ليكنـــــــــــــــــــې

 

په جرمني کې د جنګساﻻرانو د غونډې په هکله د افغانانو
او د هغوی د بېلابېلو بنسټونو اعلاميې او احتجاجليکونه

 

دکونړ د ځوانانو د کلتوري ټولنې غندنلیک

لکه څرنګه چی څرګنده شوه د المان په برلین ښار کي د افغان ولس د قاتیلینو او تپل شوو د ګوتو په شمیر تش په نامه مشرانو ناستې (غونډی)   د المان د حکومت سره هیڅ راز رسمی تړاو نه درلود.

په جرمني کې د کونړ د ځوانانوکلتوري ټولنه  دغه راز ناستي او خوځښتونه، په هیواد کی دننه او بهر چی د افغان ولس یووالی ته زیان رسوی په کلکه سره غندی.

ټولنه  په هیواد، سیمه اونړئ کی په انسان دوسته او سوله غوښتونکو قوتونو او په ځانګړی توګه د المان په حکومت چی    د افغانانو سره ډیر ښه پخوانئ (سابقه)لري غږ کوی چی په افغانستان  کی د ملی یووالی ، د افغانانو په خپل منځ کی د ښه پوهاوی، سولي او ټیکاو لپاره خپل هلی ځلی ګړندئ او ملاتړ ئی وکړی.

د يو موټي او خپلواک افغانستان په هیله

په درناوي

دکونړ د ځوانانو د کلتوري ټولنې د کار ډله

*************************

د ا حمد شاه بابا دعلمي ادبي ټولني اعلا میه

 د فډرالي جوړښت په با ب

 په او سنيو شرایطوکي فډرالیزم اوداسي نورسیسټمونه چي نورهم دافغانانود بې اتفاقۍ اوجلاوالي سبب کیږي افغانان یې په کلکه ردوي او افغانان وه یو کلک مرکزي حکومت ته اړ تیا لري، چي په هغه کي ډول ،ډول قومونه سره یو سي او په ګډه افغانستان ددغه بهران څخه را وبا سي.هغه کسان چي ودغسي یوه عمل ته لمن وهي هغه نه یوازي زموږ وغیرتمندو خلکو ته محکوم دي بلکي؛ هغوی داوسني قانون خلاف عمل هم کوي ، هغه قانون چي دوی خپله تصویب کړی دی.نن یې دغه چارواکي بیرته خپله رده وي.داحمدشاه بابا علمي ادبي ټولنه دبرلین دغه ناسته چي دځینومحدودو سیا سی حلقو دخوا څخه دامریکایی سناتورانو په ګډون دالمان دهیواد په کوربه توب جوړه سوې ده په اوسني وخت کي یوملیتارستي ، تنګ نظره نایسو نالیستي او تجزیه غوښتونکی عمل ګڼي ، دا ځکه ،چي افغانستان دقومونواو ملیتونو ګډ ټاټوبی دی ، دلته دتاریخ په اوږ دو کي مختلف اتنیکي ، ژبني انساني جوړښتونه یوځای سره اوسیدلي دي، ګډ کلتور، ګډ تاریخ ګډ هیواد یې جوړ کړی دی . دهر ډول بهرني تجاوز په مقابل کې دهیواد او خاوري څخه دفاع کړیده.

 ولي غټو ښکیلاکګروهیوادونو د خپلو ګټوپر بنسټ ډیر کوښښ کړی دی ، چي نوموړی هیواد ټوټې ، ټوټې کي او خپلي شومي ګټي تر لاسه کړي، خو په دې یې زور هم نه دی رسیدلی.دا ځکه چي دهیواد تجزیه دهیڅ یوه قوم، سیمي او اتنیکي جوړښت په ګټه نه ده او نه وه.

خو دغه دوې لسیزي کیږي چي دهیواد یو لږکۍ سیاسی ډلي ؛ چي دسیا ست په ډګر کې پرله پسې ماته خوړلې ده اونورد ځان دپایښت له پاره بل څّه نه لري.نویې دهیواد دتجزیې فکر په مغز کي څرخي ،یو لړبهرني شیطان صفته زبیښاکګر یې هم په مادي لحاظ شاه ته ولاړاو ملاتړ کوي ، څو په دې ډول هیواد کوچنی کړي.او په هیواد کي خپلي نظامي پایګاه وي جوړي کړي.نوموړې طرحه دډیره پخوا څخه دافغانستان د د ښمنانو طرحه وه او په هره مر حله کي دپرله پسې ماتي او نا کامۍ سره مخامخ سویده.

