ليكنـــــــــــــــــــې

 

پوهنمل محمود نظری

حاضر ځوابي يوځانګړی ادبي فن

اته ويشتم  کښت

یو وزیر بهلول ته وویل:

 تبریک خلیفه  ته د سپيو،  چرګانو او سرکوزو امیر کړی يې

بهلول ځواب ورکړ: ښه نو  ددې وروسته زما امر منې

 

وزیر سره راغلی خلکو  وخندل او وزیر خجل شو  د

 

***

په بغداد ر کې یو ډیر امانت کاره تاجر چې مالونه یې ارزانه  پلورل او په خلکو ډیر ګران وو اوسیده

 

 د هغه یو سیال چې یو ډیر بې رحم او ظالیم  او سود خوره یهودي وو چې مالونه يې  ډیرګران پلورل او  دخلکو ډیر بد ترې راتلل.
 یو  ورځ هغه ښه تاجر څه پیسو ته اړتیا پيدا کړه  نو هغه یهودي  تاجر ته  ورغی او له هغه څخه څه  يې پیسې په پور وغوښتې .هغه ورته ویل په یو شرط پوردرکوم چې  داسې سند راکړې که په خپل وخت پيسې را وه نه رسوې چې زه  حق ولرم ستاد بدن غوښې پرې کړم

 دا چې دهغه ابرو په خطر کې وه نو دا شرط یې ومنه او هغه ته یې دا سند ورکړ  په سند کې لیکلي وه ،چې  که په وخت مې  پیسی ور  ونه رسولې هغه حق لري زما د بدن له  هر ځای څخه چې وغواړي یو رطل غوښه پرې کړي

له بده مرغه تاجر ونه شوای کولی په خپل وخت پیسې ورورسوي نو هغه دا سند کازي ته یووړ او خپل حق یې  غوښت.

 کازي هغه ته ډیر وویل چې له دې کار څخه تیر شي

خو هغه خپل حق غوښت

 دا خبره په ټوله بغداد کې خپر ه شو او ټولو ورته ته دعا کوله چې له ښه تاجر له  دې غم څخه خلاص شي.

 بهلول هم دا کیسه واوریده او هغه هم محاکمې ته  ورغی

کازي مجبوره تاجر ته وویل: ته باید دا واک هغه ته  ورکړې چې ستا یو رطل غوښه پرې کړي
؟ بهلول نارې کړه: زه کولی شم ددې مظلوم وکیل شم

کازي ځواب ورکړ : هوکولی شې

بهلول د تاجر او یهودي تر منځ کیناست

او کازی ته یې ویل :یهود حق لري دهغه یو رطل غوښته پرې کړي خو باید د هغه یو څاڅکی وینه توی نشي او بل باید غوښه  داسې پرې کړی چې د یو رطل لږ او زیاته نه وي
که داسې ونه کړې باید  قصاص  او ټول مالونه یې ضبط شي

یهود د دې کارله ډاره تیر شو او کازي فیصله وکړه د پور په اندازه د هغه پيسې ورکړي

***

 

ظهیر الدین فاریابي د وزیر دبخیلي په هلکه داسې وایي:

 


به خواب ، دوش چنان دید می که صدر جهان

مرا بخواندی وتشریف داد و زر بخشید

شدم به نزد معّبر ، بگفتم این معنی

جواب داد که این جز به خواب نتوان دید

(پرون مې په خوب ولیده چې صدر جهان

زه  وغوښتم ډیر زر يې راکړه فراوان

نو ملا  ته ورغلم چې مانا مې کړي دا خوب

هغه ویل داشیان شتون نه لری په وېښتوب)

***

دپاچا زوی له پلاره ډیر میراث یووړ هغه ډیر د سخا لاس درلود او ټوله يې په خپلو سپاهیانو او رعیتو وویشل

نیاساید مشام از طبله عوده

بر آتش نه که چون عنبر ببوید

بزرگی بایدت بخشندگی کن

که دانه تا نیفشانی نروید

(د عود د قطی څخه  نه راوځي بوی

په اور يې ایږده چې لکه عنبر  وکړی بوی

چې لويي  غواړې  سخاوت کوه

چې بې زڼې نه شنه  کیږي میوه)

یو بې تدبیره وزیر په نصیحت د پاچا زوی  ته  ویل :

ستا پلار په ډیره هڅه داخزانه   ټوله کړژ ده دا يې  د مصلحت لپاره ساتلې  وه  دا کار مه کوه چې  پېښې  تر مخکې او دوښمنان تر شا دي:

اگر گنجی کنی بر عامیان بخش

رسد هر کدخدایی را به رنجی

چرا نستانی از هر یک جوی سیم

که گرد آید ترا هر وقت گنجی

(که خزانه  پر عامو خلکووړیاوېشې

چې مشر انو په ډ یر  زیارجوړکړی دا خزانې

ولې د هریوه نه غواړې  د زرو ویالې

چې هر وخت درته  جوړې شي  خزانې)

پاچا هغه وزیر ته په  ځواب کې وویل  :زه خدای تعالی پاچا کړی یم چې وخورم اووبښم   نه څوکیدار چی وساتم

 

قارون هلاک شد که چهل خانه گنج داشت

نوشیروان نمرد که نام نکو گذاشت

(قارون مړ شو چی  يې لرله څلویښت کوټې خزانه

نوشیروان چې ښه نوم يې لره ژوندی دی تر ننه)

 

