|
هدايت الله هدايت
د ٢٠١٠ کال
د جنوري اته ويشتمه
د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (٩)

د بـي بـي سـي خـبري رسـنۍ
(British
Broadcasting Corporation - BBC)
په
نړۍ کي نن مطبوعات، خبري آژانسونه، راډيو، ټلوېزون، سينما،
انټرنټ، موسيقي او په مجموعي توګه ټوله ډله ائزه رسنۍ د
خلکود پوهاوي په خاطر هغوی ته د خپلي خوښي دمعلوماتو رسولو
دپاره خورا کارنده وسيله ده . دغه رسانه ای وسيلې کولای سي
يو خبر، يو نظر، يوه مفکوره، يوه علمي لاسته راوړنه او هر
بل ذوقي او تفريحي کړني په آساني سره د خلکو په ذهنيتو کي
ځای اويا هغه محوه کړي؛ حتی ددې واک لري چي و يوه ناسم
عمل ته د مشروعيت روی ورکړي او يا يو سالم او روا عمل د
تخريب او هرج و مرج خواته رهي کړي .
نن
په ډله ائزه رسنيو کي د قسما قسمو تبليغاتو تنوع او غزېدنه
داسي يوه پديده ده چي د ټکنالوژی د پرمختګ سره يې سمه وده
کړې او د مځکي ټوله کره يې تر خپل پوښښ لاندي راوستېده
. دا چي دغه پديده بيا لا نوره هم د موډرنه کېدو په
خوا روانه ده ؛ د نړۍپر عمومي افکارو باندي د هغوی تأثير
نن د يوه مسلم حقیقت په حيث ځان تثبیتوي . د رسنيو
دغه شاني قدرتمنده موقف نن د لويو شبکو او د نړۍ د لويو
سرمايه دارانو او بډايو هيوادو په لاس کي لوېدلی دئ، دا
هغوی دي چي دغه رسنيو ته د خپلو استعماري غوښتنو په لوري
حرکت ورکوي او د هيوادو په لاندي کولو او د خلکو د
اذهانوپه اړولو او کنټرولولو کي تر پوځي قدرت زيات کارنده
کار اخلي او اوږدمهاله ګټو ته ځان ور باندي رسوي .
در سنيو د پېژندني په دغه
روانه لړۍ کي نن د بي بي سي د راډيوـ ټلوېزون خپرندويه
شرکت په اړه په مؤجزه توګه يو څه ږغيږو . راډيو او وروسته
بيا ټلوېزون په ډله ائزه رسنيو کي و عامه ذهنيت ته د
پيغام رسولو او پر هغوی باندي د خپل تأثير تر ټولو مؤثره
وسیلې بلل سوي دي . زموږ د هيواد افغانستان په ګډون په
زياتره هغه هيوادو کي چي د بېسوادۍ کچه يې لوړه ده نو
د هغه اثرات تر ټولو زيات محسوس دئ .د بي بي سي د نامه
سره زموږ دهيواد عوام او خواص ښه ترها آشنا دي . بي بي سي
زموږ په جنګ ځپلي هيواد کي د دې تيرو دېرشو کلو په
ډراماټيکو بدلونو او پاچا ګښتيو او دکورنۍ جګړو په دوران
کي د پورتني اصل په پلي کولو کي، عمده نقش درلودلی او هغه
يې په خپل انګريزي غوندي مهارت سره لوبولی دئ .
بي
بي سي
چي د(British
Broadcasting Corporation - BBC)
لومړني حروف دي؛
په انګلستان کي د يوې خبري
رسنۍ
په حيث د لومړي ځل د پاره په ۱۹۲۲ کي د هغه كنسرسيوم لخوا
جوړه سوه
چي په
ځان کي يې
شپږ غټ تجارتي شرکتونه را ټول کړي وه . دغه شرکتونه (
د مارکونيMarconi
Company
، جنرال
الکټريک
کمپنيGeneral
Electric Company،
بريټيش
ټامسن هوسټن British
Thomson-Houston،
مټرو پوليټان
ويكړز
Metropolitan-Vickersاو
د
غرب د
برق
کمپنۍ
Western Electric
)
وه چي په نظر کې لرل په انګلستان کي
د ملي خبرو د خپرېدو لپاره يوسراسري راډيويي سټېشن
تاسیس کړي
. د بي بي سي دغه اوسنی تشکل د ۱۹۲۷
را په
دېخوا د سلطنتي منشورـ لوزنامې پر بنياد چي هغه ته رويال
چارټر هم ويل کېده ثبت سوی دئ او
دهغي
رهبرۍ
شورا لخوا اداره کيږي چي د انګلستان ملکه
يې
د څلورو
کالو د پاره منصوبوي
.