موږ ددې شاهد یو څه وخت چي دپلمټک په سیمه کي یو لړمخالیف سیا سي ګوندونه لکه دپرچم متعصبي حلقې ، شورا نظار ،جمعت اسلامي ، حزب وحدت ، دملي ستم حلقې او جنبش ملي ګوندپردې مؤفقې ته سره ورسیدل چي افغانستان پر شمال او جنوب تقسیم کي ،دلږ وخت دپاره ولیدل سوه، چي دسالنګ پر لویه لاره لوحه ولګیده(خراسان ته ښه را غلاست) او په کابل اونوروسیموکي دپښتنو پرضد سخت فعالیت را پیل سوو؛ خودافغانانو دسخت مقاومت سره مخامخ سوه او دماتي کندي ته ورولویده ،نوموړي سیاسي ډلي دپنجشیر په غاروکي پټي سوې، خو لږوخت پاته ؤچي دپنجشیردغارو څخه راایستل سوي وای.ټول افغانستان دمیړنیوافغانانوله خوا دتجزې دخطره وژغورل سو. یوازي دبدخشان یوه غرنۍ برخه دتجزیه طلبانو په لاس کي وه اوبس.خو تجزیه طلبانو بیا هم یوازي بد خشان جمهوریت ګاڼه او دانیس ورځپاڼه یې خپرول چي په ۱۳۸۱هـ ش کال کې په نوموړي ورځپاڼه کي واضیح لیکلي دي. ( جمهوري خود مختاربدخشان بزرګ) دا ډول خیالونه دافغانستان دټولو ملیتونو په تاوان دي اوپه همدغه دلیل بریا لیتوب ته ونه رسیدل.

داحمدشاه بابا علمي ادبی ټولنه ـ په دې اند ده چي افغانستان خپل ساتونکي مؤریثین لري .که هر څوک یې دتجزیې خیال او فکر په سر کي وساتي هغه به دټولو افغانانوکه پښتون دی، که تاجک، ازبک وهزاره ،هندو ،بلوڅ نورستانی اونورو قومونو دسخت مقاومت سره  مخامخ سي.

نوموړوسیاسی ګوندونه په ۲۰۰۳م کال کي دالمان دګیسن په ښار کي هم یوه غونډه جوړه کوې وه او په نا کامۍ پایته ور سیدل کومه نتیجه یې ور نه کړه بیا یې هم نه ور کوي.او خلک ددغسي شیطاني طرحو سره حساسیت لري .

خو نن بیاپردغه نیټه ( ۱ ـ۹ ـ ۲۰۱۲م کال ) هغه کسان لکه : عبالرشید دوستم – محقق – پدرام ـ احمد ضیا مسعود – امرالله صالح اونور بیا دافغانستان تجزیه د فدرالیزم تر شعار لاندي طرحه کوي نوموړې غونډه لکه څنګه چي نوري دغسي غونډي او دتجزیې فعالیتونه یې دماتي سره مخامخ سوه یوځل بیا یې دخلکو نفرت دځانونو په مقابل کي را وهڅاوه. فدرا لیزم په افغانستان کي دلاندي دلایلو پر بنسټ نا کامه بولم .

لومړی : په اوسنی شرا یطو کي افغانستان ودې ته نه دی اماده چي پرفدرالیزم دي دخلکو رایه وا خلي ؛ دا ځکه چي دافغانستان ټوله ولایتونه او سیمي په جنګ کي را ښکیل دي .او داشغال په مقابل کي یو عمومي قیام را پاڅیدلی دی. هیواد نا امنه دی.

 دوهم : فدرا لیزم زموږ دخلکو غوښتنه نه ده او نه دهیواد رواني ستونزي پرهمدغه ولاړي دي.دا ځکه چي په او سني حالت کي یوازي خلک دبهرنیانو پر شتؤن ملي قیام ته چمتو سوي دي.

 دریم : موږ دهیواد سیمي پر قومونو او نژادونو نسو سره بیلولای ، ځکه دهیواد په شمال ، جنوب ، شرق اوغرب کي پراته قومونه سره ګډدي او ګډي وټیزی ګټي لري .

