د
۲۰۱۰
م
کال
د
می ١٨
مه
د نړۍ د وتلو
رسنيو او ورځپاڼو پېژندنه (٢٠)
فايننشيل ټايمز ورځپاڼه


فایننشیل
ټايمز
Financial Times (FT)
يا مالي ټايمز د انګلستان په اقتصادي حوزه کي يوه
تر ټولو مهمه او مشهوره نړۍ واله ورځپاڼه ده ،
دغې ورځپاڼي د خپل فعاليت د يوې پېړۍ نه زياتو
کلو کي نن
د
تجارت او مالي چارو په برخه کي د انګلستان او نړۍ
د مطرحو او نامتو ورځپاڼو په کتار کي راځي .
فایننشیل
ټايمز د لندن د مالي لارښود
(London
Financial Guide)
تر عنوان لاندي د ۱۸۸۸ د جنورۍ په نهمه د جمز
شرايډن
James Sheridan
او د هغه د ورور لخوا تأسيس او د هماغه کال د
فرورۍ په ۱۳ مه د
فایننشیل
ټايمز په نامه ونومول سوه ، په لومړي سر کي دغه
ورځپاڼه په څلورو مخونو کي خپرېدله .
فایننشیل
ټايمز په
۱۸۹۳ کال کي ددې لپاره چي
ديوې بلي ورځپاڼي څخه چي
د فایننشیل نيوز
په نامه يادېدله
Financial News)
)
او
د ۱۸۸۴ راهيسي خپرېدله، څه توپير ولري نو
په چاپ کي يې د
کاهي رنګه کاغذ څخه کار واخيست
او په هغه باندي يې ځان متمايزه کړ
.
فایننشیل
ټايمز چي کلونه يې په مالي او اقتصادي حوزه
کي د انګلستان د نورو څلور ورځپاڼو سره رقابت او
سيالي درلوده بلاخره لکه د سرمايه دارۍ نظام
نور اړخونه چي په خپلو کي يو او بل ته نغم کيني
،دا هم په دې و توانېدله چي په
۱۹۴۵
کي خپله وروستۍ سياله
د فایننشیل نيوز
ورځپاڼه د ميدانه څخه و باسي .
دغه سهارنۍ ورځپاڼه چي په لندن کي خپريږي د
انګلستان د دولت په اقتصادي سياستو کي تر ټولو مهم
او تاثير ګذاره ورځپاڼه ده . فايننشيل ټايمز
ورځپاڼه په اقتصادي او مالي چارو کي د نړۍ د ددو
لويو او مشهوره ورځپاڼو څخه يوه ده چي د نړۍ عمده
اقتصادي او تجارتي فعاليتونه منعکسوي . هغه
بله ورځپاڼه د وال سټريت ژورنال ورځپاڼه ده چي
فاېننشيل ټايمز يې د ځان اصلي سياله بولي .
نوموړې ورځپاڼه هم د نړۍ دنړۍ د لويو ميليارډرانو
د مالي تبلیغاتو او ورته چارو اورګان دئ چي په
نيويارک سيټي کي خپريږي . فاېننشيل ټايمز ورځپاڼه
د انګلستان د تجارت او اقتصاداو همدارنګه د
انګلستان د بازار و بورس
(۱)
د چارو څخه چي مرکز يې په لندن کي دئ مفصل او
مغزن ګزارشونه خپروي . ورځپاڼه يوه ډيره چټکه او
ډېره غني انټرنيټي شبکه هم لري چي اقتصادي او مالي
خبرونه او ګزارشونه پکښې
په
ليکه کيږي .
فایننشیل
ټایمز د تير کال (۲۰۰۹) د ډسامبر په مياشت کي د
سن ګېج
Cengage
د خپرندويه
مؤسسې
سره يوځای په اقتصادي او سياسي برخو کي خپل د ۱۲۰
کالو د مطالبو او مقالو آرشيف و خپلو مينه والو ته
په خپله ويبپاڼه کي په ليکه کړ . سن
ګېج
Cengage
، ددې ورځپاڼي د تأسيس څخه يعني د ۱۸۸۸ کال څخه
بيا د ۲۰۰۶ کال تر آخره پوري د ۷۹۰ زره صفحو په
حدودو کي
د ورځپاڼي آرشیف
ډيجټالي کړی دئ . دغه آرشیف د سږ کال د جنورۍ د
نيمايي څخه د ګډون کولو او يا رانيولو په صورت
کي دعامه
او
دولتي کتابخانو
په واک کي ايښودل کيږي
.په
دې توګه په دغه پاڼه کي د ورځپاڼي ټولي مقالې د
هغوی د بشپړه محتوياتو سره په جلا جلا توګه لکه
څرنګه چي چاپ سوي وې لټېدلای سي، او د بازار د
اعلاناتو او فهرست سره يو ځای ښکاره کيږي .
