د
۲۰۱۰ م کال د اپريل ١٥ مه
د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (
١٦)
لومونډ ورځپاڼه

د لـومـونـډ
ورځـپـاڼـه

پـه
پـاريـس کــي د لــومـونــډ مــرکــزي دفـتـر
لومونډ،
Le
Monde
چي د «نړۍ» معنی ورکوي په فرانسه کي د فرانسوي
ژبي خوارا مشهوره ور ځپاڼه ده چي هر مازيګر په
پاريس کي خپريږي . دغه ورځپاڼه نن د نړی د وتلو
او بامعتبره ورځپاڼو په کتار کي حسابيږي .
لومونډ دد وهمي نړۍ والي جګړې په جريان کي درست
هغه وخت چي المان د پاریس څخه د خپلو پوځونو
په ایستلو پیل وکړ، د جنرال شارل دوګول په
غوښتنه، د هوبرټ بوو مري
Hubert Beuve- Mery
لخوا چي د فرانسې يو وتلی شخصيت او د حقوق پوهني
استاد وو په کال
۱۹۴۴
د ډسامبر په
۱۹
مه تاسیس سوه . جنرال شارل دوګول د هوبرټ څخه
توقع درلودله چي نوموړی به دداسي يوې باکيفيته
ورځپاڼي مسؤليت په غاړه واخلي چي د فرانسې فرهنګي
او سياسي ارزښتونه پکښې منعکس سي . پخپله هوبرت
هم لا د پخوا څخه دداسي يوې خپروني خيال په سر
کي درلود چي وکولای سي په ډيپلو ماټيکو محافلو کي
او اصلاٌ د نړۍ والو اړيکو و ټولو مينه والو ته په
سياسي او اقتصادي عرصه کي د يوې خپروني د لاري
ژوري څېړني وړاندي کړي . هغه چي په
۱۹۰۲
کي زېږدلی و، پخپله د شلمي پېړۍ د زياتو فجايعو
د را مينځته کېدو شاهد وو، و داسي يوې خپروني ته
لېواله وو چي واقعيتونه پکښې و څېړل سي . دغه
ورځپاڼه د جګړې تر پايه پوري د جنرال دوګول «
د فرانسې د ږغ » په نامه پېژندل کېدله او خپلو
خپرونو ته يې دوام ورکاوه .
د
څو کلو په اوږدو کي د لومونډ ورځپاڼه د داسي
کسانو د پام وړ وګرڅېدله چي د واقعي او خپلواکه
اطلاعاتو او شننو په لټه کي ول او د نړۍ والو
اړيکو په هکله يې د يوې با اتباره مرجع په توګه
په لومونډ کي پلټنه پسې کوله . د غي ورځپاڼي په
هغه وخت کي د هوبرټ لوری پر مخ بياوه چي د
مستعمراتو سره يې د خبرو پر ضرورت باندي تاکيد
درلود او د ددواړو بلاکو په مقابل کي يې د خپل
استقلال څخه ساتنه کوله .
لومونډ خپل شهرت او دکاميابۍ راز د همدې لايقه
او زحمتکښه بنسټ ايښونکي بوو مري هوبرټ په قوي
درايت او ځغاستو کي تر لاسه کړ چي و يې کولای سوای
و لومونډ ته ملي او نړۍ واله وجهه ورکړي او په
زرهاوو لوستونکي و هغه ته را جلب کړي . هوبرټ د
خپل زکاوت او پوهي پر بنسټ داسي تلاښ وکړ چي د
واقعيتونو په خپرولو سره ولومونډ ته بې طرفه
جهت ورکړي او په خپلواکه توګه د هغه اداره په
لاس کي واخلي . نوموړي تر خپل مرګه پوري (
۱۹۶۹)
و
همدې رويې ته دوام ورکړ . که څه هم لومونډ ته
زياتره د يوې کيڼ اړخي ورځپاڼي په سترګه کتل کېده
او خپروني يې په همدې موضع کي ارزيابي کېدلې ،خو
هيڅکله يې د ميانه روي چلند پرې نښود او ويې
کولای سوه د يوې متعادلي او مينځپالي ورځپاڼي په
توګه و پېژندل سي . ددې ورځپاڼي زياتره منتقدان
په دې باور وه چي دغه ورځپاڼه د جمهور رئيس ژاک
شيراک د رياست په وخت کي تل د هغه ضد لوری درلود .
لومونډ د خپلي بې طرفۍ ، روښاني کړنلاري او د
ژورناليزم د اصولو څخه سمه استفاده ددې باعث سوه
چي ورځ په ورځ يې لوستونکي زيات سي .د هوبرټ د
مرګ نه وروسته، لومونډ همداسي وخپلي مشې ته دوام
ورکړ او په کال
۱۹۷۰
کي ددغي خپروني شمېره و يونيم لک نسخو ته ورسيده
چي فرانسوي او غير فرانسوي ژبي لوستونکي يې په خپل
غېږ کي را نيولي وه .