څلورم : دفدرا لیزم ساتل یو لوړ اقتصاد شتون غواړي ، چي یا یې دتولید سطحه پانګوالۍ ته رسیدلې وي.اویا هم دپا نګوالۍ په ډیرلوړتولیدي مناسباتو اودپانګوالودرا کړي ورکړي پر اقتصادي بنستونو باندي دسیمو تر منځ دتولیدي اړیکو پرسراړیکي ټینګي سوي وي.

پنځم : یا داسي پر مخ تللی هیواد وي چي دهیواد تولیدي مناسبات دپرولټاریا او کارګري طبقې په وسیله سره داتحادیواو سیا سي سازمانونو دخوا فد رال حکومت اوسیسټم سره ټینګ کړل سي.

شپږم : افغانان نه غواړي چي په خپلو منځونو کي بیلوالی را ولي نو ځکه نوموړې طرحه داوسني او پخوانیو قوانینو خلاف یو عمل دی .

 نتیجه : افغانستان یو متحد هیواددی او هغه څوک چي په همدغه شاه وخوا کي ژوند کوي هغه ته افغان ویل کيږي .دوی با ید په ګډه داوسني بهران څخه ځانونه وژغوري او یو متمرکز پر مختللی هیواد ځانته جوړکوي او دبهرنیان په دسیسو تیرنوزي، خرڅ سوي خلک باید محکوم کړل سي .

په درناوي

داحمدشاه بابا دعلمي ادبي ټولني په استازي توب
ننګیالی بڅرکی

*************************

2012-01-09

په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې پرېکړه ليک

د افغانستان د کلتوري ودې ټولنې په کوربه توب د جرمني د هيورت په ښار کې، د جرمني د برلين په ښار کې د افغان جنګساﻻرانو د جوړيدونکې غونډې په غبرګون کې يوه بېړنۍ غونډه جوړه شوه. په دغه غونډه کې په  اروپا کې د بېلا بېلا افغاني کلتوري، مدني ټولنو استازو  تر څنګ د ښځو د حقوقو د دفاع د بېلا بيلو بنسټونو استازو او په سلګونو نورو بهرميشتو افغانانو برخه اخيستې وه.

د غونډې برخه والو  په برلين کې د اسپن ASPENانستيتوت کې د روان کال د جنوري مياشتې د نهمې نېټې   جوړيدونکې غونډه، چې د امريکا د کانګرس د غړو په ګډون او د جرمني د يو شمېر چارواکو په کوربه توب جوړيږي، په اړه  بحث وشو.

د خبري رسنيو د رېپوټونو له مخې، د برلين دغه غونډه په ظاهره  د ((افغانستان 2014 ، فرصتونه او ستونزې)) تر سرليک جوړيږي؛ خو  په اصل کې د دې غونډه په اجندا کې په افغانستان کې د فدرالي سيستم د رامنځته کولو طرحې او پلي کولو ته ځای ورکړل شوی دی. بله د پاملرنې وړ او هېښونکي خبره دا ده، چې په دغه غونډه کې د افغانستان د ځينو قومونو په استازيتوب نامتو جنګي مجرمين لکه : د وحدت ګوند مشر محمد محقق، د جنبش ډلې مشر جنرال عبدالرشيد دوستم، د اسلامي وحدت ګوند مشر کريم خليلي او د پخوانۍ شمال ټلوالې ځينې مشران لکه احمدضيا مسعود، عبدالله عبدالله، يونس قانوني، امرالله صالح، فيض الله ذکي، عطا محمدنور،ډاکتر حسين ياسا او نور، رابلل شوي دي.

په اروپا کې د افغان کلتوري ټولنو لخوا په برلين کې د جوړيدونکې غونډې اړوند، د حاضرينو د نظرياتو په پام کې نيولو او  تر خبرو اترو وروسته، په ګډه ﻻندی پرېکړه ليک تصويب کړ:

موږ  په داسې حال کې، چې دافغانستان په هکله د نړيوالو او په ځانګړې ډول د جرمني هېواد د هغې سياسي هلو ځلو او غونډو هرکلی کوو، چې د يوه واحد افغانستان د ثبات، سوکالۍ او پرمختګ په موخه جوړيږي، خو هېچا ته دا حق نه ورکوو، چې د خپلو ځانګړو سياسي او اقتصادي موخو لپاره د افغانستان د جنګي ډلو، مجرمينو او خاصو قومي اقليتونه سره د افغانستان د حساسو ملي مسايلو په باب غونډې وکړي، طرحې وړاندې او پرېکړې وکړي.
موږ د اکثريت نورو افغانانو په   څېر باور لرو، چې د افغانستان د اوسنيو شرايطو او موجود واقعيتونو ته په کتو سره، په افغانستان کې فدرالي سيستم د افغانستان د تجزيې او  د سيمې د ﻻ بې ثباتۍ لپاره پيلامه ده او يوازې يو پياوړی مرکزي حکومت د يوه موټي باثباته افغانستان ضامن کيدی شي.
موږ  د ټولو نړيوالو او په ځانګړې ډول د جرمني له دولت څخه په کلکه غوښتنه کوو، چې نور په افغانستان کې د دغو جنګي مجرمينو، چې د زرګونو بيګناه انسانانو قاتلين دي، له ملاتړ څخه ﻻس واخلي او خپلې ټولې هلې ځلې د افغانستان د ټولو قومونو د رښتينو استازو سره همغږي او شريکې کړي، تر څو په افغانستان کې داييمي ثبات رامنځته شي. زموږ او د افغانستان د اکثريتو خلکو تمه دا ده، چې له دغو جنګساﻻرانو سره د مشورتي او نورو غونډو د جوړولو ډډه وشي او د دې پر ځای دې د عدالت د پلي کولو لپاره دې، نوموړي جنګساﻻران  نړيوالې محکمې ته وروپېژندل شي.
موږ  له نورو  هېوادپالو افغانانو  څخه هيله لرو، چې د افغان دښمنه ډلو د فعاليتو او طرحو پر وړاندې ودريږي او  د نړۍ په هر ګوټ کې خپل غږ د ﻻريونونو، احتجاجيه غونډو او  ډله ييزو رسنيو لخوا  اوچت کړي.

په اروپا کې د افغان کلتوري ټولنو ګډه جرګه

*************************

په آلمان کې د افغانستان د وېشلو په اړه
په نيدرلند کې د افغاني کلتوري ټولنې غبرګون

د ۲۰۱۲ ميلادي کال د جنوري مياشتې ۸ نېټه

درنو هېوادوالو!

په برېښنا پاڼو کې داسې څرګندونې خپرې شوې دي، چې ګواکې د آلمان ملک د برلين په ښار کې د فيدرالي سيستم په بڼه د افغانستان د وېشلو يوه پټه غونډه رابلل شوې ده، چې په دغه غونډه کې د افغانستان د شمالي او مرکزي سيمو په استازيتوب يو شمېر زورواکان او په جنګي جرمنو تورن افغاني لاسپوڅي وګړي ورته رابلل شوي دي، چې د افغانستان د وېشلو په اړه ورسره ژمنې او يا هم د افغانستان په چارو کې د لاسوهني د ميکانيزمونو په اړه خبرې وشي.

له معلوماتو سره سم د دغه ډلې غړي د آلمان د عيسوي ډيموکراتيک ګوند يا کريسټيڼ ډيموکراتانو لخوا په پټه رابلل شوي دي، چې د دغه بې انصافه غونډې معلومات يې حتی له خپلو ګوندي غړو نه هم پټ ساتلي دي، ځکه چې د عيسويانو ډيموکراتيک ګوند په برېښناپاڼه کې هم د دغه پټې غونډې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي. د دغه غونډې پټې څېرې د افغانستان د دېرش کلن ناورين هغه بربڼډه څېرې دي، چې د افغان ولس په وينو يې لاسونه سره دي، چې د دوی د ظلمونو په پايله کې د ليلا په دښته کې، د کلايې جنګي په سيمه کې، د کابل په پوښتيو کې او د افغانستان په هر ګوټ کې د افغان ولس د قربانيو په وينو غاټول روزل کېږي.

