|
عبدالرحمن فرقاني
رسنۍ او ټولنه
دحکومتدارۍ په معاصر سياسي مفهوم کې د اطلاعاتو او
کلتور وزارت د حکومت څلورم ځواک پيژندل شوی دی ،
كه له يوه لوري داځواک پدې مكلف دی ترڅو د ملت
ذهنيت د حکومت له سياسي پاليسۍ سره همغږی کړي ،
او د حکومت د سياسي تګلارې اړوند د ملت تائيد تر
لاسه کړي ، او هغو سياسي ارزښتونو ته ملت متعهدکړي
چې په بنسټ ئې حکومت ولاړ وي . خو بل لوری ته دا
ځواک په دې هم مکلف دی چې ټولنه د هر راز پردی
فکری ، عقیدوی او فرهنګې یرغل څخه وساتي ، د ټولنې
دیني او ملي ارزښتونو ته متعهد وي . سربيره پدې دا
ځواک په ټولنه کې عام وګړي هر لوری ته چې وغواړي
سوقولي يې شي ، دا ځواک په ټولنه کې ژور اثر لري
او دکوم معيارمطابق چې وغواړي انسان جوړکړي جوړولئ
يې شي . له کومه ځايه چې دا ځواک په انساني ټولنه
کې ژور او مهم اثر لري نو په افغانستان کې د نظامي
يرغل تر څنګ دا هڅه هم په لاره واچول شوله تر څو
دا ارزښتناکه ځواک هم د يرغلګرو په واک کې پاتي وي
، څرنګه چه د افغانستان چاپيريال د هر ډول لاسوهنه
لپاره پرانيستئ دی نو پدې پرانيستي چاپيريال کې د
افغاني ټولنې عام وګړئ د پرديومطبوعاتي تبليغاتو
تر اثر لاندی دی ، او هڅه کيږي چې د افغانستان د
اسلامي او اصيل کلتور څخه فاصله ايجاد شي .
کله چې په نړۍ کې او په ځانګړي توګه
په لويديځ کې د ماديت فلسفې او نظريې سر را پورته
کړاو د انسان نفسي غوښتنو ته يي خاصه پاملرنه وکړه
اودانسان د جنسي غرايزو په راپارولو کې يې په ډير
قوت سره ونډه واخيسته ، نو انسان پدې ټولنه کې
يوازي په مادي لاسته راوړنو او د نفسي غوښتنو پر
ځاي کولو پسي سرګردانه او ليواله شو .
کوم مهال چې په لويديځ کې د جنسي غرايزو د
راپارولو افکار و نظريات په ډير قوت سره مطرح شول
نو پدې ټولنو کې جنسي دآستانونه او کيسې او شعرونه
رواج شول ، له کومه ځايه چې په لويديځ ټولنه کې
مادي لاسته راوړنه د نفسي غوښتنود پرځاي کولو
لپارډيره د اهميت وړ وه نو د مادي ګټه لپاره د
لويديځ اکثريت ليکوالانو دغه راز ليکنو ته مخه کړه
لدې کبله دا حرکت په ډير قوت په ټولنه کې خپور شو
، که څه هم دا راز ناوړه ادب او ليکدود په لومړی
ځل په لويديځ کې رواج شو خو په دير چټکتيا او
پياوړتيا سره د نړۍ نورو هيوادونو ته وغزول شو،
دغه داخلاقو دښمن حرکت نه يوازي د لوديځ ټولنه له
ستونزو سره مخ کړله بلکه دنړۍ د ګڼ شمير هيوادونو
اخلاقي ټولنه يې هم له تهديدسره مخ کړه ، دغه حرکت
انساني ټولنه له هر راز اخلاقي ارزښتونو څخه تجريد
کړله ، پداسي حال کې چې په لويديځ تولنه کې هم ديو
لړ اخلاقي ارزښتنو په اساس ځينی انساني اړيکي
(جنسي اړيکي ) له نورو نه په جلا توګه تر سره
کيدلي په عام مظهر کې د حيوانانو په څير پر ځاي
شوي او کيږي ، د جنسي غرايزو د راپارولو دغه حرکت
هر هغه ديني تړاو چي انسان په روحي او اخلاقي اړخ
کې ورته اړتيا لري لي منځه يووړ ، او انساني ټولنه
يې په حيواني ټولنه بدله کړله .