لکه
د نورو غربي هيوادو په څير په فرانسه کي هم د
لويو رسنيو مالکيت د څو صنعتي او مالي ډلو په ولکه
کي دئ .د هغې جملې نه دوې تسليحاتي ډلي لکه آرنو
لاګارډر چي په فرانسه کي د زياتو خپرونو مالک دئ
خو په عين حال کي پخپله د لاګارډ په نامه د وسلو
جوړولو د يوه لوی شرکت رئيس هم دئ ، او يا لکه د
داسو په نامه په فرانسه کي يوه عظيمه د جنګي جټ
طيارو د جوړولو صنعتي مجتمع (Avions
Marcel
Dassault)
چي د فرانسې او په نړۍ واله کچه د لوی ميليارډر
سرژ داسو (Serge
Dassault)
يې مالک دئ او د هاشت
HATCHETTE
د ګروپ مالکيت يې هم په اختيار کي دئ چي په
فرانسه کي د لي فيګارو او ل اکسپرس په ګډون په
لسهاوه نوري ورځپاڼي او مجلې خپروي .
د
لومونډ ورځپاڼه بيا په فرانسه کي د فرانسې د
ترټولو لويي مطبوعاتي مجتمع محصوله ده چي دلاوي
لوموند د مجتمع (Groupe
La Vie-Le Monde
) په نامه ياديږي . البته د يادوني وړ ده چې د
لومونډ ورځپاڼه ،د لومونډ ډيپلو ماټيک د مشهوري
مياشتنۍ خپروني سره (Le
Monde Diplomatique)
سره چي و نړۍ والي ډيپلوماسۍ او د نړۍ و تحليلي
خبرو ته ځانګړې سوېده ، فرق لري . که څه هم يو
وختي د لومونډ ضميمه وه ، خو اوس دهغه څخه بېله
ا و خپل ځانته ځانګړي او مستقله اداره او د
تحريريه هيئت غړي لري، ولي د لومونډ د ورځپاڼي
مطبوعاتي ډله ددغي مياشتنۍ خپروني د ملکيت په سلو
کې
۵۱
اسهام د ځان کړي دي پاتې په سلو
۴۹
کي
يې په لوستونکو او چلونکو پوري اړه لري . ويل
کيږي چي دغه دوهمه ځانګړتيايې نه يوازي په فرانسه
کي بلکه په ټوله نړۍ کي بې ساري ګڼل سوېده چي د
ورځپاڼي دغه وجهه د سیاسي، رسانه ای او مالي
قدرتو څخه د هغې د استقلاليت ضمانت کوي .
دلومونډ ورځپاڼي ته دهغې د ژورناليستي هڅو او
ميتوډ له رويه و هغې ته د يوه اکاډميک سازمان
حيثيت ورکول سوی دئ او دا په دې خاطر چي په هغه
کي زياتره خبريالان نه يوازي داچي د ورځپاڼي رسمي
مامورين دي بلکه ددې شرکت د ملکيت سهم لرونکي هم
دي او کولای سي چي د لوړو ردو د اجرايئوي مديرانو
په ټاکنو او پريکړو کي ګډون وکړي .
په
کال
۱۹۸۱
کال کي لومونډ د فرانسې په انتخاباتو کي د
سوشياليسټ فرانسواميټران څخه ملاتړ وکړ او دليل يې
داوو چي هغوی په دې عقيده وه چي په يوه لنډ وخت
کي دحکومتي چارواکو بدلېدل د هيواد په ګټه
تماميږي ،تردې چي دا حکومتونه د يوې اوږدې مودې
لپاره واکمن وي . د نيويار ک ټايمز غوندي نورو
مشهوره ورځپاڼو نه بغير ، په لومونډ کي داسي باور
موجود وو ، چي تردې چي زياتره وخت د خبرو و
انعکاس ته وقف سي نو په عوض کې ضرور ده چي د خبرو
او پيښو و تحليلي او تجزيوي اړخو ته هم بايد
زياته پاملرنه وسي . ددې ورځپاڼي ليکوالان د
ورځپاڼي د اصلي تګلاري په وجه آزاد دي او کولای
سي هرڅه چي غواړي هغه وليکي، په همدې خاطر ده چي
لومونډ د خپلو مخاطبينو احساسات را پاروي او په
دې توګه يې زيات ليکوالان ځانته را جلب کړي دي .
اساسًا دغه ورځپاڼه زياتره د روشنفکرانواو تحصيل
يافته ګانو په قشر آباد ده او د هغوی ملاتړ د ځانه
سره لري ، خو دا کار ددې سبب ندی سوی چي
ورځپاڼه دي خپل نور مخاطبان د لاسه ورکړي . و
تيوريکي او فکري مباحثو ته پاملرنه ددې خپروني د
اهمو نکاتو څخه ده . د لومونډ مطبوعاتي ډله
چي دم درحاله د لومونډ ډيپلو ماټيک مهالنۍ هم
خپروي او تيوريک بحثونه او د نيوليبراليزم او
نورو سياسي او ټولنيزو مضروپديدو پرضد خپروني
لري دغه معتبره خپروني د نړۍ په هره ګوښه کي د
روشنفکرانو او د نظر د خاوندانو لخوا مطالعه کيږي
.
