ليكنـــــــــــــــــــې

 

د ارواښاد  شاعر  او سياسي  شخصيت  اجمل خټک
د مړينې له کبله  دخواخوږۍ او غمشريکۍ پيغامونه

 

لطيف بهاندـــ مسکو

         10.02.13  

د اجمل خټک په وير کې

( ۱۹۲۵  - ۲۰۱۰ )

ځان مې په در کې کړو درته خاورې

په خټ خټ خاندې ژړا مې ناورې

يو ورځ به غږ شي چې ((خټک))ومړو

که ناورې ناورې،هم به دا واورې

اجمل

 خبر خورا لنډ و:

((سياسي مبارز ، ليکوال او شاعر اجمل خټک په حق ورسېد)).

خو غم يې خورا دروند و،خو ماتم يې خورا ژورو،خو وير يې خورا اوږد و،خو زورېدل يې خورا نه زغمېدونکي وو،خو شېبه يې نه هېرېدونکې وه.

ددې خبر په اورېدو سره يو وار بيا حيران شوم او دې ته مې پام شوچې زه ددغه وير او ماتم د ښودنې لپاره توري موندلي نه  شم.

إنا لله وإنا إليه راجعون

 

تر هغه وروسته مې بيا دهغه ،د اجمل، خپل څو ټکي راياد شول او په څه لږ بدلون سره مې د خپلو لېونو ساندو سره د ملګرتيا لپاره د غاړۍ کړۍ کړل:

ديوه ژوبل احساس څړيکې،د زخمي غيرت غورځنګ،د اولسي جونګړو شين اسويلی،د غربت ترخه تجربه،د سرمايې دناکردو نه ځپل شوی،دغاوره اقتدار نه زورېدلی او دپښتونولۍ ژوراحساس ،نور نو زغم پرېښود.

که څه هم د ازادۍ دښمنانو دهغه د ژوند په اوږدو کې له آزادۍ نه د غچ اخېستو په تکل په وار وار سره دده دسر دغوڅېدو تکل کړی و،خو هغوی په دې پوهېدل چې ،دغيرت  چغې د سر په غوڅېدو نه آرامېږي.

خو په هر حال دا به دلوی خدامهرباني او  پيرزينه وه، چې دهغه له بركته وكولای  شو ،دخپلې ژبې دغه شان شاعر ولمانځو،و يې ستايو  او د زړه په كوركې ورته دميني نغري ولګوو او  زه هم په تته رڼا کې  په ژړا ژړا  دلايق دا کرښې چې پوهېږم بل چا او بل ارمان ته يې ليکلي د خپل غم د سړولو لپاره ځانسره تکرار کړم:

 

مړ شو قهرمان له خپلو تږيو ارمانو سره

ونړيده غر له خپلو پټو زلزلو سره

داسې زلزلې چې پلنېدای پراخېدای نه شوې

ځمکه بې احساسه وه،دباندې راوتی نه شوې

دپ وو،ټول غوږونه،دچا غوږ ته رسېدای نه شوې

لرې وه دنيا ،لويې دنيا ته غځېدای نه شوې

تنګه وه فضا ،په خپل محيط کې يې مستي وکړه

بل ترې لاندې اور و،تمېدای غلې کېدای نه شوه

وې چاوده ګوګل،به خپل ضمير کې يې مستي کړه

سر يې ترېنه واخېست،اوسيلو زبر دستي وکړه

ودرېد هغه زړه چې،ستر يې هيلې ارمانونه وو

ستره يې دعوا وه،بې پايانه مزلونه وو

مل يې له هر توپ سره،دسرو وينو موجونه وو

مخ ته يې هر ګام سره کوهۍ،ګړنګونه وو

ټپ شو دبشر په دردو سوی د رحمت څراغ

مړ شو دجهاد او دايمان او دعزت څراغ

*****

څو چې يو زلمی وي،ستا په پلونو به پلونه ږدي

څو چې يو افغان وي،ستا په قبر به ګلونه ږدي

پېغلې به له اوښکو،ستا په خاورو سره لالونه ږدي

موښي به مخونه،ستا په پښو به اوربلونه ږدي

څو چې زمان درومي،يو په بل باندې کلونه ږدي

ستا مجسمه بشپړوي،ستا هيکلونه ږدي

اې په ارمان تلليه زموږ ستر او قهرمان وروه!

اې زموږ دعقل اوعقېدې او د ارمان وروره!

***

 

غرونه،دريابونه،آسمانونه ژړوی نه شم

ستا د دښمنانو برجلونه نړوی نه شم

ستا غمو مې ملا راماته کړې ترې وتی نه شم

سوځي مې هډوکي،ستا دردونه هېروی نه شم

 

جوړ به درته قصر دشعرو کم ابدي به شي

لوی به شی،ژوندی به شي،سمبول د ازادي به شي

لايق ـــ يادونه درومندونه

 

هغه د پښتو ادب په تاريخ کې ،دغيرت چغه وه،هغه دپښتانه شعراپه بهير کې  د ژوند او فن خاوند و،هغه په کجکول کې  سرې غونچې ګرځولې،هغه هغه باتور و چې د غاور له ظلمه يې ځان دا زه پاګل نوماوه،هغه نه يوازې ځنډ او خنډ منل، خو همهاله يې و دو خت چيغه درلوده،هغه د افغان په ننګ کې ،باتور و او د ژوند چغه يې جګوله او دا ټول هغه را اخلي او هغه ته وايی:قيصه زما د ادبي ژوند.

 

که څه هم هغه وخت چې اجمل شاعري پيل کوله،کېدای شو هغه به په هغه کچه چې ښايي،له  نړيوالو ادبياتو سره اشنا نه و،خوبيا هم دده افکار او نظريات له ځينو دغو شاعرانو سره نېږدې ګڼلي شو:

 

۱- الماني شاعر،ليکوال، او ناقد برتولت برشت ،۱۸۹۸ ۱۹۵۶.

۲- د چيلي نوميالي شاعر پابلو نرودا ،۱۹۰۴۱۹۷۳.

۳- دفلسطين انقلابي اوپه خلکو مين شاعر محمود درويش، ۱۹۴۱ ۲۰۰۸.

۴- دشوروي ستر شاعر ولاديمير ماياکوفسکی، ۱۸۹۳ ۱۹۳۰.

 

خو د اجمل او د دغو څلورو شاعرانو توپير دادي چې ددغو شاعرانو په ځنازه کې،دهغو په يادونو او لمانځنه کې په لسګونو زره تنه ،له ساده بزګر ه  تر جمهور رئيسانو پورې ګډون کوي،خو  زموږ دشاعر او نوميالو ياد اول څوک نه کوي او که يې وکړي  هسې ګوته په شمارکسان او لېوالان  به وي.

ددې علت دادي چې موږ ګډ ارمان نه لرو،موږ لا دوېښتيا او ځانپېژندنې پېر او دوران ته نه يو رسېدلي.موږ په ډلو ويشل شوی يو او ان  دلمانځنې لپاره هم ،هغه جومات ته نه ورځو چې ګواکې دښمن او په لنډه توګه تربور په کې لمونځ کوي.

 

په هر حال اوس خو دا څرګنده ده چې هغه شاعر و،لوی شاعر،بې ساری شاعر،هغه شاعر چې زموږ په ادب کې د بدلون،د اوښتون ،زړو قالبونو د ماتوونکي او ديو دور پيلوونکي ګڼل کېدای شي.

دهغه دشعر تر ټولو غوره ځانګړتيا خوږوالی،مينه ناکتوب او هممهاله سره هڅېدو او پاڅېدوته بلنه وه

-مبارزې ته بلنه.

دهغه کرښې دهر هغه چا په خيال کې دښکلا منارې جوړوي چې د وېښېدوتکل او دښکېلاک  اوزبېښاک  په وړاندې د درېدو ارمان يې درلود.

دهغه غږ او چغه په خپل وخت کې تر بل هر غږ او چغې لوړ او همهاله خواږه او ماتو او ارمانجنو زړونو ته د تسل انګازې جوړولې.

که دهغه د شعر له ښکلايزه  اړخه چې په پښتو ادب کې دحماسي او غزليز ادب  له سر لارو يو سر لاری دی تېر شو:

-هغه د خواريو،زاريو او ننواتو تصويرو.

- له خپلې مېنې او خاورې سره د مينې په تور په زندانونو او تيارو کې پاتې کېدل و.

-له اقتدار او غاصب سره نه پخلا کېدل و:

 

د خوشال له خاورې پورته يو نغمه شوم

بل مشال په اباسين او تاتره شوم

سٌرې!پوه شوې؟دغيرت چغه سور اور وم

چې تا څومره رانغاړم.سره لمبه شوم.

 

-  پر بري ايمان او په راتلونکې باورو:

 

 

 

نوی ژوند

 

وخت بې وخته يو وږمه چېرته نه راشي

ترې پيدا زما په مات وزر کې سا شي

معلومېږي چې زما بڼې الوري

ترينه مخکې به يو نوی ژوند پيدا شي

 

 

 خوږه تجربه

دچمن نه شين لوگي په بره خېژي

د ګلونو اسويلي رامعلومېږي

اې پنجرې ستا ديخ سيوري بلا واخلم

دلته بوي دپسرلي رامحسوسېږي

 

 

- کډه کېدل او له خپلې مېنې شړل کېدل و.

-ژور تفکر او په نويو تصوېرونو کې دځپل شويو ارمانونو انځورول و.

-سره له ټول سياسيته ،د نازکو خيالونو دتصويرونه،نه هېريدونکی انځور و:

 

په دې ازغو به سر وي چېرې اېښی زما ګل

داځکه يې دسوي زړه پولو کې ځايوم

ساقي!دچا دمينې ياد پرې لا لمبه کوم

داځکه دلمبو اوبه له حلقه تېروم

.

-سره له ټول فلسفيوالي،بيا هم د بې سارو تصويرونو ،ښکلی تصوير و.

-د پښتني روح سپړنه او انځورونه وه.

