ليكنـــــــــــــــــــې

 

ګل آغا احمدي وردګ

د لسمې مڼې ګل مشاعرې راپورتاژ

د مڼې ګل لسمه دودیزه مشاعره د ۱۳۸۹ د غبرګولي په ۲۸ مه چې د ۲۰۱۰ د جون د ۱۸ نیټې سره برابره ده د وردګو او میدان د ولایت په مرکز میدانښار کې د سلګونو مینه والو، مشرانو، شاعرانو، لیکوالانو او د ولایت د اوسیدونکو  په ګډون جوړه او پيل یې د قرآن کریم په تلاوت او ملي سرود سره و شو. د اطلاعاتو او کلتور د ریاست د سرپرست، د ولایت د مقام او یو شمیر نورو ویناوو وروسته د هیواد ګڼ شمیر شاعرانو د خپلو شعرونو په لوستلو سره مشاعرې ته په شعري ژبه هنري ښکلا ور و بخښله او د هیواد نامتو څیړونکي، مورخ او د علومو اکاډمۍ د سلاکار ښاغلي استاد حبیب الله رفیع تر ارزونې او د ډالیو تر ویش وروسته په دعا او غرمنۍ سره پای ته ورسیده.

د ویناوو برخه

د لسمې مڼې ګل مشاعرې ته د ښه راغلاست کلیمات د وردګو او میدان د ولایت د اطلاعاتو او کلتور د سرپرست رئیس ښاغلي زلمي مایار له خوا وړاندې شول چې په ترځ کې یې میلمنو ته په ښه راغلاست ویلو سربیره د مڼې ګل د مشاعرې په تاریخي پس منظر باندې لنډه رڼا واچوله او و یې ویل: چې د مڼې ګل مشاعره د لومړي ځل لپاره په ۱۳۷۶ کال د همدې ولایت د چک په ولسوالۍ کې د یو شمیر هیوادپالو ځوانانو له خوا جوړه او بنسټ یې کیښودل شو چې په دې لړ کې د ښاغلي مصطفی حماس نوم د یادولو وړ دی چې په لومړي سر کې یې د مڼې ګل د مشاعرې د جوړیدو په برخه کې خپلې هڅې کړې دي. نوموړي همدارنګه وویل چې مڼې ګل مشاعره د سیمه ایزې کچې څخه ډیر ژر ولایتي او ملي کچې ته لوړه او نن تاسو د ولایت په مرکز کې د همدې لړۍ د لسمې مشاعرې شاهدان یاست. پيلیزه وینا د وردګو او میدان د ولایت د والي ښاغلي محمد حلیم فدایي له خوا وړاندې شوه چې په عالمانه ډول یې په ټولنه کې د لیکوالانو، شاعرانو او علمي کړیو دریځ څرګند کړ او د وینا لوی ټکي یې په دې ډول دي:

  • زه له تاسو سره په دې مبارک مجلس کې د یوه چارواکي او والي په توګه نه بلکي ستاسو د یوه فرهنګي ملګري او د دې مشاعرې د عادي ګډونوال په توګه برخه اخلم نو د دې خبرې مانا دا ده چې زموږ محترم شاعران او لیکوالان به په آزاد ډول خپل غزلونه او شعرونه وړاندې کوي.
  • د شاعر او لیکوال دنده ډیره سخته په دې ده چې هغه د ټولنې د فکري برخې معمار دی او زما په نظر چې دا کار ډیر مهم، دروند، له مسوولیت څخه ډک او ستونزمن دی. شاعر او لیکوال یوازې د احساساتو او عواطفو بیانونکی نه بلکي هغه په ټولنه کې د یوه مثبت بدلون ریښتنی معمار ګڼل کیږي چې په دې برخه کې یوه کوچنی اشتباه هم لوی زیان لري او محترم شاعران او لیکوالان به هرو مرو ورته متوجه وي.
  • شاعر یا لیکوال د ټولنې دفاعي سیستم پیاوړی کوي او په داسې یوه مسیر باندې حرکت ته برابروي چې د ټولنې د دفاعي سیستم د تقویې ټولې لارې یې په نظر کې نیولې وي.
  • شاعر یا لیکوال په ټولنه کې د ښو چارو د رامنځته کولو لپاره په بدیلونو باندې تمرکز کوي او د مثبت بدلون، سمون او ښه والي لپاره عملي لارې چارې وړاندې کوي.
  • شاعر یا لیکوال کوښښ کوي چې د مثبت بدلون منلو په لوري د ټولنې د وګړو عامه ذهنیت جوړ کړي.
  • شاعر او لیکوال غواړي چې د ټولنې د کلتوري آرونو، فرهنګ او کلتوري میراثونو د ودې او رشد په هکله فکر وکړي او هغه ته د خپل کلام په کرښو کې عملي لارې چارې وړاندې کړي.
  • دا نن چې کوم کلتوري بهیر روان دی او د ګلونو تر نوم لاندې یې د هیواد په ګوټ ګوټ ګې سر راپورته کړی باید ورته زیاته پاملرنه وشي، په کلتوري مینه و پالل شي او دغه ستر فرصت ضایع نه شي.

