عبدالرحمن فرقاني

په افغاني ټولنه کې د رسنيو مسؤليت

دحکومتدارۍ په معاصر سياسي مفهوم کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د حکومت څلورم ځواک پيژندل شوی دی ، داځواک هڅه کوي ترڅو د ملت ذهنيت د حکومت له سياسي پاليسۍ سره مطابقت ولري ، او د حکومت د سياسي تګلارې اړوند د ملت تائيد تر لاسه کړي ، د کومو سياسي ارزښتونو په بنسټ چه حکومت ولاړ وي هغه لوري ته د ملت ذهنيت اړوي . سربيره پدې دا ځواک په ټولنه کې عام وګړي هر لوری ته چې وغواړي سوقولي يې شي ، دا ځواک په ټولنه کې ژور اثر لري او دکوم معيارمطابق چې وغواړي انسان جوړکړي جوړولئ يې شي . له کومه ځايه چې دا ځواک په انساني ټولنه کې ژور او مهم اثر لري نو په افغانستان کې د نظامي يرغل تر څنګ دا هڅه هم په لاره واچول شوله تر څو دا ارزښتناکه ځواک هم د يرغلګرو په واک کې پاتي وي ، څرنګه چه د افغانستان چاپيريال د هر ډول لاسوهنه لپاره پرانيستئ دی نو پدې پرانيستي چاپيريال کې د افغاني ټولنې عام وګړئ د پرديومطبوعاتي تبليغاتو تر اثر لاندی دی ، او هڅه کيږي چې د افغانستان له اسلامي او اصيل کلتور څخه فاصله ايجاد شي . کله چې په نړۍ کې او په ځانګړي توګه په لويديځ کې د ماديت فلسفې او نظريې سر را پورته کړاو د انسان نفسي غوښتنو ته يي خاصه پاملرنه وکړه اودانسان د جنسي غرايزو په راپارولو کې يې په دير قوت سره ونډه واخيسته ، نو انسان پدې ټولنه کې يوازي په مادي لاسته راوړنو او د نفسي غوښتنو پر ځاي کولو پسي سرګردانه او ليواله شو .کوم مهال چې په لويديځ نړۍ کې د جنسي غرايزو د راپارولو افکار و نظريات په دير قوت سره مطرح شول نو پدې ټولنو کې جنسي دآستانونه او کيسې او شعرونه رواج شول ، له کومه ځايه چې په لويديځ ټولنه کې مادي لاسته راوړنه د نفسي غوښتنود پرځاي کولو لپارديره د اهميت وړ وه نو د مادي ګټه لپاره د لويديځ اکثريت ليکوالانو دغه راز ليکنو ته مخه کړه لدې کبله دا حرکت په دير قوت په ټولنه کې خپور شو ، که څه هم دا راز ناوړه ادب او ليکدود په لومړی ځل په لويديځ کې رواج شو خو په دير چټکتيا او پياوړتيا سره د نړۍ نورو هيوادونو ته وغزول شو، دغه داخلاقو دښمن حرکت نه يوازي د لوديځ ټولنه له ستونزو سره مخ کړله بلکه دنړۍ د ګڼ شمير هيوادونو اخلاقي ټولنه يې هم له تهديدسره مخ کړه ، دغه حرکت انساني ټولنه له هر راز اخلاقي ارزښتونو څخه تجريد کړله ، پداسي حال کې چې په لويديځ تولنه کې هم ديو لړ اخلاقي ارزښتنو په اساس ځينی انساني اړيکي (جنسي اړيکي ) له نورو نه په جلا توګه تر سره کيدلي په عام مظهر کې د حيوانانو په څير پر ځاي شوي او کيږي ، د جنسي غرايزو د راپارولو دغه حرکت هر هغه ديني تړاو چي انسان په روحي او اخلاقي اړخ کې ورته اړتيا لري لي منځه يووړ ، او انساني ټولنه يې په حيواني ټولنه بدله کړله . دا چې دغه حرکت د لويديځ ټولنه کوم ځاي ته رسولي ده ټولو ته څرګنده ده