ګل آغا احمدي وردګ
د افغانستان او پاکستان د امن ګډه
جرګه
لومړۍ ورځ
۱۸/۵/۱۳۸۶ ه ش ۹/۸/۲۰۰۷ م
د لوی خدای (ج) په
ځانګړې مهربانۍ چې د امن د ګډې جرګې د
لومړۍ ورځې کار ډیر ښه وو او له
نظریاتو څخه یې لاندې حقیقتونه څرګند
شول:
-
د دواړو هیوادونو تر منځ د
ورورګلوۍ کامله فضا، داسې فضا چې
په تاریخ کې یې ساری کم لیدل
کیږي. بل دا چې افغان لوري د داسې
مینې، همدردۍ او همغږۍ ننداره
وړاندې کړه چې پاکستانی لوری ورته
ګوته په غاښ دی.
-
د پاکستان زیاتو ملتپالو ګډونوالو
هم د افغانستان په ګټه خبرې وکړې
او هغه څه یې پاکستاني لوري ته د
خپلو خبرو په ترځ کې وویل چې د
افغانانو هیله وه.
-
زیاتو ویناوالو د خپلو خبرو په
ترځ کې وویل چې افغانستان د دوی
هیواد دی او دوی اصلا د افغانستان
دي.
-
د پاکستاني پلاوي ټولو ویناوالو
او ګډونوالو د افغانستان د میلمه
پالنې، عزت ورکولو او تسهیلاتو
برابرولو څخه ځانګړې یادونه وکړه
چې افغان لوري ورته برابر کړي دي.
-
ټولو افغان او زیاتو پاکستاني
ویناوالو د دې عظیمې جرګې جوړیدل
د افغانستان د جلالتمآب ولسمشر
حامد کرزي ابتکار او نوښت ګڼلی
دی.
-
ټولو افغان مشران، زیات پښتانه
ملت پال او پاکستاني مشران په دې
فکر دي چې د نړۍ د تاریخ په اوږدو
کې لومړی ځل دی چې په دوو
هیوادونو کې هستوګن پښتون قام او
د دې هیوادونه حکومتونه په داسې
یوه لویه او تاریخي جلسه کې
راټولیږي.
-
د غونډې زیات ملت پال مشران فکر
کوي چې د دې غونډې تر شا د ټولې
نړۍ مرسته ده او ټوله نړۍ ورته
سترګې په لاره او متوجه ده چې
باید د سیمې اقتصادي مرستو ته
زیاته پاملرنه وشي.
-
افغان لوري هم د ملي یووالي یو بې
مثاله تمثیل څرګند کړ چې د ټولو
افغانانو د ویاړ سبب ګرزي.
-
په دې مسئله
د رایو اتفاق موجود دی چې تروریزم
او روانه ستونزه نه یوازې د
افغانستان بلکي د پاکستان ستونزه
هم ده او مشترک حل په کار دی.
-
دا خبره په ضمني توګه د زیاتو
افغاني او پاکستاني ګډونوالو له
لوري مطرح شوه چې د ستونزو اصلي
سرچینه په پاکستان کې ده او د
پاکستان جاسوسي اداره (آی، ایس،
آی) د ترهګرو لوی حامي او په سیمه
کې ستونزې زیږونکی دی.
په غونډه کې د ځینو مطرح ګډونوالو د
ویناوو مهم ټکي دلته په هغه ترتیب سره
بیانیږي چې وینا یې د غونډې ګډونوالو
ته اورولې ده.
د حضرت صاحب صبغت الله مجددي د خبرو
مهم ټکي په لاندې ډول دي:
-
د پښتنو ستر او تاریخي هیواد ته
په خیر راغلی
-
د لومړي ځل لپاره په هیواد کې د
دواړو هیوادونو د میشتو قومونو تر
منځ داسې یوه ستره غونډه دایریږي
چې د ویاړ ځای دی.
-
د پاکستان له هغو علماوو ګیله کوو
چې جرګې ته نه دي راغلي خو خیر د
چرګ له آذان څخه پرته به هم سبا
شي.
-
د تحکیم سولې د کمسیون د
فعالیتونو څخه یادونه او د ۴۵۰۰
مخالفو وسله والوکسانو را پخلا
کیدل.