ښاغلي محمد حلیم فدايي همدارنګه زیاته کړه چې: موږ د وردګو او میدان د ولایت په کچه د کلتور په وده کې تر خپلې اندازې پورې هڅې کړې دي چې د ولایت مرکزي رادیو او شپږو فرعي رادیوګانو جوړیدل، د نهمې مشاعرې د شعرونو د ټولګې او تصوف په پښتو ادب کې د کتابونو چاپ کیدل یې نمونې ګڼلی شو. د هغو کتابونو شمیره ۲۱ ته رسیږي چې د ولایت له لوري د تیر کال راهیسې د چاپ په ګاڼه ښکلي شوي دي.

نوموړي وویل چې په دې ولایت کې د وردګو د کلتوري یون، افغان خویندو او دریځ کلتوري ټولنې چې په حقیقي توګه فعالې دي سربیره۲۰ نورې فرهنګي ټولنې هم وجود لري. د ولایت مرکزي کتابتون، د ۱۸۰ قلمي آثارو په درلودلو سره د مولوي عبدالرب احدي ګالري، د بدلون انټرنیټي اونیزه د مدني ټولنې میاشتنۍ مجلې لګښت تادیه او داسې نور هم د یادولو وړ دي. د وردګو او میدان والي د خپلو خبرو په پای کې زیاته کړه چې زه ستاسو خدمتګار یم او د خپل زړه آرمان له تاسو سره شریکوم او د ټولنې د معمارانو سره به خپله همکاري جاري ساتم.

د افغان خویندو د یون مشرې او د کابل پوهنتون د سیاسي علومو استادې آغلې حمیرا حقمل د خپلو خبرو په ترځ کې وویل: زما هیله له دې مشاعرې څخه دا ده د افغان ولس د سولې او پرمختګ لپاره یو ځانګړی پیغام ولري او هغه داسې یو پیغام وي چې د افغانستان د ټولو خلکو او نوي نسل ذهن روښانه او د بیا رغولو بهیر و ټاکي. راځی چې په خپلو کړنو کې د نجات په لوري حرکت وکړو. افغانان د خپل قلم په ځواک سره کولی شي چې د افغانستان د خلکو د ذهنونو په برخه کې فعال رول ادا کړي او د ژوند په مختلفو برخو کې خپلو لیکنو ته ادامه ورکړي. زه خو وایم چې راځی موږ د خپلو لیکنو زیاتره برخه د علم خپراوي، ښوونځۍ او پوهنتون ته ځانګړې کړو او په دې برخه کې خپله ملي دنده ادا کړو. له مسوولینو څخه په احترامانه توګه غواړم چې د دې ګلونو مصؤنیت وساتی چې روښانه پيغامونه لیږدوي. د ښوونځۍ په وخت کې زما علاقه  د لیکنو سره ډیره وه خو کله چې په پوهنتون کې د سیاسي علومو برخې ته ولاړم نو د سیاست ډګر ته یې کش کړم او اوس د افغان خویندو د یون پر مشرۍ سربیره زه د راتلونکې ولسي جرګې لپاره د وردګو او میدان له ولایت څخه نومانده یم. مڼه ښه ده او په دې ولایت کې ښه پيداوار لري، مڼه مې په طبیعي ټوګه ډیره خوښه او د ښکلیو رنګونو، ذوق، خوند او درمل درلودونکې ده. له همدې کبله مڼې زما د خوښۍ سره سمه زما د سیاسي برخلیک د ټاکلو د بخت ګلبڼ ته لاره وکړه او مڼې زما د انتخابي نښې یا سمبول په توګه ماته د ملګرۍ لاسونه راکړل.

جرمني ژبپوه ښاغلي زمری خان وویل: ډیر ویاړ کوم چې په پښتو پوهیږم، زه د څیړنو په لړ کې د ازبکي ژبې د څیړلو په موخه دا ځل افغانستان ته راغلی یم خو پښتو بیحده را باندې ګرانه ده. پښتو د زړورو قومونو ژبه ده او اوږد تاریخ لري چې افغانان یې په ویاړ سره پالي او خپل ځان ته پښتانه هم وايي. پښتو ژبه د افغانانو اصلي میراث دی او څو چې په نړۍ کې یو افغان وي نو پښتو به ورسره د یوې ژوندۍ ژبې په توګه خپل موجودیت ته ادامه ورکوي. ټولې نړۍ نن افغانستان ته نظر اچولی او دغه هیواد څاري خو د نړۍ د خلکو سترګې پټې دي ځکه چې دوی د دې میړنیو خلکو له کلتور او ژبې سره آشنايي نه لري چې یوه متضاده څیره یې رامنځته کړې ده. د ژبو په برخه کې زما زده کړې د دوکتورا تر مرحلې پورې رسیدلې دي چې د پښتو ژبې تکامل او تحول یې مهمې برخې دي او ماته ثابته شوه چې د نړۍ په ژبو کې او په ځانګړې توګه په سانسکریت او آریایي ژبو کې پښتو ډیر ستر مقام لري. یوه سویډني عالم ښاغلي مارګین سترې ویلي دي چې پښتو د نړۍ  تر ټولو خوږه، پراخه او مهمه ژبه ده. دغه ډول مشاعرې ستاسو د ژبې د ودې لپاره ستر ویاړ دی او زه یې تقدیر کوم او زه ډاډمن یم چې تاسو به ورته ادامه ورکوی.

