|
|
|
| |
یادونه :
زما د ناروغۍ او څه کورني مصرفیتو له کبله د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو د پېژندني ددې لړۍ کار د څه مودې راهيسي لږ شاني ځنډيدلی وو، زه ددې ځنډ له بابته د ګرانو لوستونکو او ځوانانو څخه بخښنه غواړم . دادئ ددې لړۍ پاتي برخي به يو په بل پسې په وقفوي توګه خپرې سي. هیله ده چي ددې لړۍ د محتوياتو څخه اړين معلومات تر لاسه سي . ستاسو درنو اوخوږو دوستانو څخه مننه کوم چي زه مو ددې لړۍ و انجام ته هڅولی يم تر څو دغه پیل سوی کار و هغه ټاکلي پړاو ته ورسوم .
هدایت
|
|
|
|
|
د نړۍ د وتلورسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (٢٩) اِن
بي سي


په نيويارک سيټي کي د ان بي سي مرکزي دفتر
د اِين بـي سـي ټـلوېـزونـي
او
راډيـويـي
شـرکـت
(National Broadcasting Company NBC)
رسنۍ چي و هغوی ته د بشري پرمختګ يوه اهمه نمونه
وايي او د پوهو انسانانو موډرنه لاسته راوړنه بلل
کيږي ، نن هغه ته د نړۍ وال کاپيټاليزم تبلیغاتي
اهرم او د هغه دتعریف يو مهم عنصر هم ويل کيږي
. د نن ورځي نامداره او بانفوذه رسنۍ په امريکا
او غربي هيوادوکي د لويو سرمایه دارانو په واک کي
لوېدلي او د ځان په ګټه د نړۍ عامه ذهنيتونه د
خپلو اهدافو په لور تر خپل کنټرول لاندي را ولي
. دغه رسنۍ نن د يوې خوا په اقتصادي عرصوکي محوري
نقش لوبوي او د تجارت په ميدان کي ځان داړيکو او
مشترکي همکارۍ استازی بولي، خو د بلي خوا د
هغوی خپروني ، خبرونه ، ګزارشونه، فيلمونه،
کليپونه او سرګرمياني دخلکو په ذهنيتوکي يو
اطلاعاتي او ايډيالوژيکي محيط ايجادوي او د يوه
نړۍ وال استعماري نظام د ټينګېدو د پاره سیاسي،
اقتصادي او اخلاقي ضد نهادونه جوړوي .
د نړۍ واله رسنيو پرمختيايي پړاوونه د نولسمي
پېړۍ څخه را شروع سوي دي، دا هغه وخت وو چي د
همدې پېړۍ تر پايه پوري د نړۍ زياتي برخي د
اروپايي
هيوادو د
مستعمراتو ساحه وه ، ددغو مستعمراتوڅخه يوه برخه
بیا وروسته امريکا تر خپلي استعماري ولکې لاندي
راوستلې . مطبوعات چي په اول سر کي نوموړي هيوادو
د خپلو داخلي مخاطبانو د پاره طراحي کړي وې،
ددې پسته يې و هغوی ته اجازه ورکړله چي د خپلو
مستعمراتي سيمو د پاره د عادي خپرونو و ماهيت ته
بدلون ورکړي .
د ان بي سي
National Broadcasting Company (NBC) سراسري خپرندويه
شرکت په امريکا کي يوه مشهوره ټلوېزوني او راډيويي
شبکه ده چي د همدغه اهدافو په لوري فعاليت کوي
. دغه خپرندويه شبکه په کال ۱۹۲۶ کي د راک
(RCA) Radio Corporation of America يعني د
امريکا د راډيويي شرکت لخوا چي په امريکا کي د
راډيويي خپرونو لومړنۍ عمده شبکه ده،تاسیس سوه .
ددې خپرندويه شرکت مرکزي دفتر په نيويارک کي د
جنرال الکټريک په شانداره بلډنګ کي موقعيت لري ؛ د
کاليفورنيا په Burbank کي هم مجلله دفتر لري . د
ان بي سي خپرندويه کمپنۍ را وروسته د جنرال
الکټريک لخوا چي په امريکا کي يوه عظيمي کمپنۍ
ده ( General Electric Company, GE) په ۶
ميليارډ او ۴۰۰ ميليونه ډالره رانيول سوه .دغه
شبکه د خپل رنګه لوګو يا سمبول په درلودلوسره د «طاووس
د بُڼکي» په نامه هم ياديږي . . په ۱۹۲۷ کي وو
چي ان بي سي په دوو برخو ووېشل سوه . سور رنګه
برخه يې و موسیقي او تجارتي اعلانو ته جلا سوه، او
آبي رنګه برخي يې خبرونه او عادي برنامې خپرولې .
همدارنګه ان بي سي په ۱۹۳۰ کي يوه بله را ډيويي
شبکه هم د سپين رنګي راډيويي شبکې په نامه په
منځني موجو باندي فعاله کړه .
