د
۲۰۱۰ م کال د اپريل ۸ مه
د نړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه (
١٥)
شپيګل

د شپيـګـل اونـيـزه مـجـلـه

د جرمني په هامبورګ کي د شپيګل د مجلې مرکزي دفتر
شپيګل Der
Spiegel
په
الماني ژبه
هينداري
ته وايي
چي دانعکاس ممثله ده ،
شپيګل
په جرمني
او اروپا
کي د خورا مشهورو
او
مطرحو
مجلو څخه شمېرل کيږي چي
هره هفته په هامبورګ کي خپريږي
.
د شپيګل د مجلې لومړنۍ ګڼه په ۱۹۴۷ ميلادي کال د
جنوری پر ۴ مه د هانوفر
(Hanover)
په ښار کي
خپره سوه . دغه مجله تر دې دمخه ياني د ۱۹۴۶
دنومبر څخه بيا د ۱۹۴۷ تر جنوری پوري په آلمان کي
د انګرېزي اشغالګر دولت په ملاتړ د
Diese Woche
په نامه چې د " دغه اوونۍ
» ((This
Week
مانا ورکوي خپرېدله . خو دانګرېزانو تر وتلو
وروسته دغه مجله د روډلف آګسټين په واک کي چي د
آلمان د پياوړو ايډېټورانو څخه وو، ولوېده .
دهماغه وخت راهيسي د غه مجله د
Der Spiegel
شپيګل په نامه واوښته . آګسټين تر خپل مرګه پوري
چي د ۲۰۰۲ د نوامبر پر اوومه وفات سو ددې مجلې د
چلوونکې په توګه وظيفه اجرا کوله
.
د
شپيګل
مجله د ۱۹۵۰ راهيسي د اګسټين او جان جار تر
مالکيت لاندي راغله . جارا په ۱۹۶۲ کي خپل سهم
پر ريچارډ ګرونر خرڅه کړه . په کال ۱۹۶۹ کي آګسټن
د ګرونر اسهام په ۴۲ مليونه مارکه رانيول او په دې
توګه د شپيګل يوازنی سهم لرونکئ سو .
په ۱۹۷۱ کي د ګرونر
جار
شرکت يوځل بيا د مجلې په سلو کي ۲۵ سهمونه را
نيول . په ۱۹۷۴ کي اګسټين
په
شپيګل
کي بنيادي جوړښت راووست او خپلو کارګرانو ته يې يو
فرصوت ورکړ چي د مجلې سهم لرونکي سي او د مجلې په
اداره کي برخه واخلي .
په کال
۱۹۵۲
کي د اشپيګل ادارې و هامبورګ ته کوچ وکړ، څرنګه چي
د ښه هرکلي سره مواجه سوه د خپل خبري، تحريريه
او ګرافيک د کدرو په تغير او تبديل کي يې لاس
وواهه او د مطالبو او زیاتو موضوعګانو ته يې
پاملرنه وکړه . دهغه راهيسي شپيګل دا نوښت هم وکړ
چي تر ممکنه حده پوري د هري موضوع سره مربوطه عکس
هم ملګری کړي .
شپيګل د خپل سبک او مطالبو د اوډلو او وړاندي کولو
د لحاظه زیاتره د امريکا و ټايم او نيوزويک مجلو
ته ورته ده ، خو د مطالبو و حجم او د مقالو و
ژورتيا ته يې چي څوک ګوري نو هغه بيا د امريکا د
اټلانتيک مونتلي
(Atlantic Monthly)
او د انګلستان د مشهوري مجلې اکونوميسټ (
Economist)
سره
مقايسه
کېدای سي .
د خبر او ګزارش په تهيه کولو کي ويل کيږي چي ددې
مجلې چلوونکي د حقيقي ماجرا د ريښو په پيداکېدو
پسې ګرزي . په جرمني او اروپا کي د شپيګل دغه
شاني چلند و هغې ته زيات وزن او اتبار ور کړی دئ
. ددې مجلې خبريالان د نړۍ د کاميابه خبريالانو
په کتار کي راځي چي وايي دوی په هر ه توګه چي وي
په دې لټه کي دي چي په خبر کي حقانيت او واقعيت
پيدا او هغه منعکس کړي . نن دغه مجله په المان
او اروپا کي تر ټولو با رسوخه او يوه اثر ناکه
مجله ده .
د المان د پخواني صدر اعظوم هيلموټ کهول په مالي
اختلاس کي د لاس د پيداکولو هڅي ، د المان د مسیحي
ډ يموکراټ په انتخاباتو کي دمالي دغلبازيو رسوايي
او د آلمان د وسلو جوړلو فابريکو لخوا تر پردې
شا پټ قراردادونه، دا ټوله داسي خبرونه وه چي د
لومړي ځل د پاره د شپيګل د مجلې دلاري و ميدان ته
را ووتل . که څه هم په سرمايه داري هيوادو کي دغه
شاني افشاګرۍ او د اختلاس جنجالونه ددې سیسټم
ورځنۍ عامي خبري دي . دوی د يوه سره په همداسي
رسوائيو کي ژوند کوي او په همداسي رسوائيو کي را
پورته کيږي او بيا وهل کيږي، خو بيا هم زياتره
داشاني لانجې د خپلو سیاسي حريفانو د بدنامولو او
د صحنې څخه د هغوی د ايسته کولو په خاطر په کار
اچول کيږي . خو دشپيګل لخوا ددغه شاني بدکرداره
سياسي اعمالو رسوا کول و کال
۱۹۵۰
ته را ګرځي چي په هغه وخت کي د آلمان فډرال
پارلمان ناچاره سو د هغه تهمتو د ثبوت د پاره چي
شپيګل طرحه کړي وه د تحقيق يو ټيم و ټاکي . په
هغه کال کي شپيګل ادعا کړېوه چي د پارلمان ځيني
غړو د رشوت په اخيستلو سره په بن کي د غربي آلمان
ددولت د ځای پر ځای کېدو دپاره د يوه ځای د
ټاکلو او هغه بيا د پایتخت په نامه تعینولو کي
نقش درلود .
