځ له دوو بجو په فولکس شولې نايلرايښ ګاسې۱۱۱  
   1010 Wien,  Neilreichgasse 111
 
او د چارشنبې پر ورځ  له دوو بجو په فولکس شولې مېنګېرګاسې ۳۳ 
1210 Wien,  Mengergasse 33

کې پرمخ بېول کېږي .

په دې توګه د هغو زده کوونکيود کورنيو مشرانو ته، چې موږ ته  يې د پښتو ژبزده کړې ګډونپاڼې رارسېدلي دي، په درناوي خبر و بلنه ورکول کېږي چې دزده کړې دپيل پرلومړيو ورځو له خپلو لوڼوــ زامنوسره يو ځای اړوندو ښوونځيو ته په خپل راتګ سره نوموړي بهير ته  لا ځواک وپياوړتيا ور وبښي .
 
هغه کورنۍ چې لاتراوسه يې موږ ته د پښتو ژبزده کړې له پاره  د لوڼوــ زامنو ګډونپاڼې رارسېدلې نه دي، هم کړای شي،  چې په خپل راتګ او د ګډونپاڼوپه ډکولو له  دغه بهير سره همغږي شي.

 تاسې کړای شئ چې، ګډونپاڼه له دغه ځايه  هم تر لاسه کړئ .

http://www.bmukk.gv.at/medienpool/15846/mu_unterri_anmeldung.pdf

 

مننه
افغان ولس کلتوري ټولنه

ويانا- اوتريش

 يادونه :که د دې خبرتيا په اړه لا هم پوښتنې لرئ په دغو لاندينيو تېلېفون شمېرو اړېکي نيولای شئ.
 044 (0) 699 114 155 16
0043 (0) 664 60 806 603
د برېښليک پته:

Afghan_wulas@yahoo.de

 

   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2009  All rights reserved. talafghan@gmail.com