د
۲۰۱۰
م
کال
د
اګست
١٠مه
د نړۍ د وتلو
رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (٢٣) ايکونوميسټ
د ايـکـونـومـيسټ مـجـلـه

ايکونوميسټ (The
Economist)
د انګلستان يوه ژوره
تحلیلي او خبري مجله ده چي په هره هفته کي په
انګرېزي ژبه په لندن کي خپريږي . دغه خپرونه په
واقعي مفهوم سره د
مسلطي
کاپټاليسټي اقتصاداستازیتوب
کوي
او
په غرب کي
و
لیبرالي اقتصاد
ته متمایله تر ټولو افراطي خپرونه ده
چي
د انګلستان او امريکا د ښی اړخي سرمايې نړۍ واله
اهداف او افکار تبليغوي . دغه مجله دخپل
فکري
بنياد پر بنياد په سیاسي، اقتصادي، تجارتي،
مالي، ساينس ، تکنالوجي او هنري عرصو کي په
لوړه کچه تحلیلي خپروني
لري
.
د
ايکونومیسټ
مجله
د
کاپټاليسټي نړۍ د يوې لويي
اقتصادي
ډلي لخوا چي د ايکونوميسټ ګروپ ورته وايي (The
Economist Group)
پرمخ بېول کيږي . دد ې خپروني د سرمايې نيمه برخه
د فايننشيل ټايمز په شرکت پوري اړه لري چي د
پيرسن ال سي (Pearson
PLC)
يوه برخه ده ، پاته يې د هغه ډلوپه لاس کي ده چي
ځانته خپلواکه سهم لرونکي وايي او همدارنګه په
انګلستان کي د روټشيلډ د مشهوري بانکي کورنۍد غړو
(The
Rothschild banking family of England)
سره ده چي کار وبار يې زياتره يهودان پر مخ
بيايي . د ايکونوميسټ د مجلې باصلاحيته مسؤل مدير
د مديره هيئت لخوا ګمارل کيږي چي د هغوی د اجازې
نه پرته يې بل څوک او مرجع د عزل او تبدلېدو
صلاحيت نلري .
د
تاريخي وجهي له رويه و ايکونوميسټ ته چي په
انګريزي ژبه د اقتصاد پوه معنی ورکوي ، د يوې
ورځپاڼي په حيث کتل کيږي حال داچي دغه خپرونه هره
ورځ نه چاپيږي او د يوې اوونيزي خبري مجلې په
توګه هره هفته پر يوه برېښندونکي او روغني کاغذ
باندي خپريږي .داکونومیسټ په مطالبو کي سياست او
نړۍ وال تجارت مرکزي ټکي دي او د جهاني کېدو يا
ګلوبلازېشن د پروسې ملاتړ کوي، خو دتکنالوژی ، علم،
د کتاب او هنر و معرفت ته هم د خپرېدو ځای لري .
دغه مجله په هر دوو هفتو کي يوه اختصاصي ضميمه هم
خپروي چي د نړۍ د يوې خاصي سيمي يا د تجارت د
يوې خاصي حوزې په هکله ژوره تحليلي څېړنه لري . د
اکونومیسټ مقالې چي اغلباً په زيات تعصب سره ليکل
کيږي په ليکنو کي د ليکوال نوم نه ښوول کيږي،يعني
دا چي څوک نسي کولای په مقالو کي خپل نوم د
ليکوال په حيث درج کړي . حتی په دې مجله کي د مسؤل
مدير نوم لا هم نه خپريږي مګر هغه وخت چي دا
ضرورت پيدا سي، يا داچي د خپل ماموريت په پای کي
نوموړی په خپل نامه يو څه و ليکي .
د ايکونوميسټ مجله د لومړي ځل د پاره په کال ۱۸۴۳
کي د جميز ويلسن (James
Wilson)
لخوا چي يو اسکاټلينډی، ليبراله سياست دان او
اقتصاد پوه وو،خپره سوه . په هغه وخت کي اقتصاديت
يا (Economism)
وهغه څه ته ويل کېدله لکه نن چي و هغه ته مالي
محافظه کاري يا
(Fiscal
Conservatism)
ويل کيږي . ايکونوميسټ هم د اقتصادي لحاظه او
هم د ټولنيز کردار له رويه په کلي توګه ليبراله
چلند لري ، په اقتصادي او ټولنيزو عرصو کي د دولت
د لاس وهني مخالف او د آزاد تجارت او خلاص بازار
څخه ملاتړ کوي ، دغي مجلې دکال په ۱۹۸۰ يمه لسیزه
کي دسخت دريزه محافظه کارانو څخه لکه په امريکا
کي د جمهور رئيس رونالډ رېګن او د انګلستان
صدراعظمه مارګريت ټېچر غوندي واکدارانو څخه د فاع
کوله او د هغه نه مخکي په و يټنام کي د امريکې د
جګړې ملاتړ کونکې وه . د همجنس بازيويا (Gay
Marriage)
څخه چي يو اخلاقي ضد بدعت دئ، هم ملاتړ کوي .
