|
هدايت الله هدايت
د ٢٠١٠ کال
د فبرورۍ اتمه
د نړۍ د وتلو رسنيو
اوورځپاڼو
پېژندنه (١٠)
شينهوا

د شيـنـهـوا خـبـري
آژانـس
Xinhua
News Agency
چين د
مرکزي او شرقي آسيا په لويه وچه کي هم د نفوسو د لحاظه،
هم د مساحت دلحاظه او هم د اقتصادي او صنعتي سرسام آوره
رشد له پلوه د نړۍ ستر هيواد دئ . دغه هيواد نن سبا د
خپل زحمت، د خپل صنعت او د خپلو مشرانو دمتعادل او
مسؤلانه سياست له برکته په نړۍ کي ځان د معظمو هيوادو
په کتار کي را وستی دئ .
دغه
لوی او پر نفوسه هيواد نن د نړۍ په زياتو عرصو کي خپل د
حرکت لوری د يوه لوی او اثرناکه قدرت په حيث تثبيت کړی
دئ . چينايانو په خپل هيواد کي د رسنيو د قدرت او دهغه
تأثير څخه د خپل فرهنګ د خپلي عقيدې او د خپلو ارزشو و
ساتني او اشاعت ته هم د يوې مؤثري ارتباطي و سيلې په
توګه اوهم د خپل هيواد د لا زيات پرمختګ او د نړۍ دولسونو
سره د سولي او امنيت د تحکيم په خاطر د هغه پياوړتيا ته
زياته پاملرنه کړېده .
په چين کي
د وروستيو درېو لسيزو په دوران کي چي دې
هيواد دسوسياليستي تګ لوري په ساتلو سره و اقتصادي ودي ته
د
خلاصو دروازو
خو کنټرول
سوي
سياست
لاره
غوره
او
خپل
اقتصادي پرمختيا
ته
يې
نوی تحرک
ورکړ، همداسي
مخ په
وړاندي روان دئ، رسنيو هم ورسره
پراخه
وده
کړېده . همدا اوس په چين کي
۲۲۰۰
ورځپاڼي،
څه ناڅه ۷۰۰۰ مجلې او ژورنالونه ،
۷۰۰ ټلوېزوني
او
۱۰۰۰سيمه
ائزه
ملي
راډيويي
سټېشنونه
او ۳۰۰۰ ټلوېزوني کېبلي چينلونه خپروني لري
.
که څه هم په
چين کي د مطبوعاتو
رسمي
قانون نسته
، خو
صنفي اتحاديې
چي د کمونيسټ ګوند تر اثرلاندي فعاليت کوي،
د رسنيو د کارلوری
ورتعينوي
او
خبرنګاران
په خپل ورځني فعاليت کي
دهغه ضوابطو رعايت کوي چي خپل ځان د
حرفه ای اخلاقو د منشور په
اصولوباندي
مکلف
ګني
او د هغه په چوکاټ کي خپل ژورناليستيکي دندي تر سره
کوي .
خوددې
سره پخپله د چين په رسنيو کي هره خپرونه په ځانګړي توګه
خپل مستقلانه سياسي تفسيرونه او تحليلي ليکني، داخلي او
خارجي خبرونه نلري، که څه لري نو هغه د يوه سره هغه څه دي
چي د دولت د رسمي خبري آژانس يعني د شينهوا لخواورته
برابريږي . چيني چارواکي د خپل سوسياليستي تګلاري پر مبنا
وايي چي د چين په پراخ هيواد کي د ټولنيز ګډ عادلانه
ژوند په شرايطو کي، دغه شاني کنټرول د اطلاعاتي هرج و
مرجه څخه مخنيوی دئ او د چين د ملي عامه ګټو او غوښتنو سره
يو منل سوی اصل ګڼل کيږي . داسي هم ويل کيږي چي
د شینهوا
خبري آژانس اړيکي د چين د کمونیسټ ګونده
سره
دونه مضبوطي دي چي هغه ته د ګوند او خلکو ترمينځ د يوه پله
په حيث نسبت ورکوي .
