|
هدايت الله هدايت
دسمبر -
٢٠٠٩
غربي ډله ايزې
رسنۍ؛ پټ او ښکاره هدفونه
(٢)
|
|
|
| |
څو ړومبنۍ خبري
زما سره لا د پخوا څخه دغه تصور
وو چي خپلو افغانانو او پښتنو وړونو ته د رسنيو د
اهميت او د هغوی د پټو او ښکاره هدفو په اړه د يوه
آغاز په توګه څه معلومات را غونډ او د هغوی سره يې
شريک کړم . زما هدف او اراده داوه چي هغه خلاء چي
په پښتني او افغاني پاڼو کي د دغسي موادو د نه
شتون په هکله موجوده ده ، هغه په يوه نوعه سره ډکه
کړم .
څه موده مخکي زما يوه ليکنه چي
عنوان يې وو « غربي ډله ائزه رسنۍ؛ پټ او ښکاره
هدفونه » تر عنوان لاندي په
تل افغان
http://talafghan.com/socialpolitics/gharbirasanaepatawshkarahadafoona=hhedayat.html
او ځينو نورو وتلو افغاني رسنيو کي
خپره سوه . ما وعده ورکړې وه چي ددې ليکني لړۍ به
جاري ساتم او نوري برخي به هم و درنو لوستونکو ته
وړاندي کوم . خو په مهاجرت کي زما سر درګومه بې
قراره او ناجوړه ژوند زه په داسي ګرداو کي را کښې
ايستی يم چي هغسي چي ما غوښته، هغې لړۍ دوام و
نکړ،خو په دې يې خوښ کړم چي د رسنيو د اهدافو هغه
اصلي پټ او ښکاره ټکي او هدفونه مي چي په
نوموړې ليکنه کي په وضاحت سره بيان کړي وه، زما
پيغام د زياتو افغانانو په زړو لګېدلی وو .
د نړۍ د ورځپاڼو او رسنيو
پېژندنه او په ټولنه کي د هغوی د تأثير په لړ کي
ما د سيمي اونړۍ د عمده او مطرحو ورځپاڼو او رسنيو
په هکله ځيني معلومات راغونډ کړي او په قلم مي راوړي
دي، زه يقين لرم چي دا ځل به هم قدردانه لوستونکي
د هغوی نه خپل مطلب تر لاسه کړي .
ما د رسنيو او ورځپاڼو د معرفت لړۍ
د هند د لوی هيواد نه را شروع کړېده کوم چي په په
سيمه کي د يوه مطرح سوله دوسته هيواد په توګه
حسابيږي او په نړۍ کي د نړۍ تر ټولو ستر
ډيموکراټيک هيواد هم ګڼل کيږي . دغه صفت په حقه د
هند دآګاه ولس او د هغوی د با تدبيره سیاسي
پارټيو او لېډرانو د پاره لوی بری او وياړ هم دی
.
د هندپه لوی هيواد کي دورځي په
زرهاوو چاپي ورځپاڼي او جريدې خپريږي او د
الکټرونيکي خپرونو د وسعت سره سره يې په خلکو کي
خپل محبوبيت ساتلی دی . په هند او دهند غوندي مخ
په وړاندي لوی هيوادو کي د ورځپاڼو شتون او د هغوی
مسؤلانه خپروني د هغوی د پاره حياتي ضرورت دی . د
ورځپاڼو د معرفې کېدو په دغه لومړي آغاز کي د «
هندو» ورځپاڼه معرفي کوم چي د معاصر هند په
راويښېدو او پرګنو ته د حق او انصاف د ږغ په
رسېدو کي يې ښايسته پوره ونډه اخيستېده .
هدايت |
|
|
|
|
«هندو»
«هندو»
(The
Hindu)
په هندکي
د انګريزی ژبي دډېرو مهمو ورځپاڼو څخه شمېرل کيږي
.دغه ورځپاڼه د
۱۲۵ کالو قدامت په درلودلو سره
په هند کي د ټايمز آف انډيا او هندوستان ټايمز ورځپاڼو نه
وروسته دريم مقام لري . «هندو»
په کال۱۸۷۸ کي
د سوبرامانيير
لخوا تأسيس
سوېده او د خپرېدو
او توزیع لوی مرکز
ي دفتر يې دهند په جنوب
چينای ( مدراس) کي
واقع دی . د
«هندو»
ورځپاڼه بيا را وروسته
يعني په کال ۱۹۰۵ کي
د كټسوري
اينګر
لخوا چي د د۱۸۹۵ را هيسي ددې
ورځپاڼي حقوقي مشاور وو رانېول
سوه . ، دهغه کورنۍ تردا اوسه
پوري پر دغي ورځپاڼي باندي خپل مالکيت ساتلی دئ .
