د نړۍ د وتلورسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (٢٨) سي بي
ايس

د سي بي ايس خبري او ټلوېزوني شبکه
Columbia Broadcasting System(CBS)
زموږ په زمانه کي د رسنيو تنوع او
د هغوی
قدرتمنده اثر ددي
دوران
د اهمو ځانګړتياوو څخه ده . دغه رسنۍ نن د
انساني ژوند په ټولو برخو کي ځان ښکاره کوی او
په ډېره آساني سره څوک کولای د خبرو او
اطلاعاتو حضور دخپل شخصي ژوند څخه رانيولې بيا تر
ملي او بین المللي عرصو پوري په ټولو خواوو کي
وويني . د رسنيو دا شاني قدرتمنده تأثيرات نن
ددې باعث ګرځېدلي دي چي خبري او اطلاعاتي
نهادونه د غربي دولتو او لويو سرمايه دارانو په
لاس کي ولويږي او د هغه څخه د ګټي د يوې قدرتمندي
وسلې او وسيلې په توګه د ولسو د اغفال او د
هيوادو د هستيو دتر لاسه کولو پاره کارواخلي .
په امريکا کي نن دوه شيان دي چي ددې هيوادخلک يې
د امريکايي ژوند په نامه تر خپل چتر لاندي را
وستي دي، دغه دوه شیان يويې موټر او بل يې
ټلوېزون بلل سوی دئ . ډله ييزي رسنۍ خاصتاً
ټلوېزون د خلکو په ذهنيت کي داسي جادويي اثر
پرېږدي چي دهغوی لوی خاوندان هر هغه څه چي غواړي
هغه ايجادوي ، ځوانان او عام ولسونه په ځان پسې
راکشوي په واقعيت کي نن دا ټلوېزون او ډله
ييزي رسنۍ دي چي په امريکا کي خپل فرمان چلوي
او د رنګارنګه اعلانو او برنامو په تکرار در تکرار
سره هم ګټه کوي، هم و عامه ذهنيتو ته خپل د مطلب
پيغام رسوي او هم فکر کوي د خپل ځان دوام او بقا
يې ورباندي تضمين کړې ده . د مطبوعاتو دغه
سهمناکه رسانه اي شبکې امريکايي ټولنه د يوې کلا
غوندي په خپل دننه کي را کلا بندي کړې او نه
پرېږدي د هغه څخه ځان را وباسي .
په امريکا کي دم درحاله پنځه عمده او تر ټولو
مشهوري ټلوېزوني شبکې فعاليت کو ي چي د هغوی
نشراتي خط د امريکا و عمومي ذهنيت او تفکر ته شکل
ورکوي او د خپلي خوښي په لوري يې رهي کوي . دغه
شبکې د سي اين اين (CNN)
، اين بي سي (NBC)،
سي بي ايس (CBS)،
اې بي سي(ABC)
او فاکس نيوز ټلوېزوني (FOX
NEWS)
شبکې دي . پر دغو شبکو باندي چي دلويو سرمايه
دارانو واکمني حاکمه ده په ظاهره د خپرونو شکل يې
يوه او بل ته ورته والی نلري خو پر دغه مجموعې باندي
يو واحد تفکر امر چلوي . دغه واحد تفکر ددې سبب
کيږي چي په ډېر ظرافت او لوړ کيفيت سره د خپلي
خوښي مفاهيم په مختلفو الفاظو او مختلفو اشکالو و
خپل مخاطب ته و رسوي او يک په يکه يې ددې شبکو د
لاري د هغه په ذهن کي ځاي کړي .
داسي خبري خو ډيري کيږي چي ګواکي په امريکا کي
رسنۍ او د هغې جملې نه سي بي ايس خودمختاري دي ،خو
مخکي تر دې چي د سي بي ايس ټلوېزوني شبکه و
پېژندل سي، ضروري ده چي د رسنيو په تنظيم او
سازماندهي کي د امريکا د ارتباطاتو د فډرال
کميسیون يا (FCC)
The
Federal Communications Commission
په اړه لږ شاني روښني واچول سي . د ياد سوي
کميسيون د فعالیت وسعت او د امريکا د کانګرس لخوا
د هغه څخه ملاتړ،دغه FCC
يې د امريکا په يوه قدرتمنده نهاد باندي بدل کړی
دئ . په واقعيت کي همدغه د امريکا د فډرال
کميسيون دئ (FCC)
چي په امريکاکي د رسنيو فعاليتونه همآهنګه کوي
او هغوی ته سمت ورکوي .