دا چې دغه حرکت د لويديځ ټولنه کوم ځاي ته رسولي
ده ټولو ته څرګنده ده خو انديښنه او غم دا دی چې
دا حرکت يوازي په لويديځ ټولنه کې منحصر پاتي نشو
، د دې اور لمن په ډيرقوت سره اسلامي نړۍ ته وغزول
شو ،او د اسلامي نړۍ ګڼ شمير هيوادونه پکښي سوځي ،
خو په ځانګړې توګه افغانستان ځکه چې افغانستان د
نړۍ پر مخ هغه يوازنی هيواد دی چې چاپيريال يې هر
راز يرغل ته پرانيستئ دي لکه چې وړاندي مو
څرګندونه وکړه .
دنظامي يرغل د پيل سره سره زموږ په
هيواد کې هغه وسايل چې په اوسني عصر کې خورا مهم
او ارزښتناکه دي ، اود ټولنې ذهنيت يو معين لوري د
سوقولو دنده پر غاړه لري ، لکه ستلايت سيستم په
بازارونو کې په رمزي بيه پلوريدل ترڅو دهربيوزله
افغاني کور ته دا وسايل ورسيږي ، او دافغانانو
ذهنيت په اړولو کې خپله دنده تر سره کړي ، اوس
مهال د افغانستان په هغو کليو او سيمو کې د
افغانانو په کورونو کې د ستلايت سيستم فعال دي چې
د انساني ژوندانه نورې ډيرې آسنتياوې هلته وجود
نلري .
د
افغانستان په اسلامي او په دين مينه افغاني ټولنه
کې نن خلک هغه لوري ته سوقيږي کوم لوري ته چې د
لويديځ ټولنه لدې وړاندې سوق شوي ده ، کومه ټولنه
چې د مادي ارزښت نه پرته بل هيڅ راز اخلاقي او
ديني ارزښت پکښي اهميت نلري . په افغانساتان کې هم
کوښښ دا دې چې ټولنه له هر راز معنوي ارزښتونو څخه
تجريد شي کوم چې د اسلام سپيڅلي دين ورپه برخه کړی
دي ،او دعام وګړي موخه په ژوندانه کې يوازي مادي
لاسته راوړنه او د نفسي غوښتنو پر ځاي کول وي .
که رسنيۍ د افغانستان دي خو هغه څه پکښي وړاندي
کيږي چې يا د لويديځ کرغیړن فکري توليد دي يا د
هند بدبویه ډوډ او کلچر دي اويا دايران منحرفه
عقيده ده . نو د دې پردي فکري توليد او پردي کلچر
او پردۍ عقيدې په چاپيريال کې به څرنګه يو په
اسلام مين او اصيل افغان وروزل شي ؟ آيا دا څه چې
زموږ په مطبوعاتو کې د افغانستان عام وګړو ته
وړاندي کيږي دا زموږ د سپيڅلي دين او کلتور سره
سمون لري ؟.
زموږ ليکوالان او د رسنيو مسؤلين بايد خپل ايماني
او وجداني مسؤليت په افغاني ټولنه کې د اسلامي
ارزښتونو سره سم د انسان جوړولو اړوند له پامه ونه
غورځوي . يوه ضروري يادونه هم دا ده چې د جنسي
غرايزو د راپارول د حرکت تر څنګ دا زيار هم په
لاره اچول شوي دی ترڅو په اسلامي نړۍ او خصوصا په
افغانستان کې دين د انساني ژوندانه څخه ګوښه کړي ،
له بدمرغه داسي افغاني ليکوالان او رسنيې توظيف
شوې تر څو د شک نه ډک بحثونه په لاره واچوي او دا
ثابته کړي چې ګواکي انسان په ژوندانه کې دين ته
اړتيا نلري ، خو تر کومه ځايه چې دين د انسان
داخلاقي او روحي تهذيب دنده پر غاړه لري نو لدې
کبله د لويديځ په ټولنه کې اخلاقي او روحي فساد
رامنځ ته شو ځکه چې خلکو له دين نه فاصله ونيوله
او دين د دوی له ژوندانه څخه ګوښه شوو .
