ليكنـــــــــــــــــــې

 

د کوچنې  نېکمرغه  اخترد رارسېدو په وياړ د مبارکۍ  پيغام  !

په برتانيا کې د اوسېدونو افغانانود ټولني اجراييه شورا  ،   د کوچنې نېکمرغه اختر د رارسېدلو له امله  د افغانستان په د ننه کې ټولو هېوادوالو ، په بهر او ځانګړي توګه برتانيا کې  مېشتو افغانانو  او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته  د زړه له کومي  تودي مبارکۍ وړاندي کوي  . همدارنګه د روژي د مبارکې مياشتي په دې بزرګو شپو او ورځو کې  د لوي خداي       (  ج  ) دربار ته  استدعا کوي چې زموږ د خلکو عبادت او دوعاوي  قبولي کړي  ، خلکو او هېواد ته  سوله  ـ  نېکمرغي او ابادي راولي  .

د افغانانو د ټولني اجراييه شورا دروژي د مبارکې مياشتې په  اوږدو ، په ځانګړي  توګه د کوچنې اختر په  درشل  او د افغانانو د ملي غمېزي د پېل نه تر اوسه پوري  د هغو بې ګنا هېوادوالو د شهادت  له امله چې دغلچکيو بريدونو او هوايې تاړاکونوهدف ګرځېدلي  ژوره خواشېني او د هغوي د کورنيو سره کلکه همدردي څرګندوي  .

په دې اساس په  لندن کې د اوسېدونکو افغانانوټولني تصمېم نېولی چې د تېر په څېر د کوچنې اختر د لمانځه د ادا کولو په موخه د ټولني په انګړ  (  ويست اکتون  )  کې  پوره تياري ونېسي او مېشتو افغانانو ته بلنه ورکړي  ،  چې د اختر په لمړی  ورځ  د سهار په   ۱۰   بجې د ټولني انګړ ته تشريف راوړي  .

په درناوي
سېدجان   کارواني
په برتانيا کې د اوسېدونکو افغانانو د ټولني ريس

ادرس  :

چرچيل    ګارډنز

ويست    اکتون

ډبليو تري     زيرو  جۍ  ان

 

   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2009  All rights reserved. talafghan@gmail.com