د
٢٠١٠
م
کال
د
سپټمبر٢٠مه
د
نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (٢٦) USA
TODAY
د يو ايس
اې ټوډې ورځپاڼه


د امريکا په ويرجينيا کي د يو ايس
اې
ټو ډې
ورځپاڼي
مرکزي دفتر
په امريکايی ټولنه کي د عوامو د ذهنيت په اوښتو کي
د ټلوېزون را وروسته ورځپاڼي تر ټولو کارنده اثر
کوي او خورا فايده منه خبري او اطلاعاتي رسنۍ
ګڼل کيږي . په دې هيواد کي هره ورځ نيژدې ۶۰
میلیونه نسخې ورځپاڼي خرڅيږي خو ددې هيواد
خپروني لږ خپلواکي، لږ سيالي او لږ د ټولني د
اکثریت د ګټو استازي دي . په ۱۹۴۵ م کال کي د
امريکا د هر پنځو ورځپاڼو څخه څلور يې مستقل
چلوونکي او خپلواکه مالکان درلودل او زیاترو به يې
په نورمال ډول د خلکو په غوندي خپلي خپروني په
محلي توګه خپرولې؛ خو هغه دوران نور اوبو يووړ .
زیاتره دغه خپلواکي ورځپاڼي د ۱۹۷۰ م کال داو يا
يمي لسيزي تر نيمايي پوري د ځانګړو پيسه داره اشخاصو،
لويو صنعتي شرکتو، او انحصار ګرانو لخوا را نيول
سوې او يا پخپله د همدوی د رقابت په ميدان کي د
مينځه ولاړلې . نن اکثره دغه ورځپاڼي د يوڅو
ګوتو په شمار د لويو شرکتو او د رسنيو د
ميليارډرانو انحصارګرانو په لاس کي لوېدلي دي چي
مسؤل مديران يې ان په سلهاوه او حتی په زرهاو
کيلومتره د هغوی نه ليري ژوند کوي .
يو ايس اې ټوډې
(USA
TODAY)
ورځپاڼي
ته په امريکا کي د يوې سراسري ورځپاڼي په حيث
کتل کيږي . دغه ورځپاڼه په ۱۹۸۲ م کال کي
د ګانت د شرکت
(Gannett
Company)
لخوا خپره
سوه
چي مؤسس يې آلن
ايچ
نيوهارټ
(Allen
H. Neuharth)
نوم درلود . د ګانټ شرکت په ۱۹۰۶ م کال کي د
فرانک ګانټ «
Frank Gannett
» لخوا چي يو جمهوري غوښتونکئ بانفوذه شخص وو،
جوړ سو . دغه شرکت تر ۲۰۰۳ م کاله پوري ۹۹ ورځپاڼي
او مجلې، ۲۲ ټلوېزوني شبکې په لسهاوه راډيويي
سټېشنونه او يو خبري آژانس درلود
په امريکا کي
د يو ايس اې ټوډې ورځپاڼه
په ملي کچه
د هندوستان د ټايمز آف اينډيا د ورځپاڼي را وروسته
په نړۍ کي
يوه تر ټولو پرفروشه
انګريزي ژبې
ورځپاڼه ده،
خو
زيات خلک هغې ته د يوې
مهمي ورځپاڼي په سترګه نه
ګوري
.
په لومړي سر کي
دغي
ورځپاڼي
د امريکا د نورو وتلو ورځپاڼو
په
تناسب د هفتې په هره ورځ کي،
البته
غير له شنبو او يکشبو ورځو څخه
د څه کم ۲ ميليونه
او دوه نيم لکه نسخو
په چاپولو سره لوړترينه
تيراژ
درلود
.البته
را وروسته دغه رقم تدريجي نزول وکړ چي دم درحاله
يې د تيراژ تازه رقم و يوه ميليون او ۸ لکه
نسخو ته رسیږي .