د مشاعرې او ارزونې برخه

د ښاغلي زمري د خبرو څخه وروسته مشاعره د همدې کرښو د لیکوال په دې حمدیه کلام سره پيل شوه:

واکداره

د ښایستونو،  محبت واکداره

د آسمانونو او جنت واکداره

د کایناتو د نظام واکمنه

د لویې ځمکې د قدرت واکداره

اې د ژوندون د تقدیراتو قاضي

د حسن، مینې عدالت واکداره

د سپینو وړانګو، پلوشو خاونده

اې د ثنا او د صفت واکداره

د دریابونو د کښتیو لارښود

د الوتونکو د جهت واکداره

لمر او سپوږمۍ ستا په فرمان چلیږي

د رڼو ستورو د شوکت واکداره

سپيره نصیب ته مو ښکلاوې غواړو

د پیوستون، سولې، وحدت واکداره

د مینې څرک د درویزې په منګول

را ته پخلا کړه  امنیت واکداره

د پوهې لمر غواړو د ویاړ په جامه

راته په برخه کړه  زینت واکداره

د بدمرغیو، تورتمونو نښې

ورکې کړه تل لدې مالت واکداره

د اورښتونو د ښکلا سلسلې

آبادي غواړو برکت واکداره

ستا د کرم په دروازو کې ناست یو

راته نصیب کړه لږ قوت واکداره

چې له جګړو څخه چورلټ بیزار شو

په لاره سم شو د عزت واکداره

چې وچکالي او فقر دواړه نه وي

وریځو ته ورکړه حرکت واکداره

چې په سیالۍ د آبادۍ شو ورګډ

راته عطا کړه لوړ همت واکداره

د مشاعرې برخه د لسګونو شاعرانو د شعرونو په لوستلو او د محترم استاد حبیب الله رفیع په ارزونه سره پای ته ورسیده.

ښاغلي استاد حبیب الله رفیع د خپلې وینا په لړ کې وویل چې د مڼې ګل تر نامه لاندې مشاعره یو ښه نوښت دی چې هر کال د پسرلي په موسم کې د میلې او مشاعرې په شکل نمانځل کیږي. سره له دې چې مڼه اوس د ګل له مرحلې څخه تیره او پیغله شوې ده خو دا نوم په سمبولیک ډول ورته استعمالیږي او د هیواد د ځینو نورو برخو په څیر نمانځل کیږي او زه دغه مشاعره مثبته ارزوم. زما یوه هیله د دې ولایت له چارواکو څخه دا ده څنګه چې مڼه د وردګو د ولایت له مهمو پیداوارو څخه ده نو د دغه مهم پیداوار د ساتلو، هغه په یوه لویه ځانګړې سیمه کې د سړو خونو د جوړولو، په مناسبو پیټیو کې ځای پرځای کولو او مارکیټ پیدا کولو په لاره کې مناسب ګامونه پورته کړي. اوس مهال د دې سیمې مڼې کابل او ځینو نورو ښارونو ته د خلتو په وسیله انتقالیږي، زیاتره برخه یې خرابیږي او نورې یې یو سیر په ۶۰ افغانۍ د سړکونو په سر د خرڅلاو لپاره وړاندې کیږي نو د ولایت له مقام او اړوندو چارواکو څخه مې هیله دا ده چې د وردګو مڼې له دغه ژړونکي حالت څخه یوه معیاري حالت ته انتقال پیدا کړي.

 د مشاعرې د برخې له پای ته رسیدو څخه وروسته ګڼو لیکوالانو، شاعرانو، فرهنګي څیرو او د رسنیو مسولینو ته د والي چارواکو او مشرانو له خوا ډالۍ او ستاینلیکونه ورکړل شول. د لسمې مڼې ګل مشاعره د ښاغلي محمد حسن حقیار په دعا سره پای ته ورسیده.  د دې خبرې یادونه ضروري ده چې نوموړې مشاعرې ته په ګڼ شمیر لیکوالانو، شاعرانو او کلتوري څیرو سربیره یو شمیر دولتي چارواکو، د ملي او ولایتي شوراګانو استازو، د وردګو د قومي شورا رییس او غړو او سیمه ایزه مشرانو هم تشریف راوړی وو.

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com