|
هدايت الله هدايت
د ٢٠١٠ کال
د جنوري لسمه
د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو
پېژندنه
(٧)
د ايتـار
تـاس خبـري
آژانـس
(Information Telegraph Agency of Russia – ITAR -TASS)

ايتار
تاس
ITAR -TASS
د پخواني
شوروي اتحاد د تاس
TASS
د خبري آژانس ځای ناستۍ آژانس دی چي نن د روسيې په
فدراسيون کي د ايتار تاس يا
د روسيې د تلګرافي اطلاعاتو آژانس
(Information Telegraph Agency of Russia)
په نامه ياديږي او فعاليت کوي .
په روسيه کي
د
اوسني
ايتارتاس
ITAR -TASS
د خبري آژانس د تأسيس
سلسله وهغه
ليک ته راګرځي چي د تزاري روسيې د ماليې وزير وي .ان.كوكوف
تسوف د ۱۹۰۴ د مارچ پر ۲۶ مه
نېټه
ددې امپراطورۍ د بهرنيو چارو و وزير ته
لېږلی وو
.
نوموړي په دې ليک کي و هغه ته کښلي وه چي : زموږ صنعتي
او تجارتي کړۍ او پخپله د ماليې وزارت مو د بهرنيو
هيوادو سره د آزادو اطلاعاتو د راکړي ورکړي چاري د ټلګراف
او يا ودې ته ورته آسانتياوو ته اړتيا لري څو زموږ
دداخلي تجارت پرمختياوي و نړۍ والو ته معرفي کړي . »
ددې لـيک
نـه
وروستـه
د ۱۹۰۴ د جـولای
پـه
ميـاشت
کي
د
سـن
پټرزبـورګ
د
تلګرافي آژانس
په نامه
SPTA)
(St.
Petersburg Telegraph Agency -
د يوخبري آژانس د
جوړېدو پرېکړه وسوه
.
SPTA
، د روسيې لومړنۍ رسمي خبري آژانس وو چي د ۱۹۰۴ د سپټامبر
په لومړۍ نېټه يې په کار شروع وکړه
. دغه آژانس د زياتو لوړو او ژورو په وهلو سره
د نن ورځي و ايتار تاس ته ځان رارسولی دی
.
د SPTA
آژانس ، وظیفه درلوده چي د روسيې د دولت د ګټو د په پام کي
نيولو سره په سیاسي ، مالي، اقتصادي او تجارتي برخو کي،
بهرني او کورني اطلاعات او خبرونه را ټول او هغه خپاره
کړي . SPTA
يو درې کسيزه هيئت درلود چي د دريو وزارتخانو لخوا يعني د
ماليې، داخلې او د خارجې وزارتو له طرفه به منصوبېدله .د
۱۹۰۹ د
ډسامبر
په ۳۱مه دغه آژانس
د وزيرانو د شورا د تشکيلاتو تر مستقيمي
ادارې
لاندي راغلی .
د
۱۹۱۴ د اګست په ۱۴مه هغه وخت چي
د
روسيې تزار دوهم نيکلاس د سن پيټرز بورګ نوم په پټروګراډ
واړاوه،
نو
ددغه آژانس نوم هم د
SPTA
څخه د
پټروګراډ تلګرافي آژانس
(Petrograd
Telegraph Agency
- PTA)
و نامه ته
واوښت .
د ۱۹۱۷ د اکتوبر په ۲۵مه په روسیه کي انقلاب وسو .
کمونیسټانو ددې بلشويکي انقلاب په دوران کي
د PTA
تعمير د بالټيک د دريايي کښتيو لخوا چي د
لئونيد
اسټارك
تر رهبرۍ لاندي وو ايسار سو. د همدې
PTA
لخوا وو چي د بلشويکانو د انقلاب ګزارشونه او خبرونه به
د اسټارک لخوا و ټولي نړۍ ته مخابره کېدله . د ۱۹۱۸ د
نوامبر په ۱۸مه کمونيسټانو د
PTAخبري
آژانس، د مرکزي دولت په دولتي خبري آژانس بدل کړ . د ۱۹۱۸
د مارچ په مياشت کي ددغه آژانس دفتر و دېوان و مسکو ته
را کډه او د هماغه کال د جون په مياشت کي د دولت د
خپرونو په اداره کي مدغمه سو . دسپټمبر پر اوومه د روسيې
تلګرافي آژانس د
(ROSTA)
ياRussian
Telegraph Agency په
نامه د روسيې د سراسري سوسياليستي جمهوريت د خبري آژانس
په نامه و نومول سوه .
