ليكنـــــــــــــــــــې

 

پوهنمل محمود نظری

حاضر ځوابي يوځانګړی ادبي فن

نهه ويشتم  کښت

د عمر ولیث یو مریي  وتښتېد، سپاهیانو هغه  پيدا اوبیرته راوست. وزیر چې له هغه سره کینه لرله دهغه د مړینې اشاره  یې کوله چې نورو مرییانو ته عبرت شي.

مریي پاچا ته راغي او ویي ویل:

هر چه رود بر سرم چون تو پسندی رواست

بنده چه دعوی کند حکم خداوند راست

(ته چې  راکوې زما خوښه ده هره سزا

چې حکم د خدای وي  بنده ولې وکړی  دعوا)

 مریي پاچا ته  ویل :داچې ستا مالګه مې خوړلې ده نه غواړم په قیامت کې زما په وینو تورن شي اجازه راکړه چې دا وزیر مړ کړم د هغه د وینو په بدل کې ما قصاص کړه نو په حق به دي وژلی یم

پاچا وخندل او له  وزیره یې وپوښتل : اوس څه وایې؟

وزیر ځواب ورکړ:  دا بې حیا مریي  د خپل پلار د قبر په صدقه کې ازاد کړه چې ما په کومه  بلا  وانه ړوي.

چو کردی با کلوخ انداز پیکار

سر خود را به نادانی شکستی

چو تیر انداختی بر روی دشمن

چنین دان کاندر آماجش نشستی

چې پيل ده کړه  په لوټه جګړه

خپل سر دی مات کړ بیهوده

که دي غشی وویښت  ددوښمن خواته

داسې وننګیره چې د غشو شوې نښه

***

د« زورن» د ولایت پاچا یو وزیر درلود چې ډیر سخي او نیک سړی وو

 د  پاچا  دهغه کوم کار خوښ نه شو، هغه ېي بندی  کړ  دا چې کومندان  هغه پيژند  نو هغه ته  یې  سکنجه(پانه) نه ورکوله

صلح با دشمن اگر خواهی هر گه که ترا

در قفا عیب کند در نظرش تحسین کن

سخن آخر به دهان می‌گذرد موذی را

سخنش تلخ نخواهی دهنش شیرین کن

(ددښمن سره که غواړې وکړې  سوله

هغه دی تر شابد وایي ته یې وایه ښه

داخبره اخیر راځي د موذی په خوله

که خبره یې ترخه نه غواړې خوله یې کړه   خوږه)

وایي دهغه پاچا یو بل سیال پاچا بندی شوی وزیر ته په  پټه یو لیک ولیږی په هغه کې يې لیکلې وه: پاچا ستا په قدر نه پوهیږي  که زموږ خواته راشې ډیر قدر به دی  وکړ و د دې هیواد ټول مشران ستا د دیدارتږي دي موږ ټوله ستا ځواب ته سترګې په لار یو

 وزیر د هغې پانې پر شا  یو لنډ ځواب ولیکئ او بیرته يې ورواستوئ

 د پاچا څارو ( جاسوس) هغه ولید او پاچا ته يې خبر یوورچې  یو بندي زموږ د دښمن هیواد له  پاچا سره مراسله لري

ټپال (قاصد) يې پاچا ته راووست او لیک یې ترې واخیست په هغه کې لیکل شوې وه:

د لویانو  دبدګماني لطف زموږ له فضلیته ډیردی ستا څخه مننه  خو زه ددې  کورنۍ په  نعمت لوی شوی یم  په لږ  بې مهري سر ه يې  د نعمت بې وفایي  نه شوای کولای  لکه چې  شاعر وايي:

آن را که به جای تست هر دم کرمی

ستمی عذرش بنه ار کند به عمری

هغه چی هرګړی يې په  تا کړی کرم

عذریي کوه که په ژوند وکړی یو ستم

پاچا دهغه د حق پېژندنې ډیر خوشاله شوه هغه يې ازاد او ډیر شته یې ورکړه او عذر یي ترې وغوښت

حکما وایي:

گر گزندت رسد ز خلق مرنج

که نه راحت رسد ز خلق نه رنج

از خدا دان خلاف دشمن و دوست

کین دل هر دو در تصرف اوست

گر چه تیر از کمان همی‌گذرد

از کمان دار بیند اهل خرد

مه خوابدی کیږ ه د خلکو په ځوریدا

راحت   او ځوریدل نه وي دخلکو لخوا

د خدای دی ، نه د  دوست او دوښمن ځواک

ددواړو زړونه  دی دهغه په پوره واک

که څه غشی له لیندۍ تیریږي

خو پوه يې له غشي ویشتونکي ګڼي

***

د عربو یو پاچا د خپل دیو وفاداره  نوکر تنخوا ه دوچنده  دهغه نوکر په پرتله چې  په لهو لعب اخته  وو کړه

 یوزاهد دا واوریده  توښ او خروښ يې له زړه ووت. له هغه څخه یې وپوښتل: څه خبره ده؟

هغه ویل:

د خدای (ج) د بندګانو کړه   د خدای(ج) د درګا مثال لري

 

مهتری در قبول فرمان است

ترک فرمان دلیل حرمان است

 

لویی ده  په منولو کې د فرمان

محرومیت لامل دي د نه منلو د فرمان

***

یو ظالېم له  درویشانو څخه لرګي په زوره رانیول او هغه يې په شتمنو په ګرانه پلورل یوزاهد د هغه ځایه تیریدی ویي ویل:

زورت ار پیش می‌رود با ما

با خداوند غیب دان نرود

زور دی که په  زموږ چلیږي

د غیب پوه خدای سره نه چلیږي

 

هغه یې خبرو ته پام ونه کړ .

د هغه په کور کې  یوه شپه اور بل شو او ټوله لرګي يي خاورې ایرې شوه

هغه سړی بیا د هغه ځایه تیریدی هغه له خپلو یارانو څخه پوښتل: نه پوهیږم دا اور زما سرای ته له کومه راغی

هغه ورته وویل: د درویشانو له زړه

به هم بر مکن تا توانی دلی

که آهی جهانی به هم بر کند

چه سال‌های فراوان و عمر‌های دراز

که خلق بر سر ما بر زمین بخواهد رفت

 

تر توانه زړونه  مه خوابدی کوه

چې یوه آه  کولی شی نړۍ کړي چپه

څه  کلونه ډیر او اوږده  دی عمرونه

رهي به وي خلک زموږ پرسر پر  مځکه

 

***

یو نفر د غیږ نیولو (    ۳۶۰  ) چمونه   زده وه  نو یو خپل شاګرد ته يې (۳۵۹) چمونه  ورزده کړ ه او یو یې له هغه څخه  پټ کړ.

هغه  شاګرد يې لوی استاد شو او پاچا ته يې وویل  زما نه  په نړۍ کې بل اتل نشته

زه د خپل استاذ درناوی ددې لپاره کوم  چې سپین ږیری او زما استاذ دی زه  دهغه کم نه یم

نو پاچا  د دواړو د غیږنیولو امر ورکړ

هغه ځوان لکه مست پيل  میدان ته ننوت استاذ يې پوه شو چې په زور کې هغه زورور دی نو په هغه چم چې يې  پټ کړی وو هغه له مځکې پورته او د مځکې وویښت

پاچا سپین ږیري ته خلعت او ځوان ملامت کړی

ځوان وویل : هغه په زور زه نه یم مات کړی  بلکې دا چم يې ماته نه وو رازده کړی

هغه وویل:  پوهان  وایي: دوست ته دومره قوت مه ورکوه چې دوښمني درسره وکړي.

 

کس نیاموخت علم تیر از من

که مرا عاقبت نشانه نکرد

 چا د غشو علم زما نه ،نه کړ زده

چې اخیر يې  نه کړم  زه نښه

***

یو پاچا د یو ځای تیریدی یو درویش هلته ناست وو او هغه په  راتلو يې باک ونه کړ.

 پاچا خپل  وزیرته  په غوسه وویل: دې ګودړۍ والا لکه حیوانان دی په انسانیت نه پوهیږي

وزیر هغه درویش ته  وویل: ای ځوانه !پاچا  تیر شو تا د ادب شرط پر ځای نه کړ.

هغه ویل پاچا ته ووایه: له هغه چا څخه د خدمت تمه لرله چې ستا څخه د نعمت تمه لري.

او بل دا چې  پاچا د رعیت د خدمت لپاره دی  نه دا چې رعیت د پاچا د اطاعت لپاره که څه هم راحت  د هغه ددولت په شوکت کې دی 

یکی امروز کامران بینی

دیگری را دل از مجاهده ریش

فرق شاهی و بندگی برخاست

چون قضای نبشته آمد پیش

یو نن کامران وینی

بل د رنځه زړه خوړین

د باچاهي او بند ګي توپیر پيدا شو

څرنګه چې د قضا لیکل راغله مخته

 

  پاچا ورته ویل:

 زما څخه څه غواړې؟

  هغه ویل: بیا ماته زحمت مه راکوه !

پاچا ویل: ما ته پند راکړه !

درياب كنون كه نعمتت هست به دست

كين دولت و ملك مى رود دست به دست

 

پوه شه چې  دانعمت  دي دی اوس  په لاس

چې دا دولت او پاچاهی ګرځي لاس په لاس

***

یو وزیر د ذوالنون مصری ته  ورغی او هغه ته یې وویل:

 زه غواړم    شپه او ورځ ستا چوپړ وکړم ستا د خیر امیدوار او له بدي څخه بېزار یم

ذوالنون وژړل او ويي ویل :که ما دخدای (ج) داسې عبادت کولی لکه ته زما زه به د هغه  د صدیقانو له ډلې څخه وای

ور وزیر ازخدا بترسیدی

همچنان کز ملک، ملک بودی

که وزیر له خدایه  هسې ویریدلا ی

لکه   دپاچا خپله به پاچا وای

***

یو پاچا د یو بې ګناه د وژلو فرمان ورکړ.