د
«هندو»
د ورځپاڼي بنسټ ايښودونکو
د خپلو خپرونو د پاره
دوه
عمده او
بنيادي پرنسيپونه
د خپلي لاري
مشال ګرځولي وه، او هغه دا
چي
تل به د
حق،
عدالت او انصاف
پلوي کوي
.
دغه
ورځپاڼه دخپل تأسيس په لومړي پړاو کي
داوه نيزي په توګه خپرېدله،
خو په کال ۱۹۸۹ کې په ورځپاڼي
واوښتله
. ددغي ورځپاڼي ورځنی تيراژ نن
سبا ديو ميليون
نه زيات نسخو
ته رسيږي چي د
کاله
څه باندير۸۰
مليونه ډالره خرڅلاو لري .
د«هندو»
ورځپاڼه د هند لومړنۍ ورځپاڼه
وه چي
په کال۱۹۹۵ کي يې
په الکټرونيکه توګه
خپلي خپروني پر ليکه
کړې .
نن
د«هندو»
ورځپاڼه په هند کي
د هغو مشهورو
او با
اعتباره
ورځپاڼو په کتارکي
راځي چې خپروني يې د خلکو پر ذهنيتو باندي ډېر ژور
تأثيرکوي ، دغه ورځپاڼه ددې هېواد ددريو لوړ شمېره
لوستونکو په ډله کې حسابيږي . د«هندو»
ورځپاڼه د انګرېزانو د
استعماري
حکومت په دوران کي
د هند دخپلواکۍ د مناديانو د ورځپاڼي په نامه يادېدله، خو
دغه دنده يې په سړه سينه اوددې نه پرته چي
حساسیتونه را وپاروي په آرامي سره پرمخ بېوله .د«هندو»
ورځپاڼي د هماغه لومړنيو شېبو نه پر هند باندي
دانګرېزانو د
ظالمانه
حکومت په
وړاندي
مخالف درېځ غوره کړی وو،
خو دغه دريځ يې هومره سخته دريزه نه وو
چي ماجراجويي دي را وپاروي
. اوس هم د هند خلک و
«هندو»
ته نه يوازي د يوې و تلي ورځپاڼي په سترګه ګوري بلکه
«هندو»
،
دهند دولسي ارمانو
د انعکاس
يوه
هينداره
ګڼي او خپروني يې د خلکو پر افکارو باندي ډېر ژور تأثير
ښندي .
دکال
۱۹۴۷ نه را وروسته کله چي
هند خپله خپلواکي ترلاسه کړه، نو
«هندو»
په ټول هندکي
د خپلو دفترو د پراخولو سره
يوځای د هند په بهر کي
هم خپل دفترونه و پرانيستل تر څو د هندوستان دکورنيو خبرو
تر څنګ بهرنيو خبرونو
ته هم د انعکاس زمينه برابره او هغه ته لاره هواره کړي .
د
«هندو»
ورځپاڼي د خپل
نشراتي
دوران په بهير کې وکولای سو ه چي په تدريج سره د هيڅ
يوې خوا سره خوا وونه نيسي او
د طرف نيولو يا مخالفت نه پرته، داسي يوه شېوه خپله کړي
چي نه یوازی د خپل مخاطب له نظره،
بلکه د مطبوعاتو دکارپوهانو او ناظرانو له نظره هم
«هندو»
په هندوستان کي ترټولو یوه
خپلواکه او آزاد خياله ورځپاڼه و ګڼل سي .خو دغي
رويې
د ۱۹۸۰ لسیزی په ورستيو کي بدلون وموند . د دې لسیزه په
آخره
کلوکي د «هندو»
مالکيت د هغې دکورنۍ د ځوان
نسل د غړو په لاس کي
ولوېد . دغه
د مالکيت انتقال ددې ورځپاڼي په سياسي دريځ کي
هم يو بر آلا بدلون راووست .
نوموړی واقعیت هومره څرګنده وو چي د
worldpress.org
غوندي نامتو انټرنيټي شبکو د «هندو»
ورځپاڼه و کيڼ اړخي
ته ديوې متمایلی ورځپاڼي په کتار کي و دروله .