د افغانستان په وروستيو څو لسيزو کې د افغان ولس د اېل کولو، مري کولو او بربادلو په اړه ډېرې هلې ځلې شوې دي، چې نه زموږ ګاونډيو ملکونو پر افغانستان رحم کړی او نه هم نړيوالو ځبرځواکنو، چې نن سبا صليبي ډلو هم د افغانستان د وېشلو لپاره لېچې رانغښتې دي او دا دي د صليبي جګړې لسيزه هم پوره شوه او لويديز ځبرځواکونه هم له تېښتې سره مخامخ دي، ځکه نو د غچ اخيستنې په پلمه يې په سياسي کړيو کې د فدرالي سيستم تيوري رامنځ ته کړې او له يو شمېر لاسپوڅو افغانانو سره يې لاسونه د افغانستان د نورو بدمرغيو لپاره يو کړي، چې افغان ولس د تل لپاره لکه د ډيورنډ کرښه په يو بل ټولنيز ناسور آخته کړي، چې دا دي د ډيورنډ له کرښې له يوې پېړۍ هم زياته موده کېږي چې د افغاني ټولنې د پرهارونو وينې څڅېږي!

د افغانستان د وېشلو پلان نوی نه دی. د ۱۹۸۹ ميلادي کال د فبروري له ۱۵ نېټې، چې روسانو له افغانستانه پښې سپکې کړې، نو هغه مهال يې هم د افغانستان د وېشلو سناريو پلې کړه، چې په شمال کې يې شورای نظار رامنځ ته کړه، د جنبش ملي د جوړولو پېلامې يې راوخوځولې او د حزب وحدت سره يې  دغه ډلې متحدې کړې، چې پايله يې په نويمو کلونو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سوله ييز پلان شنډېدل ول، د افغانستان د اداري سيستم او افغاني واکمني له منځه تلل ول او په افغانستان کې د لکهاوو خلکو د وينې تويېدل ول، چې يوازې په کابل کې له ۸۰۰۰۰ ډېر انسانان ووژل شول.

په نيدرلند کې افغانې کلتوري ټولنه په دې اند ده، چې افغانستان يو نه وېشېدونکی هېواد دی او د افغانستان ټول وګړي پرته له تعصبه د دغه هېواد وګړي دي او مساوي حقوق لري. د افغانستان ټول وروڼه قومونه پرته له دې چې په يو ټولنيز چاپېريال کې ژوند کوي، نو له يو او بل سره د دين، وينې او مينې په رښکۍ هم سره وصل شوي دي او ټول يو ګډ افغاني ذهينيت هم لري، ځکه نو د افغانستان په اړه د دا ډول مغرضانه غونډو جوړول به د افغان ولس کرکه د يرغلګرو ځواکونو پر ضد نوره هم پياوړي کړي، د افغانستان نننيو سوله ييزو هلو ځلو ته به دا ډول لاسوهنې نه جبرانېدونکی زيان ورسوي او په راتلونکي کې به په افغانستان کې د ټولنيز تاوتريخوالي سبب وګرځي.

موږ په دې اند يو چې په افغانستان کې د فدارلي سيستم تيوري يوه نا معقوله بې بنسټه او نه پلې کېدونکې تيوري ده. افغانستان يو موټی، نه بېلېدوکی او د وروڼو قومونو هېواد دی. د افغانستان وګړي به تر پايه د خپل هېواد د ملي ارزښتونو لپاره سړه او توده مبارزه وکړي او پرې به نږدي، چې زموږ هېواد لکه يوګوسلاويا او يا د بالکان سيمه غوندې زخمي شي او زموږ هېواد هم په ټوټو ووېشل شي، يو او بل ټبر يې تجريد او يا ورټل شي او يا هم زموږ په لرغوني هېواد کې د دوښمنانو د سياسي لوبو د لاسوهنو زمينه ورته برابره شي.

په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه په دې اند ده، چې د افغانستان ټول متدين خلک، علما، سياسي کارپوهان او اشخاص د آلمان د عيسوي ډيموکراتانو د دغه ناوړو هڅو په اړه په زغرده غبرګون وښيي او د خپل ګران هېواد افغانستان د ټوټې کېدو مخنيوی وکړي. موږ په دې ډاډه يو، چې افغانستان هېڅکله نه وېشل کېږي، مګر په خپلو هلو ځلو بايد د افغانستان د وګړو د قرباني د بړبوکۍ  مخنيوی وکړو، ځکه لويديز يرغلګر له خپلې تېښتې سره غواړي په افغانستان کې هغه څه په ميراث پرېږدي، چې د شوروي اتحاد واکمنو په افغانستان کې په نويمو کلونو کې تر سره کړي ول.