-
د افغانستان او پاکستان د ښو
اړیکو یادونه او ښه ګاونډیتوب
-
حضرت صاحب وویل چې موږ دې حقونه
سره لرو: د ګاونډیتوب حق، د اسلام
حق او د خپلوۍ حق.
-
په تیرو پنځو کلونو کې د
افغانستان د لاسته راوړنو یادونه
-
تشریفات به پریږدو او رښتیا رښتیا
به سره و غږیږو
-
زموږ هیواد ته تروریستان نه له
ایرانه راځي نه له نوور ګاونډیو
هیوادونو څخه بلکي له پاکستان څخه
راځي او دا یو حقیقت دی نو اوس د
هغه علاج په کار دی.
-
ترهګرو زموږ بیخ او بنیاد نړولی
او زموږ زیات خلک یې وژلي او
ځورولي دي چې د دې شومې پدیدې
بندیدل په کار دي.
-
نوموړي د هغه تروریستي حملې
یادونه هم وکړه چې څو وخت د مخه
په کابل کې پرې شوې وه خو د لوی
خدای په مهربانۍ چې حضرت صاحب
ژوندی پاتې شو.
ګل اکبر علي شیرزی/ پاکستان:
-
دا ډیر ښه فکر دی او د جرګې د
جوړیدلو ستاینه یې وکړه
-
هیله من چې د دې جرګې په پایله کې
به سیمې ته امن، سوله، ورورګلوي
راشي، د روغتیا، کرنې او تعلیم په
هکله به زیات پرمختګ وکړي.
-
د ترهګرۍ ستونزه بنسټیز حل غواړي
او موږ به په یووالي سره نوموړې
ستونزې ته ځواب وایو. هغه د خان
عبدالغفارخان په دغه خبرې سره
خپله وینا ختمه کړه چې: (یا به یو
کیږو او یا به ورکیږو).
محمد یونس قانوني/ افغانستان
د ښاغلي محمد یونس د وینا مهم ټکي په
لاندې ډول دي:
-
په سیمه کې د ترهګرۍ ستونزه یوه
استراتیژیکه ستونزه ده چې له ځینو
خاصو لوریو له خوا رهبري کیږي چې
استراتیژیک حل او په سیمه کې د
ساکنو اقوامو تکتیکي حرکت ته
اړتیا لري.
-
راځی چې تیر مسایل پریږدو یوازې
عبرت ځینې واخلو او د سیمې د ښه
راتلونکي په هکله فکر وکړو.
-
که دغه ستونزه د دواړو هیوادونو د
پارلمانونو په سطح و څیړل شي او
په لویه سطح ورته د حل لاره پیدا
شي نو غوره خبره به وي.
-
افغانستان په رښتیا، اخلاص او
صداقت سره مصمم دی چې دغه ستونزې
ته د حل لاره و ټاکي او له
پاکستاني لوري څخه هم د دې کار
هیله لري چې په دې لاره کې دواړه
هیوادونه عملي ګامونه پورته کړي.
-
د سیمې جغرافیې ته بدلون نه شو
ورکولای خو کولای شو چې د خپل
آینده تاریخ ته بدلون ورکړو او په
مثبت لوري یې روان کړو.
-
د حکومتونو د هڅو تر څنګ باید د
ستونزو د هوارۍ لپاره ملتونه هم
یوه بل ته د همکارۍ لاسونه سره
ورکړي او د پارلمانونو په سطح دغه
ستونزه و څیړل شي.
حاجي غلام احمد بلور/ پاکستان
د ښاغلي بلور د خبرو مهم ټکي په لاندې
ډول وو:
-
زه افغان یم، هیواد مو بیل دی خو
قوم مو یو دی او زه ویاړم چې
افغان یم
-
پوره دیرش کاله کیږي چې په مختلفو
نومونو باندې افغانان مري
-
زه ملا نه یم خو د قرآني آیتونو
او نبوي آیتونو پر بنسټ دومره
پوهیږم هغه څوک چې مسلمان وژني
جزا یې داسې جهنم دی چې همیشه به
پکې وي.
-
د سیمې اقتصادي سرچینې لکه زراعتي
توکي، تیل، ګاز، لرګي او هر څه
سره شریک دي.