دغه
چارټر د
تيري شلمي پېړۍ د
پنځوسمي لسيزي را په دېخوا هر لس کاله بعد اپډېټ کېدله
او بيا د هغه لوزنامې پر اساس چي په ۲۰۰۷ کي د بي بي سي
اود انګلستان د فرهنګ، رسنيو او ورزش دوزارت ترمينځ
تنظيم سوه؛ په داسي يوه« منشور - لوزنامې » واوښته،
چي تر هغه پخوانۍ رويال چارټر ډيره جامع او کارنده وه .
ددې «
منشور - لوزنامې» عملي اختيار و بي بي سي ټرسټ
(BBC TRUST)
ته سپارل سوی دئ چي په بي بي سي کي د تصميم نيولو حاکم
نهاد دئ او۱۲ غړي لري . دغه نهاد د بي بي سي سټراتيژيک
لوری تعيينوي او اجرائيوي کردار يې بيا په بي بي سي کي
د يوه ۱۶ کسيزه اجرائيوي هيئت
(Executive Board)
په
غاړه دئ چي و بي بي سي ټرسټ ته د خپلو اجراآتو جوابګويي
کوي . دبي بي سي ټرسټ غړي دوزيرانو په سپارښتنه او ددې
هيواد د ملکې په انتصاب سره کار کوي .
د
انګلستان
د هغه وخت چارواکو ۱۹۳۲ کال تر ورستيو پوري د يوه بين
المللي راډيويي چينل
و
تأسیس
ته اړتيا
نه ليدله ، بس دهمدې کال
د
ډسمبر
په
۱۹ مه وو چي داسي يوتصميم و نيول سو تر څو د
« بي بي سي د امپراطورۍ
د
سرويس » (BBC
Empire Service)
په
نامه د
بي بي سي نړۍ واله
برخه
په
انګرېزي ژبه هغه هم و خپلو
انګرېزي
ژبي
مخاطبينو
ته چي د هيواد د باندي
يې ژوند
کا
وه،
فعاله کړي
. دغه نوم د انګريزانو د استعمار په هغه دوران کي يو ډېر
پر ابهته نوم وو، خو ددې شبکې چارواکي نن ترجيح ورکوي هغه
بيخي هېره کړي . بي بي سي پخپله د دغه نوم ټاکنه چي
امپرياليستي وجهه يې د ورايه ځني ښکارېده ، هغه
امپرياليستي وجهه نه بولي، بلکه په هغه هيوادو کي چي
برتانيا هغه د خپلي امپراطورۍ ساحه بلل ، و انګليسي ژبو
کسانو ته د هغوی ديو والي د پاره هڅه ګڼي . خو دغه
سرويس د څو کالو په اوږدو کي، خاصتاً د دوهمي نړۍ والي
جګړې د را نيژدې کېدو په شرايطو او د متخاصمو هيوادو د
عوامو په ذهنيتو کي ددوی د تبليغاتو د مؤثریت په خاطر
داسي تلاښ وو ترڅو ددې لاري څخه و خپلو استعماري اهدافو
ته خپله د لاسوهنو لاره خلاصه پري ږدي او ساحه يې لا
نوره هم پراخه کړي . په ۱۹۳۸ کي بي بي سي د خپلو انګليسي
خپرونوسربېره په عربي او هسپانوي ژبو هم پروګرامونه
ور زيات کړل . د کال۱۹۸۸ راهيسي وو چي د بي بي سي
چارواکو و دغې برخي ته د بي بي سي د جهاني سرويس
(BBC World Service)
نوم ور کړ .
