|
حبيب الله غمخور دمارچ اتمه دښځودنړيوال پيوستون دورځې ياداو نمانځنې سل کاله وشول سل کاله کېږي چي دبشريت پوره نيمايي دخپل حق دترلاسکېدولپاره مبارزه کوي خوله بده مرغه تراوسه لادوي پردې بريالی نشوې ترڅوچي نارينه قانع کړې چي دوي برابراويوشان حقوق لري ! دالانده څرگنده چي څولسيزي به لانورې دا انسان دخپل طبعي او انساني حق څخه ددفاع اوترلاسه کېدو په لارکښي قربانی ورکوي . تر هرڅه وړاندي دښځو دنړيوال پيوستون د نيکمرغې ورځي په مناسبت د افغانستان اوټولي نړۍ ښځواوپېغلوته دزړه له کومي مباره کي اونېکې هيلي وړاندي کوم پدې هيله چي په گران افغانستان اوټوله نړۍ کښي ډير ژر زموږ کړېدلي او زورېدلي ميندي اوخويندي له دغوخواريواو ربړونو څخه خلاصي شي . دعفت اوانسانيت په فضاکي خپل انسانی ژوندته دوام ورکړي ، دټولني په سياسي ،اقتصادي ،فرهنگی اوټولنيز ژوند کي داجتماعی عدالت پر بنيادنارينه وو سره برابره اوگډه برخه واخلي . په بشری ټولنه کې مختلف عوامل دانسان پر ژوند تاثير ښندی ،خو اقتصاد اوپوهه دانسانانو په ژوندکي ټاکونکۍ اوحياتي ارزښت لري . دبېلگې په توگه په هغه ټولنه کي چې دوگړو دژوند سطحه یې له اقتصاي پلوه اوچته اوپر مخ تللې وي اوله بلي خوایې اکثريت وگړي دسواد اوپوهی دنعمت نه برخمن وي هلته خلک بسيا او هوسا ژوند لري،دزيات شميرمدني اوټولنيز آزاديو اواجتماعي عدالت له گټونه برخمن وي . پوهه اواقتصاد سره تړلي اويودبل لازم اوملزوم دي ،يوه ټولنه هغه وخت داقتصادي پر مختگ پرلوردرومي کله چې یې وگړي دپوهي اومعرفت سره علاقه ولري . که څه هم پوهه دتجربې محصول ده خوهمدا پوهه ده چي دنورو علمی تجر يبولپاره لاره پرانيزي ،دپوهی په برکت ديوې ټولنی خلک ځانونه داقتصادي استثمار اوټولنيزو بې عدالتيوشاته پاته فرهنگی ښکېلاک نه څخه ځان خلاصولاي سي . انسانانودبشري ټولنودتکامل مختلفي مرحلې شاته پرې ايښي دي ،دانسان پوسيله پر انسان دظلم اودهغه له انرژی اواستعدادنه دځان په گټه استفاده دغلامی له دوري نه راپيل شوه . په فيوډالي ټولنه اودهغې په نس کي را زېږېدلي بورژوازي اقتصادي ،سياسي اوفرهنگي مناسباتوراتروکېدل پدغوټولنو کښي شتمن اودلوړي طبقې انسانانوپيدايښت ددې لامل سوچي دغه لوړه طبقه وکولاي سي د بشري ټولنې دغوڅ اکثريت دکار محصول ياگټي دځبېښلو لپاره پراخ امکانات او واک پلاس کښي ولري .په هراقتصادي سياسي نظام کي دهغه نظام دخصوصياتوپر بنياد داځبېښاک ټولنيزه بې عدالتي اودروځنيز ژوند ناانډو توب په وجودراوړي . سرمايداري ټولنه چي دنوروټولنيزونظامونو په پرتله پرمخ تللي اقتصادي ،سياسي ،اجتماعي او فرهنگی جوړښتونه اواړېکي لري دخپل پيدايښت نه بياتر اوسه دتکامل مختلف مراحل تيروی . دپانگوالی ټولنيز مناسبات دفيوډالي نظام په تناسب دولسو نواو خوارو انسانانو په مقابل کي دظلم ، استثمار، ښکيلاک ، ز بېښاک ډير مغلق او پيچلي اصول اوميتودونه له ځان سره لري .په مختلفو بڼودبيلابېلو ميتودو، رويشونواوشعارونونه په استفادې سره د خپل واک دساتلو لپاره تلاښ کوی . دهمدغو پېچلو اقتصادي اوسياسی مناسباتو پر اساس پانگوال دکارگرانو او مزدورانو له استعداد او انرژۍ نه دکاردمحصول په بڼه په ظالمانه اوغير عادلانه بڼه کټه پورته کوي ترڅو زياته سرمايه پلاس راوړي . د۱۸په ورستيواو۱۹ پېړی په لومړيو کي دسرمايدارانو بې عدالتۍ، استثماراودکارناوړه شرايطوکارگران مجبور کړه چي دفابريکو دخاوندانوپرخلاف د ناخوښۍ ږغونه پورته کړی هغه وخت دکارگرانو سره ډير ظالما نه او له انساني کرامت نه ليري کړنې کېدلې، دډير اوستونځمن کار په مقابل کي لږ معاش ورکول کيده ،دکارشرايط او چاپيريال يې دومره نا وړه و چي دډيري لږ مودې کارکولونه وروسته کارگرانو دکار توان دلاسه ورکاوه ،متاسفانه داپروسه همدا اوس هم دنړۍ په زيات شمير پرمختللواوشاته پاته هيوادوکي دوام لري .دايوعلمی اصل دی په هر پيمانه چي دتوليدوسايل پېچلې اوپرمختللې کېږي په هغه اندازه پانگوال په پېځلې اوپر مختللې توگه دکاگر دکاردمحصول نه گټه پورته کوي اودزبېښاک بڼۀ پېچلې کېږ ي . ښځي چي دبشري ټولني دوگړوترنيمايي زيات جوړوی دبشر په تاريخ کي يې ترنارينه زيات دظلم اوتيري دروندبا ر پراوږو اخيستۍ دی .هغوي تل دکارفرما دناوړه اوغير انساني سلوک اوشخصی حوسونوسره لاس په گريوان وې، هغوي ته له يوې خواترنارينه وو لږ معاش ورکول کېده اودبلي خوایې دکار شرايط اوچايريال ددوي لپاره زورونکی اودتحمل وړه نه وه . ديادولو وړده همدا اوس هم چي بشريت ۲۱سليزې ته گام وراړولۍ دنړی په شاته پاته اوحتا پرمختللو هيوادوکښي ښځه دنارينه سره ديو شان کارپه مقابل کښي دسرمايداري ټولنې داقتصادي غيرعادلانه روابطو پر اساس ترنارينه کمه او يا کله کله دنارينه دتنخوا نيمايې ترلاسه کوي . دبېلگې په توگه سويډن چې يوله دموکراتيکو هيوادونه شميرل کيږي اودولتي چارواکي دا ادعاکوی چي تر هر چاښځوته زياته پاملرنه سته بيا هم دښځو تنخوا تر ناينه لږ اودلته هم متاسفانه تر اوسه لاهره ورځ دښځوسره زور زياتۍکيږي .