د يو ايس اې ټوډې ورځپاڼي د خپلو مخاطبانو د
ساتلو او د لانورو د جذبولو د پاره د معاصري
ارواپېژندني او روانشانسۍ ټول ميتوډونه او ظرافت
کاري په پام کي نيولي او په عوامو کي يې د خپل
نفوذ د زياتېدو له پاره په کاراچولي دي . دغه
ورځپاڼي د خپلو ليکنو و خپرېدو ته خاص سبک
ورکړی دئ او په ځانګړې توګه يې د مطالبو و خلاصه
نويسۍ ته زياته پاملرنه کړېده ، مطالب يې د زیاتو
تصاويرو سره يوځای خپريږي . يعني دا چي دغه
ورځپاڼه ساده نثر کاروي او زیاتر ه په خپلو مطالبو
کي د ژبي د قواعدو په رعايت پسې دونه سر نه
ګرځوي . هر پراګراف يې په درو جملو کي خلاصه کيږي
چي دغه ميتوډ د لوستونکو سره مرسته کوي په
آساني سره هغه ولولي او د مطلب پيغام ځيني واخلي
. د همدغه سادګۍ او د مطالبو د آسانه درک په خاطر
دئ چي په عوامو کي هغې ته د مکډونالډ د همبرګر يا
د مک فاسټ فوډ
(Mac
Fast Food)
لقب ورکول کيږي ، او په پسخند سره د غه ورځپاڼه
د
MacPaper
په نامه يادوي .
نن سبا د يو ايس اې ټو ډې ورځپاڼه د امريکې په
ټولو پنځوسو ايالاتو کي د توزیع شبکې لري او
داسي تلاښ کوي چي د نورو امريکايي ورځپاڼو په
مقایسې سره خپل د توزیع خاص ميتوډ وساتي .
دغه ورځپاڼه د امريکا د خلکو څخه د نظر سنجيو په
را ټولو کي هم ځانته زيات شهرت ورکړی دئ . خوپر
دې خبري باندي اتفاق يقيني دئ چي د يوې
ورځپاڼي اهميت او مقبولیت په زيات تېراژ باندي نه
ارزول کيږي ، بلکه زياتره د هغې د مطالبو په کيفيت،
او د ليکوالانو د پوهي او د هغوی په ټولنيز
مقبولیت ، تجربې او شهرت کي نغښتی دئ ،او يا داچي
دغه يا هغه ورځپاڼه د چا د خوا خپريږي او څوک يې
لولي اوپه سیاسي لحاظ د چا ملاتړ کوي دغه
فکټورونه د هغې په شهرت کي اصلي عوامل دي .
ددې سره سره چي د يو ايس اې ټوډې لوړ تيراژ او
زيات شهرت لري خو دغه ورځپاڼه
د ۲۰۰۴ کال په لومړيو کي د يوې لويي رسوايي او
شرم سره مخامخ سوه . حتی ډيرو دغه رسوايي د
امريکا د رسنيو د فعاليت اصلي ماهيت و باله .
خبره هغه وخت و خپل اوج ته ورسيده چي د هغې په
وجه ددې ورځپاڼي دوه کليدي سرغنه کارمندان يعني د
ورځپاڼي لوړ رتبه اډېټره مېرمن کیرن جورجنسن Karen
Jurgensen
او د خبري څانګي ايډېټر هال ريټر
Hal Ritter
د ۲۰۰۴ په اپريل کي استعفاوي وکړلې . رسوايي
هغه وخت را پورته سوه چي ددې ورځپاڼي يو تر ټولو
مشهوره او پخوانی خبريال جک کلي
Jack Kelley
چي
د پوليټزر
Pulitzer Prize
د
جايزې ګټونکی هم وو ،يو جعلکاره خبریال راووت او
ثابته سوه چي نوموړي د ځنځيري جعلکارانو د ډلي څخه
يو اهم غړی وو چي خپل زیات ګزارشونه او خبرونه يې
چي اصلاً واقعیت به يې نه درلود د خپل ځانه جوړ
ول او هغه يې بيا د همدې ورځپاڼي په سر کي
خپرول . جالبه يې لا داچي نوموړي خبريال د
پوليټزر جايزه هم چي په امريکا کي د ژورناليستي
فعاليتو تر ټولو لوړه او باعتباره جايزه ده په کال
۲۰۰۱کي د يوه غلط جنګي راپور په وجه تر لاسه کړې
وه . نوموړي په درواغو ځان په بيت المقدس کي
د يوې انفجاري ځان وژونکي صحنې ناظر ګڼلی او هغه
يې و لوستونکو ته معرفي کړی وو، حال داچي نوموړی
کس اصلاً ځان وژونکی نه وو .