فايننشيل
ټايمز د ايکونوميسټ او ټايمز د خبري ورځپاڼو څخه
وروسته دريمه ورځپاڼه ده چي خپل آرشيف يې د
کتابخانو د پاره ډيجيټالي کړی دئ .
دغه
ورځپاڼه معمولاً د خپلو خبرونو لپاره دوې برخي
لري، لومړۍ برخه يې ملي او نړۍ واله خبرونه دي چي
تر خپل پوښښ لاندي يې راولي او دوهمه برخه يې د
لويو شرکتو، بانکو او مالي خبرو ته وقف کړېده .
د فايننشيل ټايمز ورځپاڼه که څه هم د اقتصادي
خبرو، تحليلو او ګزارشو پله يې درنه ده، خو داسي
نده چي په همدې اختصاصي حوزه کي منحصره پاتي سي،
بلکه دغي ورځپاڼي داسي لاره غوره کړېده چي د خپل
اقتصادي ليد لوري پر بنا د ورځي و ټولو ورځني
مسائلو ته ننوزي او ټولنيز او فرهنګي موضوعات هم
پکښې ځای کړي .
د اقتصادي او د نړۍ د تجارتي خبرونو نه علاوه، د
فایننشیل ټایمز د جاذبې يو بل اساسي دليل ددې
ورځپاڼي په غوره او ژورو تحليلو کي هم څوک لټولای
سي . دغه ورځپاڼه د خپل څه کم ۵۰۰ خبريالان لري چي
ددې جملې څخه يې ۱۱۰ تنه د نړۍ په زياتره
مهموتجارتي ښارو کي فعاليت کوي . ورځپاڼه د ورځي
پر مهمو مسائیلو باندي د ورزيده کارپوهانو او
تحليلګرانو لخوا ژوري تحليلي ليکني لري ، ددې
ورځپاڼي سياسي تحليلونه په ټوله نړۍ کي و زیاتو
مينه والو ته دخاصي پاملرني وړ دي ، ان لا ويل
کيږي چي د نظام په ساتلو کي پخپله د انګلستان
دولت هم په خپلو زياتو پريکړو کي د هغه نه الهام
اخلي! .
د ۱۹۷۰ په لسيزه کي تجارت او سرمايې خپل
سرحدونه مات کړل اود ټولي نړۍ د لاندي کولو د پاره
يې ځانونه و غزول، د فايننشیل ټايمز ورځپاڼي هم په
همدې لسیزه کي خپله نشراتي ساحه د پرمختللي
ټکنالوجۍ په کارولو سره پراخه اود کال ۱۹۷۹ د
جنورۍ په لومړۍ نېټه، دغه ورځپاڼه په فرانکفورټ کي
خپره او ددې نه را ورسته يې د يوې نړۍ والي
انګليسي ژبي ورځپاڼي په حيث وپېژندل سوه چي
انګريزي ته يې د تجارت او بزنس د ژبي خطاب وکړ
، او د اروپا، امريکا، اسیا او مينځني ختيځ په
۲۵ ساحو کي يې ځانته د خپرېدو امکانات برابر کړل
. نن دغه ورځپاڼه په څه کم ۵ لکه نسخو کي چاپيږي
، فایننشل ټایمز ډات کام ان لاين ويب پاڼه هم ۱۳
لکه راجسټر سوي ليدونکي لري چي د تجارتي اړخه د
نړۍ تر ټولو د معلوماتو ډک سايټ دئ .
په ۱۹۹۷ کي د فايننشیل ټايمز ورځپاڼي د خپل امريکايي
ايډېشن چاپ په نيويارک، شیکاګو، لاس انجلس، سان
فرانسسکو، ډالاس، اتلانټا، اورلانډو او واشنګټن ډي
سي کي شروع کړ . که څه هم په ۱۹۸۵ کي ورځپاڼه د
لوموړي ځل دپاره د نيویارک د باندي خپره سوې وه .