دداډول چلند اوظلم مثالونه په اسيا،افريقا،لاتينه امريکا، شرقی اوغربی اروپا اودامريکاپه متحده ايالاتوکي بي شماره دي . شتمن تر ډره بريده په يوه اوبله بهانه دهغوښځو داستخدام څخه ځان ساتي کومې چي کونډي اودماشومانوروزنه ئې پر غاړه وي . دامعمول همدا اوس دنړۍ په هغو هيوادوکي په ډير مهارت پلی کيږي په کوموکښي چي له قانوني پلوه داډول کړنې جواز نلري . مگر له بدمرغه دپيسو اوفابريکو خاوندان ځانته دتېښتي لار پيدا کوي . پورته مي دې ټکي ته اشاره وکړه چي دسرمايدارانواوشتمنونارواظلم اوستم ټول کارگران دهغې جملې ښځينه کارگراني دې ته اړيستلې چي دخپلو رواحقو قوددفاع په خاطر دعدالت دپلي کېدولپاره خپل اوازپورته کړي . له نن څخه ۱۵۳کاله پخواپه ۱۸۵۷ ز کال دمارچ دمياشتي په اتمه دنيو يارک دښار داوبدلو دفابريکو ښځينه کار گرانودکار دشرايطودښه کېدو،دکار دوخت دکمېدو او تنخوادزياتېدوپه خاطرپداسي حال کي چي ديوشمير ښځو خالي دېگونه پلاس کي وه ديوه سترلاريون په طرڅ کي دامريکادمتحده ايالاتو دنيويار ک ښار واټنوته راووتلې ، اودفابريکو دخاوندانو پرخلاف يې دخپل انساني حق غوښتلو داعتراض ږغ پورته کړ؛ ددوي دا گوت نيونه اوحق غوښتنه دپانگوالو لپاره دخطر زنگ او داحرکت يې ددموکراسي اوآزادی ترلاسه کېدو پيلامه و بلل ،ځکه خوئې ددغه انساني حرکت دخفه کيدولپاره دخپلو ټولوامکاناتوڅخه داستفادې لپاره لاس پکار شول اوپر بې دفاع ښځينه کارگرانويې مرگوني گزارونه وکړه . دفابريکودخاوندانو اوحاکمانودغه ظالمانه اوغير انساني کړنودکارگرانو اوتر ظلم لاندي خلکو غوثه نوره هم راوپارول اودپانگوالوسره دنفرت روحيه ډېره غښتلې سول. ددې تاريخي او نه هيريدونکۍ ورځي د ترخې خاطرې په ياد په (( ۱۹۰۷ ,۱۹۰۸ او ،۱۹۰۹ )) زکلونو کښي په نيويارک او دنړۍ په يوشميرنورو هيوادو کي تر ظلم اوستم لاندي خلکو لخواياد غونډي جوړي شو ې ،پدې غونډواولاريونوکي هم تر هر چا دښځينه کارگرانو ونډه زياته اوپراخه وه . په نړۍ کي سياسي سازمانواواجتماعی عدالت پلوه ټولنودپرله پسې تلاښونو اومبارزو په پايله کښې ديوشمير هيوادو غيرتي ښځی پردې بريالۍ سوې چې پانگوال دزمان غوښتونو،اويولږ څه دعدالت او انصاف منلوته ته سر ټيټ کړي . په ۱۹۱۰زکال د ډنمارک پلازمېني کوپنهاگن په ښارکي دنړۍ دسوسيا ليستو ښځو دوه هم نړيوال کنفرانس د ((۱۷ » هيوادونه د (( ۱۰۰)) تنوښځينه نماينده گانو په گډون جوړ سو.دهمدې نړيوال کنفرانس په وروستۍ ورځ د المان پيژندل شوې سياسي څيرې اغلي ” كلارا زيتكين ” لخوا دغونډي برخه والو ته وړانديز وشو چې د ۱۸۵۷ زکال دنيويارک دښار دنساجي د فابريکو د ښځينه کارگرانو دتاريخي لاريون اوله هغوي سره د وخت دحاکمانو دوحشيانه چلند دقربانيانودخاطرې د ياد اوژوندی ساتلو په خاطر دي دا ورځ (دمارچ اتمه ) دښځو دنړۍ وال پيوستون دورځي په نامه ونومول شي اوپدې ورځ دي دنړۍ د ښځوسره دملا تړاود هغوي د انساني اوطبعي حقوقوڅخه ددفاع په خاطرغونډي اوکنفرانسونه جوړي شي . له هغې ورځی نه چې پدغه نړيوال کنفرانس کې د اغلي ((كلارا زيتكين )) داوړانديز ومنل سودا ((۱۰۰)) کاله کيږي چې دنړۍ په مختلفو هيوادوکښي ددې تاريخي اونه هېرېدونکۍ وياړلي ورځی نمانځنه کيږي .
” كلارا زيتكين ” دښځودنړيوالي ورځې بنسټ ايښودونکې په 1911زکال دلمړي ځل لپاره دمارچ په اتمه په المان، اطريش،سويس او ډنمارک کې دښځو دنړۍ وال پيوستون په نامه غونډي جوړي او لاريونونه وشول . پدغوغونډوکښي ښځو په انتخاباتو کې درايې ورکولو،کار ،ښوني ،تحصيل او مسلک د انتخاب حق تر لاسه کېدواودهيوادو په قوانينو کي د دښځو دمسلمو او طبعي حقو قوددفاع اودموکراسۍ دپلي کيدو په گټه دتغيراتو د راوستلو، په سياسي ، اقتصادي ، فرهنگي او ټولنيزو چارو کښي دنارينه و سره دبرابر حق غوښتني ا وړانديز ونه مطرح سول . په (۱۹۱۵ ، ۱۹۱۶) کلنوکي ،هغه وخت چي لا د لمړۍ نړۍ والي جگړي داورلوگي پورته کيدل دنړۍ په گوټ گوټ کي ((ښځې دجگړې مخالفي دي )) تر شعار لاندي دمارچ داتمي ورځې په مناسبت پراخي غونډی اوکنفرانسونه جوړشوه . پدې غونډو اوکنفرانسوکي ښځو دجگړې دسمدستي دبنديدو،په سوله ،دوستۍ اودهيوادونوتر منځ متقابله احترام په مناسباتو کي ژوندته نړۍ وال راوبلل، اوپه جگړه کښي ئې د ښکيلو هيوادود رهبرانوڅخه په کلکه دجنگ دختمېدو غوښتنه وکړه . د اوږدو مبارزو،تلاښونو اوقربانيو په پايله کښې دلمړۍ ځل لپاره د نيوزيلاندپه پارلماني ټاکنوکې ښځودرايې ورکولو حق ترلاسه کړ ،دا حق داسترليا ،فنلنډ اوناروي ښځوترلومړۍ نړۍ والې جگړې مخکې تر لاسه کړۍ و . مگر دپخوانې شوروي اتحادښځو په ۱۹۱۷، دفدرالي المان په ۱۹۱۸،دانگلستان په ۱۹۱۹، د امريکادمتحدا ايالاتو په ۱۹۲۰،د افغانستان ښځو په ۱۹۳۴زکال،د ايټاليا او فرانسې ښځو داحق تر دوهمې نړۍ والي جگړي وروسته او په يمن کښي يې په ۲۰۰۳ زکال تر لاسه کړ،مگر په سعودي عربستان کي چي دعدالت اوبرابرۍخبري کوې تر ۲۰۰۵ زکال پوري حتي دښارو ا لۍ په ټاکنو کې هم ښځو ته دگډون حق ندی ورکړه شوی . په مصر کې په ۲۰۰۸ کال دمارچ په لومړی ورځ يوه ۲۳ کلنه پېغله دخلکودنکاح دتړلودحق په ترلاسه کېدوباندي بريالۍ سوه . په ۱۹۷۷ م کال کښي دملگروملتو سازمان د((۳۲ـ۱۴۴)) پرېکړه ليک په صادرولوسره دمارچ اتمه دهمدې سازمان لخوا دښځودحقوقود ترلاسه کولودمبارزي دنړيوالي ورځي په نامه ياده کړه . ديادولو وړخبره داده چي تر اوسه لا دنړۍ په يوزيات شمير هيوادوکښي ښځي دولتې ارگانواو شوراگانو ته دځان لخواداستازي دټاکلوڅخه پداسې حال کښي محرومې دې چې دهغو هيوادو دنفوسودشمير پوره نيمايي او يا هم تر هغه زيات وگړي ښځي دي . زموږ په هيواد کښي هم کله چې په اساسي قانون کښي ښځوته په ټاکنو کښي دحق ورکو لومسأله مطرح