د
٢٠١٠
م
کال
د
سپټمبر٢٨مه
د
نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (٢٧) فاکس
نيوز

د فاکس نيوز ټلوېزوني شبکه
« رسني به ممکن موږ ته و نه وايي څرنګه فکر وکړو،
خو په حيرانوونکې توګه موږ ته تلقينوي چي بايد په
څه شي کي فکر وکړو»
نن
په امريکا کي د چاپي او الکټرونکي رسنيو لويه برخه
د بانفوذه يهودي ميليارډرانو په تصرف کي راغلي
او د همدې لاري و خپلو اهدافو ته د رسېدو د پاره
د پرګنو په ذهنيتو کي کار کوي ، د فرصت لحظې
خلقوي، د هغه څخه ګټه اخلي او په دې وسيله د
امريکا د ټولني و عمومي افکار و ته د خپلو غوښتنو
په چوکاټ کي و هغه ته لوری ورکوي .
د سخت دريزه يهودانو د ذکاوت داهمه خواصو څخه
يو هم دادئ چي هغوی تل د نړۍ د قدرت په مراکزو کي
خپل نفوذ ساتلی اوبس هماغلته يې و ځانته هدفونه
ټاکلي دي . هغوی د نورو عرصو تر څنګ د نړۍ پر
عمده رسنيو باندي د ځان د حاکميت په قابليت باندي
ښه ترها پوهيدلي او دادئ نن يې د امريکا او نړۍ
د رنګارنګه او بانفوذه رسنيو ښارګونه په خپله
ولکه کي را وستي دي . دوی اوس په دې حوزه کي
ديوې اثرناکه حاکمي او قدرتمندي وسيلې په توګه ځان
و ميدان ته را ايستلی او دهغه څخه د خپلو استعماري
اهدافو د تحقق دپاره د کارنده وسلې په توګه ګټه
اخلي .
د فاکس نيوز خبري شبکه (FOX
News Channel)
په امريکا کي يوه مشهوره او موډرنه کېبلي
ټلوېزوني رسنۍ ده چي د فاکس د سرګرميو د ګروپ
لخوا(FOX
Entertainment Group)
په کار لوېدلې ده او اصلي آرګا و بارګا يې په لاس
انجلس او کالیفرنيا کي موقعيت لري . دغه مجتمع د
نيوز کورپ
News Corp
يا نيوز کارپرېشن
News
Corporation
يوه برخه ده چي په امريکا کي يې د رسنيو يوه
عظیمه مجموعه په ځان کي را مروړلې او مالک يې
اسټرليايي الاصله ميليارډر روپرټ مرډاک (Rupert
Murdoch)
دئ .
روپرټ مرډاک په خټه يهود دئ ، تحصیل يې په
انګلستان کي تکميل کړی دئ خو اوس په امريکا کي
اوسيږي .
نوموړی
نن سبا د نړۍ د رسنيو د سزار په نامه ياد يږي
چي په دې عرصه کي د نړۍ خبري او تبليغاتي داسي
پېچلي شبکې يې په لاس کي نيولي اورهبري کوي چي يو
سريې په امريکا بل يې په انګلستان ، بل يې په
اسټرليا او اسیا کي قرار لري .په واقعيت کي د
همدې قارو سیاسي او غیر سیاسي تبليغاتي نبض د
همدغه رسانه ای غول په لاس کي دئ .
د ۱۹۸۰ يمي لسيزي په پيل کي کله چي روپرت مرډاک
په تصويري او صوتي رسنيو کي د خپل نفوذ او قدرت و
وسعت ته مخ کړ ، پرېکړه يې وکړه درسنيو يو پراخ
بنسټه شرکت، د نيوز کورپ
News Corp
يا نيوز کارپرېشن (
News Corporation)
په نامه افتتاح کړي . سره ددې چي مرډاک د
ټلوېزوني شبکو په عرصه کي زياته سرمايه ګزاري
درلودله خو ددې شرکت په تأسیس سره يې ګويا د
رسنيو په ساحه کي وخپل جغرافيايي قلمرو ته لا
نور هم وسعت ورکړ . په امريکا کي ددې شرکت د لاري
د فاکس په نامه د ټلوېزوني شبکې خپرېدل د مرډاک
ترټولو يو پر مصرفه او تاثیرناکه اقدام وو .
