|
پوهنمل محمود نظری حاضر ځوابي يوځانګړی ادبي فن يو دېرشم کښت وایی عمر وبن عبید له یوې ډلې څخه چې را غونډ شوی وه وپوښتل :څه خبره ده ؟ ویل يې: پاچا د یو غله لاس پرې کوي هغه ویل: عجبه ده پټ غل د ښکاره غله لاس پري کوي. *** ابن شداد ( ابوالعزبهاء الدين يوسف بن رافع اسدي حلبي شافعي ۵۳۹ - ۶۳۲ ) د (( النوا در السطانيه)) کتاب لیکونکی چې په ځواني کې د نظامیې مدرسې طالب وو لیکي: دمدرسې څو طالبانو ګډ هوډ وکړ چې د ذهن د تیزوالی لپاره (( حب بلاذر)) وخوري نو له یو کم تجربې طبیب څخه يې دهغه اندازه اود خوړلو ډول وپوښته؛ بیا له ښاره ووتل او د یوه غره په لمن کې کیناستل اوحب بلاذر يې وخوړله ټوله لیونیان شول او هر یو یوې خواته ولاړ هغوی ډیر وخت ورک وه څه مده وروسته له هغو څخه یې یو په ارامه څیره په داسې حال کې چې سر تر پایه لوڅ وو او یوازې یې لونګي په سر او شمله یې تر پښو رسیده مدرسې ته راغی او په یو کنج کې کرار کیناست یو طالب هغه ته نژدې شو دهغه نورو ملګرو احوال یې ترې وپوښتئ هغه ځواب ورکړ : زما ټول ملګري لیونیان شول له هغو څخه یوازې زه سلامت پاته شوم او لیونی نه شوم *** یو تاجرپه سفر ولاړ او خپل تور مریي يي پر دوکان وګمارئ .دښار رندان او لغړیان خبر شول چې تاجر تللی او ساده مریي یې دوکان سمبالوي نو له هغه څخه يې ددوکان مالونه په ګرانه بیه خوپه پور رانیول چې کله تاجر له سفره راغی هرڅه خلاص شوې وه له مریي څخه یې وپوښتل : ټول مالونه دي وپلورل؟ هغه ځواب ورکړ : هو! ټوله مې په ګرانه بیه وپلورل تاجر وپوښتل: د هغه پیسې راوړه! مریي ورته وویل: هغه مې په پور ورکړي دي تاجر له هغه وپوښتل: د پوروړو نومونه راکړه ؟ مریي ځواب ورکړ : هغوی نه پیژنم . تاجر له ډیرې غوسې خپل مخی ته پرته د مستو په کاسه پر سر وویښت د مریي تندی مات او ویني شو د مستو سپینوالۍ اود وینو سور والي دهغه تور مخ خندونکی کړ، دهغه په لیدو تاجر ته خندا ورغله مریي يې ورته وویل: ولې به نه خاندې د ګټې حساب کوې! *** یو سړی خپل سپين ږیری پلار وهه یوبل سړي ورته وویل :شرم وکړه د پلار حقوق مه هیروه ! ویل یې: لکه پلار چې پر زوی حق لري زوی هم پر پلار حق لري ویي ویل: د زوی حقونه پر پلار څه دي؟ ویل يي :لومړی دا چې د هغه مور له اصیلو خلکو څخه وغواړي چې ښکلی وي، خو زما مور ښکلې نه ده . دویم دا چې په زوی ښه نوم کښیږدي، هغه زما نوم برغوث(کیکه) ایښي دی. درېیم داچې ماشوم باید مدرسې ته واستوی چې لوستل او لیکل زده کړی زه په یوه توری نه پوهیږم اوبل داچې زه یې باید په ماشومتوب کې سنت کړی وای زه اوس څلويښت کلن یم لا سنت شوی نه یم نو خود يې واهم *** حمید د «عمیق بخارایی» زوی ( مړینه ۵۴۳ ه، ق) شاعر و هغه د سوزني سمرقندی په هلکه وایي: دوش دیدم به خواب آدم را دست حوا گرفته اندر دست گفتمش :سوزنی نبیره تست؟ گفت:حوا به سه طلاق ار هست! دشپې مي په خوب کې ولید آدم د حوالاس يې په لاس کې ووخرم ورته ومې ویل: سوزني لمسی دی ستا؟ ویل یې: که وي په درو ده طلاقه حوا ***