د
«هندو»
ورځپاڼه هم لکه زیاتره نوري
هندي خپروني د موروثي مالکيت شکل لري . د کال ۱۹۶۵ نه
بیا تر ۱۹۹۱ پوري ددې ورځپاڼي مشرتوب. جی.کسټوري درلود او
د ۱۹۹۱ نه بيا تر ۲۰۰۳ پوري ، را.ان روي او د ۲۰۰۳ جون د
۲۷ می نه آر.ان رام پر غاړه ولوېد
.
د
۱۹۸۰ دلسیزی په ورستیو کي
د «هندو»
ورځپاڼي په فډرال دولت کي
دهغه فساد په رسوا کولو کي
محوري نقش و لوباوه چي
د
دولت
په دننه
کي
یې رخنه کړېوه . دغي ورځپاڼي
د ملي ګټو د اولويت نه ددفاع په روحيه
په خپلو مستنده ګذارشونو کي
په دولت کي
په فساد ککړ لاسونه او مدرکونه په مفصله توګه خپروله .
همدا وجه وه چي
دهغه وخت
حاکم ګوند
په راتلونکي ټولټاکنو کي
ماتي و خوړله .
د
کال
۲۰۰۵
په اکتوبر کي
«هندو»
لومړنۍ ورځپاڼه وه چي
د ولکر په کميټه کي د
پيدا سويو
مدارکو په خپرولو
لاس پوري کړ . دغه مدارک د هغه ادعاوو سره تړاو درلو چي
و عراق ته
يې د
ملګرو ملتو د تيلو په بدله کي د
غذا
په برنامه کي
د فساد او رشوت
درز
رسوا کړ
.
ددې رسوا يي نه وروسته وه چې په هند کي
پراخ تحقيقات تر سره او د هند د هغه وخت د بهرنيو چارو
وزیر نتوار سینګهه په دغه رسوايي کي د لاس درلودلو په خاطر
تورن سو.
د
خبرو او ګزارشو په وړاندي کولو کي
د «هندو» د
ورځپاڼي دقت او ظرافت بې مثاله دئ . په دې ورځپاڼي کي
د هر اړخيزه ګذارشونو
خپرېدل د
«هندو»
په ورځپاڼه کي خاص ځای لري
. هغوی دغه ګزارشونه
د ټولو
ثقه
منابعو او اخځونو سره يک په يکه وړاندي کوي
. د نړۍ والو او کورنيو موضوعاتو په را سپړلو او
هواوارولو کي
او همدارنګه د عناوينو
په ټاکلو کي
د «هندو»
د خپروني ځانګړتیاوی د دې ورځپاڼي وړتيا ته لا نوره
هم جاذبه ورکوي .
د
ګرافيکي فورم د لحاظه د «هندو»
ورځپاڼه
د هند د نورو ورځپاڼو په پرتله زياته سخت ګيره ده او د
پخواني اصولو او قواعدو څخه پالنه کوي، په دې توګه ددې
ورځپاڼي په لومړي مخ کي د اعلاناتو خپرول لا تر اوسه پوري
د زياتو ضوابطو تابع ده .
سره
ددې چې د
«هندو»
ورځپاڼه د خپل ایالت په مرکز کې چاپيږي خو دغي ورځپاڼي ته
هيڅکله د يوې داخلي او يا ولايتي ورځپاڼي په سترګه نه کتل
کيږي،
بلکه هر ځای هم د هند په پايتخت او هم دهغه
نه
بهر د یوې اصلي
ورځپاڼي په توګه د زیاتي پاملرني او توجه وړ
ده
.
په
«هندو»
ورځپاڼه کي
و
خبر ته ځانګړی اهميت ورکول کيږي . داسي هڅه کيږي چي
د هندهيڅ يو کوچنۍ خو مهم خبر
دي
د قلمه ونه لويږي . نن په هند کي
هر څوک چي
د تيري ورځي په پيښو ځان خبروي نو په
«هندو»
ورځپاڼه
کي پسې
ګرځي او هلته يې پيدا کوي چي
دا ددې ورځپاڼي لويه لاسته راوړنه ده . همدا وجه ده چي
نن د
«هندو»
ورځپاڼه
په هند کي
دډېري درنې ورځپاڼي په حيث پېژندل سوېده .
|
|
|
| |
د رسنيود پېژندني ددې لړۍ د ټولو برخو حقوق د
ليکوال د نامه سره محفوظه دي .
د ليکوال د کتبي اجازې نه پرته ددې لړۍ چاپ او
يا په يوه مجموعه کي د هغه بيا چاپ جواز
نه لري.
|
|
|
|
|
|