د
٢٠١٠
م
کال
د
سپټمبر
١٦مه
د نړۍ د وتلو
رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (٢٥) ډېلي ټيلګراف
د
ډېـلي ټيـلـګـراف ورځپـاڼـه

د ډېلي ټلګراف ورځپاڼه
(The Daily Telegraph)
په انګلستان کي د نام و نښان ورځپاڼه ده چي په
لندن کي خپريږي ، دغه سهارنۍ ورځپاڼه ددې هيواد
د دروو مهمو ورځپاڼو په کتار کي راځي چي په کال
۱۸۵۵ کي د
Colonel Arthur B. Sleigh
لخوا تأسیس سوې او په هغه وخت کي د
Telegraph Courier
Daily
په نامه و يادېدله . د غه ورځپاڼه د کره او جالبه
ګزارشو په خپرېدو سره ډېر ژر د انګرېزانو د
پاملرني وړ وګرځېدله .
ډېلي ټلګراف ورځپاڼي په لومړي سر کي و ټولنيزو
موضوعګانو ته زیاته پاملرنه درلودله، خو را وروسته
يې اقتصادي او صنعتي برخو ته هم پام واوښت ، مفصل
تاريخي ګزارشونه به يې هره ورځ خپرول څو خپل
مخاطبان ور باندي مصروفه وساتي. په دې ورځپاڼه
کي په شمال اوجنوب کي د امريکا د لانجوڅخه نيولې
بیا د آلمان او فرانسې د څلور کلنو جګړو او
همدارنګه د هسپانيا په جګړو پوري مربوط مفصل
ګزارشونه خپرېدل . په هغه وخت کي دغه شاني مطالبو
خپرول ښه بازار دلود او د مخاطبانو په جذبولو کې
لو ونډه اخيستله . وروسته يې د خپلي ورځپاڼي نيمه
صفحه ودولت او سیاست ته ځانګړې کړه څو د نورو
خپرونو لاره هم ځانته خلاصه کړي تر څو خپله ګټه
زیاته او د مطلب خبره هم و خپلو لوستونکو ته
ورسوي .
دد غي ورځپاڼي مخاطبان زياتره د انګليسي ټولني
هستمن او بډای خلک دي او په اوسني وخت کي د سیاسي
لحاظه محافظه کاره يوه ښئ اړخي موضع لري . ورځپاڼه
د برتانيا د محافظه کار ګوند (Conservative
Party
) د رهبرۍ سره شخصي اړيکي لري او د محافظه
کارانو د فعالینو په کړيو کې
خپل پراخ نفوذ ساتلی دئ .
ددې ورځپاڼي کاري برنامه خاصتاً هغه برخه يې چي
د سلطنتي کورنۍ په ورځني فعاليتوپوري اړه لري
ډېره ډکه ده . بله برخه يې چي زیاته خندنۍ ده
د مټ
Matt
په نامه ياديږي او د ورځپاڼي په لومړي مخ کي
چاپيږي هغه هم زیات لوستونکي لري . ددې ورځپاڼي
مالک تر ۲۰۰۴ پوري د مطبوعاتو قدرتمنده شخص
کاناډايي تجار کنړاډ بلک
Conrad
Black
وو .
کنراډ چي د يوې يهودي ښځي سر يې واده کړی دئ يو
وخت ويلي وه چي « د ورځپاڼو مسؤل مديران هغه وخت
زموږ سره مخالفت کولای سي چي نورنو زموږ کارمندان
نه وي . موږ د پيسوپه زور هغه څوک درولای سو چي د
شا دخوا لغتې و هي. د مامورينو د معاش ورکولو مسؤل
هم زه يم، بناءً دا زه يم چي تصميم نيسم
ورځپاڼه بايد څه شي وليکي او څرنګه اداره سي » .
نوموړي د يوې افتضاح سره د مخامختيا په وجه د
هماغه کال په جون کي د
ټلګراف ګروپ لميټډ(Telegraph
Group)
چي د هالينګر انټرنېشنل (Hollinger
International)
يوه برخه وه خرڅه او د په انګلستان کي د بارکلي په
نامه مشهوره بانک لرونکو
ميليارډر غبرګوليان وړونو ډيويډ بارکلي
David Barclay
او فډریک بارکلي
Frederick Barclay
په
۶۶۵ میلیونه سټرلنګ پونډه را نياوه .
دغه د ټيلګراف ګروپ د ډېلي ټيلګراف (The
Daily Telegraph)،
سنډې ټيلګراف (Sunday
Telegraph)،و
يکلي ټلګراف (Weekly
Telegraph
) او د سپيکټيکر(The
Spectator)
يا نندارچي په نامه
مجله هم خپروي .
ډيلي ټيلګراف په اروپا کي د انګلستان لومړنۍ
ورځپاڼه وه چي په کال ۱۹۹۴ کي يې انټرنيټي
ويبپاڼه د الکټرونيک ټيلګراف (Electronic
Telegraph)
په نامه را وايستله او د عامه سنجش له رويه ويل
کيږي چي دغه سايټ په خپل نوع کي کامل ترينه سايټ
دئ چي د ورځپاڼي ټوله مطالب پکښې ځای کيږي .
ډېلي ټيلګراف د انګلستان څخه علاوه په اروپا،
اسټراليا او افريقا کي هم زيات لوستونکي لري ،په
داسي حال کي چي په فايننشل ټايمز او وال سټريټ
جورنال ورځپاڼو کي د تجارت او اسهامو خبرونه زیات
خپريږي په دې ورځپاڼه کي هم د اسهامو په اړه
بهترین خبرونه سته او د مطلب خلک او منابع خپله
استفاده ځيني کوي . ددې ورځپاڼي تيراژ د ۸ لکو او
۱۳ لکو نسخو په شاوخوا کښته و پورته په نوسان کي
دئ . ډېلي ټيلګراف د انګلستان وروستۍ ورځپاڼه ده
چي د خپل چاپ غټ فورم يې لا ترواسه ساتلی او نه يې
دئ ايسته کړی .
مأخذونه
:
http://en.wikipedia.org/wiki/The_Daily_Telegraph
http://www.telegraph.co.uk/
http://en.wikipedia.org/wiki/Hollinger_Inc.
نوټ :د
کاپي کېدو جواز يې د ليکوال او منبع د نوم په
ښودلو سره مانع نلري .
|
|
|
| |
د رسنيود پېژندني ددې لړۍ د ټولو برخو حقوق د
ليکوال د نامه سره محفوظه دي .
د ليکوال د کتبي اجازې نه پرته ددې لړۍ چاپ او
يا په يوه مجموعه کي د هغه بيا چاپ جواز
نه لري.
|
|
|
|
|