نن
د بي بي سي خبري تجارتي شبکه يا
(British Broadcasting Corporation)
د انګلستان د ټولو راډيويي او ټلويوزني او د آن لاين شبکو
په سر کي د خبر جوړولو ،د خبر رسولو او د خلکو پر ذهنيتو
باندي د هغه د تاثیر ښندني په وجه، په ټوله نړۍ کي د خورا
موډرنه او تر ټولومشهوره رسنيوپه کتار کي حسابيږي ، بي بي
سي په دې هيواد کي د ميډيا پراخ راډيويي، ټلوېزوني او د
انټرنټ دلاري خپل خپرندويه ماموريت په ټوله نړۍ کي پر مخ
بيايي . د کاله ۶۰ زره ساعته برنامې لري، ځيني بين المللي
تجارتي خدمات هم لري چي د هغه د جملې څخه په امريکا ،
کاناډا اود نړۍ په نورو هيوادووکي د بي بي سي د کېبلي
ټلوېزون د برنامو څخه استفاده ده .
دبي
بي سي راډيويي او ټلوېزوني خبري شبکه ځان مستقل او
بېطرفه تجارتي رسنۍ بولي ، خو د دې شبکي خورا مهمه برخه
يعني همدا د بي بي سي د جهاني سرويس برخه يې د انګلستان
د دولت د بهرنيو او د کامنويلټ د ادارې لخوا
(Foreign & Commonwealth
Office - FCO)
پرمخ بېول کيږي چي د بهرنيو چارو وزارت د اهدافو سره سم
فعاليت کوي او د هغوی لخوا تمويليږي . همدغه اداره ده
چي د ابحارو په هاخوا هيوادو کي د انګليسي دولت د ګټو د
پراخېدو مسؤليت لري . د همدې
FCO
د
لاري ده چي د بي بي سي و جهاني برخي ته پارلماني ګرانټ
برابريږي . البته کورنۍ پراخي خپروني يې د تجارتي اعلانو
او د خبرو د خرڅلاو او ټلوېزوني چينلو څخه د استفادې په
فيس چليږي او درنې ګټي ځيني ترلاسه کيږي . ددغي رسنۍ کلنۍ
دوراني بودجه په ۲۰۰۷ کال کي ۴ اعشاريه ۳ بيليونه سټرلينګ
پونډه وه .
بي
بي سي په خپله خارجي برخه کي
دخپلو
پروګرامو د توليد او خپرېدو پروسه د انګلستان د «عمومي
ډيپلوماسۍ» د غوښتنو سره
سم
تر سره کوي . د برتانيا د بهرنيو چارو وزارت د « بي بي سي
نړۍ وال سرويس» په دې هيواد کي د خپلي عمومي ډيپلو ماسۍ
په څلورو مهمومحوري برخو کي حسابي .
عمومي
ډيپلوماسي د هيوادو د خارجي
سياست
د تحقق د پاره يوه داسي نوې شېوه ده چي دهغه په کارولو
سره هدف دادئ چي دغه هيوادونه دخپلو ګټو د پاره
ددولتو سره د اړيکو پر ځای د ملتو پر عمومي افکارو باندي
و اثر ښندني ته زياته پاملرنه کوي او هغه ته ځان رسوي .
د برتانيا د بهرنيوچارو وزارت هم په خپله رسمي انټرنيټي
پاڼه کي د عمومي ډيپلوماسۍ تعريف « په بهرنيو هيوادو کي
د عامه خلکو سره د کار د طريقې له رويه، و خپلو هدفو ته
رسېدل » بيانوي .