د ان بي سي
راډيو د خپلو را ډيويي خپرونو تر څنګ د ۱۹۳۸
کال د جولای پر اوله ټلويو زوني شبکه هم په کار
واچوله ، فرانکلین روزولت د امريکا لومړنی جمهور
رئيس وو چي ددې ټلوېزون د کېمرو د لاري يې ځان
و عوامو ته ظاهر کړ . د ان بي سي راډيويي ټرانسميټرونه
د تيري پېړۍ د دېرشمي څخه تر پنځوسمي لسيزي پوري
يعني د خپل طلايي دوران په اوږدو کي د امريکا د
ټولو راډيويي سټېشنو په سر کي ځای درلود، خو د کال
۱۹۵۰ په لسیزه کي دغه حالاتو بدلون و موند. د
۱۹۷۰ کالو په دوران کي وو چي ان بي سي خپل را
ډيو يي اورېدونکي د لاسه ورکول او په عوض کي يې
د ټلوېزوني برنامو شوقيان ډېرېدل . د ۱۹۸۰
په ورستيو کي د ان بي سي را ډيويي خپروني بلکل کم
رنګه او د هغوی اصلي برخي د و سټنګ هاوس الکټريک
په نامه يوه شرکت باندي خرڅي سوې (Westinghouse
Electric Company) .
د ان بي سي
ټلوېزوني برنامې لکه د امريکا دنورو شبکو غوندي
د خپلو بې شماره خپرونو او کانالونو د لاري په
ټوله نړۍ کي د داسي برنامو و تبليغاتي او
ترويجي موادو ته وقف کړي دي چي و هغه ته
امريکايي فرهنګ او يا امريکايي ارزشونه وايي .
د ان بي سي په
ټلوېزوني شبکه کي د خپرونو ترټولو مهمه برخه د
امريکايي فرهنګ او د امريکايي د ژوند د سبک تبليغ
دئ . دغه شاني تبليغات په هغه هيوادو کي چي د خپل
فرهنګي ارزشو څخه ليري ساتل سوي دي ډير ناوړه او
خطرناکه اثرات پرېږدي . . څرنګه چي دغه شبکه د
فرهنګي پلوه د افکارو د کنټرول او هغوی ته د
لوري ورکولو و جريان ته داخله سوې ده د نورو
رسنيو په نسبت د زیات خطر اندېښنې ځني محسوسي
دي . هغه فلمونه او کليپونه چي ددې شبکې لخوا
خپريږي بر الا د امريکا د ذهني او فکري لويي
غوښتني ايډياوي پکښې ليدل کيږي ، او مستقيماً يې
په ټوله نړۍ کي د امريکا مخالفین په نښه کړي
دي . د امريکا په سبک ژوند و عامو خلکو ته د خيالي
رفاه، نامحدوده آزاديو، ډيموکراسي،بې بندوباري ،د
کورنۍ او ټولني د بنيادونو بې ارزښته کېدل او په
هغه کي د ځوانانو څخه لاره او ليکه ورکول، فحش، د
اخلاقیاتو زوال او دپوچ ګراييو معنی ورکوي او د
همدغه طريقې څخه طرفداري ده .
په
حقیقت کي دغه رسنۍ و امريکايي ټولني ته د سرمايې
د لويوغولانو دسياسي افکارو د تبليغ ،ترويج د
سازمان ورکوونکې وظیفه په غاړه لري او د همدې
کانالو د لاري ده چي هم د امريکا په دننه کي
ددې هيواد د نفوسو ۲۵۰ ميليونه نارينه او ښځو ته
خپل فکري ليد لوری رسوي او هم يې د باندنۍ نړۍ
تر خپل چتر لاندي را وستې ده .
د ان بي سي د
ټلوېزوني شبکې ويب سايټ د ۲۰۰۰ کال وروسته په کار
واچول سوه او وروسته يې ډېره وده يې وکړه . دغه
ویب سايټ د ان بي سي زیات فیلمونه، ټلوېزوني
کليپونه، خبرونه او ډېر نور تبلیغاتي څه د
انټرنيټي کاروونکو په واک کي کښېښودل .
لوی دولتونه د
پرګنو او عامه ذهنيت د هيجاني کولو يا اغفالولو د
پاره او يا دا چي پر يوه هيواد باندي د حملې په
خاطر د نورو هيوادو پام ځانته را جلب کړي، رسماً
او بر آلا درواغ وايي . معاصر تاريخ د داسي
ښکروره درواغو زیات مثالونه لري . تر کومه ځايه چي
جګړه د لويو قدرتو د ډيپلوماسۍ په دود بدله سوېده
په دې بهير کي د امريکا رسنۍ او د هغې جملې څخه
د ان بي سي ټلوېزوني شبکه هم د همدغه هدف په لور و
عامه ذهنيت ته فريب ورکوي او د همدې هدف د پاره
هغوی ته مواد برابروي . د ان بي سي په زياتره
برنامو کي په افغانستان او عراق کي د امريکا د
اشغالګرانه جګړو په اړه مثبت تبلیغات کيږي او د او
د هغو ددوام دفاع کوي . عام باور دادئ چي د
امريکا د رسنيو سټراتيژي په واقعيت کي د عمومي
افکارو د تنوير په ځای و هغوی ته انحراف ورکول
دي .
مأخذونه
:
زما خپل
ياداښتونه او دغه لاندي لينکونه :
http://www.nbc.com
http://en.wikipedia.org/wiki/NBC
نوټ :د
کاپي کېدو جواز يې د ليکوال او
د منبع د نوم په
ښودلو سره مانع نلري .
|
|
|
| |
د رسنيود پېژندنې ددې لړۍ د ټولو برخو حقوق د
ليکوال له نامه سره محفوظ
دي .
د ليکوال له کتبي اجازې پرته ددې لړۍ چاپ او
يا په يوه مجموعه كې د هغه بيا چاپ جواز
نه لري.
|
|
|
|
|