د ۱۹۲۵ ميـلادي کـــال د جـــولای پــه ۱۰ مـــه د
تــــاس په نـــامـــه د شــوروي اتحـــاد د
جــمهوريتونـــو تـلـګرافي آژانــس
(TASS)
Telegrafnoie
Agentstvo Sovetskogo Soiuza
ياTelegraph
Agency of the Soviet Union
، خبري آژانس تأسيس او د
ROSTA
ټول صلاحيتونه و هغه ته و سپارل سوه .
د
شوروي لخوا د
تاس د خبري
آژانس د جوړېدو اصلي هدف د شوروي په ضد د غرب د ځانګړو
تبليغاتو خنثی کېدل وه ، د شوروي دولت دا هم غوښتله چي
په نړۍ واله کچه د خبر رسولو په عرصه کي د غربي رسنيو
سره ډغري ووهي او پر رسنيوباندي د هغوی يک لوخته انحصار
مات کړي، ددې سره يې دا هدف هم درلود چي و دباندي نړۍ ته
د شوروي د کارګري دولت او د سوسياليستي هيوادو د
فعاليتو او پرمختياوو څخه کره معلومات ورکړي . شوروی
چارواکوغربي رسنۍ په دې تورنو لې چي د شوروي لاسته
راوړني په لوی لاس د قلمه اچوي او پرهغوی تله تېروي
.
د تاس TASS
و خبري آژانس ته
د
شوروي اتحاد د بهرنيو اطلاعاتو دراټولولو او توزيع د
انحصار حق ورکړل سو او په ټوله شوروي اتحاد کي د بهرني
او کورني خبرو د خپرېدو د حق څخه هم برخمن سو . دغه آژانس
په شوروي اتحاد پوري د ټولوتړلو جمهوريتو د خبري آژانسو
اداره او کنټرول هم پخپل لاس کي ونياوه .
د تاس د خبري آژانس
د خپل فعاليت په ورستيو کلو کي
د
هغه د
خبرو او عکسو څخه په ټول شوروي اتحاد کي؛
۴۰۰۰ ورځپاڼو، ټلوېزوني شبکو او راډيويي سټېشنو او په بهر
کي تر ۱۰۰۰ زياتو خبري رسنيو استفاده کوله . دغه خبري
آژانس په نړۍ کي تر ټولو لويه د خبر يالۍ شبکه درلودله
چي
۶۸۲ دفترونه
يې
په داخل او څه کم ۱۰۰
يې
په خارج
کي
فعاله وه
چي تر ۲۰۰۰ زياتو
کسانو
کار پکښې کاوه .
د تاس خبري آژانس چي د شوروي اتحاد د کمونسټ ګوند تر رهبری
لاندي يې فعاليت کاوه کومه لاره چي وو وهله نو هغه د
شوروي نظام په ماتېدو ختمه سوه . تاس د خپلي څه باندي
نيمي پېړۍ آګاهانه هلو ځلو په جريان کي ډېر کارونه
وکړل خو په پای کي يې د ټولو دولتي رسنيو په سر کي دغه
انتقاد وځانته پرېښود، چي دغه نهاد چي لوی بار او نړۍ
وال ماموريت يې ځانته ايښی وو نو په هغه کي پاتي
راغلی . پر تاس باندي دا نيوکه کېدله چي د دووځبرواکو
ترمينځ جګړه کي يې ونکړای سوه د شوروي اتحاد د نظامه څخه
دفاع وکړي . رسنيو او دهغې جملې څخه د تاس خبري آژانس د
خپل ژورناليستي رسالت پر بنياد و نکړای سوه چي د شوروي
اتحاد په سيسټم کي د تضاد ريښې پيدا او هغه نيمګړتياوي چي
د دوی په اصطلاح د اصولو څخه سرغړاوی بلل کېدلی هغه په
ګوته اوواقعيتونه پر خپل وخت باندي منعکس کړي .