 هغه وویل: اې پاچا! دخپلې د غوسې له کبله  زما ازار مه اخله  دابه یو ګړی پر ماتیر شی

پنداشت ستمگر که جفا بر ما کرد

در گردن او بماند و بر ما بگذشت

ستمګرانګېړله چې پر موږ یې کړی جفا

په موږ تیر شو د هغه په غاړه  پاته شو دا

***

د انوشیروان وزیر انو  د مملکت په چارو  سوچونه کوله اوهر یو خپله نظروایه  خو پاچا د «بزرجمهر ملک »  نظر ومنه

وزیرانو له پاچا  څخه وپوښتل:

 دملک نظر دی ولې  ومنه ؟

هغه يې په ځواب کې وویل: دا چې دکار پای نه دی  نه مالومیږی کوم  نظر سم. کوم  بد  دی نو ځکه  د رای ملک رای تر ټولو مخکې ده

اگر خود روز را گوید شبست این

بباید گفتن آنک ماه و پروین

که خپله ورځ ته ووایو شپه

باید  ووایو پروین او ماه ده هغه

***

وایی یو عادل  وزیر د پاچا په غضب اخته شو ټولو دهغه دخلاصون لپاره هڅه وکړه  خو پاچا له خپلې غوسې نه  تیرېدی. یوزاهد له هغه ځایه تیریدی او ويي ویل:

پختن دیگ نیک خواهان را

هر چه رخت سراست سوخته به

 د نیکی غوښتنونکو د دیګ پخیدنګ

 ته ښه ده د ټولو مسافرخانو سوځنګ

***

 

 

 د هارون الرشید زوی په ډیره غوسه پلار ته راغی  او  ویل يې: د فلاني کومندان زوی ما ته ښکنځل وکړه .

هارون خپل درباریان راوغوښتل  چې څه وکړي: یو ویل هغه مړ کړه؛ بل ویل : دهغه ژبه پرې کړه  ،بل ویل: د هغه ټول مالونه ضبط کړه

هاورن  خپل زوی ته وویل: ای زویکه مړانه دا ده، چې  هغه وبښې که نشوای کولای ته  هم  هغه ته ښکنځل وکړه هغومره چې هغه تا ته کړي دي نه ډير چې ظلم ستا  لخوا شي.

***

دوه ورونه وه  یو د پاچا په چوپړ کې اوبل په خپلو  مټو په  زور ډوډۍ ګټله. هغه شتمن ورور يې هغه بل  ته وویل:

 ولې لکه زما  دپاچا چوپړ نه کوې چې له دې زیار څخه خلاص شې؟

هغه ورته وویل: ته ولې  دخپلو مټو په زور ډوډۍ نه پیدا کوې  چې د چوپړ له ذلت څخه خلاص شې. پوهان وایي:

  خپله ډوډۍ خوړل او کښیناستل  تربل د  چوپړه ( دتورې زری ملاوستنی (کمر بند ) تړل)  ښه دی

 

به دست آهن تفته کردن خمیر

به از دست بر سینه پیش امیر

عمر گرانمايه در اين صرف شد

تا چه خورم صيف و چه پوشم شتا

ای شکم خیره به نانی بساز

تا نکنی پشت به خدمت دوتا

په لاس په لمر توده  وسپنه   اخښل

ښه دی تر لاس په ټټر امیر ته دریدل

ګران عمر په دی تیریږی څه وخورم

په دوبي څه  په   ژمي  څه واغوندم

ای سپين سترګې نسه ورکړه قناعت

چې دی نشی ملا  کږه په خدمت

***

یو سړي په  انوشیران  عادل زیرۍ وکړ،  چې  ما واریده چې خدای تعالی  هغه ستا  فلانی دوښمن هغه دنیا ته وغوښت

انوشیروان ترې وپوښتل : دادي هم واوریده، چې مانه غواړ ي؟

***

 

د پوهانو یوې  ډلې د انو شیروان سره د مصلحت خبرې کولې

په هغو  کې کشر بزرجمهر  وزیر وو چې غلی ناست  وو

له هغه څخه يې وپوښتل: ته ولې څه نه وایې؟

 هغه ځواب ورکړ: وزیران لکه طبیبان  دی او دطبیب  دنده ناروغ ته درمل ورکول دی دا چې تاسو  سمي خبری کوی نو زما پر هغه حکمت نشته

چو كارى بى فضول من بر آيد

مرا در وى سخن گفتن نشايد

و گر بینم که نابینا و چاه است

اگر خاموش بنشینم گناه است

چې کار کیږي بې لاسوهنې زما

نه باید به هغه کې خبری  وکړم بیا

که  ووینم چی نابینا پر غاړه دی د څاه

که چوپ پاته شم دا ده  بیا ګناه

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2009  All rights reserved. talafghan@gmail.com