
د ستر سياسی او
فرهنګی شخصيت اجمل خټک سترې اروا ته د
دعا مراسم او فاتحه د ناروی هيواد په
پلازمېنه ، اوسلو کې د افغانانوپه جامع
جومات کې پر ځای شول .
د پرتمينې فاتحې په مراسمو کې بر سېره پر
ګڼ شمېر هيوادوالو د اجمل خټک نږدې دوست
او ملګری ، سياستوال او زمونږ د هيواد خوږ
ژبې شاعر محترم هنر غيرت ( شينواری )، د
کوزې پښتونخوا وتلی ټولنيز او سياسی شخصيت
، د عوامی نيشنل پارټۍ غړی محترم
نوردادخان ( يوسفزی ) ، همدارنګه ځينو
جهادی څيرو لکه محترم علم ګل ( مصلح )
او محترم محمداله ( ناقب ) ګډون کړی وو .
د فاتحې مراسم د محترم علم ګل ( مصلح ) له
خوا د قرآن کريم په تلاوت سره پيل شول .
وروسته محترم هنر غيرت ( شينواری ) د
پياوړی سياسی او ادبی شخصيت او نه ستړی
کيدونکی انقلابی مبارز اجمل خټک د وياړه
ډک ژوند په هکله د ستر او ژمن شاعر په دې
بيت خپله وينا واوروله :
که آوری ، آوری ، که نه آوری ،نه آوری
يوه ورځ به واوری، چې خټک ومړ
وړاندې غيرت وويل :هسې لکه چې د وتلی خټک
ژوند ګويان ، روښانه ، او ځلانده وو، د
هغه مړينه هم د ژوند او مينې په څېر
بربنډه او څرګنده ده .خټک د خپل ورنيکه
خوشال خټک په څېر شاعر وو ، د سنګرونو
شاعر ، د مورچلونو شاعر او د ننګونو شاعر
! معاصر او ځوان خټک د تورې ، ننګ او قلم
د خټک په څېر ويل چې :
موږ ليونی که څوک په دار ويروی موږ ته
د يار د زلفو تار ښکاری
موږ يې د ژوند د پسرلی نښه بولو چا
ته به ګل چا ته به خار ښکاری
ستر خټک نه يواځې د خپل افغان ولس او
تاريخی افغانستان دوست وو ، بلکې هغه د
انسان او انسانيت او ټولې نړی دوست وو .
هغه د خپل قوم او خپل تاريخی هيواد او
هيوادوالو له پاره د ننګ او غيرت چغه
پورته کړه ، د هغه ټول وياړلی ژوند يوه له
شوره ډکه حماسه وه . د ولسونو د راويښولو
حماسه ، د عادلانه مبارزې ډګر ته د
وردانګلو حماسه ،د افغان او افغانيت ،
انسان او انسانيت په ننګه د توغونو د
اوچتولو حماسه !زما د پياوړی ملګری اجمل
خټک افسانوی ژوند د جيلونو ، تبعيدونو او
په کور د ننه د زغرو او ډغرو ، غورزيدو او
پرزيدو رنګينه افسانه وه .پوره پنځه کاله
وړاندې د افغانستان د علومو د اکاډمۍ
پوهانو ، د هيواد تاريخی او سياسی
شخصيتونو د سياست ، شعر او ادب د نړۍ اتل
اجمل خټک ته د هغه دزيږيدو د اتيايمې
کاليزې په وياړ ، د بابا لقب ورکړ د خلکو
قضاوت د تاريخ قضاوت دی اود تاريخ
قضاوت د کاڼی کرښه ده .د خټک بابا او د
هغه د ژوند په هکله خبرې د پراخو
سيمينارونو او علمی څيړنو موضوع ده .د
بابا ياد دې تلپاتې او اروا دې ښاده وی !
ور پسې محترم محمداله ناقب د ستر خټک د
استعمار ضد مبارزو، او د هند په نيمه وچه
کې ددې مبارزاتو د نقش ، د پښتنو او بلوڅو
د حقه حقوقو د اعادې په لاره کې د اجمل
خټک د جدوجهد په اړه پراخې خبرې اترې
وکړې او زياته يې کړه چې خټک د افغان
غميزې په درشل کې د افغانانو د پاره د يوه
مواظب ، مهرابانه او غمخوره پلار او بې
ساری لارښود حيثيت درلود .د فاتحې مراسم
د دعايې په لوستلو سره پای ته ورسيدل .