د بي بي
سي د نړۍ والي برخي بودجه چي د انګلستان د دولت او بهرنيو
چارو د وزارت لخوا تأمينيږي ، دغه برخه په اداري لحاظ د
لندن د ډيپلوماسۍ د دستګاه د زيربناوو څخه ګڼل کيږي چي
لوی سياستونه يې تل د دولتي
مسؤلينو
يا د هغوی د نمايندګانو تر رهبرۍ او نظارت لاندي عملي
کيږي . تير کال د بي بي سي د
نړۍ
والي برخي (BBC World
Service)
کلنۍ بودجه ۲۶۵
ميليونه پونډه وه ، دغه رقم ديوې راډيويي، ټلوېزوني او د
بي بي سي د آن لاين سروېسو دپاره خورا لوی رقم دئ چي مسلماً
و لويو هدفو ته د رسېدو د پاره د بي بي سي په واک کي
ايښودل کيږي . سره ددې چي د بي بي سي چارواکي د دې برخي پر
استقلال باندي تأکيد کوي خو د بېلابېلو برنامو د اجرا او
تصويب دپاره هغوی ته ضروري ده چي خپلي طرحي د قانون
ګزارۍ و اجرائيوي مسؤلینو ته ، د عمومي ډيپلوماسۍ دخارجه
کميسیون او د خارجه وزارت د لاري و پارلمان ته د څېړني
او تائيد دپاره وړاندي کړي .
نن د
بي بي سي
د نړۍ وال سرويس
راډيويي
او ټلوېزوني
خپروني د
نړي په
۳۲
ژونديو ژبو
د پښتو او فارسي ژبو په ګډون ددې
رسنۍ
د نړۍ والو
پروګرامو
په
۳۲
برخو کي خپريږي . نړۍ واله خبرونه
او
ګزارشونه
د بي بي
سي د جهاني برنامو
لخوا چي ددې شبکې د خپرونو تر ټولو
په سر کي
ځای لري
د
۲۵۰ورزيده
خبريالانو
لخوا چي
بي بي سي
هغوی د خپلو اهدافو د تحقق د پاره استخدام کړي دي،
د شپې او ورځي
کوښښ کوي
چي د بي بي سي د پاليسۍ سره سم
د
نړۍ د
مهمو پرمختياو څخه چي د خلګو پر ژوندباندي ژوره اغېزه
کوي د نړۍ په
۳۲
ژبو
و نړۍ والو ته
و
ړاندي کړي
.
نظر
سنجيو ښوولې ده چي بي بي سي په زياتو
مواردو
کي مخکښه نقش لوبولی دئ
. د
بي بي سي
راډيويي، ټلويزوني او په خپله انټرنيټي پاڼو کي
ددې
رسنۍ د
جهاني
خپرونو
برخه په ټوله نړۍ کي تر ټولو مهمه او
اغيزه
ناکه
برخه ده
، دغه
برخه
تر
۲۵۰
ميليونه زيات اورېدوکونکي
او ليدونکي
لري . د مياشتي تر اتیا ميليونه کسانو پوري ددې رسنۍ د
انټرنټي سايټو څخه کتنه کوي . په بي بي سي کي د جهاني
سرويس
دا
دومره
جاذبه
زياتره د نړۍ د پيښو څخه
د هغوی
هر اړخېزه ګزارشونه او د نړۍ و
پېچلو
موضوعګانو
ته
د انګريزانو د ليد نه
کيندلي کتني دي .
دم درحاله بي بي سي ۱۰ راډيويي سټېشنونه لري
چي
پنځه يې ديجيټالي دي . اته ملي ټلوېزوني چينلونه، او نور
زيات پروګرامونه لري . د بي بي سي انټرنټي سايټ چي په
کال ۱۹۹۶ کي جوړ سوی دئ د خبرو يوه کامله مجموعه او آرشيف
په خپل ځان کي لري .
د
انګلستان د رسنيو نظام يو ه ځانګړتيا په دې کي
هم
ده
چي ددې هيواد دولت په رسانه ای نظام کي خپل حضور ساتلی دئ
،څوک
چي
د بي بي سي
و
اداري روند
ته ګوري
نودغه
ځنګړتيا په ښه شاني
پکښې ليدل
کيږي . دبلي خوا
په رسنيو کي د اړيکو تر ټولو مهمه کړی منبع ده،
او بي بي سي د پيغام پر منبع باندي زياته تکيه کوي،
په همدي خاطرده چي د نړۍ په ۳۲ ژبو خپل پروګرامونه خپروي
تر څوپه دې توګه په جهاني عرصه کي د برتانيا و ډيپلوماټيک
حضور ته عملي بڼه ورکړي .
