ليكنـــــــــــــــــــې

 

په مسكو كې د افغانانو لخوا
د ارواښاد خټك
د فاتحې او ياد غونډې مراسم ترسره شول
كولاى شئ د انځور په كليك   سره   هغه   په لويه كچه وگورئ!

 د لوى  شاعر، ليكوال ، سياستوال  او په  سيمه كې د عدم تشدد، عدالت او خپلواكۍ د لارې د نه ستړي كېدونكي   زړه ور مبارز  او خدايي خدمتگار ارواښاد اجمل  خټك  روح ته د دعا او فاتحې مراسم  او د  ده  شخصيت ته د درناوي ياد غونډه  نن   جمعه دفبرورۍ  ۱۹ نېټه په روسيه كې د مېشتو افغانانو او دارواښاد اجمل خټك  د  شخصيت د مينه والو له خوا د مسكو ښار د سېواستوپل هوټل  په جامع جومات كې تر سره شول . د فاتحې  او ياد غونډې دغو مراسموته د مسكو ښار او شاوخوا سيمو څخه  گڼ شمېر افغانان راغلي وو. دغه مراسم، چې له پيل څخه  تر پايه  پورې  د قران كريم د مباركو آياتو نو په لوستلو منور او سپېڅلي و، په يوه برخه  كې يې   دلته  اوسېدونكي افغان هېوادپال او فرهنگ پال  ډاكتر شېرحسن حسن  د ارواښاد اجمل خټك  د درانه او څو اړخيز شخصيت  په باب څو لنډې خبرې وكړې ويې ويل :

((رواج خو دادى ، چې له د نيا څخه د تللو خداى بخښلو ته  د دعا او فاتحې مراسم د هغوى  د كورنۍ، خپلوانو او يا نږدې دوستانو له خوا اعلانيږي . زموږ  د اوسېدو په ماحول كې هيڅوك هم د ارواښاد اجمل خټك د كورنۍ غړى او نږدې خپلوان نه شته ، خو ارواښاد خټك زموږ د ټولو ډير حقدار مشر دى، هغه موږ ټولو ته ډير ستر فرهنگي ميراث پرې ايښى دى، هغه د ډير ستر انساني فضيلت  او بصيرت خاوند و، عزت النفس او انساني وقار د هغه د شخصيت ځانگړتياوې جوړولې . هغه له تنكي زلميتوبه په خدايي خدمتگارانو كې د فخر افغان  (عبدالغفار خان)  ډير نږدې او ثابت قدمه ملگرى پاتې شوى دى . هغه خپل  ځان  او د ژوند ټول  سرنوشت د افغان له نامه سره تړلى و، او د خپل ستر نيكه ، خوشحال خان خټك ريښتينى لمسى  او لار پالونكى و، چې لا پخوا يې ويلي وو:

د افغان په ننگ مې وتړله توره
ننگيالى د زمانې خوشحال خټك يم

پر موږ ده  چې دده لار به پالو او زموږ وظيفه ده  چې ددغه ستر حقدار مشر  د سياسي تفكر ، فرهنگي او ټولنيز ميراث ټوله معنوي هستي  د افغان ولس د پراخې پرگنې ځوان نسل ته ورسوو.

پر موږ ده چې د اجمل خټك په شان مشران  وپالو او زموږ د ملي وحدت مشترك سمبولونه هېر نه كړو.   د اجمل خټك روح دې ښاد او ياد دې يې تل پاتې وي .  ))

د دعايې په پاى كې د مراسمو په گډونوالو »   د غيرت چيغه  «  په نامه هغه ځانگړې گڼه اخبار وويشل شو، چې  د اروا ښاد اجمل خټك  د شخصيت  په درناوي  د تل افغان  وېب پاڼې له خوا ترتيب او چاپ شوې وه .

مينه وال   كولاى شي   » د غيرت چيغه  « د ځانگړې گڼې   PDF  بڼه    د  دې  كرښې  په كليك سره  ترلاسه كړي .

همدارنگه كولاى شئ  د دې كرښې په كليك سره
د دغه  مراسمو  د انځورونو البوم وگـــــــــــورئ !

 

 

   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com