د
فډرال د ارتباطاتو کميسيون
The
Federal Communications Commission (FCC)
په امريکا کي يو
قدرتمنده
دولتي نهاد دئ
چي
ويل کيږي مستقل کار کوي !
نوموړی
کميسيون
په امريکا کي
د امريکا د
۱۹۳۴
کال
د ارتباطاتو د قانون په اساس مينځته راغلی
دئ
. د
کميسيون اصلي
وظيفه د
امريکا د
ايالتي او نړۍ واله
راډيويي، ټلوېزوني،
ماهواره اي او کېبلي
خپرونو
سازماندهي او د هغوی پراړيکو
باندي
نظارت دئ .
د
فډرال د ارتباطاتو کميسيون د پنځو غړو لخوا اداره
کيږي چي د يوې پنځه کلنۍ دورې دپاره د امريکا د
جمهور رئيس لخوا معرفي او د سنا د تائيد
وروسته
اجرائيوي
قوت ته
رسيږي . ددې کميسيون د پنځو غړو څخه يو نفر د
ارشد غړي
په حيث د امريکا د جمهور رئيس لخوا ټاکل کيږي .
دغه کميسيون په خپل تشکيلاتي ساختار کي د
سټراتيژيکو اهدافو د تعیین برنامې او د کلي
سياستو د تحليل اداره هم لري . خو ويل کيږي په
انټرنيټي خدماتو
او په
هغه
پوري دتړلي
ISPs
په کار کي لاس وهنه
نه کوي
!
سي
بي ايس (CBS)د
متحده ايالاتو د رسنيو په حوزه کي تر ټولو پخوانی
نوم دئ ، اکثراًداسي فکر کيږي چي سي بي ايس به
يوازي ويوې خبري ټلوېزوني شبکې ته مختص نوم وي ،حال
داچي سي بي ايس د رسنيو يوه خورا لويه مجموعه ده
چي په هغه کي ډېر نور نهادونه فعاليت کوي . لکه
د سي بي ايس د رسنيو شرکت (CBS
Corporation)،
د سي بي ايس ټلوېزوني شبکه (CBS
Television Network)،
د سي بي ايس ټلوېزوني سټېشنونه (CBS
Television Stations)،د
سي بي ايس ټلوېزوني سټډيو ګاني(CBS
Television Studios (CTS))،
د سي بي ايس بین المللي سټډيو ګاني (CBS
Studios International)،
دشو ټايم ټلوېزوني کانال (Showtime
Networks, Inc)،
د سي بي ايس د فلم جوړولو کمپنۍ (CBS
Films, Inc.)،
د سي بي ايس راډيو (CBS
Radio, Inc.)او
.... داسي نور
د
سي بي ايس ټلوېزوني شبکه په امريکا کي د لومړنيو
ټلوېزوني شبکو څخه وه چي په رنګه شکل يې خپلي
برنامې خپرې کړې . د دغي شبکې دغه اوسنی نوم د
(CBS)
د (Columbia
Broadcasting System)
څخه اخيستل سوی دئ . دغه کمپنۍ د لومړي ځل د پاره
د ۱۹۲۷م کال د سپټامبر په ۲۸ مه خپلي را ډيويي
خپروني شروع کړې، او وروسته يې د ۱۹۴۱ کال په
جولای کي ټلوېزوني شبکه په کار واچوله .
سي بي ايس د ويليم سامويل پالي (William
Samuel Paley)
تر لارښووني لاندي د امريکا تر ټولو لويه را ډيويي
شبکه سوه چي را وروسته بيا
د امريکا د درو مطرحو ټلوېزوني شبکو په کتار کي
راغله . په ۱۹۷۲ کال کي وو چي دغه شبکې خپل اوږد
نوم د ځانه څخه ايسته او يوازي
د سي بي ايس (CBS)
په نامه و پېژندل سوه .