د مرډاک نيوز کورپ يا نيوز کارپرېشن چي
د رسنيو يوه پراخه مجموعه ده ،د
والټ ډيزني نه وروسته د نړۍ د رسنيو تر ټولو لويه
کمپنۍ ده چي د ورځپاڼو، مجلو، ټلوېزوني شبکو، را
ډيويي سټېشنو ، د هاليووډ د فیلم جوړولو په لويه
انډسټرۍ کي د شلمي پېړۍ د فاکس فلم (20th
Century Fox Film)
مشهوري سټډيوګاني ، د چاپي مطابعو يوه لويه
مجموعه، انټرنټي شبکې او ډېر نورو زیات نهادونه
په خپل ځان کي را ټول کړي دي او پرهغو باندي تسلط
لري . مرډاک نن د نړۍ د رسنيو په نړۍ وال
ميدان کي هر ځای ځانته ځای او بازار لټوي .
د مرډاک نيوز کورپ شرکت په ټوله نړۍ کي د
نيويارک پوسټ» ، «وال سټريټ ژورنال» د لندن «
ټايمز» په ګډون ، د ۱۷۵ نه زیاتي مشهوري
ورځپاڼي، ۶۰ ټلوېزوني شبکې او ۴۰ مجلې تر خپلي
ادارې لاندي لري . په اسټرلياکي د ددې هيواد درو
ورځپاڼو څخه دوې ورځپاڼي د ده مالکيت دئ، په
نيوزيلنډ کي د ورځپاڼو د تيراژ تقریباً نيمه برخه،
د مرډاک ده، او په انګلستان کي د هر درو ورځپاڼو
څخه يوه د نوموړي په واک کي ده . نيوز کار پرېشن
په انګلستان کي د «ويليام کالینز» (William
Collins)
او په امريکا کي د هارپر اينډ راو (Harper
& Row)
لويو غولپیکره مطابعو ملکيت په لاس کي لري . دغه
بیا را وروسته د هارپر کالینز (HarperCollins)
دطباعتي شرکت په نامه و نومول سو. نن
مرډاک په هر
څه کي لاس لري، د سکسي او جنسي مسائلو د اشاعت
څخه را نيولې بيا د انجيل دمقدس کتاب تر
چاپولوپوري . مرډاک د نيوز آف د وړلډ (News
of the World)
ورځپاڼه چي په
انګلستان کي
دسکس اولوڅو عکسود اشاعت اخبار دئ مالک دئ . دغه
ورځپاڼه د ورځي ۴ میلیونه تیراژ لري ، په داسي
حال کي چي په امريکا کي د وانډر ون د انتشاراتو
موسسې لخوا چي هغه هم د مرډاک په ملکيت کي ده
د کاله ۷ میلیونه جلده انجيله چاپوي .!