ددې کار موجبه دا په ګوته سوې وه، چي دلته د مسلکي او
کارپوهه ژورناليستانو جدي کمي وه، دلته ژورناليستي ټنبلي
وه ،دحرفوي جزباتو د شوق او علاقې او د مسؤليت د احساس
جدي کمي وه ، د رسنيو په تحریريه هيئت او د غړو په
مابينځ کي د لازم استعداد، ابتکار او نوښت نشتوالی وو
،د مسؤلينو تنګ نظري دځوانو ايډياوو او استعدادو د غوړېدو
مخ نيوی وه ،د رقابت او ابتکار احساس اصلاً مړ سوی او
د ګوند د مشي په نامه ټولو يک لوختي دستوري ډيکټې عملي
کولې .
اګرچه د تاس ژورنالیستي ميتوډ د غربي شېوې څخه اساسي
توپير درلود، خو په تاس کي و مسلکي استقلاليت ته نه
درناوی او دهغه زيندی کول، د خبرو انسداد وټولني ته د
تحمل وړ نه وه او زياد انتقادونه يې و دولتي او ګوندي
مشرانو ته را پورته کړي وه خو نسوه ويل کېدای .
د غه او نور دې ته ورته داسي موارد وه چي وغرب ته يې د
تبليغ ښه زمينه برابر کړه او شوروي يې په دننه کي پخپلو
روسانو سره وشلاوه . يو شمېر کتونکو په هغه وخت کي ويلي
وه چي د شوروي اتحاد د سقوط لويه موجبه ددې هيواد د رسنيو
په بې کفايتۍ او ضعيف کردار کي بايد ولټول سي . ددې کار په
وجه « تاس» د شوروي سرتاسري دولتي خبري آژانس او «پراوډا»
د شوروي دکمونيسټ ګوند رسمي ارګان، د شوروي اتحاد په سقوط
کي د امريکا تر سي ان ان او د انګليس تر بي بي سي زيات
مؤثر نقش و لوباوه !
را وروسته کلو کي چي د شوروي اتحاد د سقوط او د سوسياليسم
د پرشا تګ دلايل لا نورهم وسپړل سوه، نو د کورني
فکټورونو سربېره بهرني واقعيتونه هم چي زموږ پر هيواد
افغانستان باندي د هغوی د پوځي يرغل اثرات وه، د ټولو
په سر کي ځای درلود او دهغه څخه يې تاو اخيست . امريکا د
شوروي ددغه تجاوز څخه پوره ګټه پورته کړه او دهغوی د
ځپلو د پاره ښه موقه په لاس ورغله. . امريکا او غربي نړۍ
د اسلام د نامه څخه په استفادې سره د افغانانو د ملي
مقاومت کړی ايجاد کړې او دهغوی په سازماندهي کي يې د هغوی
ټول لوجيستکي ، پوځي ، مالي مصارف او سیاسي ملاتړ په غاړه
واخيستل، شوروي يې د افغانانوپه وينه او بربادۍ و دېواله
ته ودراوه، په نړۍ کي يې تجريد او بې اتباره کړ، روسان يې
په خپل هيواد کي د خپل ولس سره مخامخ کړ او په پای کي يې
هم ګټه پخپله ځيني يو وړه .
سره ددې چي د شوروي اتحاد د وروستي جمهوررئيس ګور باچوف
دریاست په دوران کي د شوروي په تګلاري کي ښايسته زيات
بدلون راغلی ، په دننه کي يې پر رسنيو باندي پخواني
محدوديتونه هم لغوه کړه او لګېدلی سانسورونه يې هم ايسته
يا لږ کړل ، خو دا بيخي ناوخته وو او په شوروي اتحاد کي د
سيسټم دکلا بېخ لا د وخته شوړېدلی وو . ددې بدلون په
نتيجه کي نويو تازه رسنيو هم په فعاليت پيل وکړ خو د
کمونسټ ګوند څخه د دغه رسنيو کنټرول د لاسه ووت ،
دغي دورې ته په شوروي اتحاد کي د ډله ائزه رسنيو د يوې
جنجالي دورې په نامه يادونه کيږي . ددې راوروسته په
شوروي پوري تړلو جمهوريتونو او نورو سيمو هم په خپل
لومړني اقدام سره د تاس سره خپلي اړيکي وشلولې او د هغه
څخه يې د خپلواکه خپرونوپه حيث خپله پرېکړه اعلان
کړه ، دغه کار د شوروې پر نظام باندي بل سخت کاري ګزار
وو .
