ليكنـــــــــــــــــــې

 

افغان نامه به ډېر ژر د کمپيوټر
وړيا  تدريس او خدمتونه  پيل کړي
افغان نامه

د یوه افغان ځوان له خوا فیسبوک ته ورته جوړه شوې ټولنیزه ویب پاڼه " افغان نامه" په پام کې لري چې په نیږدي راتلونکو میاشتو کې په خوست ښار کې د خپل مرکزي دفتر په پرانیستلو سره، خلکو ته په و ړیا توګه د کمپیوټر زده کړه او انټرنیټي خدمتونه وړاندې کړي.
د " افغان نامې " جوړونکي امیر خان وویل: د کمپیوټر پر نوموړی روزنیز مرکز او انټرنیټ کلپ چې دا مهال یې د جوړولو لو مړني کارونه پیل شوي ، شاوخوا ۷۰ زره امریکايي ډالره لګښت راځي چې په خپله شخصي مرسته یې جوړوي، چې ددې مرکز په جوړېدو سره به شاوخوا ۳۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د ښاغلي " امیرخان " پر وینا : د کمپیوټر زده کړې او انټرنیټي خدمتونو په دغه ټولنیز او خپلواک دفتر کې، په پیل کې له انټرنیټ سره وصل ۲۰ کمپیوټرونه په پام کې نېول شوي خو د مینوا لو د زیادښت په صورت کې به یې شمیر تر ۴۰ کمپیوټرونو ورسیږي.
ښاغلی امیر وایي: که څه هم لا تر اوسه پر نوموړې ټولنیزې ویب پاڼې د ده له خوا تخنیکي کار روان دي، څو په پرمختللو سیستمونو سمبال شي، خو دمګړۍ د یادې ټولنیزې ویب پاڼې د مینوالو د ثبت لړۍ په چټکۍ سره روانه ده او دا مهال څه باندې ۷ زره ثبت شوي غړي لري.
د امیر خان په نامه دغه ۲۲ کلن افغان ځوان زیاته کړه: " په ټولیزه توګه ددې ویب پاڼې تخنیکي کارونه به تل دوام لري، بدلونونه به پکې راځي، نوی سیستمونه به کارول کیږي خو دا مهال د ( سکایپ ) په شان یو غږیز او ویډیویي سیستم چې مینوال به په آسانۍ سره وتوانیږي د لیک بنډار ترڅنګ غږیز یا ویډیو بنډار هم وکړي، بل د کارموندنې سیستم دي چې ددغه سیستم پر مټ به راجستر شوي غړي وتوانیږي، د ځان یا یوې ادارې لپاره د کار وړ کسان یا دنده پیدا کړي."
دغه ځوان وايي چې هڅه کوي څو دغه ویب پاڼه په نړۍ کې د نورو نامي ټولنیزو وبپاڼو لکه فیسبوک څخه لا ښه برابره او منظمه کړي.
" افغان نامه" په ډیر کم وخت ( درېو میاشتو ) کې په هېواد کې د ننه او بهر کې د افغانانو ترمنځ د یوې غوره افغاني ټولنیزې ویباڼې په توګه پیژندل شوې چې په دې ویب پاڼه کې په سلګونه ګدون کونکي له یوبل سره د نظر څرګندوني کوي او له خپلو همفکرانو سره په اړیکه کې دي.
خبریاله : بریښنا " نسیمي" (سلام وطندار راډیو )

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com