اوسمهال دغه مازيګرنۍ ورځپاڼه په
۲۸
مخونو کي هره ورځ په څه کم څلورلکه نسخو کي
خپريږي او په
۱۲۰
هيوادو کي خپل لوستونکي لري . لومونډ نوري خپروني
هم لري لکه د
Le
Monde 2
چي د هفتې په آخرو کي خپريږي او يا تعليمي لوموند
(Le
Monde de l’éducation)
هغوی هم ځانته خپل مستقل د تحريريه هيئت غړي لري .
دلوموند د ورځپاڼي پاڼي په متن کي د بېلا بيلو
هنري او ادبي مطالبو څخه نيولې بيا تر ورزش او
سياست پوري مغزن مواد لري خو و زياتو فرانسويانو
ته بيا د لومونډ سياسي اړخ او ټولنيزه برخي
زيات جذابيت لري .
د کال
۱۹۹۵
د ډسمبر د
۱۹
مي را پدې خوا د لومونډ ورځپاڼه د انټرنيټي
شبکې لخوا هم په ليکه سوېده چي په فرانسوي ژبه د
ورځي تودې پيښي او خبرونه د خپلو لوستونکو او
ليدونکو په واک کي ايږدي .
په
دې نيژدې تيرو کلو کي د لاوي – لوموند د فرانسې
دغه د مطبوعاتو لويه مجتمع د سخت مالي بحرانه سره
مخامخ سوه چي د لوموند د مدیر د ګوښه کېدو باعث و
ګرځېده . په فرانسه کي د هغه مطبوعاتو د تيراژ رقم
چي د مأخذ حيثيت ورکول کيږي مخ پر کښته خوا روان
دئ . په هغه وخت کي ډيرو روښان فکره فرانسويانو د
لومونډ د بحران د ايسته کېدو په خاطر دا هيله
څرګنده کړه چي دغه ورځپاڼه چي د فرانسې د ټولني په
فکري ژوند کي بنيادي نقش اداء کوي د هغه
ښکاريانو د ګزنده څخه په امانه سي چي په خزه کي
ورته ناست دي . البته د نړۍ په کچه زياتي ورځپاڼي
او نوري چاپي خپروني د زياتو و جوهاتو په خاطر
دمالي بحرانو سره مخامخ کيږي او يو په بل پسې تړل
کيږي او يا دا چي د لويو سرمايه داران په ولکه کي
لويږي . خو لومونډ دداسي بحرانو سره ډغري وهلي دي
او خپلو خپرونو ته يې د خپلو لوستونکو او مينه
والو په مرسته دوام ورکړی دئ .
څه
ناڅه دوه کاله مخکي چي د افغانستان د لانجې په
هکله په پاريس کي يو نړۍ وال کنفرانس جوړېدئ، د
لومونډ ورځپاڼي د افغانستان په هکله داسي کښلي وه
چي : د افغانستان بحران يوازي يوه کورنۍ لانجه نه
ده بلکه په دې هيواد کي يوه سيمه ائزه جګړه او
حتی يوه نړۍ واله جګړه روانه ده . په افغانستان
کي د بهرنيو هيوادو د
۷۰
زرو نه زياتو پوځيانو شتون ، و ليري او نيژدې
دولتو او د القاعده غوندي د څو ملتيزو سخت
دريزو شبکوته يې د لاسوهنو زمينه برابره کړېده
. لومونډ همدارنګه ليکلي وه چي ، د افغانستان د
ستونزو يو اساسي علت داهم دئ چي دغه هيواد د دريو
مهمو سيمو په موښلولو کي يو محوري نقش لري . دغه
سيمي لکه مينځني ختيځ، مرکزي آسيا او د هند دشبه
قارې جنوبي سيمي ،چي تل د لويو جنجالو ځای وو.
حتی تر دې دمخه هم افغانستان ددغه شاني محوري نقش
په درلودلو سره د تزاري روسيې او د انګليس د
امپرياليزم تر مينځ د لويو جګړو ميدان وو .
مأخذونه : زما خپل ياداښتونه او دغه لاندي منابع
؛
http://en.wikipedia.org/wiki/Le_Monde
http://www.lemonde.fr
http://mondediplo.com/
http://en.wikipedia.org/wiki/Serge_Dassault
http://www.globaljournalist.org/stories/2000/07/01/hubert-beuve-mery-france
|
|
|
| |
د رسنيود پېژندني ددې لړۍ د ټولو برخو حقوق د
ليکوال د نامه سره محفوظه دي .
د ليکوال د کتبي اجازې نه پرته ددې لړۍ چاپ او
يا په يوه مجموعه کي د هغه بيا چاپ جواز
نه لري.
|
|
|
|
|