-
زما په نظر دغه جنګ چې ترهګر یې
مخته وړي له اسلام سره خو یوه ذره
اړخ هم نه لګوي بلکي ویلای شو دغه
جنګ د اقتدار جګړه ده.
-
افغانستان او پاکستان دې یو بل ته
لاسونه سره ورکړي او نور دې نه
پریږدي چې پښتانه د مرګ کومي ته و
سپارل شي
-
افغانستان همیشه د سولې لاس اوږد
کړی خو ملامتي په پاکستاني مشرانو
کې ده چې د دوی د غلطو پالیسیو په
سبب سیمه له داسې یوه لوی ناورین
سره مخ شوې ده.
استاد برهان الدین رباني/ افغانستان
د استاد برهان الدین رباني د خبرو مهم
ټکي:
-
د ترهګرۍ د فرهنګ تعریف او داسې
بیانول چې دا کار د افغانانو نه
دی
-
د ملتونو حساب له حکومتونو بیل دی
او د پارلمانونو د بحث په اړه د
ښاغلي قانوني د نظریې تاییدول
-
د تروریزم سره د مبارزې لاره
یوازې جنګ نه دی بلکي نورې لارې
هم شته دي چې باید استفاده ورڅخه
وشي
-
له اسلام سره د ترویزم تړل یوه
بیهوده خبره ده
ډاکتر عبدالمالک کاسي/ پاکستان
د ډاکتر عبدالمالک کاسي د خبرو مهم
ټکي په دې ډول دي:
-
نن ورځ د علامه اقبال د شعر واقعي
تمثیل وینم چې د افغان ویاړلي ملت
په هکله یې ویلی دی چې د امن په
هکله د یوې مشترکې اجنډا لاندې را
غونډ شوي او هر څه ته د جرګې له
مخې حل غواړي.
-
په سیمه کې د ترهګرو له خوا جنګ
داسې یوې مرحلې ته رسیدلی دی چې
لیونی جنګ ورته ویلی شو او باید
کنترول شي.
-
زه په کویټه کې ډاکتر یم د یونیسف
له خوا مې یو جوړ کړی فلم ولیدو
چې د افغانانو په بد حالت باندې
یې په فرانسوي جوړ کړی وو تاسو
باور وکړی چې په لیدلو سره یې د
فرانسې د هیواد ټولو وګړو ژړل.
-
افغانستان او پاکستان داسې ګډ
وجوهات سره لري چې د افغانستان
وچه او لمده میوه ټوله پاکستان ته
ځي او همدارنګه د هغه هیواد څخه
افغانستان ته راځي. دا اوس مهال
۷۰۰۰۰ کسان پاکستاني کارګران په
افغانستان کې په کار لګیا دي بل
دا چې د هجرت پر مهال په
میلیونونو افغانان پاکستان ته
راغلي وو او په خپل کور پښتونخوا
کې ساکن شول.
-
موجوده جنګ زموږ ۱۲۰۰ فوځیان په
پاکستان کې را وژلي او ۸۰۰ فوځیان
ټپیان شوي دي چې زیاتره یې په
شمالي او جنوبي وزیرستان کې وژل
شوي او په زرګونو ولسي وګړي د مرګ
کومي ته سپارل شوي دي.
-
د پاکستان په ولسمشر او د داخله
چارو په وزیر هم ناکامې ځان
وژونکې حملې شوې دي.
عزیزالله واصفي/ افغانستان
د عزیزالله واصفي د وینا مهم ټکي په
دې ډول دي:
·
د امن کلیمه په اسلامي شعایرو کې یوه
سپیڅلې کلیمه ده چې د وحدت لپاره ښه
زمینه برابره او جنګ له منځه وړي.
·
هغو خبرو ته مراجعه په کار ده چې امن
ولې له منځه ولاړ
·
د پاکستان له ملت او عزیزانو څخه ډیر
خوښ یم خو له د دې هیواد له حکومتونو
او جاسوسي شبکې آی، ایس، آی څخه ډیر
ګیله من یم زموږ په خاوره کې مداخله
کوي او زه یې په شخصي توګه هم ډیر
ځورلی یم.
