|
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|
د
نيكمرغه کوچني
اختر په مناسبت مسكو ۲۰۰۹كال سپټمبر۱۸ نيټه : د افغانستان ملى ګوند دروسي اوبيلاروسي سراسري شورا دروژی دمبارکی میاشتی دپای ته رسیدو اودنيكمرغه کوچنی اخترد رارسيدلو په مناسبت په افغانستان کی دننه دهیواد څخه بهر ټولو افغانانو اودنړی ټولو مسلمانانو ته مباركى اونيكي هيلي وړاندي كوي ، دلوى خداى تعالي (ج) څخه غواړو چى زمونږ په هيواد كى ددى نيكمرغه اختر پخاطر د غه دپردیو په لمسون روانه ورور وژنه پاي ته ورسيږى او ګران هيوادوال د سولي اوملي پخلاینی په فضآ كي ددي اختراود راتلونكو ټولوملي اوتاريخي ورځو، اخترونو ،اونويو كلنو شپي او ورځي په خوښيو كي سره يوځاي تيري كړي . درنوهیوا دوالو! دافغانستان ملي ګوند دروسي اوبيلاروسي سراسري شورا پدی باور ده چى د افغانستان دلانجي حل دجنګی اوپوځی عملیاتو،هوایی بمباریو،انتحاری اوځان وژنکوحملو دلاري نه بلكه د خبرو او يوبل ته دتيريدني دلاري را مينځ ته كيداي شي ، مونږ هيله لرو چي دافغانستان اسلامي دولت ،د دولت مخالفين اوپه هيواد كي ټول ملی ،سیاسی ،مذهبی مشران دسراسري سولي د ټينګښت دهیواد دبیارغاونی لپاره دخبرو ،ملی پخلاينی لپاره سره په ګډه جرګه او زمونږ دهیواد په وړاندی دغی ناعلان شوی جګړی ته دپای ټکی کیښودل شی ، ترڅو زموږ ټول هيواد وال چي دهيواد په دننه كي دخپلوكورونو څخه بي ځايه اود وطن څخه بهر دمهاجرت په ناوړه اوغيرانساني فضآ كي ژوند كوي خپلوكورونو ته راستانه اود افغانستان په ودانولو كي سره ګډه برخه واخلي . په اخركي يوځل بيا ټولو هيوادوالو ته دنيكمرغه کوچنی اختر مباركي وايو،اوټولو هیوادوالوته دلوی خدای (ج )څخه دسولی او امن په فضا کی د ګډ ژوند غوښتونکی یو په ګران افغانستان كي د سراسري سولي، ملي پخلايني د ټينګښت په هيله په روسیه اوبیلاروسیه کی دافغانستان ملی ګوند سرتاسری شورا |
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور | د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره | زموږ سره مــو اړيكـــــــــــــــې |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
Copyright © talafghan.com 2004-2009 All rights reserved. talafghan@gmail.com |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||