و يليم ايس. کوهن
(
William S. Cohen)
چي د امريکا په کانګرس کي جمهوري غوښتونکی سناتور
او د ۱۹۹۷ م کال څخه بيا تر ۲۰۰۱ پوري د
امريکا د ډيموکراټ ګوند د جمهور رئيس بل کلينټن
په کابینه کي د امريکا د دفاع وزير وو، نوموړی
په ۲۰۰۳ کال کي د سي بي ايس په کمپنۍ کي د
مديره هيئت دغړي په حيث و ګمارل سو . په سي بي
ايس کي د نوموړي ځای پر ځای کېدل په دې شبکه کي تر
ټولو مشهوره چهره وه چي دلته ټاکل سوی وو .
د (CBS)
خبري برخي د يوې څو رسنيزه شرکت په نامه، د نورو
رسنيو د فعاليتو سره د مقايسې وړ نه دي . يعني د
سي بي ايس د فعاليتو اصلي توجه زياتره و فرهنګ
جوړوني او د ټلوېزوني وجذابه سريالو او د
بېلابېلو ټلوېزوني نمايشنامو و خپرېدو ته متمرکزه
ده ، سي بي ايس د همدې لاري د امريکايي فرهنګ د
لېږلو او خپرولو پروسې ته په نوي طريقو او نوي
ظرفتيو سره سرعت ورکړی دئ .
په سي بي ايس کي د« ۲۴ ساعت
«
(24
Hours)
او يا د«سي ايس آی نيويارک» (CSI
NY)په
نامه اوږدمهاله ټلوېزوني سريالونه دي چي حتی د
کال په څو فصلوکي ليدونکي په خپل ځان پسې را
کشوي، د سي بي ايس او د امريکا د نورو مهمو شبکو د
برنامو جريان د هغوی د هدفمنده برنامو ښکارندويي
کوي . د امريکا رسانه ای سیاستونه، درسنيو و لوړ
قدرت ته پاملرنه ي او هغه مهم نقش چي په دې
ورستيو کلو کي هغوی پيدا کړی دئ ، هري کمپنۍ ته
لا مخکي تر مخي خپل مسؤليتونه ورته ټاکل سوي دي
او پخپله مشخصه حوزه کي فعاليت کوي .
د روان کال (۲۰۱۰ ) په جولای کي د راسموس په
نامه د ټول پوښتني يوې امريکايي مؤسسې د امريکا د
خلکو څخه په ټليفون کي د امريکا د ټلوېزوني برنامو
په هکله دغه پوښتنه کړې وه «چي ستاسو په نظر د
امريکا د ټلوېزوني چينلو برنامې مناسبي دي که يا؟»
په کلي توګه په سلو کي ۵۷ کسانو ټلوېزوني برنامې
نامناسبه و ګڼلې، ۳۱ په سلوکي مناسب او په سلو کي
۱۲ تنو د نه پوهېږم ځواب ور کړی وو .
همدارنګه دغه پوښتنه يې هم کړې وه چي ستاسو په
نظر د امريکا په ټلوېزوني برنامو کي د محتوی اصلي
مشکل په څه شي کي پروت دئ ؟ په ځواب کي په سلو
کي ۳۹ د خشونت او درندګيو څخه سر ټکولی وو، په سلو
کي ۳۶ د جنسي مسائلو څخه ناخوښي څرګنده کړې وه او
په سلو کي ۹ تنو د کفري محتوی بدعتونه يې په
ټلویزوني خپرونو کي تر ټولو لوی مشکل ګڼلی وو.
مأخذونه :
زما خپل ياداښتونه او دغه لاندي لينکونه :
http://www.cbsnews.com/
http://www.cbs.com/
http://en.wikipedia.org/wiki/CSI:_NY
http://en.wikipedia.org/wiki/CBS
http://en.wikipedia.org/wiki/CBS_Radio_Network
http://en.wikipedia.org/wiki/CBS_Corporation
http://www.cbscorporation.com/
نوټ :د
کاپي کېدو جواز يې د ليکوال او
د منبع د نوم په
ښودلو سره مانع نلري .
|
|
|
| |
د رسنيود پېژندنې ددې لړۍ د ټولو برخو حقوق د
ليکوال له نامه سره محفوظ
دي .
د ليکوال له کتبي اجازې پرته ددې لړۍ چاپ او
يا په يوه مجموعه كې د هغه بيا چاپ جواز
نه لري.
|
|
|
|
|