شوه ،يوشمير بنسټپالو اودموکراسۍ مخالفوکسانولخوا ښځوته دنارينه سره دبرابر حق ورکولو پر خلاف مخالفت وشو،چي له نېکه مرغه کوم ځاي یې ونه نيوی ،د ( ۱۹۶۳) کال داساسی قانون دتصويب نه راپدې خوا ښځي کولاي سي دافغا نستان پارلمان ته ځان کانديد اوبل چاته رايه ورکړی ،افغانستان په نړۍ کي يو له هغو هيوادوڅخه وچې ښځي دوزارت مقام تر لاسه کړ ،دبېلگې په توگه دشوروي نظام په ټوله دوران کې ښځې ته دوزارت مقام ونه رسېد،يوازي دپوتين دحاکميت په ورستيو کې دو يادرښځو دا امکان تر لاسه کړ چي دوزارت اوياهغه معادل مقام کې دنده تر سره کړي پدې ورستيوکي يوشمير ښچوته لوړمقامونه ورکړه سوې خوبياهم که دنفوس انډول ته پام وسې دنړی په زيات شمير هيوادوکښي په دولتي لومقامونو،پارلمان اوسيمه ايزو شوراگانو کښي دښځو ونډه پکه برېښي . ديادولو وړده کله چي په ۱۹۹۲ کال کې په پاکستان اوايران کي جوړسوو تنظيمو دولتي واگی ترلاسه کړې افغانی ښځې له دې انساني اورواحق نه محرومي سوې،له نيکه مرغه دغې توري دورې ډير دوام ونکړ ،دطالبانو دحاکميت په نسکورېدوسره دملگروملتو او نړيوالوسازمانو دغوښتنو اوفشار وپه وجه افغاني ښځوته دبن دکنفرا نس نه وروسته په نوی جوړ سوي اساسي قانون کي يوځل بياپه پارلماني ټاکنو، دولتي ادارواونورو ټولنزوسازمانو کې دگډکار حق ورکړه سو،اود اساس قانون په ” ۲۲ ”ماده کي واضح راغلل چي : ((دافغانستان داتباعو تر منځ هر راز تبعيض او امتيازمنع دی . دافغانستان اتباع دقانون په وړاندي مساوي حقوق اومکلفيتونه لري،اودهمدي قانون دوويشتمي” مادې په يو جز کي راغلي : دولت دانسان دآزادۍ او کرامت په درناوي او ساتنه مکلف دۍ.)) ددغو برياو سره نه يوازي په افغانستان بلکي دنړی په زيات شمير هيوادوکښي دورته اساسي قوانينوپه لرلوسره دښځوپه وړاندي قانون ترپښولاندي کيږي اودښځوپه وړاندي دجنسی توپيرنه په يوه اوبل نامه ناوړه استفاده کيږي،که په اوسنی عصرکښي دبشري نړۍ ټول سياسي،اقتصادي ،فرهنگی اواجتماعي جوړښت ته په رڼوسترگو ځير شو له ورايه څرگندېږي چي تر هر چا زيات ښځه په هر اړخيزه توگه دنړيوالي بې عدالتۍ سره لاس په گريوان ده اوپر عزت ئي دتيري لپاره هر بې عزته دخپلو اقتصادي اودولتي امکاناتو څخه استفاده کوي . داچي دښځودبېوزلۍ نه دټولواخلاقي نورمونوخلاف استفاده کيږي اوهغوي مجبورېږي خپل عزت وپلوري په ټوله نړۍ کښي ټولوته لمر غوندي روښانه اوڅرگنده ده. له بده مرغه تر اوسه دنړۍ په گوټ گوټ کښې ښځوته هغه حقوقوچي دبشر دحقوقوداعلاميې په ۱۸ ، ۱۹،او۲۷ مادو کښې څرگند بيان شوي نه دې ورکړه شوي او نه هم د ۱۹۸۴ زکال د دسامبرد ((لسمي)) دښځې توهين تحقير او غير انساني مجازاتوضدکنوانسيون ، دملگرو ملتود سازمان د ۱۹۷۵،۱۹۷۹ز کال دښځو سره دهر ډول تبعيض،تحقير اوتيري پرخلاف پريکړه ليکونوکښي يادسوو ټکوته دولتي چارواکو،دزوراوزرودخاوندانوپاملرنه نده کړې . اونه هم ښځو ته بيله هر ډول تبعيض نه دټولني په اقتصادي ،اجتماعي،سياسي او فرهنگی ژوند کي دفعال گډون امکا نات برابري سويدي . که رښتياوويل شې دنړۍ په اکثريت هيوادوکښي ښځو ته دحق ورکولوڅخه عجيب او غريب تعبيرونه کيږې. . ايا دا ظالمانه نده چې له يوې خوا نارينه اوښځي دواړو ته دانسان خطاب کيږي ،په قوانينو کښي يو شان مسؤليت اومکلفيت لرې ،مگر له بلې خواکله چې دصلا حيت ،برابرۍ اوحقوقوخبره مطرح شي بيا ښځو ته ددومې درجې انسان مقام ورکول کيږې؟ کله دمذهب اوکله هم د دوداو دستور په نامه دښځوحق چي په حقيقت کښي زموږ ((مور،خور،لور اوياکوردوانه ))ده تر پښو لاندي کيږي له تعصب اوتنعيض نه ډکه کړنه ورسره کېږي . داخولاپرېږده چي زموږ دهيوادپه گډون په ډيرو هيوادوکښي زيات وختونه دنارينه سره دبرابری گناه په مقابل کي ښځې ته تر نارينه لويه سزا ورکول کيږي . دنړۍ دعلمي او تخنيکي پر مختگ سره يوځاي تر اوسه ښځو ته دا شرايط ندې برابر شوی اوهغو ي ته دا حق او آزادي چانده ورکړې چې دهغو په رڼاکي وکولاي شي ښځې له دغو زړه بوږنونکو شرايطو، اجتماعي ناخوالو او ټولنيزوبې عدالتيو نه نجات ومومی . دتاسف وړ خبره داده چي دښځوپه مقابل کي دهرډول تبعيض سره دمخالفت کنوانسيون چي په ۱۹۷۹ کي تصوب شو تر اوسه دنړۍ (( ۱۷۹))هيوادو چي دملگرو ملتو د سازمان غړيتوب هم لري ندی لاسليک کړی ، اويوازي د ۹۸ هيوادولخوا لاسليک شوئ داچي څنگه پلی کېږي که هر هيوادته سرورښکاره سي دښځوپه وړاندي بې عدالتيو په اړوندکتابونه ليکل کېداي سي . داپدې معناچي تراوسه لا دنړۍ په زيات شمېرهيوادوکښي دښځوپه وړاندي دعاد لانه کړنواودهغوي دمقام اورول نه سترگې پټېږي .تر ټولوجالبه خولاداچي دلومړی ځل لپاره دامريکاپه تاريخ کښي په د۲۰۰۸ م کال دنومبردمياشتي پر ۱۶ مه د لومړي ځل لپاره یوه پنځه پنځوس کلنه میرمن دانوډي دجنرالي رتبې ته ورسیده. په ۲۰۰۵ کال دنومبر په ۲۸ نيټه دلومړی ځل لپاره ايراني ښځو سپورتي لوبغاړي ته چي هلته نارينه هم ناست وه هغه وخت اجازه پيداکړه چې دتهران دښار دآرارت په سپورتی لوبغاړې کښي دايدزدناروغی سره دمبارزي پرضد تبليغ لپاره دفټبال دبازيو سيالي جوړه شوې وه .