په ۲۰۰۹ کي ددې ورځپاڼي امريکايي تيراژ څه کم يو
نيم لک نسخو ته رسېدلی وو . د ۱۹۹۸ په سپټمبر کي
فايننشیل ټايمز لومړنۍ انګليسي ورځپاڼه وه چي
پخپله تر انګلستان دننه يې د هغې زیاتي ګڼې
د نړۍ په نورو هيوادو کي خرڅي سوي وې . ددې
ورځپاڼي نړۍ وال د توزیع رقم نيژدې څلور نيم لکه
نسخو ته رسيږي ، حال داچي پخپله انګلستان کي يې
فروش نيژدې ۸۵۰۰۰ نسخې دئ .
دغه ورځپاڼه نور زيات ضمايم هم لري لکه د نړۍ
بورسونه ، د لويو شرکتو او د اسعارو په اړه پراخي
څېړني . او داسي نور چي دغه ټوله بيا د اوونۍ په
پای یعني د شنبې په ورځو کي د يوې پر حجمه
ورځپاڼي او مجلې په توګه خپريږي چي د فايننشيل
ټايمز ويک اينډ
(F.T
Weekend)
په
نامه ياديږي
. ددغه ضميمې په متن کي مالي، تجارتي، اقتصادي،
او اجتماعي ګزارشونه پرېمانه ليدل کيږي چي
تيراژ يې کله تر عادي ورځو لا مخته ولاړ سي .
د ۲۰۰۰ کال را په دې خوا د فايننشيل ټايمز ورځپاڼه
د جرمني په هامبورګ کي په جرمني ژبه هم خپلي
خپروني د
فايننشل
ټايمز
ډويچ
لنډ
(Financial
Times Deutschland)
په
نامه شروع کړې . ددې خپروني تيراژ هم څه کم يو
لک نسخو ته رسیږي .
که څه هم د فايننشيل ټايمز ورځپاڼه د ټايمز نوم
د ځانه سره لري خو د لندن د ټايمز د ورځپاڼي سره
هيڅ کومه اړيکه نلري، هغه ورځپاڼه خپل ځانته آرګاو
بارګا لري او مستقلانه خپروني کوي .
په اوسني وخت کي ددې ورځپاڼي اصلي مالکيت ، د پي
ايل سي پيير سن (Pearson
PLC)
شرکت په لاس کي دئ چي د رسنيو د چاپ او خپرېدو په
عرصه کي يو لوی شرکت دئ او مرکزي دفتر يې په
لندن کي موقعيت لري . دغه شرکت د انګلستان،
هند، اسټراليا، نيوزيلنډ د ورځپاڼواو کتاب چاپولو
تر ټولو لوی شرکت دئ خو په امريکا او کاناډا کي
بيا دوهم لوی مقام لري .نوموړی شرکت د همدې
نشراتو او په ميډيا پوري د تړلو برخو دلاري کله
په يوه کال کي ۷ ميليارډه او ۲۴۶ ملیونه ډالره
فروش هم درلود ، يوازي په تېرکال يعني ۲۰۰۹ کي
يې څه کم ۵۰۰ ميليون ډالره خالصه ګټه کړې وه .!
يا
دداښت :
(۱) د لندن دبورس بازار چي په انګرېزي کي
د London Stock Exchange ورته وايي مخفف يې LSE
دئ . دغه د بيع لرونکو اسهامو د خرڅولو او
رانيولو بازار په لندن کي د انګلستان د لويو
تجارانو، شرکتو او ورته ډلو لخوا تا و بالا کيږي
.
مأخذونه
؛
http://www.ft.com/home/uk
http://en.wikipedia.org/wiki/Financial_Times
http://www.newworldencyclopedia.org/entry/Financial_Times
http://en.wikipedia.org/wiki/Pearson_PLC
|
|
|
| |
د رسنيود پېژندني ددې لړۍ د ټولو برخو حقوق د
ليکوال د نامه سره محفوظه دي .
د ليکوال د کتبي اجازې نه پرته ددې لړۍ چاپ او
يا په يوه مجموعه کي د هغه بيا چاپ جواز
نه لري.
|
|
|
|
|