د فاکس (Fox
News)
د ټلوېزوني شبکې اساس د ۱۹۸۵ م کال د مې په
مياشت کي د روپرټ مرډاک لخوا په نيويارک کي
کښېښودل سو . مرډاک د ۱۹۹۶ م کال په فبرورۍ کي
د امريکا دجمهوري غوښتونکو د ګوند د سياسي
سټراټيژيسټ روجر ايليس (Roger
Ailes)
په همکارۍ د فاکس نيوز
(Fox
News)
ټلوېزوني کېبلي شبکه فعاله او لومړنۍ خپرونه يې
د همدې کال د اکتوبر په اوومه خپره او خپلو ۱۷
ميليونه کېبلي ګډون کوونکو ته و رسول . روجر تر دې
دمخه د ان بي سي(NBC)
په ټلوېزوني شبکه کي د اجرائيوي مديرپه توګه کار
کاوه ، خوددې وظيفې څخه يې د نورو وجوهاتو په
خاطر ځان ګوښه کړی وو. د فاکس ټلوېزوني شبکه
نن په امريکا کي د
ABC
،
CBS
او
MSNBC
څخه را وروسته
د دې هيواد څلورمه مشهوره او اثرناکه ټلوېزوني
شبکه ده. دغه تصويري رسنۍ نن د يوې حرفه ای
شبکې په عنوان ځان مطرح کړی او په ډيرو
پرمختللې او موډرنه ټکنالوژيو باندي ځان مجهزه کړی
دئ . د فاکس ټلوېزوني شبکه په شپه او ورځ کي ۲۴
ساعته خپروني او مختلفي برنامې لري . دغه برنامې
د ورځي ۱۵ ساعته ژوندی يا لايف خپريږي . ددغو
برنامو زیاتي برخي د نيويارک په سټډيو ګانو کي
ثبتيږي چي خورا عالي تصويري کيفيت لري . تېرکال
(۲۰۰۹) دغه شبکې د امريکا و ۱۰۲ ميليونو کورنيو
ته ځان رسولی او نور ډېر نړۍ وال ليدونکي يې هم
ځانته را جذب کړي وه . همدا اوس د نړۍ د ۶۰
څخه په زياتو هيوادو نو کي ددې رسنۍ خپروني و
خپلو ګډون کوونکو ته د کېبل د لاري د نيويارک د
سټډيوګانو څخه رسيږي .
د فاکس خبري ویب سايټ چي د ۱۹۹۵ م کال څخه فعاله
ده، دفاکس نيوز وروستي خبرونه په ليکه کوي . ددې
ويب سايټ محتوی عمدتاً د فاکس د ټلوېزوني پروګرامو
څخه ويډيويي او تصويري کليپونه او ږغي خبرونه يې
بيا د
فاکس د راډيو او د خبري ستونو څخه را
اخيستل سوي دي .
د ۲۰۰۸ په سپټمبر کي د فاکس خبري کانل د «
سټراټيژۍ د خوني» په نامه (The
Strategy Room)يوه
برخه پرانیستله چي په هغه کي ددې شبکې د پخوانيو
مخاطبانو څخه استفاده کيږي . په دغه برخه کي د
هغوی د خوښي
برخه وال په غیر رسمي توګه د ورځي په
خبرو باندي ږغيږي . همدارنګه رسمي بحثونه هم لري
چي د « کار د ساعت » (Business
Hour)
، «خبرونه د يو نظرسره» (News
With a View)
او « د خدای سره خبري» (God
Talk Hours)
په برنامو کي وړاندي کيږي .
د فاکس نيوز د سټلايټ ټلوېزوني شبکه او په
مجموع کي د نيوز کورپ د شرکت د کړنلاري هدف او
ماموريت د نړۍ و هر کونج ته په اصطلاح د
امريکايي « فرهنګ اوارزشونو» لېږدول او د هغوی
رواجول دي
.
د هري رسنۍ او د هغې جملې څخه د فاکس نيوز کاري
فعاليت د هغې پر ايډيالوژيکي باورو باندي اتکاء
لري او درسنيو خبري محتوی هم د هغوی د
ايډيالوژيکي افکارو څخه متأثره کيږي . که څه هم
فاکس نيوز د
بېطرفۍ
ادعا کوي ، خود نورو حوزو په
تناسب د غه ټلوېزوني شبکه د سياست په حوزه کي د
امريکا د جمهوري غوښتونکو سخت دريزه محافظه کارانو
خوا نيولې او د هغوی د ايډياوو د خپرېدو اصلي
منبع ده . فاکس نيوز شبکه تلاښ کوي د زیاتو
هيوادو سیاستونه تر خپل رسانه ای تبليغاتي کمپاین
تر تاثیر لاندي راولي او د امريکا د محافظه
کارانو تفکرات په ټوله نړۍ کي تبلیغ کړي . هغه
ټولپوښتنه چي د کال ۲۰۰۹ په اکټوبر کي د
PEW
لخوا خپره سوه، فاکس نيوز د امريکا تر ټولو
ايډيالوژيکه او تر ټولو محافظه کار ه خبري شبکه
ښودل سوې وه .
