ليكنـــــــــــــــــــې

 

شېرحسن حسن

امريكايانو بيا د بې گناه افغانانو په وژلو خوا يخه كړې ده!

(د عاشورا په شپه امريكايانو بله كربلا جوړه كړه )

د بې گناه افغانانو د وژلو په لړ كې  د تيرې عاشورا په شپه  امريكايي پوځيانو  د كونړ ولايت په غازي خان غونډۍ كې لس نفر په يوه كلي  كې په شهادت رسولي دي . په دغو شهيدانو كې اووه  تنه له يوه كوره او درې نور يې د نورو كورنيو غړي تنكي ځوانان دي، چې د سيمه ييزو ښوونځيو د مختلفو ټولگيو شاگردان وو.  د  باوري  معلوماتو له مخې امريكايي  معاصر وسله وال وحشيان د شپې پر دوه بجو كلي ته ورننوتل او د ماشومانو او تنكيو ځوانانو په شمول يې لس تنه  بې گناه افغانان  په خپلو كورونو كې د خوب په حالت كې  د خوب په گناه(!) په ماشيندارو  وويشتل . په دې ډول  زما د زوكړې ټاټوبى او زما د خاپوړو كليوال  د عاشورا په شپه د يوې  نوې  كربلا شاهدان  وو.  

 افغان او نړيوال چارواكي، د پېښو څارونكي او د راېې ، نظر او انساني عاطفې خاوندان  هر كله كولاى شي  ددغو ځوانيمرگو شهيدانو د هويت پوښتنه وكړي :

۱. رحيم الله د محمد طالب  زوى د نرنگ لېسې د يوولسم ټولگي زده كوونكى

۲. مطيع الله  د محمد طالب  زوى د نرنگ لېسې د لسم ټولگي زده كوونكى

۳. عطاالله د محمد طالب  زوى د نرنگ لېسې د  نهم  ټولگي زده كوونكى

۴. سبحان الله د محمد فاروق زوى د نرنگ لېسې د لسم  ټولگي زده كوونكى

۵. عتيق الله د محمد فاروق زوى د نرنگ لېسې د نهم  ټولگي زده كوونكى

۶. نجيب الله د عبدالله جان زوى د نرنگ لېسې د  لسم ټولگي زده كوونكى

۷ . سميع الله د عبدالله جان زوى د غازي خان غونډۍ د لومړني ښوونځي د شپږم   ټولگي زده كوونكى

۸. اسماعيل د   لاور  خان زوى د كوټكي د منځني ښوونځي دشپږم    ټولگي زده كوونكى

۹. ثمرگل د اميرگل زوى د خوړه گاش  د منځني ښوونځي د اووم   ټولگي زده كوونكى

۱۰. عبدالخالق د عبدالخان زوى  ساده كليوال ، تنكى ځوان

 په ماشيندارو سمبال  وحشي سړي وژونكو مېلمنو   به  خپلو امرانو ته  حتماً په خپل راپور كې  ويلي وي، چې  نن يې د كاميابو عملياتو (!)  په ترڅ كې  لس نفر وسله وال طالبان  (!)  د مقاومت په نتيجه كې له منځه يوړل . 

افغان  بېچاره(!) او بېواكه واكداران (!) خو په كور دننه (خپل هېواد كې) د زورورو بهرنيو   ميلمنو له عملياتو نه خبريږي ، او كله ناكله چې خبر ي رسنۍ ددوى قيمتي وخت ورضايع او په ورته زړه بوگنوونكو حوادثو يې خبر كړي ، بيا نو ځانته زحمت  وركړي  او په انجام شوي كار د ژور خفگان د مراتبو اعلاميه خپره كړي .  د افغانستان د ملي دفاع  (يو خروار)  وزير ، چې بې له شكه  له دغه حادثې  بې خبره او بې غمه دی ، نن سبا به بيا د ولس له نماينده گانو ( ولسي جرگې ) څخه د اعتماد رايه  حتماً تر لاسه كړي . ځكه دى د بل هر چا په نسبت وړ شحصيت (!) دى، هم ستر مجاهد او هم ستر جنرال دى، په (انگليش) كې هم  جراره دى، سكه يې جوړه ده ، په غوښه پټ دى  او د حاكمې ادارې له نورو واكمنانو سره د همرازۍ او همرنگۍ نور صفات يې هم پوره دي ...  د مظلومو افغانانو دې خداى وزله وكړي، چې كورني (طالبان) يې په چاړه حلاوي او كه بهرني (امريكايان) يې په ماشيندارو ولي،  د دفاع وزير خو په كلواو بانډو كې د چا د دفاع زمه واري نه شي كولاى (!) ...  رايه خو به حتماً تر لاسه كړي،خو د ولس له نماينده گانو څخه هيله كيږي ، چې ښاغلى ستر جنرال ته لارښوونه وكړي ، چې د دفاع وزارت پر ځاى د امريكايانو د ترجمانۍ  چاري  په غاړه واخلي، چې د افغانانو دډله ييزې وژنې په وخت كې  ښاغلو(!) قاتلينو ته  د ښځې او نر ،  ماشوم او سپين ږيري ، وسله وال طالب او عادي كليوال افغان فرق ور په گوته كړي ،  خير دی  نوم دې د ستر جنرال او د دفاع د وزير ورپورې وي .

