ليكنـــــــــــــــــــې

 

د کوچني نيکمرغه اختر په وياړ
د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولنې د مباركۍ پيغام

نيټه : ١٩-٩-٢٠٠٩

ګرانو هيوادوالو خويندو او وروڼو!

 اسلام عليکم و رحمته الله و برکاته

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه  د روژي د مبارکي مياشتي چي د نړي د مسلمانانو لخوا د خدای (ج) په عبادت او اطاعت کي پاي ته ورسيده، د نړي او هيواد و وياړلي، اتل او مسلمان ولس ته د کوچني اختر د رارسيدو په وياړ مبارکي او نيکي هيلي وړاندي کوي.

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د خپل سپيڅلي ديني او ملي ارزښتونو په پام کې لرلو سره په هېواد کې د ملي واکمني د ټنګښت، د مطمئني او رښتني سولي او د امنيت تأمينيدو هيله مند او غوښتونکي دي، او د خپل ولس تر منځ د ورورګلوی او دوستي لپاره هلي ځلي کوي چي د اختر د مبارکو ورځو په فضيلتونو کي د مسلمانانو تر منځ د دښمنی او حسادت پر ځاي روغي جوړي او د دوستی لاسونه يو بل ته ورکول دي ترڅو چي ټول افغانان په ګډه خپل ويجاړ او وران هيواد يو ځل بيا اباد او ودان کړي.

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه د وخت څخه په ګټه اخستو سره  يو ځل بيا د نړي و ټول مسلمانانو او په خاصه توګه افغان رنځيدلي ولس ته د کوچني اختر مبارکي وړاندي کوي، دوي ټولو ته خوشحاله او نيکمرغه اختر د لوي څښتن تعالي له درباره غواړي، او د افغانستان ميړني ولس ته د دوهم ځل ولسمشري ټولټاکني د لومړني پايلي مبارکي وايي چي افغان ولس په ډېرو حساسو شيبو کې يو ځل بيا ټول نړي ته ثابت کړل چي خپل سرنوشت په خپلي راي کارولو سره ټاکي.

 

کوچني اختر مو مبارک

په درنښت،

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر

حاج غرزي خواخوږی

 

   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2009  All rights reserved. talafghan@gmail.com