په کال ۲۰۰۴ کي د روبرټ ګرين والډ
(Robert
Greenwald)
په نامه ليکوال چي د مستنده فلمو ډاېرکټر او
جوړونکی دئ ، « د ژورناليزم پر ضد د روپرټ مرډاک
جګړه » (Rupert
Murdoch's War on Journalism)په
نامه يو مستنده فلم جوړ کړ. په دې فلم کي نوموړي
د ژورنالیسټ جان موډي
(John
Moody)
چي
د فاکس نيوز د عالیرتبه کارمندانو څخه وو،د هغه
دشخصي ياد داښتو څخه استفاده کړېده، هغه وايي چي
د فاکس نيوز د ټلويوزوني شبکې خپروني په امريکا کي
د محافظه کارانو د ډلي يعني د ( جمهوري غوښتونکو)
د فکري خط څخه ريښه اخلي او تلاښ کوي چي دپيښو
او خپلو خبري خپرونو محتوی د همدې فکري خط په
چوکاټ کي ځای ا و هغه ته بدلون ورکړي . نوموړي د
موډي د قوله ادعا کړېده چي په فاکس نيوز کي
جمهوري غوښتونکو محافظه کارانو ريښې غزولي دي او
تلاښ کوي چي په خبرنو کي د پيښو و محتوی ته بدلون
ورکړي . هغه د نوموړي د وروستي کتاب په مقدمه کي
چي په کال ۲۰۰۵ کي چاپ سوی وو، د فاکس نيوز په اړه
و دغه ټکي ته پاملرنه کړېده او ليکي چي« کوم څه چي
زه يې هېښ کړی يم هغه داچي د نقد په حوزه کي فاکس
نيوز شبکې بيخي لږ څه نوشته کړي يا توليد کړي دي
... فاکس نيوز سیاسي جهت ګيري لري او بر الا د
جمهوري غوښتونکو فکري خط تعقيبوي . په واقعيت کي د
جمهوري غوښتونکو د نيو محافظه کارانو او فاکس نيوز
تر منځ بر آلا اړيکي سته خو د هغو په باره کي هيڅ
هم ندي خپاره سوي » .
ددې نه علاوه د زياتو څېړونکو په باور د فاکس
نيوز خبري رسنۍ د هغه نشراتي شعار څخه چي خپل
ځانته يې ټاکلی دئ ، يعني « ناپېيلتوب او تعادل»
(Fair
& Balanced)
او يا « موږ ګزارش ور کوو، تاسو تصميم و نيسی »
(.We
Report. You Decide)
، د هغه په خلاف عمل کوي . فاکس نيوز د خبر
رسولو په برخه کي د خپلي بر الا جهت ګيرۍ په
خاطر
تر زیاتو انتقاداتو لاندي راغلی دئ . د دغي شبکې
څخه زياتره انتقادونه د کوچني جورج بوش د جمهوري
رياست په دوران کي د امريکا د سخت دريزه محافظه
کارانو څخه کېدله . د رسنيو د خبره ګانو په عقيده
فاکس نيوز هيڅکله هم خبري واقعيتونه تر خلکو
پوري نه دي رسولي بلکه هغه څه چي خپاره کړي يې
دي د بوش او سپيني ماڼۍ ډيکټې او يا د سخته دريزو
محافظه کارانو د رضايت د حاصلولو د پاره وې .