·
زه د مفتي محمود د زوی مولانا فضل
الرحمن څخه ډیر ګیله من یم هغوی اصلا
د کندهار د ارغنداب اوسیدونکي دي. د
مولانا فضل الرحمن پلار دروند سړی وو
خو زوی یې خدایزده چې ولې له افغان
ولس سره داسې لاره نیولې چې د دې ولس
په ځوریدلو خوشحاله کیږي او په دې
جرګه کې یې ګډون و نه کړ او د نوموړي
نه راتګ یو تکتیک دی.
·
د پاکستان له ولسمشر جنرال مشرف څخه
مو ګیله دا ده نوموړي طالبان د
افغانستان د اکثریت خلکو استازي ګڼل
چې او تر هغه وخته پورې یې ملاتړ کاوه
چې د ده په خپل کور باندې اور ولګیده.
·
وژنه او مرګ ژوبله ټوله پښتنو ته
متوجه ده دا یوه طرح ده چې د دې قوم د
ځپلو لپاره په کار لویدلې ده.
·
اوس مهال موږ د داسې ستونزو سره مخ یو
چې د خیبر کلۍ د پښتنو د غلیمانو په
لاس کې ورغلې ده.
·
د تروریزم اوسنۍ ستونزه د ځواکمنو
هیوادونو له خوا ملاتړ کوونکی
استراتیژیک جنګ دی چې علمي برخورد
ورسره په کار دی.
·
یوازې په کاغذ باندې جوړه د ستونزو
حل نه رامنځته کوي بلکي باید یو داسې
حل ورته ولټول شي چې علما یې تعقیب او
فیصله کړي.
·
یو کمسیون جوړول او د دواړو حکومتونو
له لوري یې تصویب پکار دی چې د هغه
د اجراآتو په هکله له دواړو حکومتونو
قوي ژمنې واخیستل شي. باید دغه
کمیسیون ته واک وسپارل شي څو مسئله په
ښه توګه تعقیب او اجراییوي واک ورکړل
شي.
·
تعجب ده چې د وزیرستان خلک ولې په دې
جرګه کې ګډون و نه کړ ځکه چې نن دوی د
لویې ستونزې سره مخ او د تروریستانو
اډې هم هلته پرتې دي.
·
د افغانستان او پاکستان خلک دې په
خپلو حکومتونو فشار راوړي چې دغه
مسئلې ته حل لاره و مومي.
اسفندیار ولي خان/ پاکستان
د کوزې پښتونخوا ملي مشر اسفندیار ولي
خان د وینا مهم ټکي:
-
لروبر افغان یو دی او موږ ویاړو
چې افغانان یو
-
القاعده د پښتنو او افغانستان
زیږنده نه ده بلکي له مشخصو لوریو
په پښتنو باندې تحمیل شوې ده.
-
د وزیرستان په پښتنو یو ظالم او
تور اور بل دی
-
زه یو پښتون یم او په دې هیله را
پاڅیدلی یم څو مو چې دغه ستونزو
ته حل لاره نه وي موندلې کرار
ناستی د ځان لپاره مناسب نه بولم
-
په پښتنو باندې داسې وخت راغلی دی
کله چې یو ماشوم له کوره وزي نو
مور او پلار یې د بیرته راتللو
هیله نه کوي.
-
په پښتنو باندې داسې حالت حاکم دی
چې له بهر څخه خلک راننوتلي او له
موږ سره په ناروا جګړه بوخت دي چې
باید وویستل شي.
-
پکار ده چې په داسې جرګه کې
مولویان ناست وای او د شریعت له
مخې یې هغه ته حل لاره موندلې وای
او د هغوی د تشخیص له مخې مو شرکت
کولای.
-
د افغانو وینه شریکه ده، د دواړو
هیوادونو ملي مشران به فیصلې کوي
او حکومتونو ته به یې ورکوي،
حکومتونه به مجبوروي چې د حل لارې
ورته و مومي، په سوله، ورورګلوۍ
او د مینې فضا کې د مسایلو حل
ممکن دی.
استاد سیاف/ افغانستان
د ښاغلي استاد سیاف د وینا مهم ټکي په
لاندې ډول دي:
·
تروریزم له اسلام سره هیڅ تړاو نه لري
او دغه راز اعمال د اسلام له مخې
کاملا حرام دي.