خو انديښنه او غم دا دی چې دا حرکت يوازي په لويديځ ټولنه کې منحصر پاتي نشو ، د دې اور لمن په ديرقوت سره اسلامي نړۍ ته وغزول شو ،او د اسلامي نړۍ ګڼ شمير هيوادونه پکښي سوځي ، خو په ځانګړې توګه افغانستان ځکه چې افغانستان د نړۍ پر مخ هغه يوازنی هيواد دی چې چاپيريال يې هر راز يرغل ته پرانيستئ دي لکه چې وړاندي مو څرګندونه وکړه . دنظامي يرغل د پيل سره سره زموږ په هيواد کې هغه وسايل چې په اوسني عصر کې خورا مهم او ارزښتناکه دي ، اود ټولنې ذهنيت يو معين لوري د سوقولو دنده پر غاړه لري ، لکه ستلايت سيستم په بازارونو کې په رمزي بيه پلوريدل ترڅو دهربيوزله افغاني کور ته دا وسايل ورسيږي ، او دافغانانو ذهنيت په اړولو کې خپله دنده تر سره کړي ، اوس مهال د افغانستان په هغو کليو او سيمو کې د افغانانو په کورونو کې د ستلايت سيستم فعال دي چې د انساني ژوندانه نورې ديرې آسنتياوې هلته وجود نلري .د افغانستان په اسلامي او په دين مينه افغاني ټولنه کې نن خلک هغه لوري ته سوقيږي کوم لوري ته چې د لويديځ ټولنه لدې وړاندې سوق شوي ده ، کومه ټولنه چې د مادي ارزښت نه پرته بل هيڅ راز اخلاقي او ديني ارزښت پکښي اهميت نلري . په افغانساتان کې هم کوښښ دا دې چې ټولنه له هر راز معنوي ارزښتونو څخه تجريد شي کوم چې د اسلام سپيڅلي دين ورپه برخه کړی دي ،او دعام وګړي موخه په ژوندانه کې يوازي مادي لاسته راوړنه او د نفسي غوښتنو پر ځاي کول وي . که رسنيۍ د افغانستان دي خو هغه څه پکښي وړاندي کيږي چې يا د لويديځ فکري توليد دي يا د هند ډوډ او کلچر دي اويا دايران منحرفه عقيده ده . نو د دې پردي فکري توليد او پردي کلچر او پردۍ عقيدې په چاپيريال کې به څرنګه يو په اسلام مين او اصيل افغان وروزل شي ؟ آيا دا څه چې زموږ په مطبوعاتو کې د افغانستان عام وګړو ته وړاندي کيږي دا زموږ د سپيڅلي دين او کلتور سره سمون لري ؟.زموږ ليکوالان او د رسنيو مسؤلين بايد خپل ايماني او وجداني مسؤليت په افغاني ټولنه کې د اسلامي ارزښتونو سره سم د انسان جوړولو اړوند له پامه ونه غورځوي . يوه ضروري يادونه هم دا ده چې د جنسي غرايزو د راپارول د حرکت تر څنګ دا زيار هم په لاره اچول شوي دی ترڅو په اسلامي نړۍ او خصوصا په افغانستان کې دين د انساني ژوندانه څخه ګوښه کړي ، له بدمرغه داسي افغاني ليکوالان او رسنيې توظيف شوې تر څو د شک نه ډک بحثونه په لاره واچوي او دا ثابته کړي چې ګواکي انسان په ژوندانه کې دين ته اړتيا نلري ، خو تر کومه ځايه چې دين د انسان داخلاقي او روحي تهذيب دنده پر غاړه لري نو لدې کبله د لويديځ په ټولنه کې اخلاقي او روحي فساد رامنځ ته شو ځکه چې خلکو له دين نه فاصله ونيوله او دين د دوی له ژوندانه څخه ګوښه شوو . په اسلامي سپيڅلي تاريخ کې داسي دير واقعات شته چې زموږ په ټولنه کې عام وګړی په سمه توګه وروزي هغه په ټولنه کې د انسان جوړولو لپاره دير ښه توليد کيدلاي شي ، که هغه د داستان ليکنه لپاره وي که د فلم جوړول لپاره که د ټلويزون پروګرام لپاره او که هغه د انترنتي پاڼه لپاره ليکنه وي . خو له بدمرغه زموږ په انترنټي سايټونو کې داسي بحثونه په لاره اچول شوي دي چې زموږ اسلامي او افغاني ټولنه زيانمنه وي او دلويديځ مادي نظريه ته خدمت کوي .