هرکله
چي دبي بي سي غوندي د يوه هيواد رسنۍ د خپلو جغرافيايي
سرحدو دباندي په نړۍ واله سطحه د مخاطبانو په لټه کي وي نو
هغوی تر هر څه
دمخه خپلي ملي ګټي او اوږدمهاله استعماري هدفونه په نظر کي
نيولي وي . په همدې لحاظ د بي
بي
سي د خارجي برخي بودجه د بهرنيو چارو د وزارت لخوا
تأمينيږي . نن ددريمي نړۍ هيوادونه بي بي سي ته نه يوازي
د يوې خبري رسنۍ په حيث بلکه هغې ته د انګلستان ددولت
او د هغه د استعماري پاليسيو د منعکس کونکي يوه نهاد په
سترګه ګوري .
بي
بي سي ، د خپلو برنامو په جوړولو او خپرولو کي خپل ځانګړي
مهارت او تخصص کار وي او د خپلو مخاطبينو سره په يوه
داومداره رواني جګړه لګيا ده . دغه رسنۍ د خبر د ټاکلو،
د خبر دجوړولو، د خبر د پر وخت خپرولو، د کارپوهانو،
تحليګرانو او ميلمنو په هدفمنده ټاکلو او د مخاطبينو په
ذهن کي د شک او شبهې د طرحو په القا کولو کي دروانشناسۍ
د ټولو مبانيو څخه کار اخلۍ تر څو پر مخاطب باندي خپل
اثر پريږدي او هغه د ځانه سره وساتي . د بي بي سي دغه د
جاذبې اوسنی راز هم په همدغه کيندلي او ظريفانه د کار په
طريقې کي پروت دئ .
په
رسانه ای جګړو کي د وَهم اوګومان ايجادول درواني
عملياتو د خاصو طريقو څخه يوه طريقه ګڼل کيږي . ددې شېوې
په کارولو سره مهاجم ځواکونه تلاښ کوي چي د مخاطبينو په
ذهنيتو کي دځان او يا يوې خوا څخه مطلوب او داعتماد وړ او
د مقابلي خوا څخه يو ناسولټه او نفرت انګېزه تصوير ارائه
کړي .
پروفيسرکارل هوسمن
Carl Hausmanمبتکره
او وتلی ژورناليست،
د امريکا
د نيوجرسي په پوهنتون کي دژورناليزم د ډيپارټمنټ مشر، په
رسنيو کي د وَهم اوګومان د جوړېدو په هکله وايي : «رسنۍ
ساختګي فضا ايجادوي ، د نړۍ څخه داسي ذهني برداشت جوړوي
چي د واقعي نړۍ سره هيڅ سر نه خوري . په رسنيو کي خبر،
الزاماً
هغه
څه نه دئ چي واقع سوی دئ، بلکه هغه څه دئ چي خبري منبع يې
وړاندي کوي .
»
د غه خبره خو عامه او د
ټولو رسنيو د پاره يوه الګو ده ، خو که بيا بي بي سي ته
څوک داسي يو صفت ورکوي نو کېدای سي هغه بلکل يو پرځای
مثال وي ...
زما خپل
ياداښتونه او دغه لاندي سايټونه :
http://www.bbc.co.uk
http://www.bbc.co.uk/worldservice/programmes/
http://www.bbc.co.uk/info/purpose/what.shtml
http://www.bbc.co.uk/historyofthebbc/
http://en.wikipedia.org/wiki/British_Broadcasting_Company
http://en.wikipedia.org/wiki/BBC
http://www.bbc.co.uk/worldservice/specials/1122_75_years/page2.shtml
|
|
|
| |
د رسنيود پېژندني ددې لړۍ د ټولو برخو حقوق د
ليکوال د نامه سره محفوظه دي .
د ليکوال د کتبي اجازې نه پرته ددې لړۍ چاپ او
يا په يوه مجموعه کي د هغه بيا چاپ جواز
نه لري.
|
|
|
|
|
|