ليكنـــــــــــــــــــې

 

ع. شريف زاد

زموږ غني او لر غون فولکلور

يو بهلول يو يې كچكولدا متل زمونږ په فرهنګ او کلتور کې ډير زيات اوريدل کيږي، د پښتنو په دود او رسوم کې اوچت پښتني رنګ لري. ددغه رنګ معنا او مفهوم ډيرځليدونکى دى ا و  فکر کوم چې هر چا ته به  ښه ښکاري.زمونږ تاريخ کې سلطان محمود غزنوي چې يو مقتد ره امپراتورپه سيمه كې تير شوى او په نني غزني ولايت كې يې داقتدار مركز و ا و ډيرې تاريخي نښې ڼښانې ور څخه پاتې دي ، ده يو ورور در لود چې بهلول نوميده. د بهاول په هكله داسې روايات دي چې دى يو مجذ وب ډوله او ډېر زاهد سړى و او د ورور له پاچاهۍ سره يې هيڅ خوا نه لګيده او نه د پاچايي سره علاقه درلوده. سلطان محمود ډير كوښښ وكړ چې دى ځانته تابع كړي خو وسه يې پرې ونه رسېده.

ويل كېږي يو وخت محمود، بهلول را وغوښت او بلنه يې وركړه چې را شه او په حكومت كې كار وكړه ، بهلول ورته په ځواب كې وويل چې داخرت ځواب نشم ويلى . محمودغزنوي وويل،چې داخرت حساب څه دى؟ بهلول وويل: دهر شي بيله بيله پوښتنه كېږي، او ورځ دقيامت ډيره سخته ده. ځكه هلته به  د تبۍ په شان توده وي اود هر سړى سره به حساب كېږي. بهلول يوه تبۍ راواخيسته اواوريې ترې لاندې بل كړ. تبۍ سره شوه ، بهلول پرې ودريد او غږ يې كړ: يو بهلول يو يې كچكول. او له تبۍ كوز شو ا و ويې ويل چې زما حساب خلاص شو . او سلطان محمود ته يې وويل،چې ا وس وا ر دتا دى ته راځه او دټول ملك حساب تير كړه. محمود يې له سرته رسولو عاجز شو او بهلول يې خپلې مخې ته پرېښود چې لاړشي .

په درنښت

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2011  All rights reserved. talafghan@gmail.com