***

نوشیروان عادل په ښکار وتلی وو یوه هوسۍ یې ښکار کړه  هغه يې پوست او کباب کړه  خو مالګه  يې نه لرله  نو یو مریي ته  یې وویل:

 ورشه له کلي څخه په بیه  مالګه راوړه ، چې د  بې بیې مالګې  دود کلی وران نه کړې

وزیر يې له هغه  څخه   وپوښتل : دا دومره لږ شی او  دومره  ډیر خلل ؟

هغه ځواب ورکړ: په نړۍ کې لومړی ظلم لږ وو هر یو چې راغی هغه يې لږ زیاتوی  چې په اخیر کې   دومره غټ شو چې ښارونه وران کړل

اگر ز باغ رعیت ملک خورد سیبی

بر آورند غلامان او درخت از بیخ

به پنج بیضه که سلطان ستم روا دارد

زنند لشکریانش هزار مرغ برسیخ

(که پاچا د رعیت له بڼه  وخوري، یوه  مڼه

لښکریان یې  دبیخه باسی  هغه بڼ له  بنه

که پاچا پینځه هکۍ اخلی په ستم

لښکر یې زر چرګان وریت کړی په هغه چم)

***

یو ه ناپوه  له یو ه پوه څخه وپوښتل : که  د رعیتو  دکورونه په  ورانولو د پاچا خزانه  ډکه کړ م څه  پروا لري؟

هغه یې په ځواب کې وویل: هر څوک چې د خلکو زړونه ځو روي  خدای به پر هغو داسې خلک  وګماري چې د هغو  روزګار هم خراب کړي

آتش سوزان نکند با سپند

آنچه کند دود دل دردمند

 

(سپلنیو په اور  نه کوی  څړیکې

هغه دې ددرد مند د زړه له  دوده )

***

وایی د ټولو ژویو پاچا زمری دی او تر ټولو خوار بیا  خر دی خو باروړنکی خر تر خلک داړنکي زمري ښه دی

مسکین خر اگر چه بی تمیزست

جون بار همی‌برد عزیزست

گاوان و خران بار بردار

به ز آدمیان مردم آزار

(خوار خر که بې تمیز دی

داچې بار وړی عزیز دی

غویي او خره چې وړي بار

ښه دی د خلکو مردم ازار)

***

یو پاچا خپل یو بد اخلاقه  وزیرله  ځورولو وروسته   بندي کړ

حاصل نشود رضای سلطان

تا خاطر بندگان نجویی

خواهی که خدای بر تو بخشد

با خلق خدای کن نکویی

(خدای کله  راضی کیږی

چی نه يې غواړی خاطر د بند ګانو

که غواړې تا وبښی الله

ښه کوه د خدای له خلکو سره)

***

وایي یو مظلوم په لاری له ځان سره ویل :

 

نه هر که قوّت بازوی منصبی دارد

به سلطنت بخورد مال مردمان به گزاف

توان به حلق فرو بردن استخوان درشت

ولی شکم بدرد چون بگیرد اندر ناف

نماند ستمکار بد روزگار

بماند برو لعنت پایدار

(نه هرڅوک لری  دمټو  زور،یا  واک

پاچاهان خوری  د خلکو مالونه زیات

اسانه دی خوړل د غټ هډوکي

ولې نس یې پرې شي چې د نو شی لاندې نوکي

نه پاته کیږی د ظالیم بد  کار

تل لعنت به  پرې کوی خلک بیشمار)

***

 یو پاچا ناروغ شو  حکیمانو ورته وویل :

 د دې درد درملنه بیله دی چې د یو انسان زهر ه چول په سترګو ونه  وینې نشته

درباریانو  دیو هلک  پلار او  مور ته  ډیر شته ورکړه اوکازي هم د پاچا د ژوند لپاره د هغه د وژلو فتوا ورکړه

 کله چې جلاد غوښتل د هغه هلک  سر پرې کړې. هغه په ناهیلي  اسمان ته وکتله  او موسکی شو

پاچا ترې وپوښتل : په د ی وخت کې ولې خاندې؟

هغه ځواب ورکړ:

 د زامنو ناز په میندواو  پلرو وي  او دعوا کازي ته یوسي او داد د پاچا وغواړي

 اوس پلار او مور د مال په خاطر ما وژني او کازي دوژني امر ورکړ او پاچا خپله سلامتیا زما په وژنه کې ویني نو بېله خدایه بله پناه نه وینم

پیش که بر آورم ز دستت فریاد

هم پیش تو از دست تو گر خواهم داد

(چا ته ستا د لاسه    وکړم فریاد

ستا مخی ته ستا دلاسه له چا وغواړم  انصاف)

د پاچا سترګې له اوښکو ډکي شوې او ویي ویل:

 «د بې ګناه وینو له تویدو نه ښه دا  ده زه مړ شم ».

 پاچا  دهغه هلک  سترګې يې مچ کړی   او ډیر مال یې هغه ته وبښی او ازاد یي کړی

وایی هغه  ته په هغه اوونۍ کې خداي (ج) شفا ورکړه.

همچنان در فکر آن بیتم که گفت

پیل بانی بر لب دریای نیل

زیر پایت گر بدانی حال مور

همچو حال تست زیر پای پیل

 

(دهغه شعر په سوچ کې یم چې وايي

پيلو ان د نیل د سیند پر غاړه

که  د پښو لاندې میږي په حال پوه شي

دهغه حال دی د پيل د پښو لاندژ د میږي)

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com 2004-2009  All rights reserved. talafghan@gmail.com