په ايکونوميسټ کي تر ټولو قوي مقالې د خپروني په
پيل کي د
Leaders
ترعنوان لاندي خپريږي . دغه لیکني په عين حال کي
چي مختصري دي خو د خپل تخصص له پلوه مغزن
اطلاعات هم پکښې ځای دي .
د اکونوميسټ د سرمقالو هر ستون و يوې خاصي حوزې ته
مختص سوی دئ . ددې ستونو نومونه دهغوی د محتوی
ښکارندويي کوي . د انګلستان داخلي خبرونه او
موضوعات د بګهوټ (Bagehot
)
په
ستون کي شنل کيږي . دغه نوم د والټر بګهوټ
(Walter
Bagehot)
د نامه څخه اخيستل سوی دئ چي په نولسمي پېړۍ کي د
انګلستان د اقتصاد او اساسي قانون د کارپوهانو څخه
وو، نوموړی بيا د اکونوميسټ د مجلې اولنی مسؤل
مدير هم وو. دغه ستون په انګلستان پوري تړلي
خبرونه او حالات په بر کي لري .
د
چارليمان (Charlemagne)
په نامه ستون و مشهوره چارليمان ته اشاره ده چي
په منځنۍ پېړۍ کي د فرانکانو د امپراتورۍ بنسټ
ايښودونکی وو . په دغه ستون کي خاصتاٌ د اروپا
مسائل څېړل کيږي . د لګزنګټن (Lexington)
په نامه يو بل ستون چي د امريکا د ماساچوسټ په
ايالت کي د يوې سيمي نوم دئ . دغه سيمه په اتلسمه
پېړۍ کي د امريکا د خپلواکۍ د جګړو د شروع کېدو
سیمه وه . په نوموړی ستون کي بیا د متحده ایلاتو
امورات را سپړل کيږي . بل ستون د بټن ووډ (Buttonwood)
ستون دئ چي د نيويارک دوالسټريټ په جاده کي د يوې
درختي و نامه ته نسبت ورکول کيږي چيري چي د
لومړي ځل د پاره به هلته سوداګر او تجاران سره
راټولېدل . دغه ستون هم د امريکا و مالي مسائلو
ته وقف سوی دئ .
د ايکونوميسټ په اينټرنيټي شبکه کي د هفتې اهمي
موضوعګاني را ټوليږي
او د کال ۱۹۹۷ راهيسي د خپلو خپرونو ټول آرشیف
هم پکښې خوندي سوی دئ .
په داسي حال کي چي اکونوميسټ مجله په شپږو هيوادو
کي خپريږي خو د تيراژ په سلو کي ۸۳ يې د انګلستان
څخه د باندي خرڅيږي ، ددې خپروني تيراژ په هفته
کي د يو ميليون او ۶ لکه نسخو په شاوخوا کي دئ چي
نيژدې نيمايي برخه يې په شمالي امريکه کي توزيع
کيږي . په اروپايي هيوادو کي هم خپل زیات شمېر
مخاطبان لري او څه ناڅه ۱۱٪ يې په اسیا کي خرڅيږي
.
د هغه څه نه پر خلاف چي د يوې خبري مجلې څخه څوک
تمه لري د ایکونوميسټ د مجلې تحليلونه او مقالې
سطحي ندي بلکه دهغوی په متن کي د ژورو څېړنو
مجموعه پرته ده چي زیات معلومات او پرحجمه
ارقام او اطلاعات پکښې را ټول سوي دي . داکونوميسټ
مجله د هغو کسانو د زیاتي پاملرني وړ ده چي په
ټولنه کي يې کردار رغنده تأثير لري ، هغوی چي
ځانونه د سياست د بازيو مهمي مهرې او ددې ميدان
اصلي بازيګران ګڼي . د دې د مجلې مقالې په
ظاهره زياتي تخصصي او مسلکي ښکاري خو د موضوعګانو
څېړنه يې په ډېره سلیسه او روانه ژبه روانه ده چي
و خپلو اهدافو ته يې د لوړي سويې د تحصیل يافته
ګانو سره يوځای غیر مسلکي مخاطبان هم ورته را
جذب کړي دي .
مأخذونه او منابع :
http://www.economist.com
http://en.wikipedia.org/wiki/The_Economist
http://en.wikipedia.org/wiki/Rothschild_banking_family_of_England
http://en.wikipedia.org/wiki/James_Wilson_(UK_politician)
نوټ :د
کاپي کېدو جواز يې د ليکوال او منبع د نوم په
ښودلو سره مانع نلري .
|
|
|
| |
د رسنيود پېژندني ددې لړۍ د ټولو برخو حقوق د
ليکوال د نامه سره محفوظه دي .
د ليکوال د کتبي اجازې نه پرته ددې لړۍ چاپ او
يا په يوه مجموعه کي د هغه بيا چاپ جواز
نه لري.
|
|
|
|
|