·
د مسلمان سره جنګ کفر دی د حدیث شریف
ترجمه: ( مسلمان ته ښکنځل کول فسق دی
او ورسره جنګ کفر دی)
·
امن ضروري او اړین دی
·
څوک چې د ظالم طرفداري کوي د حدیث
شریف له مخې د اسلام له دایرې څخه
وتلی دی.
·
د ظلم د سیل بین څخه به لوی خدای
انتقام اخلي
·
که څوک ظلم ته ظلم نه شي ویلی نو د
اسلام دین له هغه سره خدای پاماني کوي
·
که څوک د خپل مسلمان ورور په غم
خوشحاله کیږي نو هغه ورور به یې له غم
څخه خلاص شي او خپله به په مصیبت
ګرفتار شي.
·
چا چې یو نفس وواژه لکه ټوله دنیا یې
چې وژلې وي او چا چې یوه نفس ته نجات
ور کړ داسې اجر او مثال لري لکه د نړۍ
ټولو انسانانو ته یې چې نجات ورکړی
وي.
·
محترم استاد سیاف د خپلو نظریاتو
لپاره ګڼ قرآني آیتونه او نبوي احادیث
یاد کړل.
افضل خاموش/ پاکستان
د ښاغلي افضل خاموش د وینا مهم ټکي دا
دي:
-
موږ یو تن وجود یو، غم مو یو دی،
خوښي مو یوه ده له یو بل څخه بیل
نه یو
-
خبردار چې ناوخته شوله، دومره
مرګونه بس دي، موږ په دې اعتراف
کوو چې موږ قصور کړی دی
-
د ملت بابا مقبرې ته ورغلم او
راته وویل چې شول چې پخوا به دغه
غونډۍ ټولې په شنو ونو او د
انګورو په تاکونو پوښلې وه، په
اوسني حالت یې ډیر و ژړیدم همداسې
ټول افغانستان تباه شو چې شکر اوس
د آبادۍ په لاره برابر شوی دی.
-
ولسمشر کرزي د خپل روغ قیادت په
وسیله ډیر څه کړي دي او د ډیرو
څیزونو انجام ته اړتیا شته ده.
-
کاشکي دغه راز د جرګې فکر ۳۰ کاله
مخکې شوی وای او دومره غمونه او
وژنې نه وای رامنځته شوې.
-
پښتنو حتی آن د اسلام څخه د مخه
هم جرګې کړې دي او د پښتون قام
نیکه قیس خپله جرګه د اسلام ستر
پیغمبر ته ور وستلې وه. ځکه چې د
پښتو او اسلام زیات بنسټونه سره
یو دي. نو دې جرګې ته د ټولې نړۍ
سترګې دي، هیله ده چې کامیابه یې
کړی.
-
که موږ روغه و نه کړو، سمه فیصله
ونه کړو او خپله جرګه کامیابه نه
کړو نو نړیوال به په موږ لعنت
وايي او تاریخ به مو مسخ کړي.
-
زه د شیرپاو هغه خبره تاییدوم چې
دغه ستونزه مشکله ده خو حل یې
ناممکن نه دی
-
په نړۍ کې د ټکنالوجۍ، اقتصادي
پراختیا، سالمې سیالۍ او نړیوالو
کیدو په لوري ګامونه ایښودل کیږي
خو موږ په څه باندې اخته یو؟ فکر
په کار دی.
-
تر اوسه پورې
په لوی لاس کار شوی دی چې پښتانه
په سیمه او نړۍ کې دهشتګرد معرفي
شي خو پښتانه ترهګر نه دي او نه
هم دغه پدیده په دې سیمه کې
زیږیدلې ده بلکي راوستل شوې ده.
-
پولیس چې کله په یوه حکومت کې
فیصله کوي مشکل رفع کیږي خو کرکه
نه ورکیږي خو کله چې پښتون فیصله
وکړي نو هم ستونزه ورسره رفع کیږي
او هم کرکه پایان مومي او ځای یې
مینه او محبت نیسي.
-
نړۍ ته ویل نن ورځ د ګلوبل کور
ویل کیږي او د یوه ستر کلي شکل یې
غوره کړی دی، علمي راکړه ورکړه
صورت مومي خو موږ په مشکلاتو اخته
یو، په ستونزو کې راګیږ یو او
زموږ له ماشومانو خنداګانې اخیستل
کیږي.