رسنۍ چي
د خپلو مخاطبينو سره د خبري اطلاعاتو په وړاندي کولو کي
خپله دوامداره اړيکه ټينګه ساتي په دولتو کي د قدرت د
دوام د محوري اهرموڅخه ګڼل کيږي ، په عين حال کي په ټولنيزه
بدلونو کي د مقاومت بديل هم منل سوی دئ . د ولسو پر
افکارو باندي تسلط چي دهمدغه رسنيو لخوا د هغوی سره د
اړيکو زمينه برابريږي، و هغه ته دائمي پاملرنه يوه مرکزي
مسئله ده . يوازي د ولسو سره اړيکي او د هغو په افکارو
کي نفوذ دئ چي دولتونه په خپلو ټولنو کي خپل حاکميت
ساتي او په دې وسيله د هغوی باور او اعتماد هم لاسته
راوړي ، د همدې مجراء څخه هم ده چي ولسونه دپرمختګ او
بدلون په خوا سازماندهي کيږي او چي بيا دغه سازماندهي
د ټولنيز عدالت، انصاف، ترقي اوسولي پر مبانيو باندي ولاړ
وي نو بيا د ولسونو لوی لښکر په ځان پسې هم روانوي .
د شينهوا
خبري آژانس Xinhua News Agency )
(
يا
NCNA
چي د نوي چين د خبري آژانس په نامه هم ياديږي، د چين د
ولسي جمهوريت رسمي خبري آژانس او په چين کي د خبرو او
اطلاعاتو د راټولېدو او خپرېدو تر ټولو لوی مرکز دئ . دغه
آژانس د رتبې له رويه د نړۍ د خبري آژانسو د الف په کتار
کي راځي . دشينهوا خبري آژانس د چين د دووآژانسو څخه يو دئ
. هغه بل يې د چين د خبري سرويس په نامه ياديږ ي . د
شينهوا خبري رسنۍ نه يوازي په چين کي بلکه په ټوله نړۍ کي
د خپل نقش او فعاليت د پراختيا په وجه يو ځانګړې رسنۍ ده .
لس
زره تنه
کار کونکې لري دغه رقم د نړۍ د نورو لويو خبري آژانسو په
پرتله لکه رويټرز څو واري زيات دئ . په ټوله نړۍ کي ۱۰۷
دفترونه لري چي وظیفه يې د ټولو هيوادو څخه د اطلاعاتو را
ټولول او په ټولو هيوادو کي د چين په باره کي د اطلاعاتو
خپرول دي . دغه آژانس پخپله چين کي هم ۳۱ ادارې لري چي په
هر ولايت کي يوه اداره د خپلو تشکيلاتو سره فعاليت کوي .
د
شينهوا
خبري آژانس
په چين کي د ۲۰
عمده
ورځپاڼو
او
د ۱۲
مهمو
مجلو د
امتياز خاوند دئ چي د هغوی څخه د
شينهوا
ډېلي ټلګراف، د
شينهوا
د آژانس خبري
بولټن چي په انګليسي، فرانسوي، هسپانوي، عربي او روسي ژبو
خپريږي ، د مرجع اخبار چي
هره ورځ خپريږي،
ورځني
اقتصادي اطلاعات، د چين د امنيت ورځپاڼه، د شانګهای د
امنيت ورځپاڼه، اسپرټ اکسپرس چي هره سه شنبه خپريږي . آوټ
لوک اوونيزه، دوې هفته ايزه چيني تفسير ، د نړۍ مهالنۍ، د
چين د ګزارشو مهالنۍ، د عکسو د نړۍ مهالنۍ، د چين کالنۍ چي
په چينايي او انګليسي ژبو خپريږي . د چين دولت دد ې
رسنيو نيژدې په سلو کي څلوېښت بودجه تأمينوي . دغه رسنۍ
اوس د خپلو عوايدو د ډېرېدو په لټه کي دي چي د اطلاعاتو د
تجارت په عرصه کي ځان و خپل هدف ته ور سوي .
شينهوا
د لومړي ځل د پاره په کال ۱۹۳۱ کي د سره چين د خبري آژانس
( Red China News Agency)
په نامه په کار پيل وکړ
او
په ۱۹۳۹ کي
يې نوم
په دغه او سني نامه واوښت .