د يو موټي، خپلواک او سمور افغانستان په هيله

و من الله التوفيق

په نيدرلند کې افغاني کلتوري ټولنه

*************************

۰۹ـ۰۱ـ ۲۰۱۲

 د بايرن مېشتو افغانانو احتجاج ليک

موږ دجرمني په بایرن آیالت کې مېشتو افغانانو په  خواشیني سره خبر تر لاسه کړ، چې ددوست هېوادجرمني یو شمېر خاموسیاستوالودخپل تاریخي دوست  افغانستان  په وړاندې  په یوه ناوړه توطیه لاس  پورې کړی  دی .

دا لویه دسیسه  له کلونو کلونو په پام کې وه خو بازینګران پکې تر یوحده مبهم ووخو اوس؟

اوس ، چې  په  ځان  مینو زورورو خپله  ملاماته  ولیده  نو  په  یوه  داسې غچ  اخیستنه  یې  پیل  وکړ، چې  د ټولو انساني او اخلاقي نورمونو خلاف ګڼله کیږي .

نن  د ۲۰۱۲ ز کال  د جنوري میاشتې نهمه نېټه  ده چې  د پخواني  ختیځ  المان   پلازمېنې  برلین  ښار ته  د افغان جګړې  هغه  تورې او جنایتکارې  څېرې  رابلل شوې دي، چې لا پخوا باید دهاګ محکمې ته کش شوې وای .

د دیموکراسي  نغاره چیانو په  تېرو لسو کلونو کې  ټولې  نړۍ  ته  خپل جعل  اوناکامي  وښوده  اوس  چې نور څه نه لري نویوتاریخي او استثنايي هېوادته یې دبالکان  خیال کړی چې  ویې وېشي اوخپله ناکامي پکې پټه کړي .

دافسوس ځای دادی، چې یرغلګرو پوره لس کاله زموږ په هېوادکې شپې سباکړې خولا تر اوسه  زموږدولسونو په روحیاتو پوه نه شول .

دوی   په  دې لټه کې  دي ، چې  دا یو څو برمته  شوي  جنګي  جنایتکاران   د فدرالي  نظام  لپاره  وهڅوي،  ظاهرأ یې  په قدرت کې  پرېږدي  اوله عدلي تعقیب  څخه  یې  هم  معاف کړي خو په  حقیقت کې هم  پخپله  ناکامي  پرده وغوړوي  او هم  زموږ ځمکنۍ  زېرمې ورڅخه لوټ کړي  .

دلته دیوې  ترخې اوتاریخي یادونې لیکل اړین ګڼو هغه دا چې :

ستالین په خپل زور او وحشت دالمان هېواد په دوو برخوووېشه خو دګردون  سېلۍ دالمان دواړه برخې بیا سره یو او موږ افغانان   ورته بار بار مباره کي وایو خو په  عین  وخت کې له  همدې  دردېدلو المانانو څخه ګیله کوو، چې نو دا تاسو ولې زموږ دګران  او تاریخي هېواد افغانستان  په وېش پسې  را اخېستې ده؟

تاسو خو پخپله  یو ځل دبیلتون څپړې خوړلې دي  نو بیا مو ولې  دومره ناروا ته مخه کړې ده؟

موږ دنړۍ له سیاسي  سستمونو او نظامونو څخه پوره مالومات لرو موږ دفدرالي نظام دښمنان نه یو خو زموږ د ولس او هېواد ځانګړتیا په دې کې ده، چې د اوس لپاره فدرالي نظام هلته نه شي بریالی کېدای .

که  موږ دلته  په تفصیل سره  د فدرالي نظام  د ناکامي  دلایل  ولیکو دلوستونکوحوصله  به  ختمه  او تر اخېره به زموږ دااحتجاج  لیک ونه لولي .

موږ  الماني ، امریکا يي اونورو سیاستوالو ته وایو، چې که تاسو په  افغانستان کې د فدرالي نظام  په اړوند له افغانانوسره مشورې کوئ ، له  هغوپوهانو اوعالمانو سره یې  وکړئ ، چې  هم یو څه  په سرکې ولري او هم  زموږ ملي ګټو ته ژمن وي  نه  دا، چې تاسو له وحشت، نفرت  او تعصب  څخه  ډک مجرمین  را وبولئ .

