د ګران او قدردانه ځوان عبدالناصر ريشاء د منني د
پيغامه څخه مننه کوم!
د ښاغلي عبد الناصر ريشاء د مضمون متن چي ما
ولوست نو په هغه کي ماته ددغه ځوان فکري
توانمندي او پر خپله ژبه باندي د هغه عالمانه تسلط
د ورايه ښکاره سو . ځوان ریشاء د دغه شاني وړتيا
په درلودلو سره وښودله چي د فضیلت په لور روان ځوان
دئ چي زه لا مخکي تر مخي ورته د زیاتو بريو
هیله کوم .
بل داچي دغه با احساسه ځوان لکه په لکهاوه نور
ځوانان چي د وطن او ژوند ناخوالو د نړۍ و هر کونج
ته ټېل وهلي دي ناصر جان يې تر لندنه رسولی دئ،
نوموړي په خپل دغه مغزن پیغام کي دا خبره ثابته
کړېده چي د مهاجرت په ناوړه حالت کي چي جسمي او
روحي فشارونه ټول افغانان را احاطه کړي دي خو دهغه
غوندي ځوانان د کورنيو او اولادو نفقه پيداکوي، زحمتونه
ګالي، تحصیل کوي، مطالعه لري او هم دا چي د
ورځني مسائلو و مغز ته ور ننوزي او په خپله ژبه
بيا قضاوت هم ورباندي کوي ،او په مشرانو او پوهانو
ږغ هم کوي چي دغه ځوانان ستاسو و معلوماتي لیکنو
ته اړتيا لري .
د ځوان ریشاء دغه شاني تحرک او د مسؤليت احساس د
زيات قدر وړ دئ چي هغه ته د روښاني راتلونکي زيری
ورکوي . په وطن کي چي داسي با احساسه او علم او
معرفت ته لېواله ځوانان وي نو د ښې راتلونکي اميد
به ولي د لاسه وزي . د سبا مسؤلیت خو د همدغه
روښانفکره ځوانانو په لاس کي دئ .
لا د پخوا څخه ويل سوي وه چي د هر ليکوال،
څېړونکي محقق، شاعر، اديب د کار او زحمت ثمره
خلک او لوستونکي تعينوي او د هغوی په زړو کي ځای
نيسي، هره ليکنه چي په شوق سره لوستل کيږي لکه
ناصر جان ریشاء چي په ليکنو کي د واقعیت و
موندلو ته لېولاتيا ښودلې او هغه يې بیا پسې
تعقیب کړې هم ده، نو زه فکر کوم ليکوال چي هر څوک
وي د خپل زحمت پاداش يې تر لاسه کړی او د خپل
مخاطب قناعت يې حاصل کړی دئ .
زه يوځل بيا د ښاغلي عبدالناصر ريشاء څخه مننه
کوم چي د لويو او درنو ليکوالانو تر څنګ يې زما د
يوې خاشې غوندي خو صادقانه هڅو يادونه کړېده،
هغه يې ستايلېده او ماته يې وياړ را بخښلی دئ .
زه جداً فکر کوم چي زما دغه هڅي بې ځايه ندي ضايع
سوي !
زه هغوی ته د روغتیا اود ژوند په هره عرصه کي د
زیاتو بریالیتوبونو غوښتنه کوم .
په درنښت
هدايت الله هدايت
اسټرليا