-
د افغان په خاوره چنګیز، سکندر او
انګریز ماتې خوړلې نو اوسني ساده
ګان دې په دې پوه وي چا چې دغه
ملک ته په بده سترګه راکتلي له
ککرۍ خوړلو یې بله نتیجه په لاس
نه ده راوړې.
-
لږ مخکې د افغانستان ولسمشر حامد
کرزي په خپلو خبرو کې یاده کړه چې
موږ د پاکستان منونکي یو چې د
هجرت پر مهال یې ځای راکړی وو. زه
باید ووایم چې هغه ستاسو خپل کور
دی او هیڅ اړتیا نشته چې مننه
وکړې. موږ به په سختو حالاتو کې
له یو بل سره مرسته کوو.
-
د دواړو مشرانو په خبرو کې مو
واوریدل دوی ډیره مینه سره لري،
په یوه او بل یې زړه بدیږي نو بیا
ولې د پښتنو په سیمه کې جنګ دی؟
موږ وایو چې راځی د حکمرانانو له
تبدیلۍ سره سره به دا ډول جرګې
دوام لري او موږ به د ستونزې د
ورکیدو تر مهاله خپلو خبرو ته
دوام ورکوو.
-
که خدای کول د امن له دې خبرو او
سندرو وروسته به د عمل ډګر ته سره
وزو او د حکمرانو د تبدیلۍ سره
سره به خپلو هڅو ته په دې لړ کې
دوام ورکوو.
-
طالبانو او القایدې ته وایم چې که
رښتیا مو اسلامي جهاد ته زړه کیږي
نو هلته فلسطین ته ولاړ شی او د
اسراییلو سره و جنګیږی د دې سیمې
اوسیدونکي له تاسو غوره مسلمانان
دي.
-
سمو طالبانو او ریښتینو افغان
طالبانو ته وایو چې راځی د
القایدې له کمپیوټره را ووزی چې
خپلې ستونزې په خپله سره حل کړو،
مجلس وکړو او جرګه وکړو.
محمد محقق/ افغانستان
ښاغلي محقق د خپلو خبرو په ترڅ کې دغه
ټکي یاد کړل:
-
د دواړو هیوادونو تر منځ جسمي
نږدیوالی او مشاهده په رواني
نږدیوالې باندې هم اغیزه لري.
-
دا ډیره لویه خبره ده چې د دواړو
هیوادونو مشران د یوه چت لاندې
کار جرګه سره کوي، یو بل ویني او
یو د بل خبرې اوري.
-
زه باید ووایم چې د پاکستاني
میلمنو ښه راغلاست دلته یوازې
پښتنو نه دی کړی بلکي د دې هیواد
هر افغان که په هر قوم پورې تړلی
وي ستاسو استقبال کړی او ستاسو
سره په مجلس کې ګډون لري.
-
که یوه ورځ اقبال د نړۍ د اړیکو
په هکله غږیدلی وو خو نن ورځ
دومره اړیکې سره لري چې د یوه
هیواد په مشکل کیدو ټوله نړۍ په
ستونزو کې ګرفتاریږي لکه چې ولیدل
شول.
-
موږ ښکاره وایو، په ریښتنې توګه
یې وایو او ټولو ته یې وایو راځی
چې د یوه ګډ کمیسیون طرح او
فورمول د معقولو دلایلو سره یو
ځای وړاندې کړو او خپل حکومتونه
له هغه د همکارۍ لپاره را وبولو.
-
موږ ته ښايي چې د سوداګرۍ. له
مخدره توکو سره د مبارزې،
تروریزم، د ورورګلوۍ د پراختیا او
داسې نورو برخو کې د همکاریو
لاسونه یو بل ته ورکړو.
-
موږ باید له تاریخ څخه عبرت واخلو
همدارنګه قرآن کریم هم د تیرو
خلکو زیاتې کیسې د خپلو آیتونو په
لړ کې بیان کړې دي چې انسانان
ورڅخه پند، عبرت او ګټه واخلي او
په دې ټولو آیتونو کې دا ښودل شوې
ده چې جنګ د انسان په ګټه نه بلکي
سوله یې په ګټه ده.
د لومړۍ ورځې د غونډې پای