په ايران کښي ښځي دخپل انساني حق او آزاديودترلاسه کيدوپه خاطر هره ورځ قرباني ورکوي ،اوددولتي چاروا کولخواپه ډير بي رحمانه ډول زنداني او شکينجه کيږي . ايرانی اخوندان نوروته دعدالت اوانصاف تبليغ کوی خوخپله ئې دالوي او ارت ايران دبې دفاع ايرانيانواوپه ځانگړې توگه ښځوباندي چي دټولنيزو ازاديواو اجتماعي عدالت طرفدار ي کوي په يوه تنگ ،تور اوتاريک زندان بدل کړۍ . هلته څوک داعتراض ږغ نسی پورته کولاي ،دعدالت ځاي د اخوندانوبي بنسټه فتواگانو نيولۍ دی . همدا د۲۰۰۸ کال په ورستيو مياشتو کي څو ځله هغه بېگناه ښځي زنداني شوې کوموچي داخوندي رژيم پر خلاف دښځو دحق څخه ددفاع اواز اوچتاوه . له بدمرغه دتاريخ په اوږدوکي دښځوپر انسانی اورواحقوقوپه مختلفو بڼواوبهانو تيری سوی ،په ځينو هيوادوکي ښځه له ميراث نه محرومه شوې اوپه ځينوکي بيا دوهمه يا دريمه برخه ورکول کيږي . په ډيرو هيوادوکي د مذهبي او دوديزو منا سبا تو پر اساس دښځه د ميړه تر مړ ني وروسته مکلفه ده چي په همدغه کورکي (دميړه ورور او يا دهغه بل کوم نږدې خپل که هغه ماشوم هم وي اويا سپينږ يری)بېله خوښي نکاح وتړي . داپداسي حال کښي چي داسلام په مقدس دين کښي دنکاح دتړلو يوله اساسي شرطو نه ددواړو خوا خوښی اورضايت اساسي شرط بلل سوی دی .په زورنکاح تړل په اسلام کي جوازنلري . خوپه عملي ډگر کي بياداسي نده ،هلته نه يوازي داچي دښځي نظر دهغې دسرنويشت په ټاکلوکې نه غوښتل کيږي بلکي همدا ډول دانتخاب حق هم نه ورکول کيږي .دښځو سره دغلام په څير برخورد دنړۍ په زيات شمير هيوادو کي دوديز ه بڼه اخيستې ده. له بدمرغه يوشمير دغوظلمو نواونارواکاروته اسلامی اومذهبي بڼه ورکول کيږي اوله ځانه روايتونه ورته تراشل کېږي .پداسي حال کي چي داکارپخپله له اسلام اواسلاميت سره خيانت اوجفاده .دايو شمير کسان اوډلې دي چي دخپلو شخصی گټواو خواهشاتو لپاره يي اسلام دنړيوالوپه ذهنيتونوکي ((ببو)) يعني بلا معرفی کړی دی ،کنه داسي نده . داسلام مقدس دين يوله هغو اديانوڅخه دی چي انصاف اوعدالت ته پکښی زياته پاملرنه سوې ده .که چيري د اسلام پر مقدس دين باندي يوشمير سياسي سواداگر دخپلو سياسي موخولپاره دنورواديانوپيروانوته د اسلام مقدس دين غلط معرفی نکړی هغوي به هيڅکله داسلام په هکله غلط نظر پيدانکړي . اساسي خبردا ده چې په نړۍ کښي همدا اوس هم تر هرچا زيات دښځوسره دژوندپه ټولو اړخونو کښي زور زياتۍ کيږې دښځوزيات شمير دژوندداسي اقتصادي شرايط لرې چې مجبورې دي ځانونه اوخپل عزت په ځانگړو بازار ونوکې خرڅلاوته وړاندې کړي . زما په نظر تر اوسه لا دبشريت نارينه اړخ پدې نه دې توانيدلۍ او يا نه غواړي دې حق ته غاړه کښېږدې چې ښځه له دغو بدمرغيواوبې عزتيو څخه وژغورل شې . ديادولو وړده چې په سويډن کې داسي ځاي چې هلته نارينه دپيسو په مقابل کې دجنسی غريضې درفع لپاره دښځونه استفاده وکړی دنيکه مرغه نسته اوداعمل غير قانوني دی . مگر په پر مختللې امريکا، ارواپايي نړی جاپان ،يوشمير اسيايي اوافريقايي هيوادو اواسترالياکې ډيري پيغلي اوښځی داقتصادي ستونزو اومجبوريتونوپه خاطر دې ته اړې سوی دي چې ځانونه وپلوری . جالبه داده چي پدي ورستيو کي په يوشمير اسلامي هيوادوکښي دښځو اوپېغلو سوداگر هټۍ اودوکانونه پرانيزي ،اويوزيات شمير دشرقي اروپااوپخواني شور وي اتحاد دجمهوريتونوپېغلې دغوهيوادوته بېول کيږي اوهلته په فاحشه خانوکښي ساتل کيږي . يومسلې ته بايد جدي پاملرنه وسی چي داډول کارونه اواجتماعي بداخلاقۍ په هيڅ ډول له دموکراسی سره کوم تړاونلری اونه بايد دیموکراسي په هغه بدنامه سي .دا بداخلاقي ده اوله بداخلاقی له لاري دپيسو پيداکولومنبع ده . دا په اجتماعی نظام کي داقتصادي نا انډولۍ اودتوليداتو دغيرعادلانه ويش اومردسالارۍ دځان غوښتنو پايله ده چي يو شمير ښځې دخپل ژونددبقالپاره له خپل عزت پلورلوته وړاندي کوي .په شاته پاته هيوادو کې له ښځونه د ناروا استفادې نوری بڼې هم شته ،اوپه نورو ډولونودهغوي پر عفت اوشرافت تيرکيږي . خومتاسفانه ددغو ټولو بې شميره ناروا ظلمونو اوتيريوپه مقابل کې ټول اوياغوڅ اکثريت چوپه خوله دي اودحوادثو ننداره کوي . افغاني میرمني که څه هم په قانون کي دنارينه سره براب حق ورکړه سوی خوبياهم له کلونو کلونو راهیسي په پراخه کچه د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې له کورنیو او بهرنیو مختلفو ظلمونو او کړاونو سره مخ دي او لا هم هغوي له افغاني زغم څخه پرته بله هیڅ لار غوره نه بولي . ځان سوځنې، له کور څخه تیښته، ځان وژنه او د زهرجنو موادو خوړل په حقيقت کښي نور دښځودزغم اوحوصلې دپاي ته رسېدو بېلگه ده .ځکه افغاني ښځي هغه وخت په پورتنیو کړنو لاس پوري کوي چې نور له مرګ پرته هیڅ بله لاره نه وي ور ته پاته . افغانستان د نړۍ په کچه د ښځو په مینځ کې د تاوتریخوالي ډیري پیښي لري چې د بیلګي په توګه له ښځو سره د کورنیو ناوړه چال چلند، د بدو په مقابل کې د هغوي ورکول او د پیسو په بدل کې د نجونو خرڅول یادولای شو. په ځینو شمالي ولایتونو کې خو ښځي د اسلامي اصولو او اساساتو خلاف ځیني وخت دڅارویو په بدل کې هم تبادله کیږي چې حتا په ۲۰۰۹ کال دافغانستان په شمال کي کښي د یوه پیغله د سپې په بدل کې تبادله سول . اويادڅو ورځې وړاندي ددايکنډي په ولايت کښي يوه ۶۰ کلن ملاپر دو ۱۵ کلنو انجوپه دواداره توگه تيرۍ کاوه چي اوس دامنيتي کسانو لخواتر تحقيق لاندي . نن سبا د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې داسي پیښي لیدل کیږي چې قلم ئي په ليکلو شرمېږي دسړي پر خوله نه راځي .