د
۲۰۱۰
م
کال
د
جون
اوومه
د نړۍ د وتلو رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (۲۱)
ټايمز
آف اينډيا
د
ټـايـمـز آف اينـډيـا ورځپـاڼـه
THE TIMES OF INDIA
د هند
د
مطبوعاتو د
پيل
تاريخ و کال ۱۷۸۵ ته یعنی ۲۲۵ کاله پخواته را ګرځي
. هند
په دې عرصه کي زموږ په سيمه کي
ډېر ستر
او ډيموکراټيک
هيواد
بلل کيږي
.
دهغي
احصائيې
له رويه
چي څلور کاله پخوا ښودل سوې وه په ټول هند کي
۶۲۵۰۰ ورځپاڼي،
مجلې او خپروني سته چي په
۱۲۳ ژبو خپريږي
. ددې
جملې څخه
د ټايمز آف اينډيا ورځپاڼه
په
هند
کي
د مهمو او مطرحه ورځپاڼو څخه
شمېرل کيږي
چي په يوه وخت کي د بمبئي، احمدآباد او نوي ډهلي
په
ګډون د هند په شلو نورو لويو
ښارو کي خپريږي . دغه ورځپاڼه عمدتاً د هند د ملي
دولت د نظریاتو ويندويه
او په حقیقت کي په ملي، سيمه ائزه او نړۍ واله
کچه د
هند د منتخب
دولت د پاليسيو او
کړنلارو د انعکاس
هينداره ده .
د
ټاېمز آف اينډيا ورځپاڼه د نيژدې درې
نيم
ميليونه تيراژ په درلودلو سره نن په هند او نړۍ
کي
د
انګليسي ژبي
د تر ټولو ګڼ شمېره ورځپاڼو په جمله کي
هم راځي
. همدا رنګه په هند کي د ۱۴۰ نه زيات ټلويوزوني
کانالونه
سته چي د
خپلي
خوښي
برنامې خپروي
،
د دې جملې نه ۱۹ يې دولتي او پاتي يې
د شخصي سوداګرو
دي .
د
هند مطبوعات
سره ددې چي زياتره يې د انګليس تر سلطې لاندي
دوران کي په خپرونو پيل کړی دئ خو
د انګليس د استعمار پرضد
يې
د خپل هيواد په وړاندي دمبارزې د مناديانو او
مخکښانو نوم د ځانه سره
ساتلی دئ . دغه بهير
د خپل تاريخ په
اوږدو
کي ډيري لوړي او ژوري تجربه کړي دي . د هند د
پخوانيو ورځپاڼو څخه چي لا تراوسه خپريږي د
«سټېټسمېن
»
(The
Statesman)،
«مومبئي سماچار» (The
Bombay Samachar)،
«ټاېمز آف اينډيا» (The
Times of India)،
«پاېونير»، (The
Pioneer)
«هندو» (The
Hindu)
او «ټريبيون »
(Tribune)
نومېدلای سي چي د هغوی د تاسيس کلونه
د اتلسمي پېړۍ په اوږدو کي يو په بل پسې تر سره
سوي دي .
د
ټايمز آف اينډيا ورځپاڼه په کال ۱۸۳۸ کي د هغه
انګرېزانو
دپاره
چي د هندوستان په لوېديځ کي مېشته وه د هغوی د
خبراوۍ
په هدف
تأسيس سوه . دغه خپرونه په اول سرکي د هفتې دوه
واره د بمبئي ټايمز په نامه په کار پيل وکړ،خو
کله چي يې
امکاناتو
يې
پراختيا
وکړه
او د خلکو
غوښتنه و خپل اوج ته ورسېده نو
په ۱۸۵۱ کي د ورځپاڼي په ډول واوښته .
د
ټايمز آف اينډيا ورځپاڼه د بينيټ کولیمن (Bennett,
Coleman & Co. Ltd.) لخوا چي د رسنيو د
ډلي يو لوی شرکت دئ خپريږي . دغه کمپنۍ د يو شمېر
نورو کمپنيو سره چي هغه ته د ټايمز مجتمع يا(The
Times Group) وايي په هند کي د ایکونومیک
ټايمز
(The Economic Times)، د ممبئي هينداره يا
مېرر(
The Mumbai Mirror)، په هندي ژبه د نوي
بهارت ټايمز (The
Naybharat Times) او په مراټي ژبه د مهارا
شترا ټايمز (
The Maharashtra Times) ګڼ شمېره په هند
کي مشهوري ورځپاڼي خپروي .
