ليكنـــــــــــــــــــې

 

پوهنمل محمود نظری

حاضر ځوابي يوځانګړی ادبي فن

دېرشم  کښت

یو چا د د جلې سیند ته  څلور زره دیناره وغورځوله

یو لاروي ترې و پوښتل:  څه کوې؟

ويي ویل:ډبرې اوبو ته اچوم!

ويې پوښتل :ولې يي خلکو ته نه ورکوې؟

ځواب يې ورکړ: سبحان الله زه  به خدای(ج) ته څه دلیل ووایم  چې د خپل زړه مې پرده پورته کړه او د ورونو په زړه مې واچوله.

***

یو چا حجاج  چې ډیر ظالېم پاچا وو ملامت کړ.

 حجاج هغه ته   یوه د سرو زرو ایکۍ  ورکړ  او هغه ته يې وویل:

 ورشه دا ایکۍ د بصرې په ښار کې وګرځوه او وپوښتنه   وکړه دهغه وزن څونه دی؟

هغه دا ایکۍ په ټولوزرګرانو وګرځوله ،زرګرانو ګمان کاوه هغه   دا ایکۍ پلوري  نو د هغې وزن يې  چې یو مثقال وو ،لږ ورته وایه

هغه  سړی بیرته حجاج ته ورغئ او هغه ته  یې ټوله کیسه وکړه

حجاج ورته وویل :

فلانی کوڅې ته ولاړ شه د فلاني کور له سړي څخه وپوښته دا ایکۍ  څومره ده ؟

 هغه سړی ولاړ او بیرته حجاج  ته راغی او هغه ته يي و ویل :

هغه ویل ددې ایکۍ وزن پوره یو مثقال دی

حجاج ورته ووایل:  ورشه د هغه څخه وپوښته چې حجاج پر تا ظلم کړی دی؟

 هغه سړی راغی او  ویل یې :  هغه ویل :يا ، هغه یوازې ظالېمانو ته سزا ورکوي

 حجاج هغه وویل: ما مه ملامته وه زه  یوازې پر ظالېمانو ظلم کوم

 دا چې هغوی پر ځان ظلم کوی زه خدای (ج)  پر هغو حاکم کړی یم چې هغوی سمي لارې ته راولم  

هرکه او عدل خویش بگذارد

ظالمی را خدای بگمارد

تا برآرد زمال و جانش دمار

ظلم او را به ظلم سازد کار

 

هر څوک چې عدل پریږدي

خدای ظالیم پر ې ګوماري

دهغه د مال او ځان  باسي نیستي

د هغه ظلم په ظلم ورکوي

***

 هارون الرشید په لاره کې بهلول  ولیدچې  په یوه هدیره کې ناست

وو له هغه څخه يې وپوښتل: څه کوې؟

بهلول ځواب ورکړ: د هغه چا  لیدو ته راغلی یم چې غیبت  نه کوي ،  زما نه تمه نه  لري، ماته  ضرر نه  رسوي
هارون وویل:

ما ته  د قیامت، پل صراط اوسوال اوځواب مالومات راکړه؟ 
بهلول ورته وویل:  خپلو نوکرانو ته ووایه یو اور بل کړی اوپر هغه یوه تبۍ کښېږدي

 چې تبۍ توده  شوه بهلول  په لوڅو پښو پر ودرید او ویي ویل :بهلول ، ګودړۍ د اوربښو ډوډۍ اوسرکه

بیا یې هارون ته وویل:  ته پر ودریږه ځان معرفی کړه هغه دي چې اخيستي اوخوړلي نوم واخله 
  هاورن  له بهلوله وپوښتل: آیا د قیامت سوال او ځواب داسې دی ؟

هغه ځواب ورکړ :هو، په درویش به اسانه او په  پاچا به ګرانه وي

***

 چې هارون الرشید مصر ونیوئ هغه ویل زه د مصر پاچا چې د خدایي دعوا يي کوله  نه بښم اود پاچاهی به یې تر ټولو بخیل او ناپوه سړی  ته ورکړم نود مصر پاچاهي يې  خپل یو تور مریي«خصیب» ته ورکړه

 هغه دومره جاهل وو چې د «حراث» بزګران هغه ته  د شکایت لپاره راغلل چې موږ  کالکي (پنبه) کرلې وې خو اورښت ونه شو نو هغه  لمر وسوه اوموږ  ډیر زیان ولید

 هغه ځواب ورکړ: باید تاسو اوړۍ کړلي وای!

