ليكنـــــــــــــــــــې

 

  محمود نظري

د مړانې مډالونه

 

د ثور اتمې نیټې له پېښې وروسته  د طنز خبریال له  هډوروزیرڅخه  وپوښتل:

تاسو ته مالومه ده چې د جګړی له میدانه د تښتیدو سزا  اعدام دی؟

هغه په خندا ورته وویل:

 زه خو نظامي نه یم چې په دې شیانو پوه شم دومره پوهیږم  چې میرمني مې د وژلو لپاره نه یم راستولې.

خبریال بیا تپوس ترې وکړ :

نو ولې مو دا نظامې وردی اغوستی ده؟

ددفاع وزیر غاړه تازه کړه  او وې ویل:

له اړه دا سایز پر چا نه برابریده نو ما واغوست .

 دخبریال سترګې دهغه په  پړکنده ځل اوبل کیدونکی  ټټروبرېښیدې نو د هغه نه يې تپوس وکړ:

دا دومره د میړانې مډالونه مو له  کومه کړه ؟ لکه چې زه خبر یم تاسو په کومه جګره کې ګډون نه دی کړی ان یو ولایت ته هم تللی نه یاست . څرنګه او د چا لخوا تاسو ته  دادرکړل شوي دي؟

ددفاع وزیر مسکی شو او وې ویل:

 ولې په افغانستان کې لږې پېښې کیږي زه یې حساب په همدې مډالونو نیسم او د پوښتنې د بلی برخې په ځواب کې دی باید وایم زه یې خپله ځړوم چا ما ته اړه نشته!

خبریال په هېښتیا بیا ترې وپوښتل:

نودا موله کوم ځایه  کړی دي ؟

ددفاع وزیر په کټ کټ خندا ورته وویل:

زما دوتر د میز جعبه په ډکه ده  ما رانیولی نه دي.

خبریال:

نوولي  یې بل چا ته نه ورکوي؟

ددفاع وزیر ورته وویل :

عجبه  ساده یې!

ولې یې بل چا ته ورکړم زما په میز کې دي زما دي.

 

 
   

كــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــور       |     د تـــــــــــــل افغـــــــــــــان خبــــــــــــره    |     زموږ سره  مــو اړيكـــــــــــــــې

Copyright ©  talafghan.com  All rights reserved  talafghan@gmail.com  2004-2008.