افغان  بېچاره(!) او بېواكه واكداران (!) بايد ځكه ملامت نه كړو، چې د ځان خبرولو صلاحيت او مسؤليت نه لري .  خو باور لرم، چې  د امريكايي پوځي  بدماشانو د دغو مؤفقانه (!) عملياتو   راپور به د مراتبو  په سلسله  بالاخره حتماً بارك اوباما ته ، هغه چاته چې همدا  اوس اوس  يې د نوبل د سولې نړيواله جايزه تر لاسه كړه  رسيږي .  نه پوهېږم ، چې ښاغلى اوباما به په دې خبر وي او كه نه ، چې د امريكا پوځي بد ماشان  هره ورځ  د بې گناه  افغانانو  په  وژلو كربلا جوړي، يايې په نيمه شپه پر كور ورننوزي  ټوله كورنۍ ور ووژني ، يايې د واده پر مراسمو بمونه ور واچوي ، يا د لمانځه،  جنازې  او فاتحې پر گډونوالو د ماشيندارو ججورې  ور خالي كوي .  

زما خو له افغان  بېچاره(!) او بېواكه واكدارانو (!) نه دا تمه نه كيږي،  خو كه ښاغلى اوباما  د امريكايې پوځيانو له  مشر قوماندان څخه  په  تيرواتو كلونو كې د وژل شوو افغانانو ( ددوی په وينا مسلحو طالبانو) د شمېر پوښتنه وكړي  او دا پوښتنه هم ورسره غبرگه كړي، چې دومره وسله وال طالبان له كومه  شول ؟  نو حتماً به دې منطقي  نتيجې ته ورسيږي  چې امريكايي پوځي سادستان   نه له خدايه ډار لري او نه د هغه له مخلوقاتو، په ټوله بې شرمۍ  او سپين سترگۍ  د بې دفاع افغانانو په  وژلو خپلې شيزوفرينكې غريزې خړوبوي ، او د هر بې گناه  وژل شوي افغان پر تندي   د طالب او القاعدې ټاپه  لگوي .

له افغان بېچاره (!) او بېواكه  واكدارانو(!) نه  ددې خبرې  تمه كول بې ځايه  كار دى ، خو كه ښاغلى اوباما له  خپلو پوځي چارواكو نه ددې  پوښتنه وكړي ، چې دوی ولې  د افغانستان په كلو او بانډو كې د طالبانو (؟) او القاعدې  (؟) په  لاس ته  نه راتلونكي  ښكار پسې  د امريكا د ملت پيسې مصرفوي ، او ددې پر ځاى نه غواړي،  د ورانكارانو د روزنې او پالنې ځالې  او د پيسو او وسلو د تاميناتو  هغه مركزونه ، چې له كراچۍ  څخه نيولې تر هندي كشمير پورې  ټول پاكستان ور باندې ډك دى ، له منځه يوسي او  يا لږ تر لږه  له خپلو پاكستاني متحدينو او متعهدينو څخه  د هغوی د كنترول  جدي غوښتنه وكړي .

له  افغان  بېچاره(!) او بېواكه واكدارانو (!) څخه  د  هېوادپالنې ، افغان پالنې  او انسان پالنې  تمه ساده توب دى ، خو ښاغلى اوباما چې  په هېواد كې يې د سپيو او پيشوگانو په  وژونكو  اوږدې دعوې او محكمې دايريږي، لطفاً دې  د خداى (ج) او د هغه د مخلو قاتو له  قهر او غضبه وډارېږي  او ددغه هېواد  بدماشو او خداى ناترسو پوځيانو ته دې امر وكړي ،چې د القاعدې او طالبانو په نامه   د بې دفاع او بې گناه افغانانو په وينو دې  د سړي وژنې وحشي غريزه  نه خړوبوي .

ناشونې ، مشكله، بې ځايه او ناجايزه به وي، چې هر افغان د خپل پلار، زوى، ورور، وراره  او خپلوان د  قاتل د محاكمې  او غچ اخيستلو لپاره  ځان وژونكى واسكټ واغوندي او يا د طالب په نامه د هېواد شرموونكو، افغان شرموونكو او اسلام شرموونكو ورانكارانو له کتار سره يو ځاى شي .   

خو ښاغلى اوباما او د امريكې ملت دې په  دې ښه پوه شي، چې د بې گناه تويې شوې وينې هر څاڅكى يو نوى امريكا ضد ذهنيت او امريكا ضد انسان زېږوي، او كه  بې  گناه  انسان وژنه همدا ډول ادامه  ولري  ، امريكايي پوځيان به په خپل  لاس دغه مځكه د ځان  لپاره  په جهنم  بدله كړي .

موږ بې دفاع افغانان  ددغو وحشي سړي وژونكو د رښتينې محاكمې هيله  يوازې د خداى (ج) له دربار څخه كولاى شو او بس !

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com