|
مېونداشنا
زه يو بې وطنه ، بې کفنه لا وارثه افغان هغه وخت چې امريکا له روسانو نه په افغانستان کې د ويتنام غچ اخستونو په امريکاکې د رېګن باچايي وه رېګن دهغه وخت د ورځنيو پېښو نوم لاندې په خپله يوه کوشنۍ کتابچه کې ليکلي دي چې په افغانستان کې د روسانو پرضد موږ خپل لاسپوڅي ښه وکارول رېګن په خپلوليکنو کې د افغانستان د جهادمهاد يادونه نه ده کړې او نه يې کوم افغان تش تورزن ستايلی دی بلکې د پولنډ د ځوانانومېړانه يې ياده کړې ده . دا نن چې يې زموږ غوږونه د مجاهد پرنوم راکاڼۀ کړي دي او ځانونه مجاهدين بولي دا خلک يې ټول مزدوران او ناولي يادکړي دي ځکه چې دا ټول يوۀ داسې سړي ( چارلي ولسن )رهبري کول چې د هغه وخت په امريکايي کانګرس کې له ټولو نه زيات لوچک او ناولی سړی وو چې د ويتنام په جنګ کې ټپي شوی هم وو .خو د دې ټول ناولو نيکه بابر بيا په خپلو ليکنو کې ليکلي دي چې دا ټول ناولي هغه وخت ما امريکا ته د ايران له لارې وروپېژندل . اوس نو دا لس کلنو کېږي چې په هېواد کې امريکا کارپټ بمباري پېل کړې ده . او دا ټول ناولي يې پرموږ واکمنان کړي دي څوک يې د ولسي جرګې وکيلان کړي څوک يې د مشرانو جرګې ، څوک وزيران دي ، يو يې په کې لا هېواد مشرکړی دی .نور ايمان پلوري او ضمير پلوري هم ورسره په کې پوره ونډه لري .د روسانو راتګ توره ورځ يادوي ، د روسانو پرضد يې اوس هم خولو ته کوري نه ټينګيږي شپه او ورځ غاپي . امريکاغږ راډيو کې چې چا فرضي مونځونه قضا کړي دي او روژې يې خوړلي دي چې ځينې يې لا اوس هم پردغه عبادت بوخت دي شپه او ورځ لګيادي خولې يې شکرۍ شولې پردې چغو ناور چې روسان خو موږ ويستلي دي بل چا په کې هېڅ ونډه نه ده اخستې . مالوميږي چې زموږ پر دې ماته ګوډه او کڼه مېډيا هم دغه ناولو نوکې ښخې کړې دي . کڼه ميډيا هم لکه د امريکايي ناولو په شان د روسانو راتګ ظلم او تېره يادوي خو امريکايي ظلم او تېري ته بيا سوله ساتی ځواک وايي نو سړي ته ورياد شي چې د دې ناولو نيکه رېګن ټيک فرمايلي وۀ چې په افغانستان کې د روسانو په پرتله زموږ تاليڅټي خورا ډېر دي او هغه هم ټول في سبيل الله . |