ليكنـــــــــــــــــــې

 

د کابل ولايت د ارغندي د سيمې خلكو
 له ښاغلي حامد کرزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ

نيټه:١٥/٥/١٣٨٨-٦/٨/٢٠٠٩

نن پنجشنبه د اسد د مياشتي ١٥ نيټه د کابل ولايت د ارغندي په سيمه کې د ښاغلي حامد کرزي په ملاتړ غونډه وسوه.

غونډه چي د ارغندي د خانانو لخوا، د جهادي شخصيت او په ولسي جرګه کې د کابل استاذي الحاج محمد الماس ذاهد، جهادي شخصيت آمر زلمي طوفان، جهادي شخصيت آمر ممتاز خان آغا، جهادي قوماندان عبدالقادر خان، جهادي قوماندان محمد آصف خان، سلګونو سپين ږرو، مخورو او ځوانانو په ګډون جوړه سوي وه د قرآن عظيم الشان د څو آيتونو په لوستلو پيل وروسته د حزب اسلامي افغانستان رئيس عبدالهادي ارغنديوال ميلمنو ته د ښه راغلو په ويلو سره د ښاغلي حامد کرزي څخه د حزب اسلامي افغانستان د ملاتړ دلايل په ګوتو کړه او وي ويل چي موږ ځکه د حامد کرزي څخه ملاتړ اعلان کړ چي ولس ته د خدمت او هېواد د آباديدلو هيلي پکښي ليدل کيږي.

بيا د ښاغلي حامد کرزي د ولسي ملاتړ دفتر د څارني او سمون د چارو مسؤل الحاج غرزي خواخوږی د ښاغلي حامد کرزي د کړنلاري په څرګندولو سره وي ويل چي ښاغلي حامد کرزي په هېواد کې د سولي د ټنګښت او د وسلوالو مخالفينو سره د مفاهمي او مذکراتو له لاري د ملي يووالي د پايښت په خاطر تل مدام زيار ايستلي او په راتلونکي کې هم ژمن دي تر څو چي په ټول هېواد کې د سرتاسري سولي په ټنګښت سره د يو سمسور افغانستان په لور ټينګ ګامونه اوچت کړي.

وروسته په ولسي جرګه کې د کابل ولايت استاذي محمد انور خان اورياخيل د ارغندي د خانانو په استاذيتوب، الحاج فهيم واعظ ارغنديوال، مدير نياز محمد او ډګروال موسي په وار وار سره خبري وکړي او د ښاغلي حامد کرزي د اووه کلن کړو په څرګندولو سره د ټولټاکني په بهير کې د ښاغلي حامد کرزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

غونډه د قاري کوچي د دوعائيه په لوستلو سره پاي ته ورسيده.

د سهاک قومي او فرهنګي شورا د حامد کرزي د نوماندي څخه ملاتړ وکړ

نيټه:١٥/٥/١٣٨٨-٦/٨/٢٠٠٩

 کابل -  نن پنجشنبه د اسد د مياشتي پر ١٥ نيټه د کابل په آريانا هوټل کې د ښاغلي حامد کرزي په ملاتړ د سهاک قومي او فرهنګي شورا لخوا يوه غونډه جوړه سوه، غونډه د قرآن شريف د څو آياتو په لوستلو سره پيل سوه.

په غونډه کې حاجي نور آغا سهاک د سهاکو د قومي او فرهنګي شورا رئيس خبري وکړي او ميلمنو ته د ښه راغلاست څخه وروسته ېي وويل چي  ښاغلي کرزي د ملي وحدت سمبول او د ولس ترمنځ د يووالي لارښود دي.

وروسته د ښاغلي حامد کرزي د ولسي ملاتړ د دفتر د څارني او سمون د چارو مسؤل الحاج غرزي خواخوږی خبري وکړي او وي ويل چي په دغه تيرو اوو کلونو کې د ښاغلي حامد کرزي د واکمني په مهال د دري لسيزو د جګړو، نا خوالو او ناورين څخه وروسته اوس الحمدالله  د ښاغلي کرزي تر مشري لاندي د ښووني او روزني، عامي روغتيا، د عام ګټو پروژو او د لوړو زده کړو په برخه کې زيار ايستل سوي دي د مثال په توګه کله چي د کرزي صاحب حکومت پيل سو په ټول هېواد کې (٤٠٠٠) محصلين په پوهنتونو کې شامل وه خو اوس مهال په ټول هېواد کې (٧٥٠٠٠) محصلين په مختلفو پوهنتونو کې د هېواد په ګوټ ګوټ کې درس واي.

وروسته د لغمان ولايت د سهاکو د قومي شورا مشر قدوس خان، نعمت الله خان سهاک، مدير زر جان او مدير سيد برهان په وار وار سره خبري وکړي او د ښاغلي حامد کرزي څخه ېي خپل ملاتړ اعلان کړ.

غونډه د قرآن عظيم الشان په دوعائيه سره پاي ته ورسيده.

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©talafghan.com  2004-2009  All rights reserved. talafghan@gmail.com