- له ټول زغم سره سره ،پوښتنې وې:

 

زما جونګړې کې چې ډيوه بله شي

ستاسو په زړونو دا تيارې ولې  شي

چې زه دبار لاندې سل اخلمه

دستاسو وچويلی تراوه ولې شي

.

  دهغه شعر ځکه د خلکو خوښېږي چې ژوند ته ډېر نېږدې دی،دهغه شعر تصنع نه لري.

هلته وزن ساده،توري سندريز،تصويرونه ژوند بښوونکي.دهغه زياتره شعرونه نه دسپړنې بلکې د بدلون ارمان لري.بدلون په شعري جوړښت کې او بدلون دهغو په انځورونه کې.

دهغه دساده شعر او سندرو تر شا،دهغه دشعر په تورو تورو او کلمو کې يو پرتم نغښتی دی.

دهغه شعر دليلا او مجنون او داستاد شپون په وينا دسقراط او افلاتون خبرې ،هغه هم د لاپو او ځانستاينوپه بڼه نه دی،دهغه شعر دښکلايزو اميلونو په ملتيا د ژوند او خوځون،د ارمان او هيلو،دمينې او انسان سره دلېوالتيا او يو اوښتون دغږ شعر دی.

 

دا به يې ځای وي  او شاعر لايق په اجازه راکوي چې دهغه ،هغه دوه شعرونه دلته راوليکم چې  نيمه پېړۍ پخوا يې اجمل ته ليکلي و،خو زېری يې لا اوس هم ټولوته ،د اجمل مينه والو ته،دهغه دژبې مينه والو ته ،دپښتو شعر وينه والو ته د نوښت بڼه لري:  

 

شاعر ته

لومړی پيام

اې دبندو او زولنو شاعره!

دوږيو تږيو پښتنو شاعره!

لادرکې شته دي،څه سکروټې کنه؟

دپرونيو سرو لمبو شاعره!

***

 

ستاپه سندرو اوس قامونه خوځي

ګوره چې غلی نه شې،هېر نه شې

زه دآسمان لوبه بدله وينم

ګوره له خپله هوډه تېر نه شي

***

له هر آوازه سيلاونه وزي

له هره شعره زلزلې خوځي

له هرې چيغې د مردانو سره

د ژوند او هيلو قافلې خوځي

***

وچه بيديا به سره ګلونه راوړي

په هديرو کې به خندا خوره شي

ددې تيارو ځمکې په ګېډه کې به

دپښتني تورې برېښنا خوره شي

***

په لوړو څوکو،تورې وريځې خوځي

په درانه نس کې سيلاونه لري

په غصه شوي،دردېدلي زړه کې

ځوانې څپې او تندرونه لري

***

د هرې تالندې،آوازکې ګوره

د نوي عصر پيغامونه لېږدي

دغرو د سره افق نه پورته ښکته

دنوي ژوند انقلابونه لېږدي

***

دهندوکش دباران هره قطره

مخ په اټک او اباسين درځي

دلته دتللو بله لاره نه شته

هرڅه چې خوځي.لکه سيند درځي

***

دسحر باد چې ستا باړخو مچوي

دغه زموږه .اسويلي دي کنه

ستا د زړګي داغونه غوټه ويني

ګلونه زموږ دپسرلي دي کنه

***

پام کوه ګوره درنه مړاوي نه شي

دا به باغونو ته رنګونه ورکي

دپښتنو د اوربل نذر يې که

چې عاشقانو ته رنګونه ورکي

***

دتامستي د هندوکش ترانه

زما نڅا د اباسين سندره

راځه چې جوړه کړو،په په دواړو زړونو

يوه غوټه شوې،پښتني خبره

***

راځه چې نوې پيالې وکړنګوو

راځه چې خلکو ته سوماورکو

راځه دې ورکوو،دربدرو لره

جذبه د مينې او وفا ورکو

***

راځه په غرو کې آزادي ويښه کو

راځه چې خاورې ته احساس ورکو

راځه په شپولو کې برېښنا خوره کو

راځه چې کاڼو ته حواس ورکو

***

پام که له خلکو نه بيعت مه غواړه

راځه چې موږ دوی ته بيعت ورکو

راځه د خلکو دعزت لپاره

په قربانۍ کې خپل عزت ورکو

***

ستا زړه که سوی.زه يې لاسوځم

ستا فريادونه ته طاقت ورکوم

زه يې انګاريمه  داغونه ږدمه

دغيرت چيغو ته قوت ورکوم

***

هره څپه چې په لنډۍ کې خوځېږي

دتا دګرمو وينو شور ښيي

هرنوی باد چې په وطن خورېږي

دتا دځوانو هيلو زور ښيي

***  

څوک وايي دا چې ته شعرونه ليکې؟

څوک وايی دا چې ترانې جوړوې؟

شاعر خو هسې ښکلی حسن ستايي

ته ستر انسان يې زمانې جوړوې؟

***   

څه دی دا ژوند،دا لنډکی اوسېلي

چې د يوې ګرمې چيغې زور نه لري

راځئ دا زړونه سپو ته وغورځوو

که چېرې اور نه لري،شور نه لري

***

ګوره!تياره دی ،ورخطانه کړي

اجمله شپې پسې خو لمر راځي

زه چې دخپلو پېغلو وروځي ګورم

ماته په سترګو کې خنجر راځي

***  

 

اجمل ته

دوهم پيغام

اې خوږه ياره!دغمونو آشنا

دحوادثو دکلونو آشنا

ته داټک دسرکشيو ګواه

زه دپامير د توپانونو آشنا

***

غېږه که خلاصه چې آشنا درځي

کاروان دمينې او وفا درځي

ستاسې د تورو دجګړې ډګر ته

پيغام دفتحې د سبا درځي

***

د غلامانو دځينځير سازونه

زموږ په غرو کې ولولې خوځوي

دا نوې نوې تقاضا د زمان

دولسونو رګ او پلې خوځوي

***

 

شعر چې ليکمه لمبې وهي

لکه آمو شي او څپې وهي

دا دبېلتون په اور کې سوی زړګی

چې تا راياد کمه،نارې وهي

***

زړه رانېږې کړه چې څه اور درکم

د شور دپاسه ،نوی اور درکم

مټ له پولادو سره وجنګوه

زه به دې جنګ ته نوی زور درکړم

***

په دې تيارو پسې رڼا راځي

ميدان د تورو نن سبا راځي

دبېلتانه د تورو لړو له شا

شغله د سترګو دآشنا راځي

***

دنړۍ باده مستانه راځه

زه دمستۍ څو ارمانونه لرم

دلېونيو دمحفل نذر ته

په زړه کې پټ څو پيغامونه لرم

 

***

اې داېرو لاندې مخفي اوره

لږمې رسوا که،زه رسوا ښه يم

پټه نغمه يم دفطرت په زړه کې

تر دې يوه چيغه برالا ښه يم

***

 

ما داکمکي غمونه-نه غموي

زړګيه مالره لوی غم راکه

سر مې کوچني صنم ته ،نه کوزېږي

يو بې همتا غوندې صنم راکه

***

 

راته ښکارېږي چې اوس لمر خېژي

دشپې لمنې کې رڼا ښکاري

د زړه کړکۍ چې څنګه خلاصه کمه

منظر د نوې پښتونخوا ښکاري

***

دآزادۍ د موزيک مستې څپې

لکه سيلاب په پېښور درځي

غوږونه پرانېزه دردمنه آشنا

ګوره چې څومره زورور درځي

***

دلته هاتيانو ته کړۍ لوېدلي

خو اوس مستي کوي،کړۍ ماتوي

دآزادۍ نه راوتلی فرياد

دا پرونۍ زړه نړۍ ماتوي

***

د هندوکش لمن کې نوي ګلان

راغوړيدلي دي،وږمې خوروي

د سړو غرونو په ذره ذره کې

راغورځوونکې زلزلې خوروي

***

ستا چيغې اورم خو ترور نه يم

ځکه زه ګورم چې دوا درځي

د تورې شپې له تيارې مه وېرېږه

سپېدې چاودلې دي سبا درځي

۱۳۴۶

 

 

د هغه تر ټولو نه لويه نيکمرغي په دې کې وه چې هغه،هغه شاعر و چې په خپله شعر پر هغه مين و.شعر دهغه ګوګل راخوټاوه،شعر هغه ته ګونډه کېده او شعر له هغه سره ژبه کړې ده چې له هر چانه به په ښه توګه او په شاعرانه بڼه دده ياد ژوندي ساتي.

د اجمل دا غزله هم زما ددې ګډوډو خبرو لپاره ښکلايز پای:

هلته !ئينه کې خپل بشر وګوره

دلته سينه کې غوڅ ځيګر وګوره

!ئينه څه پېژني ستا نازونه

راشه زما دزړه پرهر وګوره

څه دآشنا په خيال کې هلته تېر شول

دلته سينه کې درزهر وګوره

خپله له خياله په هوا کې ګرځې

په ما دې غم لکه دغر وګوره

لکه بادام سوری سوری دی زړه مې

راشه نخرې دې دنظر وګوره

رندان مې خاورو نه پيالې جوړوي

دخمارو سترګو اثر وګوره

واعظ!خير دی،بيا مې ګرم وګڼه

اول راځه ځما دلبر وګوره

تل به دې وې چې زړه دکاڼي لرم

هغه اجمل دې په خپل در وګوره

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

عبدالغفور لېوال

موږ ولې اجمل خټک يادوو؟

 زه د یوه بل نسل استازی یم، د جګړې د نسل، دمحرومیتونو د نسل او داور او ایرو دنسل.

