د
نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (٣٠)
السفير

د لبنان رسنۍ او د السفير ورځپاڼه
کله چي په عربي سيمو کي دورځپاڼو په څرک پسې
څوک پل را اخلي او هغه سپړي نو د مصر څخه
وروسته لبنان لټوي . لبنان په منځني ختيځ کي د
مطبوعاتو، رسنيو او د خپرونو د مرکز او د هغوی د
ځالي په صفت پېژندل کيږي . د رسمي احصاييو له
رويه همدا اوس په لبنان کي تر ۵ زره زياتي خبري
مؤسسې ،ادبي، فرهنګي او ټولنيز انجمنونه فعاليت
کوي . دغه هيواد د کورني او بهرني خبريالانو ، د
ورځپاڼو، د هغوی د کارکونکو او چاپي او غير چاپي
رسنيو د فعالينودموجوديت په وجه د منځني ختيځ په
هيوادو کي يو بې سياله هيواد دئ .
لبنان
د خپل نادره موقعيت او د خپل ځانګړي اجتماعي جوړښت
په درلودلو سره تل د شرق او غرب ترمينځ د يوه پُل
حيثيت درلودلی دئ، دغه هيواد د مطبوعاتو
د آزادئ او د اطلاعاتو د خپرولو په ساحه کي هم
ښه ځلانده سابقه لري . لبنان شپاړلس کاله د
کورنيو جګړو او د اسرائيلو د پوځ د پرله پسې او
ظالمانه حملو په وجه تقريباً بيخي ګړوب سوی وو، خو
د تيرو شلو کالو په اوږدو کي چي د جګړې د ختمېدو
او د تايف د لوزنامې نه تيريږي، دغه هيواد اوس
يو ځل بيا خپل ځان سمبالوي او سر را پورته کوي
.
لبنان ته لا د پخوا څخه د نوي نړۍ سره د تماس په
وجه او په دې هيواد کي دچاپ د صنعت د راتګ په
خاطر د مخکښه يو هيواد نوم ورکړل سوی وو، او د
کتاب د چاپ او د خپرونو د خپرېدو د مرکز په نامه
هم يادېدئ . حتی داسي مشهوره متل هم د خلکو په
منځ کي رواج درلود چي ويل به يې « کتابونه په مصر
کي ليکل کيږي، په لبنان کي چاپيږي او په عراق کي
لوستل کيږي !» له همدې کبله لبنان « د عربو د
مطبوعاتود صنعتي پايتخت په نامه هم شهرت درلود .
لاتر اوسه چي دغه هيواد زیات کورني او بهرني
لانجې او جګړې شاته پرې ايښي دي او بحران خېزه
هيواد دئ، خو ددې هيواد مطبوعاتي مرکزونه همداسي
مخکښه پاتي دي . ددې نه علاوه لبنان د طايفو،
مذهبو ، قومونو او د سياسي ګرايشاتو د ډېرښت له
وجهي نه هم د سيمي د اهمو هيوادو څخه دئ چي په
هغه کي د يوه بې نظيره فرهنګي تنوعاتو انداز هم
پکښې ليدل کيږي .
د
لبنان همدغه فرهنګي تنوع او د هغه ترڅنګ تاريخي
قدامت ددې باعث ګرځېدلی دئ چي په دې هيواد کي
قسماقسمه ګوندونه او رنګارنګه فرهنګي مؤسسې او
انجمنونه شکل و نيسي او د خپل ږغ د پورته کولو
دپاره په عربي، انګريزي، فرانسوي او ارمني ژبو په
سلهاوه مجلې او ورځپاڼي او راډيويي او ټلويوزوني
شبکې تاسيس کړي . همدا اوس په لبنان کي د سلو نه
زياتي فعاله ورځپاڼي او مجلې چاپيږي او غیر رسمي
رقم يې و ۵۰۰ عنوانو ته رسيږي .
په لبنان کي د لسهاوو ورځپاڼو په ګډون د لسو په
شاوخوا کي ټلوېزوني شبکې هم فعاليت کوي چي غير له
يوې څخه يې نور ټولي شخصي دي . په دې کتار کي د
ال بي سي
LBC
يا
(Lebanese
Broadcasting Corporation)او
د المنار ټلوېزوني شبکې تر ټولو زيات شهرت لري
. د ال بي سي شبکه د مسيحيانو په جناحو پوري
تړلې يوه شبکه ده چي په خبري او تحليلي برخو کي
خورا غني مطالب او
زيات ليدونکي لري حال داچي المنار شبکه بیا د
حزب الله ويندويه ده . دغه دوې شبکې په واقعيت کي
يو د بل په مقابل کي صف نيولی دئ .
