|
عزت الله ، کابل
زرياب د ايران کلتوري دلال
تیره
شپه(۲۴/ ۲/ ۲۰۰۷) په طلوع ټلویزیون کې د نورو
کارپوهانو تر څنګ د ایران دوو کلتوری دلالانو
(زریاب او پرتونادری ) هم ګډون کړی و. په دې
ناسته کې زریاب او نادری د ایران هره مرداری د
" کلتور" په نامه ونوموله او د ایران فرهنګی
ښکیلاک یې د افغانستان خلکو ته ګټور وګڼو.
زریاب چې په دې ګردی میز کې د یو بدکلتور
انسان په توګه چلند کو او د نورو ګډونوالو
خبرې یې پرې کولې، د ایران د یو ګمارل شوی په
توګه یې ایرانی کلتور تر ټولو غوره وګڼو او ان
په چیغو یې د دې کلتور څخه دفاع وکړه.
ایران په دې هڅه کې دې تر څو په افغانستان
کې د ولایت فقیه کلتور دود کړی او د همدې موخې
له پاره یې زریابان ګمارلی دی.
که د اقتصاد پوهنځی تر شا کتابتون ته مراجعه
وشی په هر کتاب کې د خمینی عکس او وینا چاپ
شوی او دا کتابونه محصلینو ته ورکول کیږی. ایا
زموږ کلتوری دلالان دا " کلتور" ګټور ګڼی که
څنګه؟د خمینی په وخت کې سلګونه روڼ اندی
لیکوال په دار وځړول شول او دهغه پلویانو په
ځنځیرې وژنو کې لس ګونه روڼ اندی ووژل، خو
زموږ کلتوری دلالان د دې رژیم کلتور ته په
درنه سترګه ګوری او ان دې ته حاضر دی چې د دې
کلتور له پاره ملی وحدت هم بلهاری کړی.
ایا داسی دلالانو ته ستر لیکوالانو او
شاعران ویلې شوو؟؟
|