ليكنـــــــــــــــــــــــې

 

ليکوال :  د سعد الله جان برق
ژبــــــــــــــاړڼ:  غيرت کندهارى

 

ما خپل نوم بدل کړ

د ژباړن يادګيرنه:

 د پښتو نوميالي ليکوال سعد الله جان برق دا طنزيه خو زړه دردوونکې ليکنه د لرې پښتونخوا د چارسدې په هغه پېښه کړې ده چې دوه ويشت تنه بې ګناه او بې خطا مسلمانان پکې د مرګ خولې ته پرېوتل او د خپلو خپلوانو د تلعمري غم سبب شول. خو په دې ليکنه کې د افغانستان او په تېره تېره د پښتنو د سيمې د تېرې او روانې زړه دردوونکې وضعې هغه اصلي حقيقتونه او حماقتونه هم درک شوي دي چې مونږ يې د تباهۍ او زوال په لور بوتلي يو او اوس هم پرې روان يو.

 

ماته معلومه ده چې ځينې لوستونکي به بيا له مانه پوښتنه کوي چې ولې مې د چارسدې په پېښه، د شېرپاو په چاودنه او د کورنيو چارو د وزير په جلسه څه نه دي ليکلي لکه څرنګه چې تراوسه پورې رانه خلک د پاکستان د روانې عدالتي قضيې يانې د قاضي القضاة د بې کاره کولو او د مشرف د اقداماتو په اړه پوښتنه کوي.

زه په څو وجوهاتو په داسې تازه پېښو او روانو حالاتو څه نه ليکم. يو خو چې داسې څه پېښه وشي نو خداى خبر په ما څه بم راپرېوځي چې زړه او دماغ مې بلکل فلج شي. داسې وګڼئ لکه زما مثال د هغه تن شي چې د غوږ نه يې کارتوس ووځي، حالت مې د هغې ګوګوشتکې شي چې د ونې په يوه څانګه ناسته وي ګو ګو ګو ګو کوي، يو ښکاري پرې ډز وکړي خو هغه بچ شي. ملګرى يې پوښتنه ترې کوي چې هغه خو بچ شوه نو ښکاري ورته وايي چې بچ شوه خو بيا به دې پله رانشي او په دې ونه به ګو ګو ګو ګو ونکړي.

دا ځانمرګي بريدونه او چاودنې چې په کومو ځايونو کې کېږي تصادفاً دا هماغه ځايونه وي چې زياتره وخت پرې زه ځم راځم او هلته کښېنم پاڅم. له چاودنې وروسته چې په اخبار کې خبر ولولم نو هغه د خودغرضۍ ځانګړى اطمينان راته وشي چې زمونږ د پاکستانيانو لپاره خاص دى. يانې شکر دى چې زه هلته نه وم. زمونږ فخرِ آسيا (ذوالفقار علي بوټو) هم د ډاکه (بنګله دېش) څخه کراچۍ ته په راتلو ويلي وو : د خداى شکر دى چې پاکستان بچ شو.

ريښتيا هم پاکستان بچ شو. يواځې دېرش زره حساب مړ شو. يواځې پنځلس زره عزتونه لوټ شول، او يواځې د پاکستان يوه برخه بېله شوه چې مونږ ترې هسې هم د غاښ د درد په څېر تنګ وو. د حساب څه دي، د تورې تختې نه څه حساب چليپا شو، مونږ به نور پرې وليکو. اصلي خبره د پاکستان د بچ کولو وه چې په اړه يې زمونږ وطنپاله شاعرانو ويلي وو: زه هم پاکستان يم، ته هم پاکستان يې. خو رهبران دا نه وايي. دا خو يواځې د عوامو اعلان ګڼل کېږي. اصل حقيقت د رهبرانو په زړونو کې وي او هغه صرف دا وايي چې (زه پاکستان يم). دا نور خو هسې حساب دى چې د چليپا کولو لپاره ليکل شوى دى.

خو زمونږ غميزه دا ده چې مونږ او زمونږ سوچ په يو ځاى نه پاتې کېږي ځکه چې په داسې پېښو کې کوم حساب چليپا شي، د هغو وړاندې نور واړه واړه حسابونه پاتې وي چې په تنديو يې د يتيمانو او کونډو ټاپې ولګي. په دوى کې څوک ترکارۍ پسې تلى وي، څوک د کار په لټون وي، څوک د مسګران په کوڅه کې په لاس ګاډي يو څه خرڅوي. يا بيا په دې بله پېښه کې څوک د خپل بې ګناه بندي پلار درخواست په لاس ولاړ وي، څوک د وزير صيب نه د خپل ځان يا خپل بچي لپاره د نوکرۍ درخواست کوي او دا ځينې پکې هسې د لويو خلکو لپاره د نارې وهلو او بيا د يو څه لاسته راوړلو په طمع راغلي وي.

اوس نه پوهېږم دا فتوى د چانه راوړم چې ددې خلکو دا کارونه د کافرانو نه دي. ايا دا د اسلام دومره ستر دښمنان وو چې د فتوى ورکوونکو په نزد د وژلو لايق وو؟ او د دوى په وژلو د اسلام څومره خدمت وشو؟ په داسې ځانمرګيو بريدونو يا جهادي کارنامو چې زه څه احساسوم هغې ته تاسې ډارنتوب وواياست يا بل څه، خو ماته داسې ښکاري چې مونږ نن سبا په چانس ژوندي يو. ځکه چې دفتر، بازار، د بسونو تم ځاى، يا چرته هم د ژوند ماښام کېدلى شي. په داسې پېښو کې ټول حفاظتي تدبيرونه او د حکومت ټولې هلې ځلې په ځاى پاتې شي. د يو غريب سړى نه د څادر په پلو کې د پيازو ټماټرو غوټه، په جيب کې د ماشومانو د ټوخي شربت او په لاس کې د نوکرۍ درخواست هماغلته پاتې شي او هغه بېچاره د شهادت په سفر روان شي. او ښځه ماشومان يې په مخ سر وهلو پېل وکړي.