حکیم ارسطاطالیس په لاره رهي وو یو ښکلی ځوان یې ولید حکیم له هغه څخه څه وپوښتل هغه بدوله ډوله (ابلهانه) ځواب ورکړ حکیم وویل: بیت حسن و فیه ساکن نذل ښه کور دی خو اوسیدونکی يې رذیل دی *** یو درویش له« ابوسعید» څخه وپوښتله: ای شیخه بندګي څه شی ده؟ هغه وویل : خدای آزاد پيدا کړی يي، آزاد اوسه! ویل یې: سوال په بندګي کې دی ځواب يې ورکړ : ته پوهیږې چې د دوو دنیا وو آزاد نشې نه بنده کیږې ؟ . او دا شعر يې ووایه آزادی و عشق چون همی نامد راست بنده شدم و نهادم از سر همه خواست زین پس چونانکه داردم دوست رواست گفتار و خصومت از میانه برخاست
مینه او ازادی چې ټوله يې ګڼي ښه بنده شوم او ټول خواستونه پریښوده ددې وروسته که په ګران اوسم روا ده ځکه ګفتار او دښمنی له مینځه شوه ورکه *** وایي یو ورځ امیر خلف سیستاني ښکار ته وتلی وو او لکه تر کانو یې خولۍ کږه ایښې او وسله تړلې وه یو سړی يې ولید چې پر تور خره سپور وو، امیر هغه ته سلام وکړ. ویل یي: د کوم ځای يي؟ هغه ویل: د بلخ یم! - چیری ځې؟ هغه ویل: سیستان ته ځم وایي امیر ډیر سخي سړی دی زه شاعر یم نوم مې معروفي دی یو ه بولله مې ویلې ده هغه ته يې وایم ګوندی انعام راکړي. هغه ورته وویل: ته يې ولوله څه دي لیکلي دي؟ هغه بولله ولوستله هغه ورته وویل: ددې بوللې په ویلو له خلیفه څخه څو تمه لرې؟ هغه ویل:زر دیناره! - که يې در نه کړه. - پینځه سوه دیناره . - که يې درنه کړه -سل دیناره - که يې درنه کړه هغه ورته وویل: بیا دا بولله (قصیده) د خپل تور خره په نوم کوم امیر وخندل او ولاړ چی له ښکاره ستون شو معروفی یې خدمت ته ورغی امیر يې وپیژند او بولله يې ورته ولوستل: هغه ورته وویل: څو تمه لرې؟ -زر دیناره - دا ډیري دي - پېنځه سوه - ډیري دی - سل دیناره - ډیري دي هغه ورته وویل: اې امیره تور خر د دروازی مخي ته ولاړ دی امیر وخندل او هغه ته يې ښه انعام ورکړ تر اوسه دا خبره د متل غوندې پاته ده *** یو جولا یو مولوی ته څه شی امانت ایښي وه څه مده وروسته يي هغه به کار شوه نو دهغه کره ورغی مولوی خپلو شاګرادنو ته سبق ورکاوه جولا ورته وویل: هغه زما امانت راکه په کار مې دی. هغه ورته وویل: اوس په سبق ورکولو اخته یم لږ صبر وکړه هغه کیناست هغه مولوی ته ځیر شو چې هغه یوازې سر ښوروي دا چې دهغه تلوار وو نو هغه ته ورغی( دجولا په اند چې همدا سر ښورول سبق ورکول دی ) هغه ته یې وویل : ته ولاړ شه هغه زما امانت راوړه زه به ستا پر ځای سر وښوروم مولوی په خندا شو فقیه شهر زند لاف آن به مجلس عام که آشکار و نهان علوم می داند جواب هر چه ازو پرسی آن بود که بدست اشارتی بکند یا سری بجنباند دښار فقیه باټي وهی خلکو ته عام چې پټ او ښکار علوم مي زده دي تمام دهر څه ځواب چې تری وپوښتی دستی ځواب په اشاره یا دسر په خوځیدو درکوی *** |