به نادانان چنان روزی رساند

که دانا اندر آن عاجز بماند

اوفتاده است در جهان بسیار

بی تمیز ارجمند و عاقل خوار

كيمياگر به غصه مرده و رنج

ابله اندر خرابه يافته گنج

ناپوه ته  داسی روزی رسوي

چي پوه ورته عاجز پاته شي

ډیر پراته دی په دی جهان

پوهان خواربې پروا ګران

کیمیا ګرپه رنج وغم مړي

بودله په ګنډواله  کې موندی خزانه  

***

یو پاچا چې  یوه  چیني مینځه يې لرله د نشې په حالت کې یې  له هغې څخه د مینې خواست  وکړ.

 هغې ونه منله

 پاچا په غوسه شو اوخپل یو تور مريي يې چې پورته شونډه يې د پزې د پردې پورته او لاندې شونډه يې په غاړه کې پرته وه لکه دیب غوندې مالومیده  اودبغل  بوی يې  سړی بې سده کوئ د مروه  د ښار پاچا وټاکی

لکه چې ظریفان وایي

آنگه بغلی نعوذ بالله

مردار به آفتاب مرداد

دبغل بوی  يې نعوذ بالله 

 لکه مردارپه لمر کې داسد

مینځې دهغه د دلاسا لپاره ورته ویل : که یوه شپه وځنډیده څه قیامت خو ونه شو د خدای پر مځکه ناست يي

ملحد گرسنه در خانه خالی بر خوان

عقل باور نکند کز رمضان اندیشد

هرگز آن را به دوستی مپسند

که رود جای ناپسندیده

وږی ملحد ناست  پر سترخوان

عقل باور نه کړی  چې له روژې وي هراسان

هیچکله د هغه سره دوستی مه خوښوه

چې ځي ځایوته نا پسنده

***

له اسکندر څخه یې وپوښتل:

 څرنګه دی  د ختیځ او لویدیځ  ملکونه چې پاچاهانو یې  غټې خزانې او ډیر لښکر درلود  دومره په اسانه  ونیول

هغه ځواب ورکړ: په خدای(ج) قسم هر هیوادچې مې ونیو ی دهغه خلک می نه دی ځورولي  او د پاچاهانو نوم مې بیله نیکويي نه دی یاد کړی

بزرگش نخوانند اهل خرد

كه نام بزرگان به زشتی برد

لوی نه بولی هغه پوهان

چې په بدی یاد کړی  لویان

***
 په یوه ادبی  غونډه کی وویل " نسیم عرب امیری"
تا زن سخنی نگفته باشد
چون غنچه ناشکفته باشد

چې ښځې نه وي پرانیستې خوله

لکه غوټي به وی سره ټوله

رضا رفیع ځواب ورکړ: یا

تا زن سخنی نگفته باشد

عیب خود او نهفته باشد

چې ښځي نه وی پرانیستې خوله

پټ کړی یې دی خپل عیب خپله

«محسن اشتیاقی وویل:

تا زن سخنی نگفته باشد


چون گرگ به بیشه خفته باشد

 چې ښځي نه وی پرانیستې خوله

په ځنګله کې پټه وی لکه لیوه

 

 رضا رفیع بیا وویل:
 

تا زن سخنی نگفته باشد


شوی اش،بدی اش نهفته باشد

 
چې ښځي نه وی پرانیستې خوله

نه يې بدی مالومیږی نه میړه

***

هارون  الرشید د حج په موخه له بغداده  ووت او کوفې ته ولاړ هلته  د کوفې خلک  دهغه  درناوی په پار  را غونډ شوې وه

هاورن الر شید  پر تخت  سپور  په شان او شوکت له ښاره  د خلکو له ګڼه ګونې تیریدی  او سپاهیانو  يې نار ې  وهلې : لیري شئ! لیري شئ!

ناببره دولس له منځه یو سړي نارې کړه :

هاورنه!؟ هاورنه!؟

هارون الرشید له خپلو سپاهیانو څخه وپوښتل:

 دا څوک دی چې داسې په  جرت اوجسارت نارې راپسې وهي ؟

هغه ته یې وویل :صاحب هغه بهلول دی.