             تل له موږ سره دا پوښتنه شته، چې پاچاخان (فخر افغان خان عبدالغفارخان) د هغه ملګري او اجمل خټک، چې همدا څو ورځې مخکې یې له موږ څخه سترګې پټې کړې، زموږ لپاره څه ډول خلک وو؟ او ولې باید زموږ نسل د هغو درناوی وکړي؟

زموږ نسل په داسې وخت کې د شعور تجربه کوي ،چې د نړۍ ترټولو دبدقسمته قوم غړي یو. پښتون نن پر سره تبۍ ژوند کوي، د زمکې پر سر دوزخیان همدوی دي، هره ماشه چې کش کېږي د پښتون سینه سورۍ کوي اوهر ګوګړ، چې د ورانۍ په نیت بلېږي، د پښتون ښوونځی او کور سوزوي، دا ولې؟

پاچاخان، د هغه ملګري او ملنګ اجمل خټک لسیزې لسیزې پخوا په دې پوهېدل او له دې غمه د ساتلو او بچ کولو ارمانونه یې په زړونو کې وو، یوازې ارمان  نه ،بلکې دوی عملي مبارزې هم کولې، دوی پښتنو لره هېواد غوښته، ډوډۍ یې غوښته ښوونځي یې غوښتل او ویښ شعور یې غوښته، ځکه د همدې  اړتیاوودنشت له امله موږ داسې شوو، دغو مشرانو زموږ د نسل غم خوړ، تر هغو چې همدې غمونو دوی وخوړل.

غټان غټان نیکان نیکان پیدا دي

دوی خو له ځایه جنتیان پیدا دي

ځئ چې هغو لره جنت وګټو

څوک چې له موره دوزخیان پیدا دي

لکه چې موږ له موره دوزخیان پیدا یو، موږ چې وژل کېږو، موږ چې رټل کېږو، موږ چې بې کوره کېږو او خدای مه کړه بې هېواده کېږو او تر ټولو لویه بدمرغي، چې زموږ ښوونځي راسیزل کېږي.

ارواښاد اجمل خټک همدا موږ ښيي، هغه او د هغه سلف پاچاخان زموږ لپاره دجنت ګټلو خواري کوله، جیلونه یې تیرول او شکنجې یې منلې.

خو زموږ پر جنتي افغانستان لاهم اور بل دی او لاهم موږ د جګړو دوزخ کې سوزو. زما د نسل لپاره د اجمل خټک سیاسي دریځ او مقام د پېژندو دی که نه ،خو د هغه پیغام زموږ لپاره ډېر مهم دی او ځکه خو موږ اجمل خټک یادوو.

د هغه ارمان، د هغه پیغام او د هغه مبارزه پای ته نه ده رسیدلې، بلکې نوې پیل شوې ده، موږ اوس د اجمل خټک او د هغه د نورو مشرانو په څېر په زرګونو او لکونو مشرانو ته اړتیا لرو، موږ تر اوبو، تر ډوډۍ او تر هوا ډېر داسې مشرانو ته اړتیا لرو چې موږ یووالي، ښوونځي، سولې، پرمختګ او د ملي شعور لوړیدو ته وروبولي .له روانې بدمرغۍ څخه زموږ د وتلو لاره همدا ده، موږ باید د پښتون ملت مشرتوب رامنځ ته کړو او له دغې بدمرغۍ څخه ځانونه وژغورو، ددې بدمرغۍ غم دومره زورور  و، چې د اجمل خټک په څېر مشران یې رانه وخوړل ،خو هغه دده خپله خبره ده چې :

راځئ چې جمع شو ملګرو څو جامونه وڅښو

د می یادونو کې د وخت ترخه ګوټونه وڅښو

ددې راخور تورتم علاج ته به د شمعې غوندې

د ځیګر وینه کړو لمبه لکه اورونه وڅښو

اروایې ښاده یاد یې ژوندی!

 

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

اى پښتنو هير نه كړئ دا ستاسې ملنگى »خټك «
وخت به درنه داسې ليونى گورئ بيا هم غواړي

اجمل خټك –  گلونه تكلونه                

 له نن څخه  د  لږو ډير څلويښتو كالو پخوا خبره   ده ، د مكتب د لومړي، دوهم او دريم ټولگى د وختو كوچنى وم، چې د لېسې د لوړو ټولگيو زده كوونكو او ځينو ښوونكو به مټينگونه اومارشونه جوړول، كله به يې ويل ،  نن د كارگر ورځ ده !  بله ورځ به يې ويل نن د پښتونستان ورځ نمانځو!   او  ور پسې به  بيا  بل مناسبت وو، هغه وخت   ځينو شعرونو او ترانو د دغو مټينگونو او مظاهرو  خواته د خلكو توجه او تجمع زياتوله او په مټنگونو كې يې خاصه ولوله  او جذبه  پيدا كوله  .  وينا والو   به دغه نظمونه له ياده ويل  او چا به فكر كاوه ، چې دا د دوى  خپل  شعرونه دي .   له هغه وخته مې ددغه يو شعر دغه بيتونه په ياد دي :

د لويو لويو قدرتونو ربه

يو تمنا ده اوريدى شې كه نه

ستا د سكڼي سكڼي ماښام نه لوگى

د چا د زړه لوگى ليدى شې كه نه .......

هسې نه چڼ د خولې ويستل كفر شي

هسې نه تاته ژړېدل كفر شي.....

ستا د جنت د نعمتونو نه ځار

زه درته وږي په جهان ژاړم

ستا د دوزخ له لړمانو توبه

زه درته دا لړمانان ژاړم

ستا په رضا زما رضا ده ربه

كاڼي هم نس پورې تړلى شمه

خو    چې بل ښامار له خزانو ووينم

اخر انسان يم څنگه غلى شمه.....

زه بيا ورسته پوه شوم ، چې دغه جذبات او ولولې  د»غيرت په  چغه «كې  د  اجمل خټك د ترانو له  حرارته وو .

  نسلونه  ، وختونه او سلطنتونه بدل شول ، د غيرت چغه لا هماغسې ولوله  جوړونكې او احساس  پارونكې ده، خو په ډيره خواشينې د غيرت د چغې بلبل ، ملي   انقلابي حماسه پارونكى شاعر او ليكوال ،  د لرو او برو  پښتنو د تاريخي، ملي  او قامي   يووالي ، بيدارۍ او خپلواكۍ  د  خوځښت  سالار   او نه ستړى كيدونكى مبارز  د غفار خان د خدايي خدمتگارۍ  دلارې ملگرى   اجمل  خټك   له دې نړۍ و كوچېد. 

  انالله و انااليه راجعون

ښه خو دا چې د چا نوم  په كې ياديږي 
په فاني دنيا به نه وي ژوندى تل څوك

خ  . خټك

په روسيه كې مېشت  افغانان  د ستر  قامي ، ملې  ، سياسي او فرهنگي مشر  اجمل خټك  په مړينه غمجن دي، له لويه خدايه ورته  د مغفرت او معلى جنت غوښتنه كوي ،   د لرو برو پښتنو،  ټول  افغان ملت  او په سيمه كې د ملي يوالې ، خپلواكۍ، سراسري  بيدارۍ ،   ترقۍ او تمدن   د لارې   ټولو لارويانو ته د تسليت په  وړاندې كولو،   هغوى په سراسري وحدت كې د اجمل  د لارې  او ميراث پاللو ته رابولي . 

د خټك هېواد دې  ولې گلزار نه وي
پښتنو كې ډير ښايسته ښايسته ځوانان دي

 اجمل خټك

د استبداد او استكبار پر ضد د زړه ور ،  ژبه ور  او مستغني  مبارز  اجمل خټك  روح دې ښاد او ياد دې يې تل پاتې وي .

په درنښت
د نورو په استازيتوب
ډاكتر شيرحسن حسن

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

الحاج فضل الله رشتين

اجمل خټګ د خپل عصر عظيم شخصيت

اجمل  خټك د خپل  عصر  يو عظيم شخصيت ؤ ، داسې يو شخصيت  چې په لكونو كسانو كښې    او په  پيړ يو پيړيو  كښې په نادر ډول  يو يو پيدا كيږي .

اجمل بابا يو بې جوړې سياست دان ؤ ، هغه يو بې جوړې شاعر او اديب ؤ ، هغه يو بې جوړې  فيلسوف ؤ  ، هغه يو بې جوړې ستر انسان ؤ .

اجمل خټګ   بابا  د  خوشحال خان خټك له خاورې سر راواچت كړ ، په اباسين او تاتره يو بل مشال شو ،  د غيرت يوه چيغه شوه  او په ټوله پښتونخوا يې د خپل علم ،  پوهې ، سياست او  معرفت  رڼا خپره كړه  ، ددې رڼاپه بركت  د علم او معرفت  په زركونه تياره ذهنونه  روښانه شول .    . اجمل بابا  د خلكو په زړونو كښې  له وطن سره د مينې  داحساس  د ژوندي كولو په خاطر رنګارنګ ترانې وويلې ، په  پښتون قام  كښې يې د اتفاق او اتحاد  د پيدا كيدو د پاره په زور زور چيغې ووهلې .

هغه د  پښتون قام  بد حال ته  كتل او دا يې ارمان ؤ چې  دا قام  لږ رابيدار شي ، لږ احساس پيدا كړي ، لږ حركت وكړي  ، لږ  له  سيالانو نه وشرميږي  او په  ځان  كښې  بدلون راولي .

هغه په خپلو سترګو ليدل چې  د پښتون قام در په در دى ، د پښتون قام د ظلمونو  ښکار دى او  دا قام  له ډول ډول  ستونزو  سره مخامخ دى .

هغه   ليدل چې  د بې عدالتۍ په دې  جهان كښې    د پښتنو حق خوړل كيږي .

هغه ليدل چې دپښتنو  په ښګلې  پاكه او جنتي   خاوره  اور بل دى  او  جهنم  ترينه  جوړ شوى دى .

هغه ليدل چې    پښتانه په خپل كور كښې او  په خپل وطن كښې درپه در او سرګردانه  دي .

هغه ليدل چې په رڼا ورځ  د پښتون په حق  سترګې پټې  كيږي .

هغه ليدل چې د  پښتون وينه په ناحقه توئيږي .

هغه ليدل چې  پښتانه په بمونو الوزي ،  كورونه يې ورانيږي ، خاورې يې په سر كيږي   خو  څوك يې نه  په غم او نه په قيصه  كښې دي.

هغه پوهيده چې پښتون د طالب په نوم وهل كيږي او وژل كيږي.

هغه پوهيده چې پښتون د مسلمان او  ملا په نوم له منځه ځي.

هغه پوهيده چې د پښتنو د تعليم مخه نيول كيږي

هغه پوهيده چې د پښتنو په فرهنګ  لوبې كيږي ..