د شينهوا مرکزي دفتر په پيکنګ يا بېجنګ کي دئ او خپله
لومړنۍ بهرنۍ شعبه يې په ۱۹۴۷ کي په لندن کي پرانيستله . د
کمونيسټانو د واکمنۍ په ټينګېدو سره، په هغه هيوادو کي چي
چين ډيپلوماټيک نماینده نه درلود نو شینهوا ددې هيواد د
کمونیسټ ګوند د نماینده په توګه نقش لوباوه، په همدې توګه
وو چي هغه ته د کمونیسټ ګوند د ژبي او سترګي په حيث کتل
کېده . اوس اوس دغه رسنۍ د نړۍ په هر کونج کي د نړۍ په
اوو عمده ژبو لکه انګليسي، فرانسوي، روسي، هسپانوي، عربي
او پرتګالي ژبو، خبرونه مخابره کوي . دغه رسنۍد نړۍ د اتو
عمده خبري رسنيو سره د خبرواو تصويري راکړي ورکړي پراخ
مناسبات لري .
د
چين رسنۍ عمدتاً په خپل دننه کي د خپرونو
ځانګړی
سيسټم لري ،
د شينهوا
درجه بندي سوي داخلي ګزارشونه چي انګريزي معنی يې
Readhead Reference
دئ په
انحصاري توګه يوازي د حزبي او دولتي هغه تر ټولو لوړو
مقاماتو ته تهيه کيږي
. دداشاني
خپرونومتني
اطلاعات او تحليلونه د عامو خلکو ولاس ته نه رسيږي . دولت
دغه شاني د دننه ګزارشو نه
درجه
بندي کوي .
شينهوااو
د چين زياتره خبري سازمانونه خپل ګزارشونه و داخلي خپرونو
ته تهيه کوي . چيني خبريالان زياتره و کورني ورځپاڼو او
خپرونو ته مطالب ليکي
.
يوه
چينايي
تاريخ ليکونکي په دې باره کي ويلي دي چي دغه شاني په د ننه
کي د مطالبو د ليکلو دود ددې باعث سول
چي يو لږ شمېر خلک د هغه ناورين څخه خبر سي کوم چي
د کال
۱۹۶۰
په
لسیزه کي
۳۰ ميلیونه چينايان د لوږي څخه مړه سول
. ويل کيږي چي
هغه وخت
د چين کمونسټ ګوند هيڅکله هم اجازه نه ورکوله
دغه شاني خبرونه
دي و مطبوعاتو ته لاره پيدا کړي . د چين په دولت کي د
رسنيو د خپرېدو سيسټم د يوې ډېر ي پېچلې د سلسله مراتبو د
تېرېدو
څخه جوړ
دئ چي
دهغه
څخه
هدف پر رسنيو باندي
د سخت
ګوندي کنټرول
ساتل دي . د
شينهوا د خبري آژانس لخوا د اطلاعاتو د مرجع په نامه يوه
خپرونه چي د خارجي مطبوعاتو څخه ترجمه سوي سرمقالې،
خبرونه او مقالې لري ، هغه د حکومتي مقاماتو د پاره
خپريږي . د درو څخه بيا تر لسو مخو پوري يوګزارشي متن هم
د داخلي مرجع په نامه د هغو مقاماتو لپاره خپريږي چي رتبه
يې تر وزيرانو لوړه وي .
د شينهوا
ترټولو پخوانۍ او مهمه شعبه په هانګ کانګ کي واقع ده . دغه
شعبه مازي يوه مطبوعاتي اداره نه ، بلکه تر دې د مخه چي
ددې جزيرې واک د انګرېزانو لخوا و چين ته ورکول سي، په
ظاهره ديوه خبري آژانس په نامه يې خپل فعالیت کاوه خو تر
۱۹۹۷ کال پوري دغه خبري آژانس په هنګ کانګ کي د چين د
نارسمي سفارت په حيث اجراآت کول .
د شينهوا
په خبري آژانس کي د خبر د راټولولو سيسټم د دريو لارو ،يعني
د مرکزي ادارې، د داخلي او خارجي شعبو لخوا تر سره کيږي .