هارون له تخته پرده لیری کړه هغه ته يې وکتل.
بهلول  ورته وویل:

 دقدامه ابن عبدالله عامري څخه روایت دی چې وایي:« د

جمره( شیطان ویښتلو ) په  بیروبار کې رسول (ص) نه ویل لیری شئ هغه ډیر متواضع  وو

نن چې ستا د حج په  سفر  کې ستا  تکبر  او ځانمنی وینم   ژړا راځي   
   هاورن چې د بهلول خبری واوریدې نو به ژړا شو او بهلول ته يي وویل:

 زه دي له خوبه  را وېښ کړم او غواړم ما ته موعظه وکړې

 هغه ورته وویل:

 ای خلیقه مه  مغروره  کیږه ! په هر حال کې خدای مه هیروه! د پلویانو پوچو خبرو ته غوږ مه نیسه !داسي کړه وکړه چې خلک د ي  له مړینې وروسته  صفت او دعا وکړي!
 
له ګناه ځان وژغوره ! عدالت کوه! پر خپل  لاس لاندی ظلم مه کوه چې له صالحانو او نیکانو څخه وشمیرل شې.
  هارون ورته وویل :
 شاباش! ښه خبرې دي راته وکړې

هارون امر وکړ: هغه ته ډالۍ ورکړي

بهلول ورته وویل :زه ډالۍ نه غواړم هغه هغه چا ته ورکړه چې تر ې اخیستې دې ده

بهلول سترګې اسمان ته ونیولې او ويې ویل: زه اوته دواړه د خدای مرییان یو څنګه کیدای شي چې تا ووینو او ما هیر کړي 

*** 

فضل بن ربيع په بغدا کې یو  مسجد جوړ کړ  د مسجد

 بنا له  هغه څخه د مسجد ددړې( لوحې) په هکله وپوښتل :

فضل وویل: پر ولیکه د فضل بن ربيع مسجد

بهلول هم هلته وو له فضل څخه یې وپوښتل:

 مسجد دی له چا لپاره جوړ کړی دی؟

  فضل ویل: د خدای لپاره

بهلول  وویل:
چې د خدای لپاره دی جوړ کړی دی نو خپل نوم ولې پر لیکې؟

فضل په غوسه شو اوويي و ویل:

 ولې خپل نوم یاد نه کړم؟ خلک باید پوه شي، چې دا مسجد چا جوړ کړی دی.
 بهلول ورته وویل: ولیکه دا مسجد بهلول جوړ کړی دی
فضل وویل: هیڅکله

بهلول ورته وویل: نو دا مسجد دی د ځان ښودنې  لپاره جوړ کړی دی او خپل اجر ضایع کوې

فضل چوپ شو  او بنا ته يې وویل: هر څه چې بهلول وایي هغه ولیکه !

بهلول د قران یو ایه شریفه وویل او هغه ېې د  مسجد په دړه ولیکله

***

هارون  الرشیدیو جاسوس وټاکئ چې د بهلول په هکله مالومات ټول کړی د څه مدی وروسته هغه م هارون ته ورغی او ویل یې چې بهلول د اهلي بیت  پلوی دی او دموسی بن جعفر ښه ملګرۍ دی .

 هارون هغه راوغوښت  او هغه ته يې ویل: ته د موسی بن جعفر  چې زما پر ضد تبلیغ کوی  ملګری يې او د سزا له  ډاره دی  ځان په  لیونتوب وهلی دی  

بهلول ورته وویل:

که داسې وی نو زما سره څه کوې؟

هاورن په غوسه خپل مريي  ( مسرور) ته وویل: د هغه  کالي وباسه او د خره پالان پر واچوه په خوله کې يې  د خره اوسار ورکه په کورواو حمامو يې وګرځوه بیا يې دلته راوله او سر  يې ور پرې کړه!

مسرور په کورو او حمامو  وګرځوئ  او بیا يې  هارون الرشید ته راوست چې د هغه مخي ته يې  سر پر ې کړي

په دی وخت کی د هارون څنګ ته  جعفر برمکی هم ناست وو چې بهلول يې په دی حال ولید ویي پوښتل:

بهلوله څه ګناه دی کړې ده؟

  بهلول ورته وویل :

د حق خبره مې وکړه نو خلیفه  يې په بدل کې خپل ګران کالي راته  ډالۍ کړه

 پاچا پښېمانه شواو امر يې وکړ هغه ته ښه ګران کالي راوړي

خو بهلول کالي ونه منله  خپله ګودړۍ يې واخیسته او له قصر ه ووت .

***

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2009  All rights reserved. talafghan@gmail.com