|
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
اى پښتنو هير نه كړئ دا ستاسې ملنگى
»خټك
« اجمل خټك – گلونه تكلونه
له نن څخه د لږو ډير څلويښتو كالو پخوا خبره ده ، د مكتب د لومړي، دوهم او دريم ټولگى د وختو كوچنى وم، چې د لېسې د لوړو ټولگيو زده كوونكو او ځينو ښوونكو به مټينگونه اومارشونه جوړول، كله به يې ويل ، نن د كارگر ورځ ده ! بله ورځ به يې ويل نن د پښتونستان ورځ نمانځو! او ور پسې به بيا بل مناسبت وو، هغه وخت ځينو شعرونو او ترانو د دغو مټينگونو او مظاهرو خواته د خلكو توجه او تجمع زياتوله او په مټنگونو كې يې خاصه ولوله او جذبه پيدا كوله . وينا والو به دغه نظمونه له ياده ويل او چا به فكر كاوه ، چې دا د دوى خپل شعرونه دي . له هغه وخته مې ددغه يو شعر دغه بيتونه په ياد دي : د لويو لويو قدرتونو ربه يو تمنا ده اوريدى شې كه نه ستا د سكڼي سكڼي ماښام نه لوگى د چا د زړه لوگى ليدى شې كه نه ....... هسې نه چڼ د خولې ويستل كفر شي هسې نه تاته ژړېدل كفر شي..... ستا د جنت د نعمتونو نه ځار زه درته وږي په جهان ژاړم ستا د دوزخ له لړمانو توبه زه درته دا لړمانان ژاړم ستا په رضا زما رضا ده ربه كاڼي هم نس پورې تړلى شمه خو چې بل ښامار له خزانو ووينم اخر انسان يم څنگه غلى شمه..... زه بيا ورسته پوه شوم ، چې دغه جذبات او ولولې د»غيرت په چغه «كې د اجمل خټك د ترانو له حرارته وو . نسلونه ، وختونه او سلطنتونه بدل شول ، د غيرت چغه لا هماغسې ولوله جوړونكې او احساس پارونكې ده، خو په ډيره خواشينې د غيرت د چغې بلبل ، ملي انقلابي حماسه پارونكى شاعر او ليكوال ، د لرو او برو پښتنو د تاريخي، ملي او قامي يووالي ، بيدارۍ او خپلواكۍ د خوځښت سالار او نه ستړى كيدونكى مبارز د غفار خان د خدايي خدمتگارۍ دلارې ملگرى اجمل خټك له دې نړۍ و كوچېد. انالله و انااليه راجعون
ښه خو دا چې د چا نوم په كې ياديږي خ . خټك په روسيه كې مېشت افغانان د ستر قامي ، ملې ، سياسي او فرهنگي مشر اجمل خټك په مړينه غمجن دي، له لويه خدايه ورته د مغفرت او معلى جنت غوښتنه كوي ، د لرو برو پښتنو، ټول افغان ملت او په سيمه كې د ملي يوالې ، خپلواكۍ، سراسري بيدارۍ ، ترقۍ او تمدن د لارې ټولو لارويانو ته د تسليت په وړاندې كولو، هغوى په سراسري وحدت كې د اجمل د لارې او ميراث پاللو ته رابولي .
د خټك هېواد دې ولې گلزار نه وي اجمل خټك د استبداد او استكبار پر ضد د زړه ور ، ژبه ور او مستغني مبارز اجمل خټك روح دې ښاد او ياد دې يې تل پاتې وي . په درنښت
د نورو په استازيتوب |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور | د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره | زموږ سره مــو اړيكـــــــــــــــې |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
|
Copyright © talafghan.com 2004-2010 All rights reserved. talafghan@gmail.com |
|||||||||||||||||||||||||||||||||||||||