د شپيګل دغه شاني کارنامې ددې باعث سوې چي هغه ته
«د ډيموکراسۍ د تهاجمي وسلې » لقب ورکړي .
سره ددې چي د شپيګل
دغه شاني رويه و مجلې او
د هغې
چلوونکو ته
زياتي ستونزي را وزېږولې
،
د مثال په توګه
په کال ۱۹۶۲ کي د المان په پوځ کي د مالي مشکلاتو
د
خبر
خپرېدل
ددې باعث سوه
چي ددې مجلې چلوونکئ او د تحریریه هيئت څلور غړي
د دولتي اسنادو د خپرېدو په تور ۱۰۴ ورځي په زندان
کي تېري
کړي،
خو ددې سره
سره
شپيګل
و
خپل کاري
سبک ته دوام ورکړ او نن
په
نړۍ
کي
تر ټولو
سنګينه او د يوې
قوي مجلې
په حيث مطرح ده
.
د
شپيګل ومجلې ته په دوه لحاظه زياته پاملرنه کيږي
. يو داچي د خبر په چټک خپرېدو او د خبر ددقيقي
تجزيې له رويه برلاسې ده او بل داچي ددې مجلې په
ليکنو او نګارش کي دمجلې ډير هوښيار ،کيندلی او
منتقدانه لوری د ټولو خوښيږي .
که څه هم په نړۍ کي د الماني ژبي هیوادونه لږ دي
خو بيا هم شپيګل د نړۍ د پر تيراژ ه مجلو په کتار
کي راځي او مطالب يې په ټوله اروپا اونړۍ کي څېړل
کيږي . هغه مهم انتقادونه چي پر شپيګل باندي کيږي
دادي چي دغه مجله يوازي په الماني ژبه خپريږي .
ځيني بيا په دې عقيده دي چي
آګسټين
اوټو
كوهلر
د شپيګل د وتلو ليکوالانو څخه دي د المان د
نازيانو او د اس اس د مامورانو سره نيژدې اړيکي
درلودلې . خو ددې انتقادو سره سره شپيګل د خپل
دقيقو خبرو او ګزارشو په خاطر د نړۍ د مقبوله مجلو
په حيث خپل وزن ساتلی دئ .
د
شپيګل مجله زياتره
۳۰۰
مخونه لري او دغه عنوانونه يې په متن کي تر
سترګو کيږي : ۱/مهم خبرونه، ۲/ دالمان خبرونه چي د
آلمان سياسي، اجتماعي او اقتصادي خبرونه په بر کي
نيسي . ۳/ اقتصاد او تجارت،۴/رسنۍ چي د ټلوېزون
انټرنټ او سينما څخه شامل دي،۵/ ټولنيزي، ۶/ بهرني
چي نړۍ وال خبرونه تر خپل پوښښ لاندي را ولي .
د
شپيګل په تحریریه هيئت کي سل تنه ورزيده
ژورنالیستان او ليکوالان فعالیت کوي، د نړۍ په
شلو هيوداو کي دفتر و ديوان لري چي دهغه ځايه څخه
مستقيماً خپل خبرونه او ګزارشونه تهيه کوي . د
۱۹۸۸ راهيسي شپيګل يوه ټلويوزوني شبکه هم فعاله
کړېده او په ۱۹۹۴ کي يې د سپون
(SPON)
په نامه د شپيګل آن لاين لينک پر ليکه کړی دئ . د
کال ۲۰۰۴ د اکتوبر پر يوېشتمه د شپيګل انګريزي
نسخه د شپيګل انټرنېشنل په نامه په خپرونو پيل وکړ
. شپيګل ان لاين لومړنۍ خبري منبع وه چي د لندن د
کال ۲۰۰۵ د جولای د اومي په چاودنه کي يې د
القاعدې لاس مطرح کړ . دم درحاله د هفتې تر يو
ميليون زيات تيراژ لري چي دا په المان کي تر ټولو
لوی رقم دئ .
د
http://www.spiegel.de
لينک، په جرمني ژبه د شپيګل آن لاين رسمي ويب
پاڼه ده .
مأخذونه :
http://www.spiegel.de/international/
http://en.wikipedia.org/wiki/Der_Spiegel
|
|
|
| |
د رسنيود پېژندني ددې لړۍ د ټولو برخو حقوق د
ليکوال د نامه سره محفوظه دي .
د ليکوال د کتبي اجازې نه پرته ددې لړۍ چاپ او
يا په يوه مجموعه کي د هغه بيا چاپ جواز
نه لري.
|
|
|
|
|