په اسلامي سپيڅلي تاريخ کې داسي ډير واقعات شته چې
زموږ په ټولنه کې عام وګړی په سمه توګه وروزي هغه
په ټولنه کې د انسان جوړولو لپاره ډير ښه توليد
کيدلاي شي ، که هغه د داستان ليکنه لپاره وي که د
فلم جوړول لپاره که د ټلويزون پروګرام لپاره او که
هغه د انترنتي پاڼه لپاره ليکنه وي .
خو له بدمرغه زموږ په انترنټي سايټونو کې داسي
بحثونه په لاره اچول شوي دي چې زموږ اسلامي او
افغاني ټولنه زيانمنه وي او دلويديځ مادي نظريه ته
خدمت کوي .
د
اسلامي او افغاني رسنيو مسؤليت دا ندي چې د بيان د
آزادۍ اصل ته په احترام سره هر هغه څه خپاره کړي
چې ټولنه ته ګټور نوي يا دي ملي او ديني ډوډ سره
په ټکر کې وي ، اود بيان له آزادۍ څخه دا تعبير هم
درست ندي چې له خپل ملي او اسلامي مسؤليت نه سترګي
پټي شي او دمخالف لوري نظر خپور شي ، دا دبيان د
آزادۍ اصل ته د احترام حربه يوازي زموږ لپاره پيدا
شوي ده ، آيا د لويديځ مطبوعات دبيان آزادۍ ته
احترام ساتلي دي ؟ او هر هغه څه يې خپاره کړي چې د
دوي دملي او امني ارزښتونو او ذهني تصور سره په
ټکر کې دي ، هيڅ کله نه .
د
دوي پيژندل شوي رسنيۍ د دفاع وزارت او د استخبارتو
د شبکو تر څارنې لاندې دي ، او هر څه وروسته لدې
خپريږي چې د استخباراتو او ددفاع د وزارت له لوري
چک شي . نو پکارده چې زموږ رسنيۍ دبيان د آزادۍ په
پلمه دپرديو نظرياتو د خدمت وسيله ونه ګرځي ، او
په لا شعوري ډول د نورو نظريات منعکس نکړي .
د
موږ ټولنه له لوي خطر سره مخ ده او په وطن مين
افغانان بايد خپل مسؤليت وپيژني ، هره خپلواکه
افغانۍ رسنۍ بايد زيار وباسي ترڅو د افغانستان
څلورم ځواک د بهرني يرغل نه وژغوري ،او هڅه وشي تر
څو دا ځواک په افغاني ټولنه کې د انسان جوړول د
اسلامي معيارونو مطابق تر سره کړي ، د افغاني
کلتور په وده کې اسلامي ارزښتونو ته پام وشي ، او
خپل ايماني او وجداني مسؤليت په ټولنه کې تر سره
کړي ، نه دا چې دمادي لاسته راوړنې لپاره رسنۍ
توظيف شي . او ځيني رسنيۍ د دې لپاره له خپل ديني
مسؤليت نه مخ اړوي چې سياسي مصلحت يي زيانمن نشي ،
خو دا راز تګلاره د اسلامي احکامو په رڼا کې جايزه
نده ، نو د هر راز سیاسي ، اقتصادي ..مصلحت لپاره
د ديني ارزښتنونوپه حساب تنازل جواز نلري .
که موږ د خپل هيواد رسنۍ په دريو برخو وويشو نو په
لومړي ګام کې اسلامي رسنيۍ مسؤليت لري چې د ايران
د مذهبي او عقيدوي يرغل په وړاندي خپل مسؤليت په
ميړانه تر سره کړي . او هغه رسنيۍ چې په کلتوري
لحاظ خپرونې لري بايد د هند د کلچر په وړاندي خپله
مبارزه په پياوړتيا سره تر سره کړي ، او هغه رسنيۍ
چې ټولنيزه بڼه لري بايد د لويديځ د ناوړه او
فاسدو نظرياتو مخنيوي وکړي .
که زموږ ټوپک پردئ کيږي خوزموږ قلم بايد پردئ نشي
که قلم هم پردئ شو نو بيا به حتما زموږ ټولنه د
تباهۍ کندې ته ولویږي . |