دغه رسنۍ د داخلي او خارجي خبرو، اوعکسو د پاره ځانګړي د
تحريريه هيئت واحدوونه لري . په شينهوا کي نړۍ وال
خبرونه او په هغه کي ګزارشونه او تحليلونه د پنځو ادارو
لخوا را ټوليږي چي د هري قارې دپاره يوه اداره جلا سوېده
او هره اداره بيا په خپله دننه کي خپل تشکيلات لري او د
خپلي مربوطه قارې څخه خبرونه تهيه کوي . د آسيا او ارام
اوقيانوس سيمه ائزه اداره په هنګ کانګ کي ده، د امريکا او
لاتيني امريکې سیمه ايئزه اداره په مکسیکو سيټي کي، د
افريقا دا په نايروبي کي، د مينځني ختيځ دا په قاهره او د
اروپا دا په پاريس کي خپل سيمه ايئزه خبرونه او ګزارشونه
تهيه کوي . دغه آژانس د ورځي هر دم ګړی قريب نيم ميليونه
کلمې خبرونه او سل عکسونه د نړۍ په ۷ ژبو و ټولي نړۍ ته
مخابره کوي .
شینهوا
تر ټولو لوی د عکسو آرشیف
لري
چي دوه ميليونه د تاريخي عکسو مجموعه
هم پکښې
ده
.
د شينهوا
ځانګړې چاپخانه د کاله ۴۰۰ عنوانه کتابونه چاپوي چي د هغوی
زياتره موضوعګاني په روانو چارو او سياست پوري تړلي مسايل
دي .
په نړۍ
کي د علم او تکنالوجۍ د پرمختګ سره سم شینهوا هم خپله د
اړيکو تکنالوجي موډرنه کړېده . دغه رسنۍ اوس اوس د اړيکو د
لېږلو يوه ماهواره ای شبکه او لس د اطلاعاتو د ډاټا پروسس
سيسټم لري .
دغه رسنۍ
د لېږلو يوه شبکه هم لري چي د ارتباطي ماهوارو او انټرنيټ
څخه جوړ دي شينهوا د اړيکو يو سيسټم جوړ کړی دئ چي په
هغه کي پيکنګ د اصلي مرکز په حيث او هانګ کانګ،
نيويارک،پاريس او لندن د انتقال د فرعي مراکزو په توګه عمل
کوي . دغه سیسټم د ټول چين ساحه او سل هيوادونه تر خپل
پوښښ لاندي را وستلي دي .
په څو
تيرو کلو کي،د شينهوا خبري آژانس د تجارت او سوداګرۍ په
برخه کي هم خورا ګټور پرمختګونه کړی او په سړه سينه يې
په دې حوزه کي ځان غزولی دئ . د چين د اقتصادي اطلاعاتو
سرويس، د چين د خبرو پرمختيايي شرکت، د متحده ملي چين
تبليغاتي شرکت، د چين د عکسو د سرويس شرکت، د نړۍ د عمومي
اړيکو او د هانګزو (۱) د نړۍ واله اړيکو شرکت؛ په شينهوا
پوري د تړلو شرکتو د جملې څخه دي چي د چين د سيالو شرکتو
په مينځ کي يې ښه ځای پيدا کړی دئ . همدا رنګه د شينهوا
خبري آژانس د خبرو د تحقيقاتو د مؤسسې، د نړۍ والو پوښتنو
تحقيقاتي مرکز او د خبريالۍ د مدرسې خاوند هم دئ ، چي دا
ټوله د خبريالۍاو د مخصيصانو د تعليم او تربيې په عرصه کي
فعاليت کوي .
په
چين کي د انټرنټ څخه د سالمي کارېدني ساحه هم د ۲۰۰۰ کال
را په دې خوا عامه سوېده،
همدا اوس په چين کي ۲۵۰ ميليونه چينايان و انټرنټ ته لاس
رسي لري . د شينهوا د خبري آژانس انټرنيټي پاڼه په کال
۱۹۹۶ کي په خپرونو پيل وکړه
چي د چين او ټولي نړۍ په هکله څلرويشت ساعته په شپږو ژبو
خپروني کوي .
