ليكنـــــــــــــــــــې

 

انجنير حمدالله شاکری       
 hamdullah_610@yahoo.com

 

ځوانان داخلاقي زوال په طوفان كې

 

ځوانان چه دهری ټولنی دملاتير جوړوی او هم دوی ته به داسلام دمقدس دين او پاکی خاوری ساتنه سپارل کيږی او هم دوی ته به دراتلونکی ټولنی قيادت او مشری سپارل کيږی ،خو له بده مرغه پر دغه مهم نسل سخت طوفانونه راروان دی .

بی تعليمه ځوانان خو يوی خواته خو چه زمونږ د مکتبونو او  نورو علمی څانګو محترم زده کونکی ووينی په سخته فريشانی به اخته شی ، بغضی د دوی به وينی چی دبيګا په فلم کی په تود بحث روان وی ،بعضی به وينی په لاره روان سندری يو له بله زمزمه کوی او نور به ګوری يوپربل به کلپی تمرينات اجراء کوی ،ځنی داسی بدمعاشه څيری هم شته چه له چاقو او توپنچی سره صنف ته روان وی ،ډير کم زده کوونکی به ووينی چه سا لمه تربيه ولری ،د دغه نسل د بربادی عوامل په لاندی ډول دی .

1- کورنی : دځوان دسالمی تربیی لپاره لومړی ډير مهم پلار مور او مشر ورور دی ،دکور دغه مشران بايد خپل اولاد تر کلکی پاملرنی لاندی ونيسی ،چه اولاد می چيرته ګرځی له چاسره ګرځی او بل داچه اولاد يواځی ددين په ښوونه سړی کيږی ددين په ښوونه کی سړيتوب، دموراو پلار حقونه دخپل استاذ حقونه او نور زده کوی . خو اوس بل ډول حال دی ذياتی کورنی دکلمی او لمانځه پر ځای خپل اولاد ته انګليسی او کمپيوتر ورزده کوی ځکه ددوی په ګومان روزی خو په همدی کی ده .يا یی له ماشوم توب څخه کلپ ته ورليږی هغه هم ددی لپاره نه چه تندرستی ده ددی لپاره چه يو پهلوان ورڅخه جوړ او بيا د يوه جنګی سپی په څير وجنګوم ، نو بيا چه دغه ډول ناولی اولاد رالوی شی دکورنی لپاره خو څه چه دجامعی او اداری لپاره لوی غم جوړ شی .

2- د اخلاقی زوال شيطانی ورکشاپونه : دغه شيطانی ورکشاپونه اوس ذيات دی چه په بيلابيلو ډولو کار کوی دبيلګی په ډول يو څو ته اشاره کول غواړم :

تلويزيونونه دلمر اوطلوع غوندی داسلامی او اخلاقی زوال لوی طوفان په لومړی قدم کی ځای لری دغه تلويزيون ذياتره خپرونی داسلام او افغانی کلتور پر ضد دی ، چه ټولی برخی یی په ځوان نسل سخت منفی اثر لری .

دآرمان اف ايم غوندی ذياتی نوری خپرونی چه ډيره برخه یی سندری دی .

بل داچه که هر لوی او وړوکی بازار ته ولاړ شی هلته به يوه يا دوی په ډيره ټيټه سطح کتابخانی ووينی خو هره خوا دومره ذيات د کسيټو او غیر اخلاقی سی ډیانو پلورنځی  به ووينی چه سړی به فکر وکړی ددغه ښهر خلک له يوه سره هنرمندان دی .

3-  استاذان او معلمين : که استاذ په خپل مسلک حاکميت ولری ،تقوی ولری زړه سوی او احساس ولری باور وکړی چه هغه لوی لوی بدمعاشه ځناور به هم دده احترام کوی ،خوداسی استاذ چه اليف یی په  جګر کی نه وی او دخپل مضمون وخت په ټولګی  کی په چيټی خبرو او کيسو تيروی  کورنی کار هم زده کونکی نه ورکوی ، نو ولی  به شاکر  کوڅه کشتی نه کوی او هم به پر خپل استاذ ولی پټکی نه کوی .

4- چارواکی او حکمرانان :که معلم نشی کولای يو داسی زده کوونکی چی توپنچه او چاقو ورسره ګرځوی شايد دغه ځوان ديوه لوی غله او داړه مار زوی وی نو چارواکی خویی کولای شی ځکه د حکومتی چارواکو خو همدا وظيفه وی ،که دکوڅی خلک هغو بدمعاشو ډلی ته چه پلنګی پتلون پر ځان پر کوڅو کی کرځی د ماشومانو او ښځو لپاره درد سر دی څه نشی ويلای نو حکومتی چارواکی خو یی نيولای او بندی کولای شی .

خو اصلی حقيقت دادی چه اوبه له پاسه خړی دی او ټول ښه پوهيږی چه مشکل چيرته دی ، خدای د په دی کړيدلی ولس رحم وکړی .

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2007.