موږ  بایرن  مېشتي افغانان له  تاسو څخه  په  دې هم  زیات  خوابدي یو، چې تاسوخپلې  ورانوونکې غونډې ته د افغانستان  له  اکثریت  توکم (پښتون) قام  څخه یو کس هم  لانه دی  رابللی، داپخپله ستاسود بد نیت او توطیې  ثبوت  دی  په  دې اړوند به موږ دملګرو ملتونو سازمان او نړیوالې محکمې ته خپل عرض وړاندې کړو .

 یادونـــه :

موږ بایرن  مېشتي افغانان  تل خپلوملي ګټوته  ژمن او د هېواد لپاره هرې قرباني ته  تیار یو، موږ په اروپا کې د افغاني کلتوري  ټولنو د ګډې جرګې پرېکړه ليک،  په نيدرلند کې د افغاني کلتوري  ټولنې غبرګون،  په  بلجیم کې د افغان کلتوري  بهیر د  دریـځ  او نورو هېواد دوستو افغانانو له  هڅو ملاتړ اعلاموو او په عین  وخت کې د هېواد په دننه او بهر کې  زموږ په  وطن مین هېوادوال  دملي  پاڅون  تیاري  ته  رابولو تر څو دداسې تورو توطیو مخه ونیسو .

دیادولوده، وړمه  ورځ   چې  موږ  ته  دا تورخبر راورسېد د اریانا افغانســـتان  تلویزیون  له  لارې  مو د نړۍ ګوټ  ګوټ  ته  خپل غږ ورساوه .

ومن الله توفیق

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/17403

http://larawbar.org/details.php?id=30054&date=2012-01-09

http://larawbar.org/details.php?id=30044&date=2012-01-08

http://www.dawatfreemedia.org/index.php?mod=article&cat=افغاناناوخبرتیاو&article=7266

*************************

جرمنی
8
جنوری 2012

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند اعلامیه

 د یو شمیر خبري رسنیو څخه مو خبر تر لاسه کړ چې  د ۲۰۱۲ ع کال د جنورئ په ۹مه او۱۰مه نیټه  د جرمني دحکومت په کوربه توب د برلین په ښار کی   په اسېین انستیتوت کی د«افغانستان، ۲۰۱۴، فرصتونه او ستونزې» تر سرلیک لاندی  له ځینی لوړ پوړو  امریکائي چارواکو  سره دافغانستان د  غیرپښتنو ګوندونو د مشرانو غونډه جوړیږی چی د نا تائید شوو خبرونو له مخی د افغانستان په ویش به خبری  اتری کوی.

 د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند  Pashtoon Social Democratic Party(PSDP) چی د پښتنو رسالت ورپغاړه دی او یوازینی ګوند دی چې د پښتنو د حقوقو ریښتینی استازیتوب کوی د المان حکومت او ددی غونډی  جوړونکوو  ته په ډاګه کوی چی افغانستان د ورونو قومونوګډ کور دى او پښتون  قام چی په سلو کی٪ ۷۵  د افغانستان نفوس جوړوی ، په سيمه کې يو ستر ځواک دى ، سيمى ته ثبات او امنيت بخښى.

زمونږ په اند  په افغانستان او سیمه کی په غير د پښتنود یووالی  اوسوکالئ څخه امن او ټیکاو نه شى راتلای، د پښتنو ټولنيز ولسوګوند دداسی غونډو جوړیدل چی د افغانستان ډیرکی ولس  (پښتون) استازیتوب پکی نه وی   په افغانستان کی د میشتو ټولو ورورنو قومونو په زیان ګڼی او په کلکه ئی  غندی. مونږ یو ځل بیا په ګاونډیو ،سیمه ایزو او نړیوالو قوتونو غږ کوو چی د پښتنو حقوقو ته په درناوی سره په افغانستان کی د ملی یووالی ملاتړ وکړی.

 دغه راز مونږ د افغانستان په اوسني حکومت کی د هغه پښتنو څخه چې د پښتنو د حق تر نامه لاندى د پښتنو برخه خوری او په دولتى کورسیو ناست دى په کلکه غوښتنه کوو چې د پښتنو د حقوقو دفاع وکړى او پټه خوله پاتی نه شی .

په درناوی

د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند

د افغان پي ټي وي بکس په هکله د نورو مالوماتو لپاره دلته کلېک وکړئ

 
   

كـــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــل افغــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2012  All rights reserved. talafghan@gmail.com