د د ډله
ائزه رسنيو سره چلند او د چينايي تولني د اړتيا او ګټو
سره ، چيني چارواکو و مطبوعاتي آزاديو ته خپل حدود تعين
کړي دي ، چينايي مقاماتو د غير دولتي مشورتي نهادو په
جوړولو سره د چيني صاحب نظرانو سره په دې اړه تحقيقاتي او
څېړنيزي مطالعې کوي، د نورو هيوادو د سياسي او اداري
تجربو څخه کار اخلي تر څو د يوه جمعي تعقل او تفکر
دلاري په رسنۍ کي د هري پديدې سره د چين د ټولني د اړتياو
او شرايطو سره سم د مشکلاتو او ستونزو په حل کي کارنده
ګټه واخلي او نه يوازي دداسي بحرانو مخه و نيسي لکه په
شوروي اتحاد او شرقي بلاک کي چي د هغوی د سقوط باعث و
ګرځېده، بلکه تلاښ کيږي اقتصادي ودې، ټولنيز رفاهيت، عامه
نظم او د خپل فرهنګي ساختار په ساتلو سره و هغه ته لا
نوره پرمختيا لاري خلاصه کړي . خو په رسمي توګه دغه سلطه
يوازي د شینهوا د خبري اجنسۍ په لاس کي ده ،حتی د چين
باوري او معتبري ورځپاڼي لکه د خلکو ورځپاڼه، چاينا ډېلي،
د پکن عصر، ځوانان او . . . چي د هغوی چلوونکي حزبي او
دولتي مقامات دي، ددې اجازه لا نه لري چي د شین هوا د
شبکې د باندي خبرونه خپاره کړي .
په بهر
کي ځيني اينټرنټي خپلواکه خبري ويبپاڼو دغه خبري او
تحليلي انحصار او ضوابط نقض کړي دي ، او د غربي رسنيو
غوندي په چين پسې د امريکا د ناخوښه دولتو په کتار کي و
زياتو داسي ستونزو ته لمن وهي او يا هغه د عامه تحريک د
پاره پړسوي تر څو د چين و اوسني ساختار ته ضربه ورسوي .
دچين دولت د دقيقو پلانو په طرحه کولو سره تلاښ کړی دئ چي
د انټرنټ څخه د کار اخيستني ساحه پراخه او تر ممکن حده هغه
د ناوړه اثراتو څخه په امن کي کي ، او سالم اومفيد مواد
تر خلکو پوري ورسوي . چيني مقامات تل داخبره کړې ده چي
په چين کي د انټرنټ څخه د کار اخيستني شيوه داسي ده چي
چين هغه د خپلو قوانينو پر اساس اداره کوي او د هغه مطالبو
د محتوی په اړه چي خپريږي روښانه مقررات لري .
په
معاصره نړۍ کي سياست سمدلاسه رسانه ای بعد پيداکوي . هغه د
پاملرني وړ موضوعات چي د يوه سياسي سیسټم د پريکړو
څخه راوزي، د رسنيو د پاره داسي مواد جوړوي چي هدف يې د
ځانه سره د خپلو خلکو يوځای کول او يا د ځانه څخه دهغوی
ددښمنيوکمول دي .
چين په
خپلو رسمي بيانيو کي پر دې خبره تأکيد کوي چي د نړۍ
متعهده او انساني رسنۍ وظيفه لري چي بايد و هيوادوته د
متقابل احترام اود سیاسی برابريو د اصولو پر بنياد و يوه
اوبل ته ګټوري مشورې ورکړي او د اقتصادي امتيازاتو د ګټو
زمينه و ټولو ته برابره اود ګډو همکاريو دروازې البته د
خپلو فرهنګي ځانګړتياو او تفاوتو په ساتلو سره و ټولو ته
د هغوی د ملي ګټو په پام کي لرلو سره خلاصي پرېږدي . د
متقابل اعتماد ، همکارۍ ، امنيت او د سولي د ټيګېدو په
لاره کي دي مضاعف تلاښونه وکړي او د بشر د ښېګڼو او ښې
راتلونکي دپاره دي هغه عوامل ليري کړي چي د تشنج او
کشمکش فضا ايجادوي .
ياداښتونه
:
(۱)هانګزو
په چين کي د
Zhejiang
د ولايت مرکز او د چين د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي مرکز
هم دئ چي شپږنيم ميليونه نفوس لري او د اقتصادي پلوه د
چين دوهم مطرح ځای دئ .
مأخذونه
:
http://www.xinhuanet.com/english2010
http://en.wikipedia.org/wiki/Xinhua_News_Agency
http://en.wikipedia.org/wiki/Media_of_the_People%27s_Republic_of_China
LeMond Diplomatic
|
|
|
| |
د رسنيود پېژندني ددې لړۍ د ټولو برخو حقوق د
ليکوال د نامه سره محفوظه دي .
د ليکوال د کتبي اجازې نه پرته ددې لړۍ چاپ او
يا په يوه مجموعه کي د هغه بيا چاپ جواز
نه لري.
|
|
|
|
|
|