هغه پوهيده چې   پښتون  ته په سياسي ، اقتصادي او امنيتي برخو كښې سختې  ضربې او  صدمې رسيږي .

د هغه زړه داغ داغ ؤ ،د  هغه زړه  غمجن  او ناقرار  ؤ ، د هغه فكر پريشان ؤ .

هغه د پښتون په بې غورۍ ژړل ،

هغه د پښتون په بې پروايۍ ژړل ،

هغه د پښتون په بې اتفاقۍ ژړل ،

هغه د پښتون په سرتور سر او بربنډ لغړ   ځان ژړل .

هغه د پښتون په بد نصيبۍ  ژړل .

هغه د پښتون  په لوږه او تږه خپه ؤ .

هغه د پښتون په  غريبۍ او مفلسۍ خپه ؤ .

نو ځكه يې   پښتنو ته  دا  خواست كولو چې :

اى پښتنو !  را ويښ شي  اول  ځان بدل كړي او بيا د ظلم او زور جهان بدل كړئ.  له حالاتو سره مقابله وكړي  او په نره مبارزه وكړئ.

له پښتنو څخه د هغه هيله  او غوښتنه دا وه چې  ځانته د مينې او محبت يو نظام جوړ كړ ي او په دې نظام كښې د  ورورۍ او عزيزولۍ  ژوند وكړي.

له پښتنو نه د هغه خواهش دا ؤ چې ځانته  د انسان د شرافت  يو كور جوړ كړي او په دې كور كښې  د عمر شپې سبا كړي.

اجمل خټګ د پښتون قام دښه ژوند د پاره ، ددې قام د عزت او وياړ د پاره په زړه كې   مقدسې  او سپيڅلې   هيلې او آرزو كانې درلودې

اجمل بابا د يو پاك او سپيڅلي لوي  زړه خاوند ؤ .

هغه ټول عمر د پښتون قام په غم كښې تير كړ ، ږيره يې   د همدغه بدبخته قام د سرلوړۍ او ترقۍ په غم كښې سپينه شوه  ، ماغزه يې ويل شو ، نظر يې كمزورى شو ، د زړه طاقت يې ختم شو او په پاى كښې يې د تل دپاره سترګې پټې كړې او له دې فاني او جنجالي دنيا نه  يې رخصت واخيست .

هغه  دعا كوله چې د پښتو ن  په تياره ژوندكښې  روښنائي را شي

هغه دعا كوله چې د پښتنو په سينو كښې د كينو او تربګنو زهر   د مينې او محبت  په خوږو بدل شي .

هغه دعا كوله چې د پښتنو   تياره ذهنونه د علم او پوهې په رڼا روښانه شي .

اجمل بابا د پښتون دښمن ښه پيژندلى ؤ ، هغه خپل دښمن ته  هيڅكله    تسليم نه شو .

هغه ته  د لوړو منصبونو وړانديزونه وشول .

هغه ته د دولت وعدې وشوې .

هغه ته  د رتبې او مقام  پيشنهادونه وشول.

خو هغه  د منصب دپاره خپله پښتو خرڅه نه كړه.

هغه  د دولت د پاره  ذلت قبول نه كړ .

هغه د رتبې او مقام د پاره   د  خپل غرور او عظمت  دروند  سر ټيټ نه كړ .

هغه  د د ښمن په چلونو او سازشونو پوهيده  ، هغه   په  خوله خوږ د پښتون   دښمن پيژندلى ؤ ،

نو ځكه   يې داسې وويل :

مونږ ټول خواږه دښمنان وپيژندل

مونږ زاړه نوي ياران وپيژندل

ستا پخوانو او اوسنو ته سلام

اى زمانې ستا رنګينو ته سلام

د پښتنو دښمنانو  د اجمل خټك او د پښتنو د نورو مشرانو تر منځ  د بې اعتمادۍ فضا پيدا  كړه ، ځيني يې په دولت خوشحاله كړل او ځني يې په منصب خوشحاله كړل . د پښتنو هغه تحريك چې پاچاخان پيل كړی ؤ ، هغه تحريك  بې خونده   كړاى شو .

كله چې د پښتنو يو ستر سياسي ، ادبي ، فرهنګي ، علمي يا ملي شخصيت له دې دنيا نه رخصت واخلي نو بيا زما په شان ډير ليكوالان قلم په لاس كښې واخلي او  خپل تأثرات وليكي . كاش چې مونږ دا كار  هغه وخت وكړو كله چې د اجمل بابا په شان  عظيم  شخصيتونه  ژوندي وي .

خوشحال بابا څه ښه ويلي دي :

د خوشحال قدر كه اوس په هيچا نشته

پس له مرکه         به    يې    ياد كا ډير عالم

اجمل خټك چې ژوندى ؤ نو چا يې پوښتنه نه كوله خو اوس چې دغه نابغه شخصيت  له مونږ نه بيل شو نو مونږ  يې يادوو او صفتونه يې كوو.

كه اجمل  خټك د كومې بلې ژبې شاعر وې ، كه اجمل خټګ په كوم بل قوم پورې تړلى   ستر سياست دان وې  نو  نن به  د هغه قوم په هر كور كښې   وير او ماتم وې ، نن  به  چارواكو  لږ تر لږه يوه ورځ  د هغه ستر شخصيت  په احترام  عمومي  رخصتي اعلان كړې وې  ،  د هغه د تدفين  مراسم به يې په دولتي سطح په شاندار ډول  تر سره كړې  وې  او د هغه په ياد به يې مجلسونه او غونډې جوړې كړې وې .

د اجمل خټك د پايې سياستمدار ، شاعر او اديب  چيرته په پيړيو كښې هم نه پيدا كيږي.

خو څه وكړ و  پښتانه  د خپلو  مشرانو قدر نه كوي ، فخر افغان پاچا خان ويلي دي چې :

( په پښتنو كښې بغض او كينه ده . يو پښتون د بل پښتون دشمن دى .  اتفاق نشته ، ته زما په خوشحالۍ خوشحاله نه يې او زه ستا په خوشحالۍ خوشحاله نه يم. ته زما خير نه غواړې او زه ستا خير نه غواړم . ته زما په بربادۍ خوشحاليږې او زه ستا په بربادۍ خوشحاليږم . زه تا وژنم او ته ما وژنې )

اجمل بابا هم  پښتنو ته دا خواست كړی دى چې :

اى  پښتنو ! اى ليونو پښتنو !

يه تنس نس شوو پرګنو پښتنو

راځئ په كور كښې مركه شو سره

د سيالئ وخت دى چې جرګه شو سره

راځئ چې  د اجمل بابا په  پورتنى  خواست پوره كړو. مونږ پښتنو ته پرته له دې چې  په خپلو  كښې  اتفاق وكړو  او  اتحاد وكړو بله چاره نه لرو . مونږ پښتنو ته څوك خپل حق نه راكوي مونږ بايد خپل حق په خپله لاس ته راوړو .  د حق لاس ته راوړل   په حق باندې  په  عمل كولو  او په حق  باندې د ايمان لرلو په صورت كښې امكان لري.

كه  چارواكي د اجمل خټګ په شان د سترو سياسي او ادبي شخصيتونو  قدر نه كوي او د هغوي د خدمتونو حق نه پر ځاى كوي ، ددې سبب دا دې  چې مونږ پښتانه سست او بيكاره يو. مونږ پښتانه دومره خو كولاى شو چې په خپلو كښې سره جرګه شو او دداسې  سترو شخصيتونو لكه اجمل خټګ  د يادولو او د هغه د سترو سياسي ، علمي او ادبي خدمتونو د نمانځلو د پاره  يوه ستراتيژي او يو پروګرام جوړ كړو ، د هغه  په ياد سمينارونه او غونډې جوړې كړ و ، تحقيقي مركزونه جوړ كړ و ، د هغه په نوم   ښونځي جوړ كړو ، پوهنتونونه جوړ كړو ، ادبي او فرهنګي  ټولنې جوړې كړو.

په پښتونخوا كښې  د  نشنل پارټۍ حكومت دى ، دى حكومت ته ښايي چې  د اجمل خټګ   سترو خدمتونو  ته د درناوئ په خاطر  اقدامات وكړي.

زه خبر شوم چې د پښتونخوا د حكومت لخوا اجمل خټك ته پنځه لكه روپۍ  ليږل شوې وې خو خدايبخښلي اجمل بابا هغه پيسې مسترد كړې  او داسې يې وويل  چې  : “  له ما څخه نور ډير  محتاج خلك شته چې  مرستو ته ضرورت لري دا پيسې  دى هغوي ته وركړ شي.” دا د اجمل خټګ د خود دارۍ ، عزت النفس او ستر شخصيت يوه نښه ده . هغه  په پنځو مرلو غريبانه كور كښې ژوند كاوه او په همدې غريبانه  كوركې يې له دې دنيا نه سترګې پټې كړې .

په ټول افغان كښې مې  دا خبر ولوست چې د ارواښاد  ولي خان له درنې  كوورنۍ  څخه د اجمل بابا په جنازه كښې څوك شريك شوي نه وو. زه په دې خبر  غمجن شوم .

كله چې ارواښادپوهاند رشتين د 1989 كال د نوامبر په 26 وفات شو نو اجمل خټګ  له اكوړه خټګ نه په ډير تلوار د سهار په نهو بجو ځان حيات آباد ته ورسولو او په جنازه كښې شريك شو او په دغه  وخت كښې يې يوه ډيره پر جوشه او له احساساتو نه ډګه  وينا وكړه. چې د هغې وينا څو جملې دادي :

رښتين صيب په اخلاص او ايماندارۍ  رښتينولۍ ولس لپاره خدمت كړی دى . رښتين صيب د يوه نغري ، د يوې كورنۍ ، د يوې قبيلې ، د يوې سيمې نه ؤ بلكې د هرې كورنۍ ۍ، د هرې قبيلې او بيا په مجموع كښې د ټول پښتون قام سر تاج ؤ .”