چې تللو نو ويل يې چې د قيامت په ورځ به سره وينو

ايا ددې ورځې نه زيات بل قيامت هم شته؟

مخکې به مونږ په جيب کې د پېژندګلو کاغذونه ساتل خو اوس يواځې په دغو کاغذونو کار نه کېږي. اوس ضروري ده چې د بدن په هر اندام خپل ادرس وکنو. په سر او سينه خو ځکه ډېره ضروري ده چې استخباراتي ادارې اکثر په سر او سينه شک کوي او له ځانه سره يې وړي. ددې نه بيا لا نورې زياتې ستونځې راپېښېږي. کېدى شي په پېښه کې د  چا ورور يا پلار پوټى پوټى شوى وي او ايمانداره استخباراتي کارکوونکي بيا دا پوښتنې درنه کوي چې وايه! ستا ورور يا پلار هلته څه کول؟ که ته بيا زر کرته نارې ووهې چې هغه مزدورۍ له تلى و، يا يې مريضانو له دارو راوړل يا هسې رهبرانو سره د املوکو په تول کې تلى و خو هغوى دې نه پرېږدي ځکه چې هغوى ته د پلټنو يوه "کړۍ" په لاس ورغلې وي. د همدې وضعې لپاره په پښتو کې متل دى چې وايي:

يو مې لور مړه وشوه، او بل د خلکو تپوسونو وخوړم

نو ځکه زه وايم چې خپلې کورنۍ ته که په وراثت کې ښه ورځ نه شم ورکولى بده ورځ بايد ولې ورکړم!. ددې لپاره له کوره ډېر لږ د باندې وځم او مړى ژوندى هم زياتره په ټليفون کوم. دا سمه ده چې شهادت ډېره لويه مرتبه ده خو زه خپل ځان د دومره لويې مرتبې لپاره وړ نه ګڼم.

ځينې خلک به ماته پېغور راکوي چې زه ((پښتون)) هم يم او بيا هم دومره ډارن. نو زه دا خبره بايد همدا اوس سپينه کړم چې زه هغه پښتون نه يم چې اغيارو تل د بهادر او تورزن په القاباتو توت ته خېژولى دى. دا لړۍ هسې خو له ډېر پخوا راهيسې راروانه وه خو چې کله د داريوش کبير زوى تختشا (اردشير يوناني ذرکيسز) په يونان يرغل وکړ نو خپل ځان سره يې زمونږ يو لوى شمېر "بهادر" نيکونه هم بوتلل چې زياترو يې د يونان په مېدانونو، او په ځانګړې توګه د (ميراتان) په مېدان کې په ډېره بهادرۍ او نرتوب (يانې بې عقلۍ) خپل ځانونه په مخالفينو لکه بادرنګ ورېبل. بيا چې د عکس العمل په توګه يونانيان د سکندر اعظم په شکل کې دلته رانازل شول نو هغوى د همدې بهادرو پښتنو نه خپل بدل داسې واخيست چې سکندراعظم په هره سيمه کې زمونږ نيکونو له د هديرو او شهادت په صورت کې جايزې ورکړې. لدې وروسته غزنويانو، غوريانو، مغلو او ټولو بادشاهانو دوى نه په بهادر بهادر ويلو سره بې وقوفان جوړ کړل او د برتانيې سلطنت هم په دې سنت د عمل کولو سره دلته خلکو ته د بهادر القابات ورکړل. بيا ددې القاباتو د عزت ساتلو لپاره زمونږ نيکونو خپل ورونه هم په سترګو ړانده کړل او سرونه يې ترې غوڅ کړل. او بيا خو دا زمونږ د مخې خبره ده چې روسانو مونږ بهادران کړو، امريکايانو راته اتلان وويل، کمونسټانو راته د بهادرۍ جايزې راکړې او د جهاد کاروباريانو هم په پراخه پېمانه غازيان او شهيدان پېدا کړل. دا لړۍ تر اوسه دوام لري ځکه چې په افغانستان کې لا د هديرو لپاره ځايونه شته.

خو زه نن په خپله خوښه او په پوره عقل او هوش سره د خپلو نيکونو او پلرونو د بهادرۍ د القاباتو نه لاس په سر کېږم. په راتلونکي کې دې هيڅوک ماته بهادر او اتل نه وايي، نه دې ليکي. ما خپل خانداني نوم "ډارن" کېښود. خپله توره، کلاشنکوف او نورې وسلې مې اهنګر ته سپارلي چې بېلچه، کوداله او رمبى راله ترې جوړ کړي. او خپلو ماشومانو ته د نښې ويشتلو په ځاى د کوترو ساتل ښيم.

د سرو په هغو واليو دې تندر ولګي چې غوږونه شلوي!

ماخذ:

http://www.express.com.pk/epaper/index.aspx?Issue=NP_LHE&Page=Editorial_PAGE&Date=20070505&Pageno=12&View=1

 

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  webmaster@talafghan.com  2004-2005.