د اسلامي او افغاني رسنيو مسؤليت دا ندي چې د بيان د آزادۍ اصل ته په احترام سره هر هغه څه خپاره کړي چې ټولنه ته ګټور نوي يا دي ملي او ديني ډوډ سره په ټکر کې وي ، اود بيان له آزادۍ څخه دا تعبير هم درست ندي چې له خپل ملي او اسلامي مسؤليت نه سترګي پټي شي او دمخالف لوري نظر خپور شي ، دا دبيان د آزادۍ اصل ته د احترام حربه يوازي زموږ لپاره پيدا شوي ده ، آيا د لويديځ مطبوعات دبيان آزادۍ ته احترام ساتلي دي ؟ او هر هغه څه يې خپاره کړي چې د دوي دملي او امني ارزښتونو او ذهني تصور سره په ټکر کې دي ، هيڅ کله نه .د دوي پيژندل شوي رسنيۍ د دفاع وزارت او د استخبارتو د شبکو تر څارنې لاندې دي ، او هر څه وروسته لدې خپريږي چې د استخباراتو او ددفاع د وزارت له لوري چک شي . نو پکارده چې زموږ رسنيۍ دبيان د آزادۍ په پالمه دپرديو نظرياتو د خدمت وسيله ونه ګرځي ، او په لا شعوري ډول د نورو نظريات منعکس نکړي . د موږ ټولنه له لوي خطر سره مخ ده او په وطن مين افغانان بايد خپل مسؤليت وپيژني ، هره خپلواکه افغانۍ رسنۍ بايد زيار وباسي ترڅو د افغانستان څلورم ځواک د بهرني يرغل نه وژغوري ،او هڅه وشي تر څو دا ځواک په افغاني ټولنه کې د انسان جوړول د اسلامي معيارونو مطابق تر سره کړي ، د افغاني کلتور په وده کې اسلامي ارزښتونو ته پام وشي ، او خپل ايماني او وجداني مسؤليت په ټولنه کې تر سره کړي ، نه دا چې دمادي لاسته راوړنې لپاره رسنۍ توظيف شي . او ځيني رسنيۍ د دې لپاره له خپل ديني مسؤليت نه مخ اړوي چې سياسي مصلحت يي زيانمن نشي ، خو دا راز تګلاره د اسلامي احکامو په رڼا کې جايزه نده ، ځکه چې رسول الله صلی عليه وسلم د دين اړوند تنازل کړلو پي هکله په سختي منعه شوی وو ، نو د هر راز مصلحت لپاره د دين په هکله تنازل جواز نلري . که موږ د خپل هيواد رسنۍ په دريو برخو وويشو نو په لومړي ګام کې اسلامي رسنيۍ مسؤليت لري چې د ايران د مذهبي او عقيدوي يرغل په وړاندي خپل مسؤليت په ميړانه تر سره کړي . او هغه رسنيۍ چې په کلتوري لحاظ خپرونې لري بايد د هند د کلچر په وړاندي خپله مبارزه په پياوړتيا سره تر سره کړي ، او هغه رسنيۍ چې ټولنيزه بڼه لري بايد د لويديځ د ناوړه او فاسدو نظرياتو مخنيوي وکړي . که زموږ ټوپک پردئ کيږي خو زموږ قلم بايد پردئ نشي که قلم هم پردئ شو نو بيا به افغاني ټولنې ته د وفات دعا وکړو .

 

كــــــــــــــور    |     د تــــــل افغــــان خبـــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2010  All rights reserved. talafghan@gmail.com