اوس زه وايم چې  د عصر دا عظيم شخصيت ،  اجمل بابا د ټولو پښتنو د سرتاج ؤ . نو  دا تاج به إن شاءالله د تل د پاره  زمونږ د  ټولو پښتنو  د  سر   ښګلا او زينت   وي.

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

د اجمل خټک په مړينه د افغان ملت ګوند خواشيني

د افغان ملت ملي مترقي ګوند د ستر پښتون سياستوال او مبارز، نوميالي شاعر او د پښتو ادب ځلانده ستوري اجمل خټک مړينه يوه لويه ضايع بولي او ټولو پښتنو ته په ځانګړي ډول د ارواښاد درنې کورنې ته د تسليت مراتب وړاندې کوي ـ  اجمل خټک د پښتنو د معاصر تاريخ هاغه ستر مبارز دې چه د سياست او ادب له لارې يي  د خپل  قام د وښتيا لپاره خپل ټول عمر وقف کړې ووـ

د لوئ خداې له درباره ورته جنتونه غواړم ـ

 

په درناوي
انجينر اجمل شمس

د افغانستان ټولنپال ولسواك افغان ملت ملي مترقي ګوند
مشر

 

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

نسيم ستوری – جرمني

اجمل خټک

 بابا د سوچ د ازادۍ حسن ښکلا مې ته ئې
جکه شمله مې د نیګونو هره خوا مې ته ئې
چیرته چې شرنګ د تورې یاد شې د سیاست په ژبه
د ننګ غیرت تورې وفا ښکلې مانا مې ته ئې
تاریخ به ویاړې په تا  ، سوچ د پښتونوالې لرې
د تاریخ پاڼه د ادب ټوله دونیا مې ته ئې
د خوشحال خان د غرولمنو کې لوی شوی بابا
د قلم تورې د ژوندون د پرمختیا مې ته ئې
فکر او خیال دې د پښتو انګړ ته ژوند بخلی
د ننګ ډګر د هسک د ستورو لا ځلا مې ته ئې
زه نسیم ستوری سلامې  یم ستا دی دنګ فکر ته
ای د پښتو د ادب پلاره روڼ سبا مې ته ئې

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

دحاجي فخرالدين پتوال د خواخوږۍ  پيغام

د پښتو ژبې وتلي  او انقلابي  شاعر ، نوميالي   ليكوال او ژورناليست ، ملي مبارز ،  د مظلومو انسانانو د حقوقو مدافع او د پښتنو د ملي مشر  اجمل  خټك  د مړينې له  امله  د هغه مرحوم  د كورنۍ  غړو ، د هغه د مبارزې  د لارې  ملگرو  او ټولو لروبرو  پښتنو  ته  د تسليت  مراتب وړاندې كوم .

خداى بخښلى  اجمل خټك  يوازې  پښتنو پورې تړاو نه درلود بلكې  هغه د ټول بشريت  او انسانيت  پورې  تړلى و.هغه د ستم  ظلم ، استبداد  او استثمار  پر ضد مبارزه كوله چې وايي :

 چې  نشه د استبداد لري  په سر كې
ماته يو دى  كه مغل دى  كه افغـــان

چې زما  د كور اغزي ته كاږه گوري
ويمه  اورشوى د هغه په گلســــــتان

كه څه هم اجمل خټك د دې نړۍ څخه  په فزيكي  لحاظ ولاړ خو هغه به د خپلو  تل پاتې اثارو  په پرېښودلو سره د تل لپاره  په معنوي لحاظ ژوندى وي .

اجمل خټك ته  د لوى خداى (ج)  څخه  جنتونه  غواړم  او د كورنۍ  غړو، ملگرو او مينه والو  ته يې د زړه  صبر غواړم .

حاجي فخر الدين پتوال

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

اسدالله ميوند

 د  ادب سالار   سپېڅلې هيلې

هغه چاچې دخپل كام اوخلكوپه خاطرپه ځان دزندان توري تياري ومنلې په خپلولاسونواوپښوكي يي زنځيرونه اوزولني وشړنګولي.هغه چاچي دخپلي خپلواكي په خاطرهرډول سرښندني ته غاړه كيښوده.اوهغه څوك چي په يوداسي سپيڅلي ارمان راولاړشواودايي وويل چي زه مي داخپله ويرجنه اووروسته پاتي ټولنه اوخلك دنړي دنوروخلكو سره څنګ په څنګ ودريدل غواړم اوخپل كام اوخلك دپرمختللي نړي دنوروكامونواوخلكو سره سيال جوړول غواړم.ترڅونړي ته وښايو چي موږ داتوان لرو چي يوه داسي ټولنه جوړه كړوچي دمدنيت اوانساني ارزښتونوته ددرناوي استازيتوب وكړي .

هو! دا  زموږ دشلمي اويوويشتمي پيړي دستركاروان دسترسالاراجمل (خټك) هيلې وي.خودريغه دژوندانه په داتريخ حقيقت بايد اقراروكړوچي زموږداستركاروان يوځل بيا دبهرنيواوكورنيودښمنانوپه لاس په څوبرخووويشل شو.اوقافلي يي په غرواودروكي وركي شوي شپي ته مو بيا هركلي وويل سهرموله خپله ژونده وشاړه دغرونو تيږي لا اوس هم زموږپه وينوسري دي .پسرلي موهيركړل غاټول خاټول مود غرونوله سرونو كډه وكړه تاريخ يوځل بيا خپلي پاڼي زموږدتنكيوهيلوپه وينورنګ كړي زمان بدل شوآسمان بيا پر تورووريځوپټ شوخنداشوه وركه دژړا اودسلګوشوركي اجمل بابا دي هرڅه ته دبي وسي په نظركتل اودژوند په وروستي شيبه كي يي دخپلونيمګړوارمانونواوهيلوسره كډه ونغاړله اوله دي فاني دنيا څخه يي سترګي پټي كړي روح دي ښادوي.

هو!  څومره غمجنه ده څومره اوږده ده ددي سترسالاردژوند ناپايه كيسه چي دكاغذ پرمخ يي انځورول ډيرګران كاردي ځكه اجمل بابا سره له دي چي د سياست په ډګركي مبارزه كوله دادب په ډګركي يي هم دخپل ولس غمونه اودردونه راټول كړل اودشعرپه جامه كي يي ونغښتل.هغه دتورووريځومنځ كي لكه دپسرلي لمروځليد هغه په خپلووړانګوكي له اټكه ترآمود مدنيت غږورساوه.

په پاي كي دلوي خداي له دربارڅخه ټولودوستانوته جميل صبراوزموږدتاريخ دي سترسالارته جنتونه غواړم روح دي ښادوي.

زموږدژوند داميدونواوآرمان جنازه لاړه
دانقلاب اوخوځښتونودجانان جنازه لاړه

دلويي  لاري  مسافره ولي  نه   پوهيږي
ته خبرنه يي له مزلونودساربان جنازه لاړه

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

دافغانستان ملی گوند مرکزی شوراله خوا د خواخوږی پيغام

 ۸/ ۲ / ۲۰۱۰

په ژورې خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د ستر او پياوړی سياسی او ادبی شخصيت ، نامتو شاعر او غښتلی ليکوال ، نه ستړی کيدونکی مبارز ، د اوچتو انسانی ارزښتونو ملاتړی ، خدايي خدمتګار ، د ستر پاچاخان « فخر افغان » د نږدې ملګری ، د آزادی او اولسونو د نيکمرغۍ د کاروان سالار ، وتلی اجمل (خټک ) خوځنده او له شوره ډک زړه ، په داسې غمجنو شيبو کې له خوځښته ولويد چې پر ولس يې تور ناتار ناپايه خونړۍ تورتم خپور کړی دی هسې لکه چې د اجمل « خټک » له وياړه ډک ژوند د اولسونو د آزادی ، ورورولی ، برابری او ټولنيز عدالت په خاطر زمونږ د هڅو او د يوالی او پيوستون له پاره زمونږ د الهام بې پايه سرچينه وه ،  مونږ باور لرو چې اجمل« خټک به د ابديت سره په پيوستون کې هم زمونږ د ستونزمن ژوند په لوړو ژورو کې تل زمونږ پر ولسونو د غيرت چغه کوی او مونږ به د سولې ، دموکراسی او انسانی مقام ته د درناوی پر خوا بولی .

مونږ به دسترو ارمانونو پر خوا د خپلو تللو مشرانو پر ګام ګام ږدو ، د خپلو خلکو او ولسونو د يوالي او پيوستون توغ به د تل لپاره اوچت وساتو . زمونږ له نظره د اجمل « خټک » او ددې مقياس شخصيتونو مړينه د يوې کورنۍ ، يوه نسل او يوه ملت ورکه نه ، بلکې د ټول مترقی بشريت له پاره نه جبران کيدونکی ضايعه بلل کيږی .

 مونږ ددې ويرجنې پېښې له امله د اجمل « خټک » درنې کورنۍ ، د ستر پاچا خان د قافلې زړورو لارويو ،عوامي نشنل ګوند، لرو برو پښتنو ، د افغانستان او نړۍ خلکو ته د زړه له کومې ، ژورې خواشينۍ او خواخوږی مراتب وړاندې کوو .

 مونږ د اجمل « خټک » ستر روح ته دعا کوو .
 داجمل (خټك ) روح دي تل ښاد وي

 دافغانستان ملي ګوند مركزي شورا

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

پښتانه  د يوبل ويرپر ټغر

د لوی ادبي او سیاسي شخصیت ارواښاد اجمل خټک د مړینې له امله د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز تسللیګ

په ډېرې خواشینۍ سره موږ هم خبر ترلاسه کړ چې دسیمې ستر فرهنګي او انقلابي شخصیت اجمل خڼک له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې ( لوی خدای دې ښه جنتونه ورپه برخه کړي ).