پر عراق باندي د امريکا د ظالمانه پوځي يرغل په
جريان کي (۲۰۰۳ کال) يو د هغه مواردو څخه چي فاکس
نيوز خپل ځان د رسنيو دکارپوهانو تر مستقیم
انتقاداتو لاندي راوستی وو، هغه ددې رسنۍ
جانبدارانه موضع ګيري وه چي د کوچني بوش د جګړه
ماري ادارې د پاليسيو څخه يې الهام اخيست . فاکس
نيوز د عراق د جګړې په جريان کي په خپلوګزارشو
کي بر الا د خبر دانحصار او په هغه کي د
لاسوهني کردار اداء کړی وو . په دغه جګړه کي د
فاکس خبريالانو يکطرفه ګزارشونه تهيه کړي او زياتر
ه خبرونه يې عوض ددې چي راساً خپاره سي هغه به
يې د امريکا و پوځي مقاماتو ته راجع کول ، په
خپلو خپرونو کي به يې د هغوی په ډيکټه لاس وهنه
کوله او د امريکايي عسکرو د تلفاتو دقیق رقم به
يې نه ښوده . را وروسته په خبر کي دغه د
عينيت او سلاميت مسئله د مخاطبانو لخوا تر جدي
پوښتني لاندي را غله .
د تېر کال (۲۰۰۹) په سپټامبر کي د اوباما د دولت
او فاکس نيوز تر مينځ هم يو غير رسمي اختلاف را
منځته سوی وو ، دهمدې اختلاف په وجه وو چي د
امريکا جمهور رئيس بارک اوباما پرېکړه کړې وه د
فاکس نيوز د شبکې نه ماسېوا ځان د نور ټولو
رسنيو په برنامو کي ظاهر کړي . دغه کار په
واقعيت کي د هغه مخالفت او منفي جهت ګيرۍ په
ځواب کي عکس العمل وو چي فاکس نيوز د اوباما د
صحي خدمتونو د پېشنهادي برنامې په وړاندي
څرګندکړی وو. حتی د اوباما د مشاورينو څخه يو
کس ويو ايس نيوز
(US
News) ته ويلي وه چي د اوباما د جمهوري ریاست په دوران
کي سپينه ماڼۍ هيڅکله هم د فاکس نيوز په خبري
بولټنو کي په منصفانه توګه نه وه منعکسه سوې .
وروسته بيا د سپيني ماڼۍ مقاماتو فاکس نيوز ته د
يوې «غير خبري شبکې» نوم ورکړ او ويلي يې وه چي «
فاکس نيوز شبکه د يوه پلټونکي همکار په توګه د
جمهوري غوښتونکود ګوند د ارتباطي بازو په حيث عمل
کوي » .
د افغانستان او عراق په ظالمانه جګړو کي دډله ييزه
رسنيونقش او د هغوی اهميت هغه وخت د عوامو د
قضاوت په تله کي راغلی چي خپل جانبدارنه ګزارشونه
يې و ټولو ته رسوا سول . د متحده ایالاتو د رسنيو
جګړه او د واقعي تصوير په نه ارایه کولو او د
خپلو مخاطبانو د اعتماد په جذبولو کي شرمناکه
کارنامه شاته پرې ايښېده . ددې جګړو د اثراتو
څخه يوه دا هم وه چي امريکا د خپلو رسنيو و
وجهي ته چي د ډيموکراسۍ څلورم رکن بلل کيږي، يوه
سنګينه ضربه ورکړه . رسنيو په دې ناروا جګړو کي
خپل اعتبار له منځه يووړ، داځکه چي خپل تحلیلونه
يې د درواغو اوجعلي شواهدو پر اساس او ددې جګړو د
سازمان ورکونکو د ګټو پر مبنا عیار کړي وه .