ددې لپاره چي ښځ ته هم انسان په سترگه کتل سوی وي اړينه ده چي دولت قانان پلي کېدواودښځوپه وړاندي نارواکړنو ته جدي پامرنه وکژي اودلې خو ديني عالمان ،ټولنيز سازمانونه اومدنې ټولنې دښځوپه وړاندي دظالمانه کړنو اوتوپيريز برخورد پر خلاف پراخ تبليغ وکړي اوزموږ وگړې پدې پوه کړي چي ښڅه هم انسان اوخداي بنده ده دنارينه سره دټولنيز ژوندپه ټولوبرخو کې برابر حق لري . پدې هيله چي ژر تر ژره زموږ خوندي له دې افته اوتوري بلا له منگولوخلاصي اودخپلو ورڼوسره دبرابرکار، تحصيل اوپه اجتماعي ژوندکي دبرابر ې ونډې اخيستلوحق ترلاسه کړي اوديوې پتمنې،مسلماني اوپر وطن مينې غيرتې هيوادوالي په توگه دې سوځېدلي هيواد اوکړېدلي ولس ته دخدمت جوگه سي . ومن الله توفيق ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ دښځودنړيوال پيوستون په مناسبت دمبارکی پيغام نېکمرغه دې وي د مارچ اتمه دښځودنړيوال پيوستون ورځ فرخنده بادخاطره فراموش ناشدني هشت مارچ ،روز همبستگي بين المللي زنان سويډن – مالمود۲۰۱۰ م کا ل دمارچ پنځمه دهيوادپياوړو قهرمانوخويند اوميندو! تر هر څه وړاندي تاسوافغاني ښځواوپېغلو اوستاسو په وسيله دټولي نړۍ تر ستم لاندې اوزوريدلو ښځو ته مارچ اتمې داښځودنړيوال پيوستون دتاريخي ورځې درارسېدوله امله دزړه له کومي مبارکی اونيکي هېلي وړاندې کوو. ستاسو اودنړۍ دټولو باغيرته ښځو لپاره دحق دتر لاسه کولو،جنسې ستم او تبعيض،تېری اوظلم دپاي ته رسېدولپاره په عادلانه مبارزې په لار کښې دزياتو برياوغوښتنه کوو. دښځودنړيوال پيوستون ورځ نږ دې (( ۱۵۳ )) کاله تاريخ لري ،پدې ټوله موده کښي دنړی ښځو ،سياسي اوفرهنگي سازمانونواوټولنوددې ورځي ديادپه غونډوکې دښځودانساني حقوقو غوښتنه اوملاتړکړۍ دی . دهمدې ورځي دتجليل په مراسموکښي چې دښځودنړيوال پيوستون د ورځې په نامه ياديږي په يوشمير هيوادو کې تر اوسه ددې ورځې دتجليل دغونډو جوړولو په طرڅ کې ښځي ددولتي پوليسو لخوا وهل کيږي اوپه ځينو هيوادوکشي بياددې ورځی په مناسبت دغونډو جوړول کدغن شوئ دی اوښځوته داحق نه ورکول کېږي چي ددې تاريخي اووياژلي ورځي يادپه خپل هيوادکي ژوندی وساتي . په افغانستان اونړی کښې د ښځو نړيواله ورځ پداسي شرايطوکي نمانځل کېږي چي په ټوله نړی کي د بشرد حقوقو نړيوال سازمانونه اوخيراندېښه ټولنې د ښځو سره د زور زياتي اوټولنيزتاوتريخوالي له امله ژوري اندېښنې څرگندوي . له بده مرغه دنړيوالوزبرځواکونوترمنځ دنفوذدسيمودپراختياپه موخه دافغانستان په شمول دنړۍ په گوټ گوټ کښي جگړه روانه ده اوپدې جگړه کښي دمختليفوعيني دلايلوله مخې تر هرچا ډير ښځه زورېږي ، ځکه هغه نه يوازي خپل دژوند دلاسه ورکوي بلکي دملگرۍ اودزړه ټوټې (ماشومان )ئې هم ددې تورناورين قربانيان دي . له بدمرغه سږکال بيا هم زموږپه سوځېدلي اوکړېدلي هيوادکي ددي تاريخي ورځي يادپه ډيرو زړه بوږنونکواوغم لړلو شرايطوکي تر سره کېږي . زموږ خوندي اوميندي لاتراوسه هم له اوښکونه په ډکو سروسترگوناستي اوديوې بلي غميزي انتظار باسي . داچي په ښکلي هلمندکي کښي زموږ پر ېوزلوخويندو اوميندو څه تېرېږي اودچاله لاسه دخپلو کورونوڅخه پدې سره ژمې فراردي له سړې نه دهرې خوشحالی خبره له ياده باسي اودخوښۍ خبره ئي پر خوله نه راځي . هيله منديم يوچي ددموکراسی اواسلامي اخوت د ټېکدارانوله منگولوزموږ ولس ژوندی پاته اوخلاص شي . دادی پسله اته کاله پدې کوچنۍ هيواد کې نږدې ((۴۱)) هيوادونه تر ((۱۰۰)) زروزيات پوځيان اوسېږي اوپه ميليارډو ډالر ونه په يوه اوبل نامه مصرف سول ولې دولت اونړيواله ټولنه ونه توانېدل زموږ ولس اوپه ځانگړې توگه افغاني ميرمنې اوپېغلې له دغونا خوالواوزورونو څخه نجات ومومي جگړه په خرپ دوام لري، زورونې اوترټل پر خپل ځاي پات دي . زموږ په باور هغه کوم عادي اوسربېرن تغيرات چي دهيواددلويوښارونوپه مرکزو نوکښي راغلې دښځو اوزموږ دغوڅ اکثريت هيوادوالوپه ژوندکښي ئې زيات تاثير نه دی ښندلۍ ، کېداي سي له هغونه يوازي په دولتي تبليغاتوکي استفاده وسي نورئي دافغان ولس اودهغه جملې دښځو کوم درد نه دی دواکړی . له بدمرغه تر اوسه لاهم ددولتي مشرتابه دټولوقجيبو اوغريبو وعدوسره دبشردحقوقو نړيوال سازمان له افغانو ښځو اوماشومانو سره د زور زياتي له کبله ژوری اندېښنې څرگندوي . او اعلانوي چې د نوروکلونوپه پرتله د ښځوځان سو ځولو،وژنو او په زوره د هغوى د ودولوکچه لوړه شوې ده . روښانه بېلگه ئي يوه اونۍ وړاندي يو خداي ناترسه چي ځانته ئي ديني عالم وايه پر دوماشوموانجو باندي جنسی تيري په تورددايکنډي ولايت دامنيتي چارواکو لخواونيول دي . داسي پېښي نه يوازي په افغانستان بلکي دنړۍ په گوټ گوټ کښي بې شمېره دي خودچاترغوږنه رسېږي . درنو اوپتمنو اغلواوښاغلو! دښځودنړيوال پيوستون ورځ نږ دې (( ۱۵۲)) کاله تاريخ لري ،پدې ټوله موده کښي دنړی ښځو،سياسي اوفرهنگي سازمانونواوټولنوددې ورځي ديادپه غونډوکې دښځودانساني او رواحقوقو غوښتنه اوملاتړکړۍ دی . دهمدې ورځي دتجليل په مراسموکښي چې دښځودنړيوال پيوستون د ورځی په نامه ياديږي په يوشمير هيوادوکې دغونډو په جوړولوسره ددې ورځی ياد تازه ساتل کيږي اوپه ځينو هيوادوکښي لاتراوسه هم چي يويشتمه پېړۍ ده پدې پرهغوغونډو چي ددې تاريخي ورځي په وياړجوړېږي دپوليسواووسله ولوځواکونوپوسيله حملې کيږي ،له بده مرغه په يوشمير هيوادوکښي ددې ورځي د يادپه مناسبت دغونډي جوړول کدغن شوئ دی . په حقيقت کي ددې ورځي يادپداسي شرايطو کې کيږي چې ښځې اوپېغلي په زيات شمير هيوادوکي په لويه کچه د اقتصادي ،سياسي ،فرهنگی اواجتماعي ستونزوسره لاس په گريوان دي ،په اسيا .