ارواښاد اجمل خټک به ویل : (( ملي او نړېوال شخصیتونه  نه هر وخت وي او نه هر وخت فعاله وي، هغوي هغه کسان دي چې د خپلو ولسونو او ټول بشر لپاره د اړتیا په هماغه لازمه وخت کې راځي ، رسالت ترسره کوي ، بیداري او اوښتون ترسره کوي او بیا خي ......)). هوکې !د خټک صیب دا فرموده  سمه راوخته ، ځکه چې اجمل خټک خپله همدا شان یو ملي او نړېوال شخصیت و ، ملي مو ځکه وویل چې د ټول افغان د پیوستون د لارې مبارز  و ، او نړېوال مو ځکه وویل چې پښتانه خو د نړېوال ولس یوه لرغونې او پیاوړې برخه ده او اجمل صیب د لوی بشر ددغه ځپل شوی قام د پایښت او ښایست لپاره د همت مټې رانغښتې وې ،او د سر په بیه یې ښه په نره انقلابي مبارزه وکړه .

 الله دې وبښي، یاد یې تل تر تله ،لاره یې ځلانده  او قلم یې تر موږ ټولو رارسېدلی .

دخپلواکۍ فرهنګي مرکز او دلته په ډنمارک او سکندناوي هېوادو کې د اجمل صیب ډېر خواخوږي د هغه مړینه یوه ستره ضایعه ګني او په دې توګه د ارواښاد اجمل خټک له کورنۍ ، دوستانو او ټول افغان ولس سره خپله غمشریکي څرګندوي .روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې .

یوسف هېواددوست

کوپنهاګن  

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

موږ بایرن مېشتي افغانان دخپل مشرافغان ملي
او انقلابي شاعر( اجمل خټک )په مړینه ویر کوو

 د پښتونخوا په قلمرو او ګرده نړۍ  کې  ټولو ویرځپلو افغانانو ته  زه محمدامین بسمل  د بایرن  مېشتو افغانانو  دکولتوري ټولنې په استازیتوب دخدای بخښلي خټک صاحب دمړینې له کبله تسلیت وړاندې کوم کورنۍخپل او خپلوانو ته یې جمیل صبر او خټک صاحب ته دفردوس جنت غوښتونکی یم .

دسترخوشال  خان  دارمانونوپه  لار کې یوه بله ډېوه  هم دتل لپاره خاموشه شوه ستر انقلابي  شاعر ښاغلی اجمل خټک دریادوم هو خټک صاحب!

د خټک صاحب  مړینې زموږ  د غم ټغر نورهم راته غمګین کړ دګردون  درنې درنې او بې رحمه څپړې داسې درنې درنې  په مخونو خورو چې هسې دزړه په زور ورسره سیالي کوو.

له خټک صاحب  سره مې څو ځلې په کابل کې لیدلي و زموږ  ترمینځ  عجیب خاطرات  هم  شته  چې په راتلونکي  کې به یې تاسو ته ولیکم خو څه چې ډېر مهم دي هغه  دا چې دوه کاله دمخه کله چې خټک صاحب په روغتون کې و نو ما به یې تل  دتیلیفون په وسیله پوښتنه کوله  هغه به راته دایوه خبره څو څو ځلې کوله چې دا اوسني ځوانان پلانی او پلانی  په جوش کې ډېر دي خو په هوش کې نه دي ته ورسره مرسته وکړه، ما ورته په خنداکې ووېل چې خټک صاحب زما جوش نو بیا کله له هوش څخه کم شوی؟

خټک صاحب  راته له واره دکابل دیوې پېښې په اړوند یومثال راکړ وېل چې ته خولا له پخوا په هوش کې وې او که نه وای نو دکابل په وزیراکبرخان مېنه کې په پلاني سفارت کې به چا نظم راووست ؟

باید زیاته کړم چې زه په هغه وخت کې دپولیسو دتشریفاتي قطعې زلمی افسر وم  او په کابل کې مې دسفارتونو دامنیت دنده په غاړه لرله په هرصورت اوس بیاراځم ګران خټک صاحب ته همدااوس په جرمني کې د شپې درۍ بجې کېدونکې دي زه هم څوشېبې دمخه  ستړی  راغلم  اودا دغم خبر مې واورېد چې خټک صاحب سترګې پټې کړې .

  انالله و انا اليه راجعون

زړه خو مې غواړي  چې ترسهاره یې  په ویر دا لیکنه وغځوم خوستاسو قدرمنو لوستونکو وخت  به  نه نیسم بس په دا لاندې شعر مو رخصتوم :

خدایه څه  دې پښتنو پسې را اخیستې

یا مو خپله وژنې یا مو په مرمیو

دې مقتل کې په موږ څه تمرین روان دی

خوله تړلي مو وروړي  تر هتکړیو

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

دميدان ځوانانودټولنې دخواشينۍ او ډاډګيرنې پيغام
 يوغرونړېد - اجمل خټك وكوچېد

 په دېرې خواشينۍ سره موخبرترلاسه كړچې دغيرت دچيغې ملي شاعر،ملتپال سپين ږيرى،سياسي مشراجمل خټك د۲۰۱۰ ميلادي كال دفبرورۍ دمياشتې په اوومه نېټه د ۸۵ كلونوپه عمرپه كوزه پښتونخواكې له فاني نړۍ څخه دتل لپاره سترګې پټې اودنيايي ژوندته يې دپاى ټكى كېښود.

اناالله وانااليه راجعون

 ارواښاداجمل خټک له اوس څخه پنځه اتياكاله وړاندې په ۱۵سپتمبرپه اکوړه خټک کې وزېږېد. له ماشومتوبه دخان عبدالغفارخان له شخصيت نه متاثره ؤ،اوهغه مهال چې ۱۷ کلنۍ ته ورسېدنوپه فعاله توګه يې دهنددپرېښودلود غورځنګ غړيتوب ترلاسه کړ. هغه مهال دی دپېښوردګورنمنټ هاي سکول زده کوونکی ؤ، خوخپلې زده کړې يې همداسې نيمګړې پرېښودلې اودهمدې سياسي غورځنګ غړيتوب ته ولاړ. دادهغه سياسي ښکېلتابه پيل ؤ،چې ترپنځولسيزوپورې يې فعاليت وکړاوپه همدې وخت کې يې دخپل ادبي اوزده کړوپه پرمختګ کې هم ددردنه ډکې لمحې په زندانونوکې تېرې کړلې. که څه هم چې نوموړي دپېښورپوهنتون څخه په پارسۍ ادبياتوکې ماسټري اخيستې،خوهغه په پښتوادب کې دځانګړونوښتونولاره هم هواره کړې وه. اوپښتوادب يې دانګرېزي ادبياتوسره وتاړه،اوپه همدې توګه يې دپښتو ادبياتوديوه پرمختلونکي شاعرنوم هم خپل کړ. ارواښاددپښتنودازادۍ لپاره دادب اوسياست له لارې دژوندترپايه پورې مبارزه وكړه اوتل يې په خپله وينا،شعراوليكنوكې دپښتنودحق خبره كوله . هغه نه يوازې دپاچاخان دخدايي خدمتګارانوپه غورځنګ کې خپل سياسي ژوندپيل کاوه،بلكې دسياست په نوروبرخولكه دسرحدصوبې دمهموسياستوالوله ډلې څخه و،اودټول پاکستان په سياست کې يې مهمه ونډه درلوده .

اجمل خټک دپښتوژبې يوتکړه ليکوال،شاعراوسياسي څېره وه . نوموړی دپښتونخواملي عوامي پارټۍ فعال سياسي غړی اودپاکستان دولسي جرګې غړی هم پاتې شوی. دارواښادخټك د(غيرت چيغه) هغه شعري ټولګه وه چې دپښتونخواګڼ شمېرځوانان يې دخپلې خاورې دازادۍ مبارزې ته وپاڅول .

 داجمل خټك ګڼ شمېر آثارخپاره شوي اوځينې يې لاناچاپ پراته دي. تراوسه يي ١٣ کتابونه او١٨ رسالې چاپ شوي دي چې ځينې کتابونه يې په ارودژبه هم ليکلي دي چې لومړنى کتاب يې دغيرت چيغه نوميده،دارواښادنورکتابونه دژوندچيغه،ژونداوخوند،گلونه اوتکلونه، افغان ننګ، کچکول، سرې غنچې، دژوندخاطرې اوځينې نوردي. ارواښاددخپل ژوندپه وروستيوورځوكې چې روغتيايي حالت يې هومره ښه هم نه وه په خپل هغه اثرچې ترخه وختونه اوخواږه يادونه نومېده كاركاوه چې دخپل ژوندهغه شېبې يې پكې انځورولې كومې چې ولې افغانستان ته تللي وواوشل کاله يې هلته ژوندوکړ.

روح دې ښاداوياد دې ابدي وي

 همت الله امين زى
 دميدان ځوانانودټولنيزې ادبي اوكولتوي ټولنې مشر

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

پښتنو خپل يو غښتلی خواخوږی  له لاسه ورکړ!

پښتانه داسی وايي :

د رڼا ستوری د پښتون د سپين سحره زمونږ
خــــوږه رهبره زمونږ ، زمونـــــږ نه مه ځه
په خپل کردار د سياست د اسمان نمره زمونږ
خــوږه رهـبـره زمــونــږ ، زمــونږ نه مه ځه