نن په کلي توګه په امريکا کي د ډله ييزي رسنيو
مهار د روپرټ مرډاک غوندي څو د ګوتو په شمېر
امريکايي شخصي کمپنيو په لاس کي راغلي دي . هغه
احصائيه چي مطبوعاتي کارپوهانو وړاندي کړېده د
غرب د ډله ييزه رسنيو په
سلو کي ۷۰ اختیار د
يهودي بانک لرونکو او لويو سرمايه دارانو په لاس
کي دي . ۲۵ ٪ يې د څو مليتيزه کارټلان ، د
بانکو مالکان او ټرا سټان کنټرولوي ، يوازي ۵
٪ يې ډموکراټان او ملي ګرا عناصر اداره کوي چي
هغه هم د مشکلاتو له بابته يې دموادو کيفيت او
تخنيکي ظرافت په ضعيف حالت کي قرار لري . پر
رسنيو باندي دغه شاني يوه سرطاني پېچلې انحصاري
شبکه په نړۍ کي د هيوادو د لاندي کولو د پاره
استعماري او امپرياليستي اهداف تعقيبوي .تر هغو
چي په رسنيو باندي دغه شاني غير طبيعي انحصار
موجود وي عوام د هغوی و ټولو محصولاتو او د خبرو
د خپرولو و طريقې او موادو ته د شک په سترګه
ګوري ، دا ځکه چي ددغه عظیمو کمپنيو اولنی هدف په
امريکا او نړۍ باندي اقتصادي او فرهنګي بابايي ده
نه د کره اطلاعاتو رسول .
دغه کوچنۍ اقليت داسي پريکړي کوي او داسي
تبليغاتي هدفونه ټاکي چي د خلکو د بنيادي ګټو سره
تضاد لري . دغه د رسنيو مالکان دي چي و ټولني
ته وايي په کومو شيانو بايد وپوهيږي او کوم شیان
بايد تر هغوی و نه رسیږي؛ کومي پيښي بايد ورته
ګزارش سي او پر کومو باندي تله تېره کي؛ کومي
ديدګاوي بايد و ارزول سي؛ کوم سياست دان باید
شایسته، امين ، د اعتماد وړ او توانمنده معرفي کړل
سي او کوم بل يې بيا بدنامه، کډو، بې صلاحيته،
خطرناکه، افراطي او متعصبه و بولي . دغه کار ښيي
چي د همدغه کوچني اقلیت قدرت تر يوه صدراعظم يا
د هغه تر کابينې لا هم زیات دئ . دغه اقليت و
عمومي افکارو ته شرطونه تعينوي چي سیاستمداران يې
بايد د هغه په چوکاټ کي عمل وکړي؛ هغه ته احترام
ولري او د ټاکل کېدو په صورت کي د هغوی شرايط او
ګټي مد نظر ولري .
برنارد کوهن (Bernard
Cohen)
چي د سیاسي علومو دانشمند دئ ، وايي چي :« رسني
به ممکن موږ ته و نه وايي څرنګه فکر وکړو، خو په
حيرانوونکې توګه موږ ته په اطمينان سره دغه خبره
تلقينوي چي په څه شي کي بايد فکر وکړو» . دا هغه
څه دي چي د امريکا او نړۍ غاصبه ثروتمندان
يې په نړۍ کي دغه شاني تلقیناتو په شیندلو سره د
فاکس نيوز غوندي رسنيو لخوا اجرا کوي او دداسي
نظامو څخه دفاع کوي چي د هغوی بنيادونه پر
ناپوهۍ، درواغو او د خلکو پر اغوا او فريب باندي
ولاړ دي.
مأخذونه او منابع:
http://en.wikipedia.org/wiki/Fox_News_Channel
http://www.foxnews.com
http://en.wikipedia.org/wiki/News_of_the_World
http://en.wikipedia.org/wiki/Rupert_murdoch
http://en.wikipedia.org/wiki/News_Corporation
http://en.wikipedia.org/wiki/John_Moody_(journalist)
http://www.stateofthemedia.org/2005/
http://people-press.org/report/559/
Tuccille, J, (2003), Rupert Murdoch, , New York:
Bread books.
American Journalism Review:
http://www.ajr.org/article.asp?id=4236
Vaughn, S. L. (2007). Encyclopaedia of American
Journalism, CRC Press.
نوټ :د
کاپي کېدو جواز يې د ليکوال او
د منبع د نوم په
ښودلو سره مانع نلري .
|
|
|
| |
د رسنيود پېژندنې ددې لړۍ د ټولو برخو حقوق د
ليکوال له نامه سره محفوظ
دي .
د ليکوال له کتبي اجازې پرته ددې لړۍ چاپ او
يا په يوه مجموعه كې د هغه بيا چاپ جواز
نه لري.
|
|
|
|
|