ددې
هيواد د ورځپاڼو څخه د السفير، النهار، المستقبل،
اللواء، الانوار، الديار، الکفاح العربي ،
الانتقاد او نوري زیات لوستونکي لري ، خو د
السفير ورځپاڼه د هيواد په دې ټولو کي زياته
مشهوره ده . د السفیر عربي ژبې ورځپاڼه د ۱۹۷۴ م
کال د مارچ ۲۶ مي راهيسي په لبنان کي د طلال
سلمان لخوا چي د لبنان د مشهوره کيڼ اړخی
ژورناليستانو څخه دئ ، تأسیس سوې اوخپريږي . خو د
کورني جګړو په وجه يو کال ځنډېدلې وه . ورځپاڼه
دسیاسي،اجتماعي، اقتصادي ، فرهنګي او د نړۍ د
روانو حالاتو په برخو کي مغزن خبرونه او تحلیلونه
لري چي په خپل بشر دوستانه موضع سره په عربي نړۍ
کي خاصتاً د ځوان قشر په منځ کي پراخ شهرت لري .
طلال سلمان مخکي تر دې چي د السفیر ورځپاڼه را
وباسي، د «الحوادث» په مجله کي او بيا د« الصباد
» په مجله کي کار کاوه . په السفیر کي د سلمان
سرمقالې چي په روان او ادبي نثر خپريږي د عربي
لیکوالانو په کتار کي تر ټولو بهتريني سرمقالې
ارزيابي سوي او تر اوسه د څو جلده کتابو په شکل
خپرې سوي دي . د السفير په ورځپاڼه کي عربي او غیر
عربي ليکوالان خپل قلم چلوي ، همدغه ځانګړ تيا
ددغي ورځپاڼي خبرونه اوليکني په عربي او ټوله نړۍ
کي زيات لوستونکي ځانته را جلب کړي دي . ورځپاڼي
کوښښ کړی دئ د هر رازي ديني او قومي تمايلاتو څخه
ځان ليري و ساتي او خپل مستقل خط ټينګ کړي . د
السفیر ورځپاڼه د يوې انقلابي تګ لاري په درلودلو
سره زیاتره پر عربي نشنليزم باندي اتکاء لري ،او
خپل ځان په لبنان کي د مقاومت ورځپاڼه بولي کوم
چي تر اسرائيلي ظالمانه حملو لاندي شپې سبا کوي .
دغي ورځپاڼي خپل شعار چي : «السفير د هغه چا ږغ
دئ چي ږغ يې و ځای ته نه رسيږي»، يا ؛ «
السفيرپه نړۍ کي د لبنان ږغ او په لبنان کي د
عربي نړۍ ږغ دئ» ټاکلی دئ .
ددې ورځپاڼي خبريالان په
پاریس، قاهره، لندن، دمشق، عمان، ماسكو،
روم
او
بن
کي فعاليت لري . د السفير ورځپاڼه د هر عربي
هيواد په مطبوعاتي غرفو کي هر سهار تر لاسه
کېدای سي . سره ددې چي د السفير ورځپاڼه يوه قوي
کيڼ اړخې قومي عربي ورځپاڼه ده خو د يکشنبو په
ورځو کي چي د مسيحيانو رسمي رخصتي ده نه چاپيږي .
مأخذونه
:
http://en.wikipedia.org/wiki/As-Safir
http://www.assafir.com/pdf/templatechannelpdf/index.htm
http://www.facebook.com/group.php?gid=2399487346
نوټ :د
کاپي کېدو جواز يې د ليکوال او
د منبع د نوم په
ښودلو سره مانع نلري .
|
|
|
| |
د رسنيود پېژندنې ددې لړۍ د ټولو برخو حقوق د
ليکوال له نامه سره محفوظ
دي .
د ليکوال له کتبي اجازې پرته ددې لړۍ چاپ او
يا په يوه مجموعه كې د هغه بيا چاپ جواز
نه لري.
|
|
|
|
|