 د لوی ادبي او سیاسي شخصیت ارواښاد اجمل خټک د مړ ینې له امله د دوطن دګوند دصفوفو دسايت  دمسئول او همکا ر انو دغمشريکی پيغام  :
بسم الله الرحمن الرحيم
په ډېرې خواشینۍ سره موږ هم خبر ترلاسه کړ چې  دپښتنو ستر خواخوږی، لوی سياستمدار او دسیمې ستر فرهنګي او انقلابي شخصیت اجمل خټک له دې فا ني نړۍ څخه د تل لپا ره سترګې پټې کړې (ده ته دپاک الله نه مغفرت ،اوکورنی ته يې دجميل صبر غوښتونکی يو).
زه پخپله  چی دځوانی په اولو کالو(د مکتب اوتحصيل ) او وروسته دکار په دوران کی دهغه امکاناتو نه چی ماته مهيا شوی وو اوددی ستر اواحترام وړ شخصيت سره می  په وا رو ،وارو ليدلی وو ،سخت يي دسياسی افکارو او ځانګړی با تقوا شخصيت تر تاثير لاندی راغلی وم ،چې تاثيريي همدا او س هم زما دسياسی پوهی (ګرچه ډيره لږه هم ده )او سياسی لرليد کی  په ښه توګه محسوسيدی شی ، خدای پخښلی خټک بابا به هروخت مونږ ته ویل: ((ملي او نړېوال شخصیتونه نه هر و وي او نه هر وخت فعاله وي,هغوي هغه کسان دي چې د خپلو ولسونو او ټول بشر لپاره د اړتیا په هماغه لازمه و خت کې راځي, رسا لت ترسره کوي, بیداري او اوښتون تر سره کوي او بیا خي ......)). بلی خټک صیب ډيرمعقوله خبر ه کړې وه ،هغه په ژوند کی هم همدا خبره ثابته کړه ،هغه ته ټول پښتانه يووو که لروو او که بردهغوی دسياسی بيداری د پاره يي هغه څه وکړه چې په توان کی يي وو،هغه همدااوس يولوی سياسې ،ادبی اوتاريخی ميراث پښتنو ته پريښو دلی ده ،اودا پخپله پښتنوپوری اړه لری چی څنګه د هغه نه ګټه وا خلی ،مونږ دوطن ګو ند صفوف پداسي حال کښي چي دارواښا داجمل خټک مړينه دهيواد والو اوټولوپښتنو لپا ره لويه اونه جبرانېدونکې ضايعه بولو، ځانونه دارواښاد دکورنۍ د ټولو غړو،دارواښاد دعلاقمندانو ،سياسي ملگرواو دوستانو سره پدغه سترغم کې شريک بولو .
 او دوی ته  دلوی خدای نه  پخښنه غواړو٠

په ډيردرنښت
ذکريا يوسفزی دوطن دګوند دصفوفو دوبلاک مسئول

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

دخواخوږی ادبي او کلتوري ټولني پيغام

 

 نيټه: ١٨/١١/١٣٨٨ - ٧/٢/٢٠١٠

 

په ډېره خواشينۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چي د پښتونخواه ستر شاعر، ليکوال، سياست پوه او مبارز شخصيت اجمل خټک د دي فاني نړي څخه سترګي پټي کړي.

انا لله انا اليه راجعون

ارواښاد اجمل خټک چي يو انقلابي شاعر او هڅانده ليکوال، د نيمي پيړي څخه ډېر کلونه د ولس د ويښتابه او د خپلواکي غوښتونکي غورځنګ د مشرانو څخه ګڼل کيږي، د ښکيلاک او پوځي واکمنانو پر خلاف ېي جيلونه او جلا وطني ګاللي خو د خپل مقدس او ملي هيلو څخه ندئ پر شا سوي.

 

خټک صاحب يو حساس پياوړي شاعر او ليکوال او تل د افغان ولس ريښتني دوست او خواخوږی ؤ چي آثار ېي په افغانستان او پښتونخواه کې د ولسونو او نوي نسل د منلو او احترام وړ او  پيړي پيړي وروسته به هم په ولس کې خپل مقام ولري.

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشرتابه پلاوي او ټول غړي د ارواښاد اجمل خټک مړينه يوه ملي او لويه ضايعه بولي، ارواښاد ته جنت الفردوس، کورنۍ، علمي او فرهنګي ټولنو او ټوله پښتونخواه ته د خواخوږي مراتب وړاندي کوي او د خداي (ج) د دربار څخه ټولو ته د زړه صبر غواړي.

روح دي ښاد وي.

په درنښت،

الحاج غرزي خواخوږی

د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني مشر

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

سويډن   - مالمو
د۲۰۱۰زکال دفبروري اومه

دغمشريکۍپيغام
دا دغم له پاسه غم دۍ !

مشهورپښتون شاعر، لیکوال اوسياسي څيره اجمل خټک په حق رسيدلى

دپښتنو يو پياوړۍ او غيرتي جرگه ماراوټولنيزشخصيت  سرتير شاعر دابد لپاره له موږ نه جلاشو

 

ددوستۍ فرهنگی ټولنې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې  دمشرتابه دخواشينۍ  پيغام

په ژوره  خواشینۍ سره مودډله ايزو رسنيوپه مټ  خبر تر لاسه کړ چي د ټولي پښتنخوا د پوهي او سياسی   ډگر ټولنيز اوسياسي  شخصيت د جرگو اومرکوپېژندل  سوې څيره لوړاندی انقلابي شاعر اجمل خټک دروان ميلادي کال دفبروري په اومه د ۸۵ كالو په عمر دورپېښې  اوږدې ناروغۍ له امله  په حق ورسېد اودابدی ژوند په لورزموږ نه دتل لپاره  وکوچيدي .

 اناالله و انا اليه راجعون

دغم خبره خوداده چي له يوې خوا دپرديو اونابللو مېلمنواويادهغوي دلاسپوڅوپه ړندواوکڼو بم اوريو، راکټونو، ماينونواوځانمرگی بريدونوکي هر ه ورځ  بيگناه پښتانه اودپښتنويوشمير سرغنه خپل خوږ ژوند د لاسه ورکوې،دبلې خوا لوي څښتن زموږ څخه داسي کسان  هم جلا کوې چي پښتانه اودسيمي ټول ولسونه  ئې په دې ابدي بيلتون  ډير زيات  خوار او زورېږي .

ارواښاداجمل خټک ديوسياسي شخص ،پياوړي شاعر اوليکوال په توگه په خپل  ټول ژوندکښي دافغان ولس په ځانگړې توگه پښتنودښېرازی اوبسیا ينې لپاره دخپل توان اواستعدادله مخې  زيار ايستلی اوپه دې لار کښي ئي تر ډيره بريده دسيمي دخلکوپه گټه يولړعالي کارونه سرته رسولي دي .

 

اجمل خټك دډير پخوانه  د پښتنو د ازادۍ لپاره د ادبي او او سياسي تلاښونو له لارې  مبارزه كړې ، ډيره موده له ۱۹۷۳ کال نه راپدې خوا اتلس کاله د کابل  په ښارکي دپاکستاني چارواکو لخواد يوه سياسي تبعيد سوی څېرې خودافغانانو اوپه ځانگړې توگه پښتنولپاره  ديوه پياوړي شاعر ،ليکوال ، اديب  اوسياسي منلې شخصيت  اودرانه مېلمه په  توگه  پاته سو .

اجمل خټک دخپل اوږد، اندړ ګراؤنډ ژوند نه علاوه دخپل ژوند يوولس پسرلي دنظربندۍ اوبنديخانو دتورو دېوالو تر شا تير کړي دي . مگر دغه معتقد اوپر خپلواکي مين شخصيت  سياسي اوادبي مبارز ددومره سختيوپه تحملولوسره  بياهم دخپل اولس درواحقوقو ،دپاکستاني چارواکو اونړيوالو لخوا دهغوي پر انساني اومنل سوی حق باندي دتېري په وړاندي مبارزه کولونه ستړۍ سوئ ندي اوتل ئي دخپل ولس نه ملاتړکړی  او هر وخت يې دخپلې نظريې دپلي کېدوپه موخه دنيوالو په وړاندي په جار دهغوي ږغ پورته کړى دى .

هغه په افغانستان يادهغه په پلارني ټاټوبي کښي ددې هيوادنه دبيلې سوی تنې دحق دترلاسه کېدوپه موخه دلته په کابل کښي دټولوامکاناتونه په استفادې سره دپښتنو اوبلوڅودخپلواکی غوښتنې اراده ،اواز او وړانديز ونه تر نړيوالو پوري رسولي دي .

ارواښاداجمل خټک هر کال  دپوښتونستان دجشن  په مراسيموکښي چي دتاريخي لويي جرگې دپرېکړې له مخې دسنبلې پر نهمه دافغانستان په ټولو ولاياتو اوکابل تاريخي ښارکي لمانځل کېدل دپوښتنو اوبلوڅود جشن دهغو مراسمومالگه وه کوم چي په خپل گډون به ئي په سياسي اوشاعرانه اندازکي نړيوال په سيمه کي دمېشتو پښتنو اوبلوڅوترپښو لاندي سوي اوغصب سوی حق نه دفاع  ته متوجه کول  او تل  به يې په خپلو ويناوو، شعرونو او ليكنو كې د پښتنواوبلوڅوددانساني روا حق نه ددفاع ږغ اوچتاوه .

دغه لوړعلمي  شخصيت  دخپلي ژبي ،کلتور،منلي دوداودستور دپياوړتيا په لارکښي دقلم اوژبې په مټ داسي کارونه کړې چي هيرېدل ئي ناشوني دي .ځکه خوزموږ اودسيمي ټول خلک پدي باوري دي چي داجمل خټک په ابدي تگ سره به ترډيره بريده ددې تشې  ډکول دډير وخت لپاره ناشونې وي .

موږ پدې ټينگ باورلروچي ددغه ټولنيز اوسياسی  شخصيت  د ملي ،سياسی  او فرهنگې چوپړ يادبه دتل  لپاره  دافغانانواودسيمي دټولووطنپرسته اوبا احساسه  اوسېدونکوپه  زړونوکښي  ديوې نه هيريدونکی اوهڅونکی خاطرې  په توگه پاته وي .

  په سويډن کي ددوستۍ فرهنگي ټولني مشر تابه جرگه  اودروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره  پداسي حال کښي چي دارواښااجمل خټک مړينه دهيوادوالواوټولوپښتنو لپاره لويه  اونه جبرانېدونکې ضايع  بولي، ځانونه د ارواښاد دکورنۍ د ټولوغړو،دارواښاد دعلاقمندانو،سياسي ملگرواو دوستانو سره پدغه ستر غم کې شريک بولي .

 دلوي خداي ((ج)) له دربار نه دمرحوم اجمل خټک کورنۍ  ټولوغړواودوستانوته دصبر او حوصلې غوښتنه کوو .  روح دې ښاد اوياد دې ابدی ،جنتونه دې نصيب سي .

  ددوستۍفرهنگی ټولنې دمشرتابه  جرگې اوروزگان  ملي مهالنۍ خپرونې ادارې  په استازيتوب 

 حبيب اله  غمخور

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

دپښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند د خواخوږۍ پيغام

  په ډیره خواشینۍ سره مو دخپل  منلی مشر اجمل خټک بابا د مړینی غمجن خبر تر لاسه کړ.

