|
عبدالناصر
ريشاء
د
محترم استاد هدایت څخه مننه
انسانان ، سره له دې چي اشرف المخلوقات هم بلل سوي
دي، له بابا آدمه تر دې دمه په جګړو اخته دي او
دغه عادت ښايي تر قیامته ورسره ملګری وي . د
زمانې په بدلېدوسره د جنګونو طرز او تاکتیک ،
نیرنګونه او وسلې هم بدلي سوي دي . دغه جنګي
اوزار د لاسو ، پښو ، ډبرو، لرګيو څخه راپیل تر
غشي او لېندۍ ، توري ، او را وروسته تر توپ او
توپک، ټانک، بم ،راکټ ، الوتکي ، اټوم .......
راورسېدل . نن ورځ دادﺉ یوه بله وسله چي په رنګ
بې تاوانه خو په عمل کي تر دا ټولو ، وبل ته په
تاوان رسولو کښې، خطرناکه ده و میدان ته راوتلې
ده. د دغي وسلې نوم رسنۍ (ميډیا) ده . د ځان د
دفاع دپاره ، دبل هر وخت په څېر، دا خورا مهمه ده
چي وسله وپېژندل سي او ځان په سمبال کړل سي. نن
چي پر موږ واري په توره لږ په ميډيا ډېر
کيږي نو لازمه ده چي ځان او نور ورته را بیداره
کړل سي. دغه اساسي کار ته زموږ د هیواد پوه او
مستعد ژورناست او لیکوال محترم استاد هدايت الله
هدایت صاحب اوږه ورکړې ده . نوموړي دغه لړۍ د
(دنړۍ د وتلو رسنيو اوورځپاڼو پېژندنه) تر عنوان
لاندي د
تل افغان
په
ښکلې ويبپانه کښي پیل کړې ده. البته دوی پرنورونړۍ
والو مهمو موضوعاتو وخپل اولس ته ځيني نوري مغتنمي
لیکني هم کړي دي ، چي پرنړۍ وال ژورنالیستي معيار
برابري دي او تر نوموړي دمخه بل چا تر اوسه نه دي
کړي. زه دنورو ځوانانو په نمايندګي د دوی د
کار قدرداني کوم، او دا زیرۍ ور کوم چي دغه زیار
یې عبث نه دﺉ تللی. بېشکه چي داکار دافغان ځوان
نسل دپاره ډېر ګټور دﺉ. د نورو پوهو مشرانو څخه مي
هیله دا ده چي د ځوانانو د هر اړخیزه معلوماتو د
زیاتولو دپاره نور کار هم وکړي، په تېره بیا په
دعصري مسايلو په برخو کښي ، چي افغانان په هره
ګېڼه او وسله سمبال سي او نور د دښمن په شیطاني
نیرنګونو او لومو کي بند نه سي او وکولای سي چي د
نړۍ د نورو ولسونو سره سر په سر د تاريخ تر دغي
توپاني دورې روغ رمټ راووزي.
په درناوي
عبدالناصر
ريشاء
لندن - انګلستان |