تاس د خپل مسلکي صلاحيت په اوج کي په دې کي پاتي راغلی وو
چي د خپل رسالت پر اساس داخبره پر خپل وخت باندي روښانه
کړي؛ چي په شوروي اتحاد کي دغه د اوياو کالو «نه ماتېدونکې
مستحکمه» کلا ولي داسي د سترګو په رپ کي ونړېدله ؟
د شوروي اتحاد د سقوط اود سوسياليزم د پرشاتګ څخه دادی
څه ناڅه دوې لسيزي تيريږي . په دې موده کي تر اوسه پوري
د سړې جګړې خاطرې او په دې هيواد کي د حالاتو د تشکل
بهير ندي زاړه سوي .
د شوروي اتحاد د حاکميت په وروستيو د کال ۱۹۹۱ د اګست په
دولتي کودتا کي د مستقلو خبري رسنيو او د تاس د خبري آژانس
ترمينځ شديد کشمکش او جنجال را پورته سو چي په هغه کي د
تاس خبري آژانس تر زياته بريده په ولس کي خپل اعتماد د
لاسه ورکړ . د هغه راوسته د روسيې د خبري رسنيو په ساغري
کي د بدلون يو نوي دور را شروع سو .
د شوروي اتحاد تر سقوط وروسته په
۱۹۹۲
کي د روسيې د جمهور رئيس
بوريس
يلتسین د فرمان په اساس د ايتارتاس خبري آژانس
ITAR -TASS
جوړ او د فدرالي روسيې ددولت تر نظارت
لاندي يې په کار پيل وکړ . څرنګه چي تاس په پخواني
شوروي اتحاد کي د خبري آژانس نوم او په نړۍکي يې زيات
شهرت درلـــود نـــو د ايتـــار تــر څــــنــــګه د
تـــاس
TASS
نـــوم هــــــم همــــداســـي مـــلګری پـــاتې ســـو،
(Information
Telegraph Agency of Russia-TASS)
.
د نړۍ په روان کړکېچن دوران کي چي د ګټو جګړې او په خپله
خوا د عامه ذهنيت مهارول د رسنيو لخوا پرمخ بېول کيږي، د
ایتار تاس خبري آژانس هم په روسيه کي د نړۍ د مطرحو او
مهمو خبري آژانسو په کتار کي راځي چي په شپږو ،
روسی، انگلیسی، فرانسوی، آلمانی،
هسپانیانوي
او
عربی
ژبو خبرونه او د ورځي واقعيتونه د روسي ليد له نظره او د
روسيې د ګټو پر بنياد خپروي .
و واک ته د ولاډيمير پوتين د رسېدو په ايره کي بيا تر
اوسه پوري داسي تلاښ کيږي چي د روسيې تللی عظمت او اتبار
بیرته د روسي نشنليزم د را ژوندي کېدو او پياوړي کېدو
دلاري اعاده او رسنۍ هم پر هماغه لوري رهي کړي .
نن د ايتارتاس دولتي خبري آژانس
د ورځي تر
۳۰۰
زياتي اخباري صفحې خبرونه مخابره کوي
، تر ۴۰ زيات خبري او معلوماتي بولټنونه او د
عکسو تر ټولو بډايه
مجموعه
او مغزن آرشيف
لري
. دغه آژانس په بهر او دننه کي په ۱۳۰ دفترونو اوبيورګانو
فعاله دی او د ۸۰ بهرني خبري آژانسو سره د همکارۍ
لوزنامې لري .
مأخذونه :
ددې ليکني په تر تيب کي ما د خپلو ياد داښتو سربېره د دغه
لاندي ويب پاڼو څخه هم کار اخيستی دئ :
http://www.tas.ru/eng
http://www.itar-tass.com/eng/
http://en.wikipedia.org/wiki/ITAR-TASS#History
|
|
|
| |
د رسنيود پېژندني ددې لړۍ د ټولو برخو حقوق د
ليکوال د نامه سره محفوظه دي .
د ليکوال د کتبي اجازې نه پرته ددې لړۍ چاپ او
يا په يوه مجموعه کي د هغه بيا چاپ جواز
نه لري.
|
|
|
|
|
|