انا لله واناالیه راجعون

ارواښاد اجمل خټک بابا   دپښتنو په ننګ ولاړ او د پښتو د ادب د کاروان ځلانده مخکښ لارښود  ،سیاسی مبارز ،ژورنالست ،د باچا خان بابا دلاری مل ،ملی ، منلی  لوړ شخصیت (سړیتوب)، عالم او انقلابی شاعر ؤ چی  لوړه حوصله او پياوړي عزم ئی لره. تر مرګه پورې ئی  په زغرده د پښتنو د سوکالئ ، ابادئ  او یووالی لپاره   ملا تړلې وه .

ارواښاد خټک بابا د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند  سره ډیری نزدی اړیکی درلودی چی پدی ترڅ کی د ۱۹۹۱ ع کال د اکتوبر په میاشت کی دسلا او مشورو لپاره جرمنی  هم ته راغلی ؤ.

د بابا مړینه د لری او بری پښتونخوا ولس  او د نړئ  په ګوت ،ګوټ کی د ټولو میشتو پښتنو/ افغانانولپاره  ډیره غټه ضایع ده.

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند دخپل مشر ارواښاد اجمل خټک باباپه دروند غم کی ځان شریک ګڼی ، دبابا کورنئ ، خپلوانو، عوامی نیشنل پارټئ مشرانو ،غړو او ټولو پښتنو ته  د زړه صبر غواړی اروا دی ښاده او جنت فردوس دی په نصېب شی.

په درنښت
دپښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

د افغان ولس کلتوري ټولنې د خواخوږۍ پيغام

 له دې نړۍ نه د نامتو پښتون سياستوال، د پاکستان د نېشنل عوامي ګوند پخواني مشر، ټولنيز شخصيت د پښتو ژبې برلاسي او روښاندي ليکوال ارواښاد اجمل خټک تګ د ټولو پښتنو لپاره لوی وير دي.

 

په اوتريش کې افغان ولس کلتوري ټولنه په دغه وير کې د ټولو پښتنو او په ځانګړې توکه د ارواښاد اجمل ځټک له درنې کورنۍ، د هاغه د لاری له لارويانو، دوستانو او له ټولو ادبي او کلتوري کړيو سره ځان ګډ بولي.

 

موږ هاغه ارواښاد ته له بښاند و لوراند څښتنه د تلپاتې جنتونو او اړوندانو ته يې د لوی زغم غوښتونکي يو.

 ياد دې يې تل تر تله ژوندی وي،

 

افغان ولس کلتوري ټولنه

ويانا       ۰۸ /۰۲/ ۲۰۱۰ 

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

د ډاکټر سید شیر اقا حرکت او دکورنۍ د لویو وړو له خوا

انالله و انا اليه راجعون

دستر پاچا خان دسولی او عدم تشدد دسیاست دلاری لارویانو !

د لر و بر او په سیمه کی د میشتو پښتنو ،افغانانواو بلوڅو ورونوقومونو !

د ستر انقلابی شاعر ،ادیب ،سیاست پوه« اجمل خټک»د درنی کورنۍ غړو!

دنیشنل عوامی پارټۍ مشرمحترم اسفندیار «ولی »او دمرحوم خټک صاحب دګوندی اوشاعرانه ژوند ملګرو او داجمل صاحب د هر اړخیز انقلابی ،انګار او سری سکروټی داغ سنګر مینه والو  په وړاندی خپل  د خوا خوږۍ ژور تأثرات او غمشریکی وړاندی کوو . راشۍ په شریکه د دُعاءلاسونه پورته کړو، چی اجمل صاحب دی خدای ابدی غرق رحمت

لری ،درنی کورنۍ ته دی پاک پروردګار اجر عظیم او صبر جمیل نصیب او په راتلونکی کی دی خدای د غم او درد څخه وساتی« امین» اومونږ ټولو ته دی الله ( ج )اتفاق او ددی مقدس اولسی او وطنی ارمان اورسالت درک او همت راکړی چی داجمل صاحب دداغ

سنګر ارزو ګانی یوه یوه پوره،او د   ازادۍناوی په خپل کورکړو تر څو په سیالانو کی شمیر او پری نه ږدو چی د« اجمل » هر اړخیز انقلابی داغ ژوند انګار او سکروټی ایری ونیسی!

چی غليم می ژبه پری کړلـه اوږده  شـوه

چی اوږده شوه هومره لا پسی تيره  شـوه

اوس که نر يي نوغوږونه دی خپل پریکړه

چـی زمـا نغـمـه سـړه نه شـوه توده شـوه

                                                                      « اجمل خټک »

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

په هيواد کې د امنيت اوملي يووالي د ټينګښت دعا

دپښتودانقلابي نظم پلار
خدای بښلي اجمل خټک بابا ته


نن دکونړ له لوړو غرونونه فریاد راخیژي
له اباسینه کوکي خیژي دچایاد راخیژي
دتاترې اوښکې راڅاڅي نن خیبر ژاړي
نن د خټک بابا په غم کې لر او بر ژاړي
،،،،،،،،
نن اکوړه کی خلک ټول دي نن شملې ژاړي
ځلمیان ژړیږي پیغلې ژاړي لوپټې ژاړي
نن له پامیره تر سپین غره یو لوږئ پورته دئ
نن په بولدک او پیښور کې پښتنئ ژاړي
نن ګلغنډۍ کی غاټول مړاوي دي خپه خپه دي
نن هندوکش کی ماتم جوړدئ سترګې سرې ژاړي
نن دپښتو آدب مورچل ژاړي سنګر ژاړي
نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي
،،،،،،،
نن دپښتو انقلابي نطم یتیم پاتی شو
دآزادۍ سالار تری ځي دده غلیم پاتی شو
دغیرت چغه او دژوند کیسه نیمګړی شوله
بس خالي نوم یی بی قدرانو ته سلیم پاتی شو
نن یی دیره نن یی حجره کی شاعران نه شته دئ
د آزادۍ ملي سرود ورځیني نیم پاتی شو
هغه پاګل ملنګ خټک ته پیښور ژاړي
نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي
،،،،،،،
څوک به پوره کړي دبابا دغه نیمګړئ ارمان
څوک به راویښ کړي دا ویده په خوب کی ستړئ افغان
څوک به باتور کچکول په غاړه دوخت چغه جوړشي
څوک به ګلونه تکلونه ګل پر هر کړي بیان
څوک به بیا سرې غنچې راجمع، افغان ننګ ولیکي
څوک به حالت دمزدورانو او بزګر کړي عیان
څوک به ددې وطن په غم شپه تر سهر ژاړي
نن دخټک بابا په غم کې لر او بر ژاړي
،،،،،،،
هغه له زوکړې نه تر مرګه درڼا پسې تلو
ځان ته یی هیڅ شئ په کار نه ؤ ما او تا پسې تلو
هغه زنځیر دغلامۍ غاړه کې نه منلو
هغه دوخت داستعمار جیل له سبا پسې تلو
هغه دپلار دویشل شوي کور یووالئ غوښته
هغه په نره او ښکاره دخپل بابا پسې تلو
دخپلواکۍ په مینه مست ټول سراسر ژاړي
نن دخټک بابا په غم کې لر اوبر ژاړي
،،،،،
هغه دسولې روغې جوړې او جرګو مشعل ؤ
هغه اجمل دخوشالو او مرکو اجمل ؤ
هغه دسوات وزیرستان دجګړو ضد ولاړ ؤ
په ملکنډ او لوی خیبر کی برخلاف دچل ؤ
هغه دلوی افغان په کور کی جګړه نه غوښتله
هغه ترژونده خیرغوښتونکئ تل دسولې مل ؤ
ځکه یی نن وجنازی ته فن هنر ژاړي
نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي
،،،،،،،،
نن اروپا او امریکا کی دوعاګانی وشوې
غیابي لمونځونه جنازې او ژړاګانې وشوې
ټولو وعدې وکړې چی لاره به یی مخکی بیاوو
په ویاړ اوفخر یی لیکنې املا ګانی وشوی
نن مساپرو هم بابا ته ځان حاضرګڼلو
ډیر له اخلاصه په هر کورکی حلواګانی وشوی
خوار خدمتګار یي په ناروی کی رو ګودر ژاړي
نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي
،،،،،
نن دکونړ له لوړو غرونونه فریادراخزیژي
له اباسینه کوکي خیژي دچا یاد راخیژي
له تاتري اوښکی راڅاڅي نن خیبر ژاړي
نن دخټک بابا په غم کی لر او بر ژاړي
محمد یوسف خدمتګار مزدورزوی
ناروی

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

خدای      بښلی      اجمل خټک    ته   ډالی

څلوريزه

خدايه   بيا   له    پښتنونه   يو     غمخوار      لاړ

چې    افغان   پری   کوی   فخر  داسی  يار    لاړ

د  اجمل   خټک   په  مرګ    نن  جوړ     ماتم    دی

د     سوچو     بهرکی   ډوب     حفيظ  مليار     لاړ

حفيظ   مليار    ويانا   د  اتريش    ښار

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

د اجمل بابا د مړينې په مناسبت

ژوند تيــريږي تمئی نشتــــــــه د هيچاافتخار شې چــې رښتينی شي پيشوا

پښتنو کې شاعران هم ليکوالان شته خو بيا څوک پکې رهبر شي هم پيشوا

نن په سوګ کې د اجمل بابا ماتم ديپرې خـــفه دي ريښتين زړونه ددنيا

پښتنو په لر او بر مرګی  مرګي دينن اجمل خټک پـــريږدي فاني دنيا

چې ېې عمرټول تيريږي په خدمت کېدوعا ګوی شي هــــــم د زوړ هم د برنا

رب دې ستا د خدمتونو اجر درکړي جنتي شه داسې ځـــــوی د پښتونخوا

کورنی ته ېې تســــل دخــــدايه غــــواړوخـــدمتګار وه افتخار دي  هـــــم بابا

سميع الدين افغاني
فيبرال ٢٠١٠ م کال

٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com