افريقا اولاتينه امريکا کښي اوس چي دادی يويشتم پيړۍ پيل سوې ښځه لاپه دوهمه اويادريمه کټگوری انسانانو کي شمېرل کېږي ، اوکله ناکله هغې ته دحيوان په سترگه کتل کيږي .داچي هر ورځ په نړی کي ښځي داقتصادي ستونزو،درملو اوروغتيايي مرستونشتوالي له امله خپل اويا دماشوم ژوند دلاسه ورکوي شمير ئې په کال کښي تر يوميليون اوړی . همدا اوس دنړی ۲۷ په سلوکې ښځې دخوراک هيڅ توکی نلري او((۵۰ ))په سلوکي يوازي دژوند ددوام لپاره دومره خواړه پيداکولاي س چي ژونۍ پاته سي . په نړۍ کي تر ((۶۰ ))په سلوکې زياتي ښځې دسوادله نعمته محرومي پاته سوې ،دتعصب اوجهالت په توروديو الو کي شپې او ورځي سباکوی . په نړواله کچه کورنۍ اوټولنيز تاوتريخوالي خپلو ورستيو مرحلوته رسېږي . همدا اوس په افغانستان ،عراق ،فلسطين ،يو شمېر افريقايي اسيايي هيوادوکښي هر ورځ ميندي اودهغوي ماشومان دجگړي داورپه لمبوکي سوځي . په افغانستان کي پر جگړ ې سربېره هره ورځ يوشمير ښځی اوپېغلې کله کله ماشومې انجونې دمنځنيو پيړيودود اودستور په خپلووحشي منگلوکي رانغاړی . زموږ په هيواد کې دسونتي اوعنعنوي ټولنې ترنامه لاندي دبېځايه عنعنو اورواجونوڅخه په ناروا گټه اخيستنې سره افغانې ښځې د بل هر هيواد تر ښځودژوند له سياسي ، اجتماعې ، فرهنگې حقوقواو آزاديوڅخه محرومې پاته شوی دي .په ټولنيز ژوند کښي دښځو مقام او رول ارزښت ته په ټيټه سترگه کتل کيږي . دمدنې حقوقو قانون په ظالمانه بڼه پلۍ کېږي ،متاسفانه تر ټولودردونکې داده چې په دولتي اوشخصی اداروکښي ښايسته ښځېنه کارمندانې دمختليفو ميتودونواورويشونوڅخه په استفادې سره ناوړه اونامشروع استفادي ته مجبورېږي .دې ناوړه دودپه اسيا اوافريقايي هيوادوکښي ديوه عادي معمول بڼه اختيارکړېده. دښځوپه مقابل کي زورزياتی ،دوسله والوکسانولخوا بې شمېره تجاوزونه ،په زور ودونه اوپه بدوکې دښځواو پېغلو ورکول ،خرڅول ، وهل ،ټکول ،دټولو انساني او اسلامي نورمونوخلاف وړې ماشومي انجونې (( ۷۰ )) کلن سړي ته په نکاح کول ،له ښوونځيونه دماشوموانجونورا گرځول ،دښونځيو سو ځېدل اوښوونکو وژل ،دکارپه ځايوکه دښځوتوهين اوتحقير نارواغوښتنې ، دجرم په مقابل کښي په بدۍ کي ورکول اويادتوکوپشان تبادله کول ، په تلويزيون کې دښځورا څرگنديدو اوسندروويلوسره مخالفت اونوري نارواکړنې دښځوپه وړاندي دبشري حقوقواوعدالت نه بربنډ تېرۍ بلل کيږي . موږ ددې ناورين څخه دافغان ولس دخلاصېدوپه موخه پر ديني عالمانو،دقومونوپر مشرانو،پوهانو سياسي گوندونو، فرهنگي اومدني ټولنوغږ کووچې په جوماتونو،غونډو،جرگواوهمدا ډول دډله ايزو رسنيو له لاري خلکو ته تبليغ وکړي ترڅوخپلې لوڼې په کم عمر کې دچاپه نکاح نکړي اونه ئې په بديوکښي ورکړی .پرېږدي چي زموږ پېغلي اوانجونې هم دتعليم اوتحصيل دامکاناتو څخه پراخه استفاده وکړي،دهيوادپه سياسي ،اقتصادي ،فرهنگی اوټولنيز ژوندکي دنارينه سره اوږه پر اوږه برابره اوفعاله ونډه واخلي . اړونده ادارو اونړيوالو سازمانوڅخه په کلکه غوښتنه کوو چي دښځوسره ناروااوله انصاف نه ليري کړنوکړنوته دپاي ټکی کښېښودل سي . هغه څوک چي په رښتيا دهيواد ودانولواوافغانانو دسوکالۍ ،سولي اوثبات سره علاقه لرې دبنسټپالواډيالوژي گانو،عقيدو اوښځو سره په يوه اوبله بهانه دتعصب نه ډکوکړنواونظرياتو پر ضد مبارزه يې سپيڅلې ملي او اسلامي دنده بلل کېږي .افغانه ښځه بايد دمنځنيو پېړيوله تعصوبونواوخرافاتوله توروزندانونه راووزي اوديوې باشرفه، سپيڅلي، افغاني اومسلماني په توگه دهيواد په بياودانولوکښي دنارينه و سره يوځاي اوږه پر اوږه فعا له او برابره ونډو واخلي . که په دولتي مقامونوکښي ښځې په کرو وگمارل سي په يقين سره به ددولتي فساداورشوتخوريو،ملي اوشخصی شتمنيودچوراوچپاول مخه به تر ډيره بريده ونيول سي . موږپدې باوريو ي چي په ټوله نړی کښي دښځوپه وړاندي له انصاف نه ليري چال چلنددوام لري ،دهغوي پر انساني حقوقو تيري يوه معمولي بڼه اختيارکړېده،په افغانستان کې دافغاني ښځودژوند زورونکی حالت خپلو ورستيو مرحلوته رسېږي که دغه حالت ته ژوره اوجدي پاملرنه ونسي پايلې به ئې ډيري زورونکی اونه جبرانېدونکي وي . په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولني مشرتابه جرگه اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې اداره افغان چاروکواو نړيوالو سازمانونوته په جدې بڼه وړانديز کوي چې په افغانستان کي دښځوزورونکی اوربړېدونکی حالت ته په هر اړخيزې پاملرنې اوقانون پلي کېدوسره ه پاي ته ورسېږي . موږ يوځل بيا دښځودنړيوال پيوستون دتاريخي ورځي په مناسبت دخپلی مباره کی په څرگندولوسره په افغانستان ، سيمه ا ونړی کي دښځودروا اوانساني حقوقوڅخه په کلکه خپل ملاتړ اعلانوو،په ټوله نړی کښي ددولتي چارواکو اونړيوالوبشري سازمانوڅخه غوښتنه کووچې په نړيواله کچه دښځوپه ژوند کي راپيداشوو نا خوالودله منځه ولولپاره لاس په کارشي . ددې ټکی په يادولوسره چي موږ ته په هېڅ صورت اوبهانه دخپل هيوادپه ښځينه ټولنه کښي غربی ناوړه ،شرمېدونکی اوله اخلاقي چوکاټ نه ليري کړنې ،ناستې پاستي اولباس اغوستنې دمنلو وړندي اود له هغه دودسره موافق نه يو، هيله منديوچي يوه ورځ زموږ غيرتي خوندي اومندي دسوکاله ،بسيااوپتمن ژوندپه ترلاسه کېدوسره دخپل هيوادپه جوړونه اوسالمو ماشومانوپه روزنه کي دفعالې ونډې امکانات پيداکړي . ومن الله التوفيق