جک کلي د دوولسيزو په جريان کي د يو ايس اې
ټوډې د يوه وتلي ستوري خبریال په حيث د نړۍ و
مختلفو برخو ته سفر کړی وو، د ۳۶ هيوادو د مشرانو
سره يې مصاحبې کړي وې او په لسهاو د جګړو خبرونه
يې په خپلو ګزارشو کي خپاره کړي وه . هغه په همدغه
ورځپاڼه کي د ۱۹۹۳ کال څخه بيا تر ۲۰۰۳ کلو پورې
په سلهاوه روایتونه، خبرونه او ګزارشونه د خپل
ځانه څخه خلق کړي او د هري پيښي څخه يې جعلي او
خيالي داستانونه را ايستلي او خپاره کړي وه .
هغه ان په خپلو دغه شاني ګزارشاتو کي تر ټولو
درواغجن او تقلبي ګزارش د ۲۰۰۰ م کال د مارچ په
لسمه د کيوبا څخه خپور کړ او په هغه کي يې د
ژاکلين په نامه ديوې ښځي عکس چاپ کړی وو .
نوموړي دغه ښځه هلته د يوه هوټل مستخدمه معرفي کړې
وه چي را ورورسته بيا د يوې غراضه کښتۍ په
ذريعه په پټه را تښتې او د فلوريډا په تنګه کي په
فجيع توګه وژل کيږي . حال داچي دنوموړ عکس ښځه چي
«یامیلټ
فرينانډز»
نوميږي په واقعيت کي ژوندی ده او هيڅکله يې هم
داسي ماجرا نه وه تېره کړې . دغه ښځي د بليک
موريسن په نامه دنوموړي ورځپاڼي يوه بل خبريال
ته دغه خبره روښانه کړه او اعتراف يې و کړی چي
ددغه ګزارش متن بلکل يوه ساختګي ماجرا وه .
په يو ايس اې ټوډې ورځپاڼه کي ددغه جعلياتو
افشا ګري د امريکا د ژورناليزم په افتضاحاتو کي تر
ټولو شرمناکه رسوايي وه چي په هغه وخت کي يې د
امريکا د رسنيو په دننه کي د خلکو د اغوا او
دتبليغاتو واقعي ماهيت څرګند کړ .
ديو ايس اې ټوډې د ورځپاڼي انټرنيټي ويب پاڼه چي
په
۱۹۹۵
م کال کي فعاله سوه و خپلو ليدنکو ته ټولي
خپرې سوي مقالې په ليکه کوي او همدارنګه په هره
دقيقه کي نوي خبري مطالب ور سره يوځايوي خو د
آرشیف و مقالو ته يې لاس رسي يوازي د پيسو په
بدل کي ممکنه ده .
مآخذونه : زما خپل ياداښتونه او دغه لاندي
لينکونه؛
http://en.wikipedia.org/wiki/USA_Today
http://www.usatoday.com/
http://en.wikipedia.org/wiki/USA_Today
http://www.usatoday.com/news/2004-03-18-2004-03-18_kelleymain_x.htm
http://en.wikipedia.org/wiki/United_States_journalism_scandals
http://en.wikipedia.org/wiki/Gannett_Company
http://en.wikipedia.org/wiki/Al_Neuharth
نوټ :د
کاپي کېدو جواز يې د ليکوال او
د منبع د نوم په
ښودلو سره مانع نلري .
|
|
|
| |
د رسنيود پېژندنې ددې لړۍ د ټولو برخو حقوق د
ليکوال له نامه سره محفوظ
دي .
د ليکوال له کتبي اجازې پرته ددې لړۍ چاپ او
يا په يوه مجموعه كې د هغه بيا چاپ جواز
نه لري.
|
|
|
|
|