|
ژباړن : ع. شريف زاد ولف ګنګ ګويته واېي: د غم خوښي زما دا خبره بې له پو هانو بل چاته مه کوى، ځکه چې ناپوهان بې له ملنډ و په نور څه نه پوهيږي. زه غواړم هغه څوک وستايم چې ځان ته اور لټوي او لکه پتنګ سره اور ته ځان غورځوي. د مينې په شيبو کې چې د ژوند نيا لګى کرل کيږي او د ژوند ډيوه لاس په لاس ګرځي د سپينې سپوږمۍ په ليدو ستا په روح کې يو مر موز غږ پيدا کيږي. ته بيا خپل ځان د تورتم په زندان کې بندي نه وينې، ځکه چې هره ګړۍ د يوه مقام هيله در سره وي. ته بيا اوږدې لارې او دګران سفر له غمه خلاصيږې او خپله اروا په بيړه د نور او صفا چينې ته استوې، چې د شوق لمبه لکه پتنګ ځان ستي کړې تر څو په دغه نکته پوه نه شې. " مړ شه چې ژوندى شې" په دغه تورتم اوتياره جهان کې به لکه نوم ورکى ميلمه اوسيږي. |