ددوستۍدفرهنگی ټولني دمشرتابه جرگې اوروزگان ملي مهالنۍ خپرونې ادارې په استازيتوب حبيب الله غمخور ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ پوهنمل حاجی محمد نوزادی دودیزه ټولنه ٫ لوديزه دموکراسی اودښځو حقونه
ددی کلي طبيبان واړه ناکس دي يوه ورځ می يوه دوست چی په انتريت کی تل زما ليکنې لولی ٫ رانه وپوښتل چی ته په هر مناسبت ترخپله وسه پوری يونم شۍ ليکې ٫ خوهرکال چی دښځو ورځ راتلونکې وی ٫ زه دانترنيت پاڼی لټوم څو پدی هکله ستا له قلمه هم راڅڅيدلې کرښې ولولم . مګر هيڅکله می پدی اړوند ستا نه يوه کرښه لا هم تر سترګو شوی نده . کولای شی په علت می پوه کړی؟ ددی دپاره چی له هغه نه می ځان خلاص کړی وی ٫ ورته می وويل لکه څنګه چی پخپله دی یاده کړه پدی اړه ډیر کسان پریمانه لیکنی کوی او دی ته یی پام ندی چی ښځه خو دګلو بوټۍ دی ٫ که چيری ګلدانۍ ته له اړتيانه زياتی اوبه واچولې شی ٫ ريښی يی ورستې اوڅانګي يی وچيږی اوهمدارنګه يی که په ګلپاڼو ډير لاس ووهل شی ٫ هغه مړاوی کيږی . برسيره پردی مي دالنډۍ هم چی دځوانۍ له وخت نه راياد ده ٫ ورته زمزمه کړه :
که داغزيو نه ډاريږې دکابل پولې تخنيک انستيتوت
کی زما يو ګران او دتکړه استعداد لرونکۍ شاګرد انجينر محمد
ابراهيم نعيمی چی دامهال په ډنمارک ميشت دی
٫
دلطيف جنس په تړاو يی تل دخيالونو پراسمان د رومانتيزم
سپوږمۍ ځليږی . دی وړاندی لدی نه چی د ځوانۍ سره
د تل دپاره
مخه ښه وکړی
٫
غواړی په افغانستان کی دښځو دحالت پر څرنګوالې باندی
يوکتاب وليکی او پدی توګه دنوموړې
( لطافت )
چی تل يی ورته دافکارو مزی د وريښمينو په نازکو تارونو
تړلې وی
،
حق پرځای
او په اړوند يی خپل پور اداکړی . پدی لړ کی ده ډير زيار
ګاللۍ
٫
راز راز سرچينی يی پرله اړولې او د ډول ډول کسانو اندونه
يی ترلاسه کړيدی . دنورو کسانوپه ډله کي د يوه علمی
کارکونکې په توګه ده دنړيوال جنګی ائتلاف په شتون کی دافغانی
ښځو دستونزو دحل په چارو کی زما نظر هم وغوښت څو دکتاب
څيړنيزه برخه پری غوښينه کړی . داچی ده تل د اړتيا پرمهال
زما په خدمت کی ځان ستړۍ کړيدی نوماهم بيله دی نه چی خپل
ناتوان قلم ته رنګ واچوم
٫
بله چاره می ونه ليدل .
و اسمان ته به دشعر زينې کښيږدې له لوړی اړينې سريزی نه
وروسته به راشو اصلی خبری ته چی هغه په افغانستان کی دښځو
د مسئلې په هکله دامريکايی انډيوالانو اوسرکاری هلو ځلو
څرنګوالۍ او دپايلو دمثبتو يا منفی اړخونو د ترلاسه کيدو
جاج اخيستنه ده . اوس چی ده پرکتاب باندی ډير کار کړی او ستړياوې يی ګاللې دی ٫ زه به پخپل ټول وس او بشپړه مينه دی وهڅوم چی نوموړې کتاب دخوندوری منځپانګی سره په پوره برياليتوب پای ته ورسوی ترڅو يی هم لوستونکی له لوستلو نه خوند واخلې او هم دلطافت په وړاندی دده لطيف پور ادا شوی وی . لدی نه پرته چی دی راباندی ګران دی ٫ هڅاندی هلې ځلې يی دقدر وړ بولم . دی . په افغانستان کی
دښځود نهضت بهير نسبتا ً اوږد تاريخ لری چی په زګزاګ (
مارپيچ ) ډول يی لاره وهلې
٫
پرمخ تللې
٫
راپرزيدلۍ او شا ته لويدلۍ دی . ددی نهضت په تاريخ کی څلور
پړاوونه ماته غښتلې ښکاری چی بايد په هکله يی يادونه وشی .
ددی ډلې نه درو
لومړی پړاوونو تر ټاکلې حده
طبعی
شکل درلود ځکه چی په محرکه قوی کی يی افغانی عنصر ټاکونکۍ
رول لوباوه . په څلورم پړاو کی يی دافغانی عنصر رول پيکه
او دنړوالو تر اغيزی لاندی يی د را واردی شوی لوديزی
دموکراسۍ په تمثيلې نمايش کی دسياسی تجارت بڼه اخيستې ده : اونورو ولايتونو ته يی دپراخيدو مخنيوۍ وکړ . لدی نه وروسته د بلوا تراغيزی لاندی دنهضت په اړه داحتياط نه کار واخيستل شو او چټکتيا يی پښه نيولې شوه ولې له پښو ونه لوېده او په نسبتاً ارام ډول پرمخ ولاړ . دريم پړاو
: دښځو حقونه دبشر
دحقونو يوه نه شليدونکې برخه ده او دبشر حقونه دنر او ښځی
دواړو دپاره په پام کی نيول شويدی . پداسی يوی ټولنی کی چی
هرګړۍ دبشر حقونه هلته په ټوليز ډول ترپښو لاندی او
نارينه وو ته لاهم خپل ډير ابتدايی حقونه رسيدلې نه وی
٫
بيا نو دښځو حقونه خامخا زيانمن کيږی . دافغانستان داوسنۍ
وګړو له نيمې نه زياته برخه تر ٢٥ کلونو ټيټ عمرلری .
داهغه نسل دی چی په جنګ کی زيږيدلې اود باروتو تر دود
لاندی لوی شويدی . داسی نسل له هرڅه نه وړاندی د بشر حق
پيژندلو ته د اوږدی زده کړی اړتيا لری . ددی دپاره چی
دانسانانو کړه وړه سمون ومومی
٫
اړينه ده چی په ټولنه کی انسانی ذهنيت ته وده ورکړل شی .
دا کار بيا دټولنی و اقتصادی - اجتماعی پرمختيا ته اړتيا
لری . بيله شکه پدغه لار کی اوسنې پيل شوی هلی ځلی لکه
دانفراسترکچر بيا رغونه
٫
دښوونځيو او روغتونونو ابادول او تجهيزول
٫
د ادارې اوقضا بياجوړول او نور پرخپل ځای تر ټاکلې کچی
دستايلو وړ دی .
دا يو
انکار نه منونکۍ پوهنيز اصل دی چی
پدی
پروسه کی اجتماعی ذهنيت داقتصادی ودی تابع او ورسره يو ځای
داسی وړاندی ځی چی دچټکتيا بهير
يی د اقتصادی پرمختيا تر چټکوالې سست دی .
دهيواد اقتصادی بنسټونه هم د شوروی يرغلګرو او هم له هغوی
نه وروسته دامريکا او لوديز په سپارښت د ( ISI ) پلاس
دجوړ شوو تنظيمونو لخوا ديوه مخه وران شول او هراړخيزی
رغونې ته اړتيا لری .