د
ټايمز د ګروپ اوسنی منجمنټ يا اداري تشکل د هند
په ژورناليستي ليد لوري کي ځان د يوه لوی بدلون
وسيله ګرځولې ده . لکه د نړۍ په بل هرځای کي، په
هند کي هم د ورځپاڼې اډېټر يعني د سر سړی په
دوديزه توګه په يوې ورځپاڼه کي تر ټولو مهم پوسټ
دئ ، خو د ټايمز آف اينډيا ورځپاڼي د ۱۹۹۰ کال
راهيسي دغه اصل ته بدلون ورکړ او هغه يې د
منجمنټ د کړنلاري پر اصولو واړول . د ټايمز آف
اينډيا سيالي ورځپاڼي د «هندو» (
The Hindu) او هندوستان ټايمز (Hindustan
Times) ورځپاڼي دي چي په دوهمه اودريمه
کټګوري کي راځي .
دغه
ورځپاڼه مخکي د تجارت د ژورنال په نامه پادېدله
او
دا
په دې خاطر وه
چي په هغه کي زياتره اقتصادي او تجارتي خبرونه ،
د پانګي اچوني چمونه او د هند د بازار د پېژندني
مالي ارقام پکښې خپرېدله
. په ۱۸۶۱ کي وو چي دغه خپرونې خپل نوم په ټايمز
آف اينډيا واړاوه . د هند د خپلواکۍ نه وروسته دغي
ورځپاڼي خپله رويه بدله او په نړۍ کي يې دمستقل
هند او د خپلواکه هندي ټولني د لا زياتي پېژندني
هڅي را شروع کړلې . همدغه تګ لوری ددې باعث وګرځېد
چي د ټايمز آف اينډيا ورځپاڼه په يوې نړۍ واله
ورځپاڼه باندي واوړ ي او د نړۍ زيات ولسونه د هغه
سره علاقه و ښيي . د ورځپاڼي دغه شاني نړۍ وال
تحرک او په همدې عرصه کي خپل شتون ددې باعث
وګرځېد چي دغه ورځپاڼه د خپل ځان او د مطالبو د
کيفيت په لا لوړولو او بډايولو کي لا نور هم
تلاښ وکړي .
ټايمز آف اينډيا لکه دهند نوري ورځپاڼي و نړۍ
واله پيښو ته زياته پاملرنه کوي ، خپل د تحريريه
هيئت د کادرو مغزنه برخه يې و نړۍ والو مسئلو ته
ځانګړي سوې او په دې عرصه کي فعاليت کوي ، خو نور
ي موضوعګاني يې هم د پامه نه دي غورځولي . ورزشي،
هنري، سينمايي، کتاب، سیاسي، علمي او اقتصادي
خبرونه او مقالې پرېمانه پکښې خپريږي . د ورځپاڼي
دغه تلاښ تر هغه ځايه مخته تللی دئ چي نن په هند
کي دغې ورځپاڼي ته د روښانفکرانو او تحصيل يافته
ګانو دورځپاڼي په نامه يادوي .
د ټايمز آف اينډيا ورځپاڼه به ښايي په انګليسي
ژبي نړۍ کي لکه د امريکا د وال سټريټ ژورنال، يو
ايس ټوډې او يا د انګليستان د ډېلي مېل ورځپاڼي
غوندي مشهوره نه وي، خو کله چي د تيراژ خبره راسي
نو دغه ورځپاڼه بيا ټوله شاته پرېږدي . د توذيع
په چارو کي د اې بي سي مشهوره د صحيح شمېرلو بېرو
چي هغه ته
(the Audit Bureau of Circulation)
وايي دا خبره تصديقوي چي د ټايمز اینډيا ورځپاڼه
په انګليسي ژبه د ټولي نړۍ تر ټولو زياته
خرڅېدونکې ورځپاڼه ده چي د ورځي ددرې ميليونه
زياتي نسخې اخبارونه خر څوي .
مأخذونه او منابع : زما خپل ياداښتونه او دغه
لاندي لينکونه :
http://en.wikipedia.org/wiki/Times_of_India
http://timesofindia.indiatimes.com/default1.cms
نوټ :د
کاپي کېدو جواز يې د ليکوال او منبع د نوم په
ښودلو سره مانع نلري .
|
|
|
| |
د رسنيود پېژندني ددې لړۍ د ټولو برخو حقوق د
ليکوال د نامه سره محفوظه دي .
د ليکوال د کتبي اجازې نه پرته ددې لړۍ چاپ او
يا په يوه مجموعه کي د هغه بيا چاپ جواز
نه لري.
|
|
|
|
|