اقتصادی وده لاهم په افغانستان کی تر اوسه پوری دهغو
لګښتونو په پرتله چی ترسره کيږی ډيره ټيټه ده . داواقعيت
ددی خبری څرګندوی دی چی اجتماعی ذهنيت ډير وروسته پاته دی
. که څه هم داقتصادی پرمختيا سره داجتماعی ذهنيت وده نه
شليدونکۍ تړاو لری
٫
مګر اصلی خبره داده چی اقتصادی
پرمختيا کيدلای شی دنړيوالې ټولنی په غوښتنه ترسره سی
٫
خو داجتماعی ذهنيت لوړتيا بيا دچا په غوښتنه او فرمان نه
ترسره کيږی بلکه داکار دوخت تابع او په محافظه کاره ډول
مخته ځی
. د يوه پوه له خولې می لوستې وه
چی ديوه ښار جوړول ديوه انسان د ذهنيت تر بدلولو اسانه کار
دی . یادوونه : لوړه لیکنه می انجینر نعیمی ته هم لیږلې وه څو پخپل لاندی ویبلوګ کی چی په مټ یی بیلابیلې په زړه پوری موضوعګانی خپروی ، هم نشر کړی : www.nahimi.dk ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ د ښځو د نړيوال پيوستون د ورځي په وياړ د خواخوږي ادبي او کلتوري ټولنې د مبارکۍ پيغام
نيټه: ١٧-١٢-١٣٨٨ / ٨-٣-٢٠١٠ د هېواد درنو ميندو او خويندو! د احترام او نيکو هيلو په وړاندي کولو سره اجازه راکړي چي د ښځو د نړيوال پيوستون د ورځي په مناسبت خپل د ځان او د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني لخواه د زړه له کومي مبارکي تاسو ته وړاندي کړم. څه د پاسه يوي پيړي څخه د ښځو د پيوستون ورځ په ټول نړي کې لمانځل کيږي چي لمړي ځل د آلماني مبارزي ښځي ميرمن کلارا زيتکين (Clara Zetkin) په نوښت د ١٧ هېوادونو په ګډون د دنمارک د کوپنهيګن په ښار کې و نمانځل سوه چي په دي کنفرانس کې د ښځو دځانګړو غوښتنو، حقوقو او جنسي ناوړو ګټو د پورته کولو پر خلاف مبارزه اعلان سوه چي دغه لړ تر ننه پوري دوام لري. زموږ په ګران هېواد افغانستان کې هم ملي مبارزي ميرمني او پيغلي د تاريخ په اوږدو کې په سرښندي او د هوډ سره د ښکيلاکګرو او ظالمانو پر خلاف کلکه مبارزه او جهاد کړي دي. که څه هم د کورنيو ناخوالو او د نارينه و ځان ځاني حاکميت په کورنيو کې ستونزي او اختلافات جوړ کړي دي، د نارينه و د ظلم او استبداد د لاسه په ټول هېواد کې ځيني ميرمني او ځواني پيغلي ځانونه سوځوي، يا وژني او هم په ځينو سيمو کې جنسي تيري ورباندي کېږي د بلي خوا د بهرنيو پوځونو د هوائي او ځمکني عملياتو په جريان کې هم ډېر مهال ښځي او کوچنيان يا خو په تلفاتو کې شامل وي او يا هم د خپلو عزيزانو په ماتم کې اوښکي تويوي. خو بيا هم په افغانستان کې د طالبانو د واکمني د پرزولو سره د ښځو په ژوندانه کې ډېر بدلونونه راغلي او تل افغان ميرمني او پيغلي خپل د اسلامي او ملي قوانينو او دودونو په ترسره کولو کې د ناخوالو، رنځونو او نورو ستونزو سره سره په جامعه کې خپل رول په ډېره ښه توګه لوبولي دي. د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولنه يو ځل بيا د ښځو د نړيوال پيوستون د ورځي په وياړ خپله مبارکي د ټول نړي ښځو او په ځانګړي توګه د افغانستان قهرمانو ښځو ته وړاندي کوي او هيله مند دي چي نور د افغانستان د کورونو څخه د غم کمبله ټوله سي.
په درنښت، الحاج غرزي خواخوږی د ټولني مشر
پښتنه د خپل شهيد محبوب پر قبر
نن دي بيا قبر ته راغلمه ځلميه "استاد خواخوږی" ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭
پيام شورای اروپايي حزب ملی افغانستان
در عصر جهانی شدن ، تسخير کيهان و پيروزيهای شګفت انګيز و متحيرالعقول علمی و تخنيکی انسان ، زن به مثابه نيمی از پيکره بشريت ، با بی عدالتی شرم آور ، نابرابری و بی حقوقی فراګير و جهانشمول روبرو ميباشد . بايد ګفت که با وجود موعظه های کرکننده در مورد آزادی ، دفاع از حقوق بشر ، احترام به مقام انسان و دموکراسی ، هنوز ، زن اين مظهر زيبايی ، ترحم و عطوفت ، صبر و تحمل پايان ناپذير و سرچشمه لايزال زندګی ، در بند و زنجير نظامهای مردسالار ، يوغ اسارت و بندګی را بر دوش ميکشند . ازين جهت وارستګی زن و تأمين جايګاه شايسته آن در جامعه بشری وظيفه مبرم و تأخيرناپذير همه بشريت مترقی بشمار ميرود . زنان شجاع و دلير افغان يکجا با فرزندان برومند خويش ، هميشه درفش مبارزه عادلانه را بخاطر اعاده حيثيت زنان کشور به اهتزاز درآورده است ، ولی با درد و دريغ که هر بار نيروهای سياه ظلمت و تاريکی با همدستی بيګانګان ، با بی رحمی وقساوت بی نظير جلو هرګونه تلاش آزاديخواهانه زنان را ګرفته ، و اينک بعد از آنکه کشور ما به جولانګاه ارزوهای عظمت طلبانه قدرت های جهانی مبدل ګرديد ، بار ديګر نيروهای ظلمت پرست و تاريک انديش داخلی با پشتيبانی از خارج عليه تمام ارزشهای انسانی از جمله آزادی های نسبی زن از شمشير عتيقه و شکسته قرون وسطايي استفاده به عمل آوردند و صدای آزاديخواهی زن را با راه اندازی وحشت و نفير ګلوله ها درهم پيچيدند . بيست سال تمام جنګ خونين و کشتار های جمعی ، بيست سال چور و چپاول ، ترور و اختناق ، بيست سال تعطيل مراکز تعليمی ، محروميت بيکران ، بهای حاکميت مستبد و انارشيک جهادی و طالبی بود . هنوز صدها زن افغان نسبت حاکميت انګيزيسيون مسلح مذهبی ، بی حقوقی و بی حرمتی تحمل ناپذير ، آن در حضور جامعه بين المللی ، به خودسوزی و خودکشی متوسل ميشوند . اين امر و ناکرده های بيشمار ديګر بنيادګرايان عليه زنان ، داغ ابدی ننګ بر جبين ظلمت پرستان نوکرمنش است . ما در حاليکه وضعيت اسفناک زن معصوم افغان را شديدا محکوم ميکنيم ، از تمام نيروهای معتقد به ارزشهای انسانی تقاضا به عمل مياوريم تا در صف واحد عليه اختاپوت بنيادګرايي چپاولګر ، تروريسم و مافيای مواد مخدر و اسلحه ، با هم متحد شوند و از حقوق و آزاديهای مادران و خواهران خود دفاع نمايند . پيام ما به مادران و خواهران قهرمان افغان اينست تا ، عليه ستم پذيری زن و مردسالاری لګام ګسيخته به مبارزه بې آمان برخيزند ، بی ګمان تمام بشريت مترقی حامی وپشتيبان مطالبات برحق شما است !
ننګ بر دشمنان آزادی ، برابری و حقوق
زنان ! ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭ |
